ناکامې هیلې
23.05.2015 00:48پدی تمه وم وطــن بـــه آبادیږي
ټوپکمارو له منګلو به خلاصیږي
د فسـاد جړړې به ووځي له بیخه
مافیائي کړئ به نورهلته ختمیږي
پدی تمه وم کارونــه به سمیږي
د مفسد چارواکو دوربه ختمیږي
پس له څو کلو سړو سړو بادونو
دا خزان وهلی بڼ به زرغونیږي
پدی تمه وم ویجاړی به رغیږي
د یتیم د سترګو اوښکې به پاکیږي
دا خواره واره نړئ کې سرګردانه
مهاجربه خپل وطن ته ستانه کیږي
خوافسوس غوټئ دهیلې می رژیږي
د وطــن بـیړئ په بحر کی ډوبیږي
د بدلون او د سمون څرک لیدې نشي
زوړچارواکي دي تاویږي راتاویږي
دا غمیزه ده وطــن باندی تیریږي
بیګناه انسانـان ویــنو کی لمـبیږي
څومثبت بدلون رانشي په هیواد کې
د خالد د هیــلو ګـــل کله غوړیږي
***
خالد / ویانا
۲۱ / ۵ /۲۰۱۵