د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کار د ګرشک لخوا خراب دی

سردار محمد همدرد 25.05.2015 15:23

ګرشک په هلمند کې د جغرافيوي موقيعت په لحاظ د لښکرګاه لپاره تر ټولو مهمه ولسوالۍ ده، دغې ولسوالۍ شمالي او جنوبي ولسوالۍ په خپلو کې سره نښلوي او دا يې په منځ کې پرته ده، پخوا به نايب الحکمه په ګرشک کې اوسېده.
کله چې روسانو پر افغانستان يرغل راوړ د نورو ولايتونو په څېر هلمند کې هم جنګېدل، تر ټولو ډېره جګړه به په ګرشک کې کېده، کله چې به دلته جګړه وه نو خلکو به  ويل کار د ګرشک لخوا خراب دی، دغه اصطلاح هغه وخت کې دومره عامه سوه چې جګړه به ونښته نو همدغه اصطلاح به د خلکو پر خولو راتله.
نن سبا هم هغه کيسه ده، موږ په لومړيو کې داسې فکر کاوه چې د نوي حکومت په راتلو سره به د نور هېواد په ګډون هلمند کې امنيت او پرمختګ راسي، چټک بدلون به رامنځته سي، خو داسې ونه سول، برعکس کار وسو، ډول ډول ستونزې او مشکلات دلته جوړ سول، د حکومت همدا بهانه وه چې کابينه  نه ده جوړه، هغه هم جوړه سوه، خو تراوسه د پرمختګ او ادلون بدلون کوم څرک نه لګيږي.
چغې مو ووهلې، ټول هېو مو هلمند کې د دولتي چارواکو د غلاو او فساد څخه خبر کړ خو بيا هم چا غوږ پرې ونه ګراوه.
مخکني حکومت څخه خلک ډېر ناهيلي و، فساد دومره ډېر و چې په علاني ډول به څوکۍ خرڅېدې، نوي حکومت ته د خلکو هېلې ډېرې وې، ډېر باور د خلکو په دې و چې فساد به ورک سي، خو فساد په دې وروستيو کې اوج ته ورسېد، امنيت مو ورځ تر بلې خرابيږي، هره ورځ يوه يا دوه ولسوالۍ سقوط کوي. هلمند هم داسې دی، چارواکو په دومره سپين سترګۍ فساد شروع کړی دی، چې نه پرې خبره اغېز کوي، نه پرې لاريون اغېز کوي او نه مرکزي اداره څه ورته وايي، نو کار له مرکزه او له لوی سره خراب دی.
سره له دې چې ولسمشر د خپل ټاکنيز کمپاين په موده کې هلمنديانو سره ټينګه ژمنه کړې وه چې د برياليتوب وروسته به يې د سمون او اصلاحاتو په برخه کې لومړی ټارګېټ هلمند وي، دلته به چټک بدلون رامنځته کوي، اداري فساد به ختموي. خو تر اوسه هيڅ ونه سول، والي د هلمند لوېشت لوېشت ځمکه خرڅه کړه، هديرې يې غصب کړې، اوس هم ضد او نقيض راپورونه ورکول کيږي، کله وويل سي نوی والي معرفي سوی دی، کله بيا بېرته رد سي، يوه لوی تشوېش د خلکو سره دی، د بېکارۍ په اړه خو به څه نه وايم چې ولس په څه حال کې دی!!؟.
اوس مهمه خبره دا ده چې اصلاحات بايد له مرکزه پيل سي، هلته مرکز کې هم د ارګ دننه داسې جنجالونه روان دي چې نن يو څوک مقرر سي، سبا د ولسمشر او اجرايه رئيس تر منځ اختلافات يې له څوکۍ ليرې کړي.
له بل پلو د ملي يووالي د حکومت لخوا بهرنيو او ګاونډيو هېوادونو سره داسې تړونونه په پټو سترګو لاسليک کيږي، چې بيا وروسته لويه پښېماني لري او وروسته پکې غور کيږي او داصلاحاتو او ايډيټ تمه يې کيږي.
ولسمشر پر ځای ددې چې د هېواد داخلي وضعيت ته پام وکړي، بهر ته يې پاملرنه ډېره ده.
بهرنی سياست او بهرنيو هېوادونو سره اړيکې ټينګول هم مهمه ده خو دننه په کور کې اور بل دی، د هېواد په ټولو ولايتونو کې يو اندېښمنه فضا حاکمه ده، وسلوالې نښتې او بريدونه ډېر سوي دي.
په دې وروستيو کې داسې ګنګوسې هم سته چې ويل کيږي پارلماني ټاکنې د بوديجې د نه شتون له امله نه ترسره کيږي او تر نامالوم وخت به وځنډيږي، په داسې حال کې چې د بهرنيانو مرستې را روانې دي، مرکزي حکومت بايد په دې اړه جدي تصميم ونيسي، که ټاکنې وځنډيږي دا خپله د حکومت لويه کمزوري څرګندوي، د دومره ډېرو بهرنيو اړيکو نيولو سره، د ولسمشر شپږ مياشتني پرلپسې سفرونه او د هېوادونو د مرستو ژمنې خو بيا هم دومره بوديجه او مرسته نه سته چې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره سي.
 د کابينې تر جوړېدو وروسته کوم مثبت بدلون نه تر سترګو کيږي، اوس به د کابينې په څېر يو کال په دې جنجالونه وي، چې کوم ولايت ته څه ډول واليان وټاکل سي، د واليانو تر ټاکېدو کېدو وروسته به د رئيسانو او نورو کسانو په ټاکلو کې اختلافات وي، بالاخره به د دې حکومت موده هم پای ته رسېدلي وي، ولس به غرق سوی وي، هېلې به خاورې سوي وي او تر يوه حده جوړ حکومت به د ړنګېدو په درشل کې وي.
د ملي يووالي حکومت مشرانو ته مې وړانديز دا دی چې تر ټولو مهمه د دوی لپاره د پخواني حکومت د استازو، له والي تر رئيسه او ولسوال پورې ټول بايد ليرې سي، نوي کسان مقرر سي، بدلون او پرمختګ په همدغه راځي، امنيت په همدغه سميږي.
تر بدلون وروسته بايد يوه مياشت دوه مياشتې وروسته د نويو واليانو، رئيسانو او ټولو دولتي استازو کارونه بايد د مرکزي حکومت لخوا و ارزول سي، د لاسته راوړنو او مختګ پوښتنه ترې وسي، د دوی په اړه دې د ولس غبرګون او نظر وپوښتل سي، د ولس د رضايت په صورت کې د دولتي استازو شتون د ښه مختګ زېری دی.