د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کراچۍ کې د صلیب څوباړی

یاقوت خان شینواری 26.05.2015 12:16

کراچی د پاکستان د ټولو ستر تجارتی او کثیر القومی اوکثیرالثقافتي ښار دی په کرچۍ کې دا وخت ۶۵لکه پښتانه ، اوهم شان ۱۰لکه افغان کډوال هم استوګن دي . د پاکستان د بهرنۍ نړۍ سره راکړه ورکړه ، صادرات او واردات او هم دا شان د پاکستان د اقتصاد ۷۰سلنه د کراچۍ د سی پورټ یا بندر له لارپوره کیږي . هم داشان د افغانستان د سوداګرو مالونه هم د همدې لیارې د بهرنی دنیا څخه افغانستان ته او دافغانستان څخه بهر ته انتقالېږي . لکه څنګه چې مخکې ذکر شول چې کراچی یو کثیرالثقافتی ښار دی خو په ټوله کې ئې اوسېدونکي مسلمانان دي . د هر هیواد د خلکو پیژندګلوی د هغوی د مذهب او کلچرسره تړلې وی . تاسې ته بهتره معلومه چې د زیاتره اوروپائي هیوادونو په جنډو( بیرغونو ) کښې د صلیب نشانونه وي چې دا د دې خبرې ثبوت لپاره کافی ده چې وویل شي دا هیوادونه د مسحیت پیروان دي اګر که په اوسنی نړۍ کې داسې هیواد نه لیدل کیږي چې هغه هیواد دې د خپلونفوسود شمیر لس ۱۰یا د دې څخه زیات سلنه مسلمانان ونلری . خو د اکثریت وګړو په وجه په هغو هیوادونو کې د ملی ټرمینالوژی سمبول د صلیب نښان وی . او دا د هغو یو مسلم حق هم دی ځکه چې هغوي د نورو لږکیو په نسبت په هغو هیوادونو ډېر دي . د پاکستان د نفوسو ۷سلنه اقلیتونه دي چې پاتې ټول ئې مسلمانان دي . اوس پکارداسې دی چې د دې هیواد هرښاراو هره سیمه دې دې اسلامی پیژندګلوی او سمبول ولری ځکه چې دا د دې هیواد د مسلمانانو یو مسلم حق دی . خو په ډېر افسوس سره چې اورېدل او لیدل شوی چې په پاکستان کې د ایشیاء تر ټولو ستر د صلیب څوباړی د جامعه بنوریه د مدرسې په شار کراچی کې جوړېږی او دا هغه مدرسه ده چې په نړیوال شهرت کې ساری نلری او د افغانستان ، مراکش ، الجزائر ، توینس ، او د داسې ډېرو هیوادونو علماء کرام او مفتی عظام د هم دې مدرسې څخه فارعل تحصیل دی . ویل کیږي چې جامعه دارلعلوم بنوریه په نړۍ کې د دارالعلوم دیوبند پسې په دوهم قطار کې راځی . خبره مې د صلیب د څوباړی راخیستی وه .
په اصل کې په پاکستان کې نظام سیکولر دی په دې معنی چې هلته د هرقسم کردار ازادی ده . دا لوی فریب دی د پاکستانی اولس سره چې ورته ویل کیږي چې پاکستان د اسلام قلعه ده یا د اسلام په نوم جوړشوی دی . او په دې فریب او دوهکه کې چې د پاکستاني اولس سره په پاکستان کې کیږي د پاکستان مذهبی جماعتونه دخیل دی . د پاکستان ټولو مذهبی جماعتونو ته یوه وظیفه سپارل شوې چې د نورو ګاونډیانو په اسلام کې خپلې فتوې صادرې کړی .هم دغه شان که یو طرف ته په کراچئۍ غوندې لوی ښار کې د اسیاٙ تر ټولو لوی د صلیب ټاور جوړېږی نو ورسره جوښت په هم دغه ښار کراچئۍ کې جامعه بنوریه چې د پاکستان تر ټولو لویه مدرسه ده چې د طالبانو مورنۍ مدرسه بلل کیږي هم موقېعت لري . او دا هغه مدرسه ده چې د هغې اکثره فاضل علماء کرام د طالبانو د لیکو د سر کسان دي او جامعه بنوریه تر اوسه پورې دا فخر د ځان ګڼی چې زمونږ د مدرسې علماء کرام دي چې الحمدالله په افغانستان کې ئې شریعت نافظ کړی دی نه په پاکستان کې . په هر حال دا خو د ځینې علماو کرامو حال دی الله دې ورته هدایت وکړی مونږ څه نه شو ویلی . خود دې علماو د جملې څخه یو هم علامه طاهر اشرفی دی چې نوموړی په برسل کې په غونډه کې دعوه کړې وه چې ګني پاکستان نه وی نو اسلام هم نشته استغفرالله . چې بیا په هغه غونډه کې د عربانو د غبر ګون سره مخامخ شو او خبره په غلطۍ او رفع درګزر سره ختمه کړی شوه . پاتې شوه د صلیب خبره چې دوی ولې دا خپل څوباړی دومره لوړ جوړوی ؟ . د دې په شاه هم مخصوصو دینی او سیاسی کړیو ته د ډالرو د توړو خولې خلاصې شوي دي . ګنی د پاکستان په آین کې د دې قسمه څوباړی د لوړوالی اجازت نشته . بل طرف که سړی لږ په سړه سینه ساه واخلی او ووائی چې زه خو جوړ دې کړی عیسیان هم دا حق لری او د پاکستان اوسېدونکیي دي او دلته جمهوریت هم دی . نو که چېر ته جمهوریت ته اولیت ورکول وی او اسلام په دوهم قطار را ولو نو بیا خو د ټولو څخه ښائیسته جمهوریتونه غربی نړۍ کې خصوصاََ په سویزرلینډ کې دی هلته خو همدغو د بشرد حقوقو صلیبیانو او سلفریانو په هغه هیواد
کې د یوسلو څلورو جوماتونو ( ۱۰۴ ) منارونه په دې خاطر وران کړه چې دا د اسلام علامت دی او زمونږ د برداشت وړ ندي . هم دا شان په ټوله اروپا کې هم دا حال دی مسلمانانو ته اول خو د مسجد اجازه نه ور کوی او که چېر ته ور ئې کړی نو بیا د منارې حق نه ور کوی . د مثال په ډول د بیلجیم هیواد په یوه ښارکې چې شارلروا نومیږي په ۱۹۵۳کال کې مسلمانانو د جومات لپاره ځمکه واخیسته او بیا د یوه یهودی ارکیټر لخوا ورته نقشه هم برابره کړی شوه چې په هغه نقشه کې د نوموړی مسجد دوه منارونه هم لرل او دهغه وخت د هغه ښار برګماسټر هم اجازه ور کړې وه چې تاسې په مسجد باندې منار هم جوړولی شی . چونکه مسلمانانو سره دومره پیسې نه وې چې ټول کارونه په یو مخ خلاص کړي . نو ځینې کارونه ئې لکه منارې ئې بل وخت ته پاتې شوې کله چې مسلمانان وسیع شول او پیسې ئې برابرې کړې او د منارونو په جوړولو ئې کار شروع کړ نو د هغه ښار نوی برګماسټر ورته نقشه لغوه او د منارو کار ئې پرې بند کړو . دې ته وائی ډیموکراسی او جمهوریت .خو په پاکستان کې دا شان د صلیب څوباړو ته چې د ذان ورونکې مسجدی مناروڅخه به په لسګونو مټره لوړوالی جوړیږي دې ته اوس د مذهبی راودارۍ د اقلیتونو حوقوقو او د جمهوری روایاتو د تسلسل د ژوندی ستلو نوم ورکړی شوی دی .