د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خدائی بخلی سید کریم خان کاکا او دستوخان

يا قو ت خا ن شنو ا ر ي 23.05.2015 16:43

خدائی بخلی سید کریم خان کاکا او دستوخان به چې کله تور راغه ته د کلی ټول غویان بوتله نو د غویانو د شپې تیرولو لپاره به ئې په ورغالو کې ټول غویان را ایسار کړل او د لویو ګټو او تیږو داسې باړ یا باره به ئې ترې راتاوُ کړه چې نه غویان بهر ته لاړشي او نه د بهر څخه د لیوانوخطر غویانو ته را پیداشي . عزیزانو : دا زمونږ داولس د یوه شپانه د خپل اولس د غویانود ساتلولپاره احتیاطي تدابیراویا سیکورټی وه . چې ګنی هسې نه چې خدای مکړه د اولس غویان راڅخه لیوان مات نکړی ځکه چې دا د سید کریم خان کاکا او دستوخان سره د خپل اولس او قام امانت وُ نو ځکه ئې د هغوی په ساتنه کې ډېر احتیاط کاوه . الله ج دې د دواړو هغه اوه واړه جنتونه نصیب کړي . عزیزانو : همداشان مثال د یوه اولس مشر هم وی . اولس مشرهم د خپل اولس د ساتولو لپاره د اردو چې په پخوانۍ اصطلاح کې ورته فوظ یا فوج وائي اوخپل استخبارات په لار اچوی تر څو دغلیم او تاړاکګرو د حملو څخه خپل اولس په امن کړي . په اوسنۍ معاصره نړۍ کې تقریبا د ډېرو هیوادونوفوزونه سره په شریکه مشقونه او تمرینات کوی تر څو یو د بل دمهارتونو او سلاحیتونو څخه خبر او ګټې ترې پورته کړي خوترډېره حده خپل استخبارات او مخفی رازونه یو د بل څخه پټ ساتي . او د یوه هیواد د ملي غُرور اتلولئۍ ، ملی ارزختونو د خاورې د تمامیت اصلی عنصر او زېور همدا شی دی . د مثال په ډول کله چې د دوه ګاونډیانو تر مینځ منځنی دیوال ړنګ شی نو بیا دوه خبرې پیدا کیږي اول دا چې یا خو به دا دواړه همسایه ګان په خپلوکښې ښه راشه درشه سره کوی د یو بل په غم ښا دئۍ کې به هم یو شان سلوک سره کوی . چرګان او سپی به ئې هم په خپلوکښې سره نه جنګیږي نو اوس دا دواړه ګاونډیان په یوه کور حسابیږي . ځکه چې د دې دواړو ګاونډیانو وچ جوار او وچې شوتلې هم سره شریکې شوې چې دا ښه ګاونډیتوب دی چې په دې معنا : د عملونو دارومدار په نیتونوپورې تړلی دی . الله دې وکړی چې د عملونو سره نیتونه هم پاک وی . دوهمه خبره دا پیداکیږي چې دیوال خو ړنګ شو خو دلته یو ګاونډی زورور دی او بل کمزوری اوس زورور او طاقت ور ګاونډی د کمزوری ګاونډی د ژوند په هره معامله او د زندګۍ په هر مد کې بې ځایه مداخلې کوی . چرګان او سپی ورته په کاڼو ولي په ونه ، بوټی ؛ او په پوله او برید کې هم وسره تجاوز او زیاتی کوی دا سلسله هم داسې جریان کوی لنډه داچې کمزورے به یا خپل کلے پرېږدی او یا به د زورور سره خپل سر ماتوی . د سر ماتولو توان هم نلری کلے پرېخودل هم ګران دی ولې چې اخر خپل کلے دی . نو اوس به هم دا کمزورے ګاونډی په خپله پوله او په خپل ورخ او ونه غنه او په خپل چرګ چرګوړی باندې د خپل زورور اوطاقت ور همسایه سره جرګې ته کینی . او تاسې ته خو بهتره مالومه ده چې د اوسنی زمانې جرګه ماران هم یا خو درنې تلې ته ګوري او یاهم چې د کوم طرف څخه ورته ښه افر وشو نو معلومه شوه چې د مینځ دیوال دنشتوالی له وجې کمزوری ګاونډی خپل میدان بائیلود او زورو د مټواو زر په زور د کمزوری څخه هر څه وتروړل . مونږ دا نه وایو چې پاکستان او افغانستان دې په خپلو کې د دهشت ګردۍ خلاف اطلاعات او خفیه مواد نه شریکوی بلکې دا خبره یقینی کول ضروری ده چې د ښه ګاونډیتوب او د اوږدې جګړې د پای سبب دې جوړشي هسې هم د پاکستان او افغانستان د اولسونو مثال د نوک او اورۍ په شان دی . تاریخ دا خبره ثابته کړې چې کله هم په پاکستان د انډیا لخوا جنګ مسلط شوې افغان اولس د پاکستان په خوا ولاړ دی چې ښه مثال ئې د ۶۵او۷۱ کلونو جنګونه دي چې په دې جنګونو کې د لوې پکتیا ، نینګرهار او قبائلي اولسونو د پاکستان په حق کې په واګه بارډر ، سیال کوټ او حتی په کشمیرکې خپل قیمتي ځانونه د پاکستان د سالمیت لپاره قربان کړه چې د ځینو په قبرونو اوس هلته زیارتونه جوړدي . چې دا د پاکستانی اولس سره د افغان مسلمان اولس بې سارې قربانی او مینه وه . بلمقابل پاکستانی اولس هم د کمونستانو د کودتاه او د وخت د شوروی اتحاد د یرغل په وخت افغان اولس سره بې سارې مرستې او دسر پناه لپاره په هغه هیواد کې ۵۵ لکو افغان کډ والو ته د سر پناه ځایونه ورکړی دي چې تر اوسه په هغه هیواد کې تقریبا ۳۶ لکه افغان کډوال میشت دی . خو د دې سره سره چې څومره په افغانستان کې داخلی جګړه اوږده شوې او یا افغانستان ته د خارجی قواو راتلل د پاکستان د اسټبلیشمنټ دیوه فوزی ډیکټیټرد غلطې پالیسۍ خاصل دی چې ن ن ئې د افغانستان سره سره پاکستان هم په دې اور کې رانغاړلی بلکې دا اور اوس د کراچۍ تر بریده ورسېد . هغه متل دی چې وائی دیر اید درست اید . د پاک افغان ( افغان پاک ) د دې نوی پل په جوړېدو چې په سر کې به ئې استخباراتی قدم پرې ایښودل وی د ډېرو خلکو د ډېرې مودې روانې ژرندې پار چاوُ کړي . د مثال په ډول تردې وروسته به هغه د پاکستانی اولس د مالیې او ټیکس پیسې په حقانی نیټ ورک او نورو ګروپونو نه مصرفیږي بلکې اوس به دا ټوله مالیه د پاکستانی اولس په خیر خیګړه چې په سرکې ئې د بجلۍ ، ګیس ، سړکونو او صحت دی لګیږي چې دا هم یو لوی او ښه قدم دی . بل طرف اوس د پاکستان اوسنی دولت په بلوچستان کې د بلچو د ناراضیانوسره هم خبرې شروع کړی دی تر څو دا مومنټ هم په سولیزه توګه منحل کړی او بلوچو ته په خپله خاوره کور دن نه خپل اختیار ورکړی . دوهم افغان دولت ته ئې ستره ګټه داده چې په افغانستان کې به د اوږدې مودې جګړه پای ته ورسیږی افغانان به په ارام په خپل کور کې د خپل هیواد په ابادۍ کې لاس په کار شي ورسره به نورو پاکستانی هنر مندانو ته هم د کار موقع په لاس ورشي . او بله به افغان دولت ته هغه بې شمیره او بې حسابه سرمایه چې تراوسه د یوې مختاطې اندازې لمخې چې ۷۰۰ملیارده افغانۍ او۴۷میلیونه ډالراو۱۷۰زره برطانوي پونډونه حساب چې د دې مظلوم او بې دفاع اولس د وینو او خولو مخصول دی او د ظاهر خان له وخته تر د ډاکټر صیب نجیب د وخته پورې د پولې پورې غاړې د ګوتو په شمیرد مخصوصوکړیو جیبونو ته د پښتونستان د داعیه په نامه چې د افغان دولتونو لخوا ورکول کیدې او د پښتونستان داعیه ته ترې هیڅ ګټه تر اوسه نه ده رسېدلې . داشان بې ځایه لګښتونه به انشا الله نور د افغانانو د ماشومانو د مکتبونو ، روغتنونو ، سړکونو او د ژوند په نورو مدونو کې که خیر وی لګول کږي . د پښتونستان دا داعیه چې تر اوسه پورې د پولې پورې غاړې کړیو هم نده منلې خو د دې داعې په سر ئې د افغان اولس وینې زبېښلي دي . د افغان پاک دا استخباراتی ایګریمنټ به که یو طرف به ورسره په افغانستان کښې تل پاتې سوله راشي نو بل طرف به ورسره هغه ( وئینه ) چې د افغان اولس تنه ئې د کلونو کلونو راهیسې خوړینه کړې هم له منځه لاړه شې . نوربیا ( یاقوت خان شینواري )