د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هند د حاجیګک دکان له تړونه باید په شا نه شي

حقیق 25.05.2015 14:38

په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیودهندي مقاماتو له خولې رپوټ ورکړئ چې ګواکې دغه هېواد دحاجیګک په کان کې له خپلې لس میلیونه ډالری پانګونې په شاکیږي .
ویل کیږي چې معدنونه دافغانستان داقتصاد دبیارغاونې لپاره ټاکونکی رول درلودلی شي چې دملي یووالی حکومت یې دهیواد داقتصاد دبيارغاونې او پرمختګ لپاره په کلکه باید به پام کې ونیسي.
په لومړي سر کې یوشمیر سروې ګانو ښودلې وه چې دافغانستان دمعدنونو ارزښت درې تریلیونو ډالرو ته رسېږی  خو وروسته بیا جوته شوه چې دا یوازې دافغانستان د۲۸ په سلوکې خاورې د معدنونو ارزښت دی او دافغانستان دټولې خاورې دمعدنونو  ارزښت تردې ډېر زیات دی چې دا ټول افغانانو ته ډېر دخوښۍ خبردی . او لازمه ده چې موږ هرڅه ژر چې کولای شو له خپلو دغو زیرمو څخه دخپل اقتصاد دځواکمنولو لپاره ګټه پورته کړو خو متأسفانه دهندوستان دچارواکو وروستی اعلان د اندېښنې وړ دي. سره له دې چې هندوستان تراوسه پورې د حاجیګګ دکان  په اړوند رسمي دریځ ته نه دی څرګند کړئ ، خو له تیرو کړنو او ددغه هیواد دچارواکو له څرګندونو داسې جوتیږي چې هندوستان ددغه کان د رایستو چارې اوس په سیاسی مسایلو پورې تړلي دي.
دحاجیګک کان دنړۍ دریم داوسپنې لوی کان دی چې تر  ۱،۲۸ ميلیارډه ټنه وسپنه په کې موجوده ده ، دهندوستان هېواد یو شمېر شرکتونو ددغه هیواد ددولت په موافقه غوښتل چې ددغه کان وسپنه له ۱۱ نه تر ۱۵ کلونو پورې استخراج کړي او په دغه کان کې تر  لس اعشاریه اتو میلیاردو ډالرو پانګونه وکړي . چې له دې کبله په میلیاردونو ډالره ګټه افغانستان ته هم رسېدله ، د ۸۰۰ مېګاواټه بریښنا ستیش ترڅنګ دوسپنې داستخراج فابریکه او دکانونو درایستولو لپار ستر زیربنایی بنسټونه  هم په دې قرارداد کې شامل ؤ.
هند له افغانستان سره د مخکښو مرسته کوونکو هیوادونو له ډلې څخه شمیرل کیږي چې هم یې دتوکیو په کنفرانس کې له نورو هیوادونو سره په ګډه له افغانستان سره دمرستو دکولو ټټر وهلی او هم یې په نورو کنفرانسونو او ددواړو هیوادونو دعالی رتبه استازو دکتنو په وخت کې دمرستو ژمنې کړي دي ، چې تراوسه یې زموږ له هېواد سره په یو شمیر برخو کې مرستې هم کړې دي . چې له مهمو مرستو څخه یې دسلمادبند په جوړولو کې مرسته ده چې لا تراوسه دغه بند تکمیل شوی نه دی او ویل کیږي چې یوکال وروسته به انشأالله تکمیل شي  ، په نیمروز ولایت کې ددلارام زرنج دلوې لارې دپخولو او هم په کابل کې دملی شورا دودانی دجوړولو مرستې مهمې هغه مرستې دي  چې ترې یادونه کولای شو.
پخوا  هم دهندوستان د ملي امنیت سلاکار تهران کې  ویلي ؤ چې دوی به نور د چاه بهار بندر د پراخولو پر پروژې هم پانګونه ونه کړي. او لامل یې هم دا په ګوته کړی ؤ چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته حالات د دوی د ډاد وړ نه دي او نه غواړي په دغه هیواد کې په زیربنایي پروژو پانګونه وکړي .
شنونکي دا وایی چې دهند هېواد دچارواکو دغه څرګندونې او ددې هیواد نوي موقف دافغانستان په وړاندې  کیدلای شي په هغو ګنګوسو پورې هم تړاو ولري چې ویل کیږي افغانستان او پاکستان به په استخباراتی چارو کې یو له بل سره همکاري کوي اوپه دې اړوند دیوه تفاهم لیک موضوع هم په دې ورځو کې په رسنیو او سیاسی محافلو کې ډیره رابرسېره شوې ده،چې کیدلای شی هندوستان هیواد یې اندیښمن کړی وي او په دې توګه غواړي افغان لوری ترفشار لاندې ونیسي. او بله مسأله چې اقتصادي کارپوهان ورته اشاره کوي هغه په سیمه کې دناامنۍ ترڅنګ  په نړيوالو بازارنو کې دوسپنې د بیی ټېټدل دي چې کیدای شي دهندوستان علاقمندي یې د حاجیګک کان په اړوند راکمه کړې وي.
لازمه ده چې افغانستان په اوسني وخت کې باید له ټولو هیوادونو سره دوستانه اوښې اړیکې ولري داسې ګومان نه کیږي چې دملي یووالي حکومت ګواکې په اوس وخت کې نه غواړي له هندوستان سره ښې اړیکې ولري او پرځای یې غواړي له پاکستان سره تودې اړیکې ولري . داهم سمه ده چې پاکستان زموږ ګاونډي هیواد دی او دافغانستان دسولې په بهیر کې دغه هیواد مهم رول لوبولی شی اوهم په سیاسی او اقتصادي ډګر کې افغانستان ته مهم دي ، خو هندوستان هم زموږ لپاره خپل ځای او اهمیت لري او کومه بهرنۍ تګلاره چې دملي یووالی حکومت مشرانو واضح کړې په هغه کې هندوستان هیواد هم دافغانستان لپار اوچت او ښه ځای لري او له دغه هیواد سره زموږ دهیواد اړیکې مهمې بلل شوي .
خوبله ښکاره خبر هم داده چې افغانستان په خپله تګلاره کې یو مستقل هیواد دی او څه ډول چې وغواړي خپلې بهرنی اړیکې به له نورو هیوادونو سره جوړوي، په دې اړوندلازمه نه ده چې نور هیوادونه زموږ لپاره څه دیکته کړي بلکه دا افغانستان دی چې دخپلو ګټو او اړیکو لپاره به له نورو هیوادونو سره خپلې اړیکې جوړوي . او ترکومه ځایه چې ثابته شوې اوسنی مشران هم په همدې تکل کې دي چې له ټولو هیوادونو په تیره بیا دسیمې له هیوادونو سره دیوبل په کورنیو چاروکې دنه مداخلې پربنسټ ښې او تودې اړیکې ولری او هغو ته دوام ورکړي.
دهندوستان هېواد چې تل دافغان لوری ورته ددوستی لاس اوږدکړی ددوستی دغه غږ ته باید  په ورته ځواب سره لبیک ووایی او له افغانستان سره خپلو اړیکوته  نه یواځې داچې دوام ورکړي بلکې هغه لا تودې هم کړي. او په تیره بیا دحاجیګک دکان تړون چې ډیره موده کیږي ددواړو لور تر مېنځ لاسلیک شوي او کیدای شي هندي لوري  لا ډيرې تیاري هم ورته نیولې هم وي باید عملي کړي . او افغان لوری هم باید هرډول چې کېږي هندي لوری د خپلې ژمنې عملي کولو ته راوبولي ، ځکه که دغه قرارداد نه عملي کیږي نو نور همدومره وخت په کارده چي نوی قراردادوشي او بل لوری هم بیا همدومره وخت ولګوي چې په دې سره به دافغانستان اقتصاد او دبیارغاونې او پراختیا بهیر ته ستر زیان وراوښتئ وي.