د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فیصل اباد کرهنیز پوهنتون د داخلو لارښود

حضرت الله رحیمي 25.05.2015 14:25

فیصل اباد کرهنیز پوهنتون د QS نړیوال درجه کې ۸۵ ، NTU نړیواله درجه کې ۹۷، اسلامي نړۍ او د پاکستان په پوهنتونونو کې لومړی مقام لري. په ۱۹۰۹ز کال کې د لائلپور زرعي کالج په نوم چې په ۱۹۶۱ز کې ورته د پوهنتون درجه ورکړل شوه او لائلپور زرعي پوهنتون په رسمي نوم ونمول شوچی اوس دفیصل اباد کرهنیزپوهنتون په نوم سره یادیږي.
له نیکمرغه افغان محصلینو ته په بېلابېلو پوهنځیو کې داخلي ورکوي . له نوموړي پوهنتون نه ډیر زیات افغان محصلین  فارغ شوي، چې د ګران هېواد افغانستان په بیارغونه کې ستر رول لوبوي. اوس محال نږدې دوه شپیته افغان محصلین په بېلابېلو پوهنځو کې په درسونو بوخت دي .
لارښود
د نوي کال تلن لاره کې پوهنتون بدلون راوستې ؛ نو غواړم چې هیواد وال ترې هم خبر کړم.
هر کال به د لسانس دورې لپاره څلور د کانکور ازموینې اخیستل کیږي، هغه زده کونکي چې د دولسم نه نه وي فارغ شوي هم کولای شي چې ګډون پکې وکړي. د پوهنتون د داخلو لپاره یوه ازموینه شوي د دویم لپاره تر۲۹ مې نیټې پورې فورمې جمع کول دوام لري، د جون په ۵ نیټه په پوهنتون کې ازموینه وي. هغه افغانان چې لېواله وي په فیصل آباد کرهنیز پوهنتون کې داخله وکړي  دوي کولای شي چې  دا فرصت د لاسه ورنکړي.
د لا زیاتو معلومات لپاره د فیصل آباد کرهنیز پوهنتون ویب پاڼه http://www.uaf.edu.pk/ او یا د نړیوال کلب پاڼه https://www.facebook.com/InternationalClubicUaf?ref=bookmarks  کتلې شۍ.
 هغه افغان زده کونکي چې غواړي په فیصل اباد کرهنیز پوهنتون کې داخل شي؛ نو باید لاندې ټکو ته پام ولري:
۱ـ کانکور ازموینه کې کامیابیدل اړین دي.
۲ـ هغه محصلین چې  POR یا د مهاجر کارت ولري هغوي کولای شي چې په نوموړي پوهنتون کې په لوکل(محلي) فیس داخل شي . د یادونې وړ ده چې د افغانانو لپاره دغه سیټونه د پاکستان لخوا د افغانستان دولت ته د ورکړل شویو سکالرشیپونو کې شامل ندي. دا د افغان زدکونکو سره د دې پوهنتون اضافي مرسته ده، چې له افغان محصله د پاکستاني محصل په اندازه فیس اخستل کېږي.
۲ـ څوک چې په پاسپورټ داخله اخلي؛ نو هغوي به د خارجي محصل هومره فیس ورکوي . د یادونی وړ ده، چې د افغانانو لپاره کوم ځانګړي سیټونه نشته ، هرافغان کولای شي، چې په خارجي سیټونو داخله وکړي .


۳ـ باید د دولسم ټولګي شهادت نامه ولري د داخلې په وخت کې .
الف ـ له افغاني لیسو فارغ شوي محصلین Equivalence Certificate  لاس ته راوړلو وروسته په پوهنتون کې داخله کولای شي البته په کانکور ازموینه کې اړینه نده.
ب:ـ له پاکستاني کالجونو فارغ شوي افغان محصلین هم له دې سیټونو پوره ګټه اخستلای شي.
نوټ:- په یاد کرهنیز پوهنتون کې د داخلو لپاره د افغان کمشنریټ څخه  تصدیق اخیستل اړین ندي.
په یاد پوهنتون کې درې ډوله محصلین زدکړې کوي (۱) په پاکستان کې کډوال البته چې POR CARD ورسره وي (۲) په پاسپورټ (۳) په بوسونو(سکالرشپونو).  
تعلیمي پروګرامونه
» Bachelor لیسانس
» Master ماستري
»M.Phil
» PhD  دوکتورا
ماستري او دوکتورا
د ماسترۍ داخلې لپاره ازموینه نشته او دوکتورا لپاره د  GAT Subjectازموینه کې کامیابېدل اړین دي. د دې پوهنتون یوه بله ښېګڼه د بهرینو محصلینو لپاره دا ده، چې په یوه کال کې دننه د درسونه تر څنګ دغه ازموېنه ورکړي. دا ډول خواهشمند محصلین تر اګست میاشتې پورې خپل اسناد د پوهنتون په داخلو څانګه کې جمع کړي.
                                                             درنښت
حضرت الله رحیمي د افغان محصلینو عمومي شوری پاکستان او د کرهنیز پوهنتون نړیوال کلب ریس

ګرځینده شمیره : +923009771647                    
بریښنا اړیکه :  hazratullahraheemi@gmail.com                  
فیسبوک : www.facebook.com/hraheemi