د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بهرنیو چارو له وزارت نه تر کر کیلې پورې

پوهندوی آصف بهاند 24.05.2015 15:27

مقایسه
(د بهرنیو چارو له وزارت نه تر کر کیلې پورې)

د خپل ورځني پروګرام له مخې مې د ۲۰۱۵ کال د می میاشتې په اتلسمه نیټه، د ډنمارکي ورځپاڼو د لیدو پر مهال د «ekstrabladet» ورځپاڼه تر سترګو شوه. د دې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د ډنمارک د پخوانۍ کابینې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وِلي سووندال(villy søvndal) عکس چاپ شوی و:

د دې عکس په څنګ او لاندنۍ برخه کې د لیکل شوو تورو مانا داسې ده:
«سووندال د بهرنیو چارو له وزارت څخه تر خوشاله بزګر پورې،
د ویلي(villy) نوی ژوند،
ضعیف زړه(ناروغه زړه)،
ښځه تر اوسه هم ناروغه،
نوی جوړ کړی کور،
زه ښه یم.»
ښاغلی سووندال څه باندې دوه کاله (د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر له دریمې نیټې نه د ۲۰۱۳ کال د دسمبر تر دولسمې نیټې پورې) د ډنمارک د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده تر سره کړې ده او بیا د صحي  ستونزو له امله له دندې لاس پر سر شو. اوس د ڼمارک د یولند په جزیره کې، په کالنګ نومي ښار پورې اړوند، د خپل شخصي کور په وړه کرونده کې په ډیرې خوشالۍ سره د یو بزګر په توګه دنده تر سره کوي.
د ښاغلي سووندال زوی لکه زموږ د هیواد د دوه ځلي وزیر د زوی په شان، د پلار د وزارت قرار دادي نه دی، بلکې د ډنمارکي وزیر زوی په رښتیا کروند ګر دی او د بهرنیو چارو دا کور ناستی وزیر کله کله له خپل زوی سره په کر کیله کې مرسته کوي.
د ډنمارکي وزیر اړیکې له وطن، وظیفې، مځکې، سرې(پشقل) سره داسې وې او دي چې و ویل شول.
خو زما په وطن کې که یو وزیر له وزارته یا لرې کیږي او یا یې د کار دوره پای ته رسیدلې ښودل کیږي، آیا دا وزیر به بیا له وزارته یوه پټه پایه را لاندې څوکۍ(د هماغه وزارت معینیت یا کوم لوی ریاست چارې) د وطن د آبادۍ په نامه پرمخ بوزي؟ خامخا یې ځواب نه دی.
ښه بیلګه یې د افغانستان په نږدې تیرو کابینو کې د یو داسې ښاغلي؟ نوم دی چې دوه ډیر مهم وزارتونه ور سپارل شوي وو او د هغو دندو په ترڅ کې یې د نورو القابو تر څنګ د «پشقل بای» لقب هم و ګاټه.
په دواړو وزارتونو کې د «پشقل بای» د کار مودې، د کار دورې او کار نامې ما لومې دي.
دا چې د کار په موده کې د ښاغلي؟ «پشقل بای» اړیکې  له وطن، وظیفې، مځکې، سرې(پشقل) سره څه ډول وې او وروسته له وزارتونو اوس څه کوي او رابطه یې له وظیفې، وطن، مځکې او سرې(پشقل) سره څه ډول ده، ټولو خلکو ته لکه لمر داسې روښانه ده.
کله چې د دغو دوو وطنونو د دوو وزیرانو د کار موده کې وظایف او له کار نه وروسته دندې سره پرتله شي، نو ښکاره به شي چې د ډنمارکي وزیر رابطه له  وطن، وظیفې، مځکې او سرې(پشقل) سره څه ډول وې او څه ډول دي او زما د وطن د دوو وزارتونو وزیر؟ اړیکې له وظیفې، وطن، مځکې، پشقل(سرې) سره څه ډول وې او څه ډول دي.
کله چې دا دوه وزیران او د دوی کارونه وڅیړل شي، بیا به د مقایسې پایله مالومه شي.
پای