د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوه ناقانونه افغان کډوال د قاچاقي سفر قرباني شول

یاسر الهاشمی 25.05.2015 00:02

په هيواد کې نا مساعد اقتصادي شرايط د دې سبب شوی چې هر ورځ په لسګونه افغانان د ايران او ترکيي له لارې ځان اروپايي هيوادونو ته ورسوي. خو، له بده مرغه له ایران او ترکيي څخه اوښتل او بيا له مديترانې سمندرګۍ څخه پورې وتل په ډيری مواردو کې کډوالو د ژوند په قيمت تماميږي.
د روان زږديز کال د می د مياشتې په دولسمه نيټه، اوه تنه افغان کډوال هغه مهال ووژل شول چې د ايران پولي ته څیرمه د ترکيي په وان سرحدي ښار کې د واور له ورښت سره مخامخ شول. دغو کډوالو غوښتل چې د ايران او ترکيي له لارې اروپا ته په غير قانوني ډول ولاړ شي.
د ترکيي د سرحدې پوليسو له قوله وژل شوي کسان، د کډوالو د هغه (۳۳) کسيز کاروان غړي دي چې غوښتل يې د ايران څخه د ترکيي سرحدي ولايت، وان ته په غير قانوني ډول واوړي. د پوليسو په وينا دغه کډوال د وان ولايت تر (۱۵) کيلومترۍ، چالدران ولسوالی پورې وړاندې تللي ول.
سرحدي پوليسو زياته کړې چې:
(( دغه کډوال ترکيې ته له داخليدو وروسته د چالدران ولسوالی په لورې، چي د سلماس غرونو په لمن کې پرته ده، تللي. دا چې د سلماس غرونه په وارو پټ وي نو په چالدران کې د تودوخې درجه ډيره ټيته وي. موږ په ډاګه ويلی شو چې د دوی د وژل کيدو يوازينې لامل سړه هوا ده او بس.))
د ژغورل شويو کډوالو له جملې څخه يو تن پوليسو ته په خپل بیان کې داسې ويلې:
(( د شپې اته بجې وي چې موږ د قاچاقبر په مرسته د ايران له پولو واوښتو او ترکيې ته داخل شو. ترکيي ته له داخليدو وروسته مو د دوو ساعتونو لپاره پياده مزل وکړ. قاچاقبر وويل چې تاسې همدلته دمه شئ زه به مو د انتقال لپاره موټر وليږم. موږ تر سهاره پورې انتظار وويست. خو، موټر رانغې او هوا هم ډيره سړه وه نو ځکه زما ښځه او ماشومان له منځه ولاړل.))
د وان سيمه ايز چارواکي رسنيو ته ويلې:
(( کله چې موږ د چالدران ولسوالۍ ته ورسيدو نو اوو تنو کډوالو خپل ژوند د لاسه ورکړی و. د اتو تنو نورو وضعه خطرناکه وه چې هغوی مو د وان په دولتي روغتون کې بستر کړ. د وژل شويو کډوالو جسدونه مو تر جنازې وروسته خاورو ته وسپارل او نور کډوال مو د څيړنې لپاره د ولايت مرکز ته انتقال کړه.))
د راپورونو له مخې د پيښې په شپه د تودوخې درجه له صفر درجې څخه هم ښکته وه او د شپې ناوخته واوره هم وريدلی وه.