د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ملي تحريک اعلاميه

د افغانستان ملي تحريک 25.05.2015 15:22

د افغانستان ملي تحريک
اعلاميه
څو موده وړاندې د افغانستان د ملي امنيت ادارې او د پاکستان د څارګرې ادارې (ای، اس، ای) ترمنځ د څارګريزو معلوماتو د تبادلې او نورو همکاريو په باب يو هوکړه ليک لاسليک شوی دی، دا هوکړه ليک په خپل متن کې داسې محتويات لري چې په څرګند ډول د افغانستان ملي حاکميت ته زيان اړوي او د پاکستان تر اشغال لاندې زموږ د پښتنو او بلوڅو وروڼو ازادي غوښتونکې روحيه له منځه وړي او په لويه کې موږ د لوی افغانستان له اصلي داعيې او ارمان څخه محروموي. څرنګه چې د هوکړه ليک متن د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا ترتيب شوی، نو هغوی خپلې ګټې او ارمانونه په کې ځای کړي او دا هوکړه ليک يې د ډيورنډ د کرغېړنې کرښې د په رسميت پېژندلو او د نورو پراختيا غوښتونکو هدفونو لپاره يو بنسټ ګرځولی دی. اوسنی حکومت چې له يو فعال کورني او بهرني سیاست څخه بې برخې دی، له کوم دقت پرته يې د سياسي معاملو پر اساس دا هوکړه ليک منلی، لاسليک کړی او په دې ډول يې د افغانستان يوې تاريخي مخالفې څارګرې ادارې ته د تبر لاستی برابر کړی دی. اوسمهال که د افغانستان اوسنی حکومت هر څومره ويده او کمزوری دی، ملي درايت او کفايت نه لري، خو له نېکه مرغه چې ولس او د هغه بېلابېل قانوني او مدني بنسټونه خورا ويښ او فعال دي، ډېر ژر يې ددې هوکړه ليک د اضرارو او شرارتونو پرضد غبرګون څرګند کړ او هغه يې په سختو الفاظو وغنده.
د افغانستان ملي تحريک د افغان ولس د يوه ملي او مدني حرکت په توګه، تر هراړخيزې څېړنې، شننې او ارزونې او د هوکړه ليک په باب د دقيقو او څو اړخيزو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته په ډاګه اعلانوي چې دا هوکړه ليک د افغانستان دملي ګټو او د ډيورنډ تر کرښې اخوا زموږ د پښتنو او بلوڅو وروڼو لپاره د قاتلو زهرو مثال لري او په شديدو الفاظو دا هوکړه ليک او د هغه لاسليکوونکي غندي او له کوم قيد او شرط او زماني واټن پرته په عاجل ډول ددې هوکړه ليک د لغوه کېدو غوښتنه کوي او که حکومت ددې هوکړه ليک د لغوې په باب ژر خپل اقدام ونه کړي، نو په مظاهرو او ټولو ممکنه لارو به لاس پورې کړي، چې ددې منفور هوکړه ليک مخه ونيسي.
ژوندی دې وي افغانستان
ژوندۍ دې وي د لوی افغانستان داعيه
مړه دې وي د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان