د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سعودي کې انتحاري بريد او يو تحليل

محمد اسماعيل عندليب 23.05.2015 00:47

نن د جمعې په ورځ د سعودي عربستان د قطيف ولايت د قديحي په ښار کې د شيعه مذهب پيروانو په يو مسجد کې انتحاري بريد وشو،  تر ډېره بريده په رسنيو کې د د دې خبر تر څنګ په يمن کې پر حوثيانو د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو د بمباريو او حملو يادونه هم کيږي.
د دې يادونې مطلب دا دی چې ګوندې د قطيف ننی بريد د سعودي د عمل عکس العمل دی، خو زما په باور بيا داسې نه ده، بلکې دا د يوې نړيوالې دسيسې او پلان  دوهمه برخه ده، چې لومړۍ يې ناکامه شوه، او يا هم په ګاونډ کې شته خطر سعودي ته هم ننوتلی دی.
سره له دې چې تر اوسه نه ده څرګنده دغه بريد چا او ولې کړی؟ زه دوه تحليله لرم:
اول دا: هغه مهال چې سعودي په يمن کې پر حوثيانو بمبارۍ پېل کړې، څوک چې شيعه ګان دی، ډېرو کتونکو باور درلود چې په دې سره به په سيمه کې د شيعه او سني تر منځ جنګ پيل شي، يمن او سعودي او بيا نورو هغو هيوادونو ته به وغزيږي چې اوس پکې دغه ډول مشکلات په څرګنده توګه نه شته، که څه هم د پردې لاندې شتون لري.
ډېرو لورو دې ته لمن هم وهله چې د سعودي او يمن مسئلې ته د شيعه او سني د جنګ نوم ورکړي، او د اسلامي خاورې په يوه بله برخه کې هم ستونزې پيدا کړي، خو داسې ونه شول، سعودي عربستان خپل کار ته دوام ورکړي، ايران يې له دې جنګه لرې وباله، جنګ يې د ايران او سعودي تر منځ نه ګاڼه، د يمن اوسني برحاله حکومت له سعودي او نورو عربي هيوادونو رسماً د مرستې غوښتنه وکړه او د سعودي عربستان مداخلې ته مشروعيت ورکول شو.
د امريکا په ګډون نړيوالو هم په ښکاره تر ډېره حده د سعودي ملاتړ وکړ، هماغه وو، چې د سني شيعه د جنګ پر سکروټو اوبه تويې شوې، او دغه مسئله سره خپه شوه.
همدا علت دی، چې اوس پلان بي (Plan-B) پر لار اچول کيږي، او هغه په دې ډول چې سعودي ته په کور دننه مشکلات پيدا کيږي، ننۍ حمله د همدې دوهم پلان برخه ښکاري.
دا خو هيڅ کله کېدای نه شي، چې د شيعه ګانو په مسجد کې دې د يمن شيعه ګان بريد تر سره کړي، که دا کار کوي، او غچ اخلي، نو بايد د سنيانو پر اهدافو بريدونه تر سره کړي، خو نه دا کار په شيعه ميشته سيمه کې وشو، چې قطيف دی.
قطيف هغه سيمه ده چرته چې تر ټولو زيات شيعه ګان اوسيږي، د همدې سيمې پر يو مشهور شيعه عالم شيخ ايت الله نمر باقر النمر سعودي عربستان د اعدام فيصله وکړه، نوموړی د ايران پر جاسوسۍ تورن دی، په قطيف کې عموماً خلک د آل سعود د کورنۍ د حکومت پر ضد دی، او د تل لپاره دغه سيمه د لاريونونو او سعودي پر ضد د څرګندونو شاهده وي.
نو په داسې سيمه کې انتحاري بريد رامنځته کېدل خپله دا معنی لري، چې دا بريد محض د شيعه ګانو پر ضد نه دی شوی، بلکې په دې هدف شوی چې د سعودي په داخل کې د شيعه سني تر منځ اختلافات اوج ته ورسيږي، او د يو بل پسې تورې او ټوپک ته لاس کړي.
هغه قوتونه چې د يمن په موضوع کې د سعودي له مداخلې يې د سني شيعه د جنګ تمه درلودله، او همدې موقع ته  انتظار و، خو له هغې جګړې يې مطلوبې موخې تر لاسه نه شوې، اوس له دې لارې کوښښ کوي، په سعودي کې ورته اور بل کړي.
دا چې دغه څوک دی؟ امريکا، اسرايل، ايران او ځينې خفيه لاسونه هم کېدای شي، دا ځکه چې په هر هيواد کې داسې پټ لاسونه شتون لري، چې له هر فرصت څخه ګټه اخلي، او په هره موقع کوښښ کوي، چې حالات په خپله ګټه راوڅرخوي.
خو پر شيعه ګانو د بريد څخه هدف څه کېدای شي؟
موخه واضحه ده، او هغه دا چې په سعودي کې شيعه ګان د حکومت پر ضد راوپارول شي، هغوی بيا له دې پرته بله لار نه لري، چې اېران ته مراجعه وکړي، په دې سره به د ايران او د سعودي عربستان د شيعه ګانو تر منځ  هغه اړيکې پياوړې شي، چې تر اوسه د آل سعود د حکومت لخوا تر فشار لاندې نيول شوي دي، ايران ته به په سعودي کې د سري فعاليت کولو لاره هواره شي، او د سنيانو پر ضد به هر هغه څه د سعودي د شيعه ګانو له لارې وکړي چې کول يې غواړي.
له بلې خوا هغه هيوادونه او کړۍ، (امريکا، اروپا، اسرايل، او نور....) چې د سعودي د ويجاړۍ او په سيمه کې د تاو تريخوالي د رامنځته کېدو پلان لري، او د يو فرصت انتظار باسي، هم کولای شي، له دې لارې خپلو موخو ته ورسيږي.
او په دواړو صورتونو کې به سعودي عربستان د يو ستر کړکيچ سره مخ شي، دا به بيا د اسلامي نړۍ په کچه کړکيچ وي، چې ورڅخه په شا کېدل او پکې داخلېدل دواړه به يې-که چرته اسلامي نړۍ يو رهبريت ونه لري-د مسلمانانو لپاره ناوړه عواقب ولري.
دوهم دا: که چېرې داسې نه وي، نو دوهم احتمال بيا په سعودي عربستان کې د داعش (اسلامي دولت) د نفوذ کېدای شي، ځکه چې د داعش مشرتابه له يوې مودې راهيسې سعودي عربستان ته ګواښونه کوي، له سعودي څخه چې بلاد الحرمين يې بولي، د داعش د مشر ابو بکر البغدادي سره بيعتونه هم شوي، او داعش سعودي په خپل يو ولاية (ولاية جزيرة العرب، يا ولاية الحرمين) کې هم شامل کړی دی، د سعودی ډېرې ځوانان د داعش په ليکو کې تنظيم شوي، او بار بار يې په ويډيويي پيغامونو کې د آل سعود څخه کرکه څرګنده کړې ده.
د تېر کال د نومبر په مياشت کې هم د سعودي عربستان د الاحساء په سيمه کې ځينې شيعه ګان وژل شوي وو، چې وېل کېدل  اسلامي دولت پکې لاس لري.
د الاحساء او قطيف سيمه سره نښتې دي، يو وخت دغه دواړه سيمې يو ځای وې، او يو حاکم يې درلود، د قطيف او احساء سيمې د يمن په نسبت عراق ته نژدې او سهل العبور دي، د يمن او قطيف تر منځ د سعودي عربستان(الربع الخالي) لويه صحراء پرته ده، خو د عراق او دې سيمې تر منځ بيا ابادې سيمې موقعيت لري.
نو دا احتمال هم لري، چې اسلامي دولت دې سعودې ته لار پيدا کړې، او په هغه هيواد کې پر شيعه ګانو بريدونه زيات کړي وي.
د اسلامي دولت له اوسنۍ پاليسۍ داسې ښکاري چې هغوی په هيڅ يو کار او اقدام غلي نه پاتې کيږي، او په ډېره غوڅه لهجه وايي چې دوی کړی، او په دې هدف يې، د دې شرعي دليل په شتون کې کړی، نو که د قطيف بريد هغوی تنظيم کړی وي، هيڅکله به پرې غلی نه شي.
که اسلامي دولت د دې بريد مسئوليت ونه مانه، نو حتماً لومړی احتمال دی.
د سعودي په ګډون په عربي هيوادونو کې وروستي جغرافيايي او سياسي بدلونونه، پر ټولو عربو او ټولو مسلمانانو اغيز کولای شي، خو په سعودي کې د وضعې بدلون بيا ډېر ناوړه عواقب درلودلای شي، ځکه چې سعودي عربستان د حرمينو خاوره ده، د حکومت په بدليدو سره يې اثر پر نورې اسلامي نړۍ غورځي، خو که عموماً د شيعه، رافضي، يهودي، مسيحي، او نورو تر ګواښ لاندې راځي، نو حکومتونه نه، خو اسلامي امت به بيا ضرور اقدام کوي، په هغه صورت کې که مسلمانانو يو مشر درلود، نو برياليتوب، که سره ويشلی و، نو لا به د ورانۍ پر لور لاړ شي.