د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري اونيزه ويډيو کنفرانس غونډه وکړه

مجيد ژړاند 24.05.2015 13:46

کليوال ادبي ملګري ټولنې داونيزو غونډو په درشل کې خپله درې دېرشمه اونيزه ناسته دلېنکن په ښوونيز مرکز کې تر سره کړه.
کليوال ادبي ملګري ټولنې دغبرګولي په درېيمه نېټه خپله پرله پسې درې دېرشمه او ويډيو کنفرانس لومړۍ غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې چې دشعر او ادب مينه والو پکې ګډون کړی و، دماسپښين په دوه نيمو بجو پيل شوه، عبدالمتين افغانمل دريځ ته راغی دسپېڅلي کلام په ايتونو سره يې غونډه پيل کړه.
وروسته دتېرې اونيزې ناستې راپور دغونډې ګډونوالو ته وړاندې شو، په راپور له بحث کولو وروسته دهيواد نامتو انځور ګر، شاعر او ليکوال ښاغلي ومان نيازي دويډيو کنفرانس له لارې دغونډو ګډونوالو ته خپل لکچر چې (غزنی فولکلوريکه شتمني) موضوع وه.
ومان نيازي لومړی فولکلور تعريف کړ او په لنډو ټکو کې وويل چې فولکلور ولسي پوهه ده، په ولس پسې ټولې هغه تړلې خبرې چې په علم او پوهې نه وي اوښتي فولکلور ورته ویلی شو.
څنګه چې دغزني ولايت فولکلور چې ځانته ځانګړنې لري، په نورو سيمو کې خو ياشتون نه لري او که يې لري هم ډېر کم رنګه به وي.
ښاغلي ومان د خبرو په دوام وويل په غزني کې چې پخوا کوم دود و او دغه دود لاتر اوسه په ولسواليو او ولايت کې رواج لري، چې هغه دمعماري لپاره دخټې پخول او دبخڅې لپاره چمتو کول دی، دغه خپله فولکلو ر دی، په ډېرو کلیو کې تر اوسه دغه دود شته او په دغه برخه کې باید پلټڼې وشي.
استاد ومان نيازي دژرندې په اړه چې دغه خپله دفولکلو ر يوه ځانګړنه ده، چې په دغه برخه کې باید ډېر کار وشي،ځکه اوس ورو، ورو دغه دودونه له منځه ځي، نو باید په دغه اړه باندې څېړنې وشي، تر څو مو فولکلوريکه زېرمه خوندي وي.
هغه دخبرو په دوام دلوبو يادونه هم وکړه، چې په غزني کې اوس هم داسې لوبې شته ، چې دسیمې دفولکلور په برخه کې خورا لوړ مقام لري او باید راټولې شي.
دبېلګې په ډول: تيت انا(پټ پټانی) خوسی، ارګوړي برګوړي او داسې نورې ورته لوبې
سانګه وهل چې دادغزني د شلګر دسیمې يوه مېله ده، چې په نورو سيمو کې نشته په دغه برخه کې کارته اړتيا ده چې باید له سانګې وهونکو سره تاسو خبرې وکړئ.
ومان نيازي دنکلونو په اړه هم خورا ګټورې خبرې وکړې، چې پخوا به ځوانان يوه ځای ته دبنډار لپاره تلل،نو نکلچي به هم ورسره و، تر څو دشپې په اوږدو کې ځوانانو ته نکلونه وکړي، دهغه نکلچي سره به یو بل کس هم وو، چې هغه ته به يې شپه ويل
همدارنګه هغه داتڼونو په اړه هم خبرې وکړې، چې دغزني اتڼ له نورو سيمو بېل دی، هغه وويل په دغه برخه کې تاسو لومړي مالومات له سپين ږيرو نه راواخلئ.
سيال کاکړ داتڼونو شمېر ۳۶ ښيي، خو استاد حبیب الله رفيع بیا ددغه اتڼونو شمېر لومړی شپږ ويشت ښودلی و، خو وروسته يې بیا وويل چې هغه خبره ناسمه ده، په پښتني ټولنه کې شپږ ډوله اتڼونه موجود دي.
خو اوس زموږ دسيمې په اتڼونو باندې نور اتڼونه ورګډ شوي دي، که کار ورته وشي.
هغه دشلګرۍ موسيقي يادونه هم وکړه، چې دغه موسيقي هم يو ځانګړی خوند لري.
همدارنګه يې دښځو دکاليو په اړه هم په زړه پورې مالومات وړاندې کړل، چې پخوا ښځو څه ډول جامې اغوستلې اوس څه ډول دي؟ په دغه برخه کې کار وکړو نو خپل اصلي فولکلور ساتلی وي.
همدارنګه دغزني په دودونو باندې هم باید ډېر کاروشي، تر څو هغه پخواني دودونه چې اوس دمنځه تلو په حال کې دي، دهغوی راټولول ډېر اړين دي.
ښاغلي ومان نيازي له لکچر وروسته دکليوال ادبي ملګري دټولنې ددغه ډول اونيزو غونډو ستاينه وکړه، هغه وويل چې يادې ټولنې دوس تر بريده دخپل ولس دويښتوب لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي او دنورو برياوو هيله يې وکړه.
څنګه چې دغونډې د نظامت چارې دجميل وقار په غاړه وې ، له ومان نيازي او راغلو ګډونوالو نه يې مننه وکړه، چې په غونډه کې يې راسره ګډون وکړ.
دراتلونکي اونيزې ناستې لپاره( اروپا څنګه دعروج پوړۍ ته پورته شوه؟) موضوع دراتلونکې غونډې دبحث لپاره وټاکل شوه، چې ګروپي بحث به پرې کېږي.
غونډه د مازيګر په څلورو بجو سره دافغانمل له لورې ددعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.