د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژبه

وکیلي 23.05.2015 00:36

ژبه په ټولنیزلحاظ یوه اصطلاح ده،چي څوماناوي لري خودلته ئې دوې ماناوي څېړو : يوار ږغیزه ژبه چي په لاتیني ورته (lingua)وایي او بل فزیکي بڼه د ژبي ده،چي دانسان دبدن غړې یاني په خوله کي دذایقي حس ده اوسربېره پردې ۷۰ په سلو کي دتورو دبڼـي جوړول په ژبه کيږي .خوځښت دتورو د ږغ (Phonem) اوتر غوږو رسول بیا په ږغ سره کيږي . دلته موضوع تر ډېره بریده ژبه مانا خبري (langua) ده .
ژبه په ټولنه کي چي خبري په کوي دیوبل دپوهاوي دپاره،دراکړي ورکړي ،د ورځني چارچلند او دحالاتو دخبّراوی لپاره ده . ژبه دفکراو دآند رسانه ده . ژبه کولای سې،چي دځواک دترلاسه کولو لپار او دانسان د «ځورلو» لپاره هم وکار ول سي .
اوسربېره پردې ژبه دانسان او ژوي ترمنځ یو غټ توپیر دی،چي ژوي دخبرو ستاینه نه لري دغه ځانګړې ستاینه الله (ج) یوازي انسان ته ورکړې ده .
له بلي خوا ژبه د ټولو پوهنواوهنرونو په سرکي ځای لري یاني ژبه دعلومو مور ده . ټولي پوهني په ژبه بیانیږي او په ادبي ژبه ئې دمنځپانګي ښکلااودبیان څرګندونه کیږي . ژبه پخپله یوه پوهه (Linguistik) ده او ډېره پراخه پوهه ده .
ژبه دانسان دعقل اوګړندو لاسو ترڅنګ یوه فوق العاده بله پیاوړ تیاده . ژبه یوازي په ټولنه پوري اړه لري او دهغې ټولني په غړو پوري چي خبري په کوي او په ګړیږي . په هره کچه چي خبري وي او یا لیکنه وي، کله چي داړوندو وګړو پرې سر خلاس نه سو هغه سمي خبري یا سمه لیکنه نه ده یاني ګنّګُوّړه ده . داځکه چي خبري د ټولني د پوهاوۍ لپاره دي نه ده بل شي لپاره .
په نړۍ کي په ډول ډول ژبو خبري کيږي،چي ددغو ژبو شمېره په ویکيپیدیاکي د
(Nationl Geographic Society) له قوله په کال ۲۰۰۵ م - کي د ټولو ژبو شمېرئې ۶۹۱۲ ښوولی دی . او دائې هم ورسره ویلي،چي په ۱۰۰ کالو کي به ددغوژبو څخه ډېري ژبي له منځه ځي،ولي چي دغه وګړي له خپلو ماشومانو سره په دغه ژبه خبري نه کوي او لیکنګ ئې هم ورو په ورو له منځه ځي نو پایلامه ئې داده،چي دغه ژبي به مري او له منځه به ځي .
هري ژبي ته ئې دژبي دنخښو (Language Codes) له مخه په (ISO-639) یاني
(Internatiol Organization for Standardization) کي چي مانائې « د نړيوال سازمان معیار یتوب» ده؛ لپاره علامه ټاکلې،چي ژبي په ټولګیو وېشل (Classification) سوي .
ددغه سازمان ځای په ژینو (Genf) کي دی . د دغه سازمان رسمي ژبي ( انګلیسي؛فرانسوي او روسي ) ده . اوبنسټ ئې په ۲۳/۲/۱۹۴۷م ک کي ایښوول سوی دی .
افغانستان د دغه سازمان یو لیکه نیز خبري غړی دی او لنډیز ئې (AF) دی . او دپښتو ژپي لپاره ئې دژبـي لنډیز په (ISO-639-1) کي «Ps » ټاکلی یاني پښتو .
دا پورته خـَبـَري خاص د پوهاوي لپاره وې؛ دلته مطلب ژبه او دهغې ارزښت په ټولنه کي دی .
څرنګه چي پورته هم وویل سوه،چي ډېري ژبي به له منځه ځي لامل ئې دا وو چي په هغي ژبي خبري نه کول او خپلو وړو ماشومانو ته دغه ژبه نه ور زده کول وه او لیکنګ هم نه په کول وه . ژبه يا خبري کول د انسان په طبعیت کي یو پروت خواص دی، چي دښوولو او ورزده کړي له لاري سرته رسي . دهري یو ي تړلي ټولني پرګنې ځان ته یوه ځانګړې ژبه لري، چي په هغې سره خپل ټول ورځنۍ اړتیاوي له یوبل سره سرته رسوي . دغه ژبه ده، چي یوه ټولنه ئې سره تړلې او پیوند کړې ده . دانسانانو له « ودي » سره ژبه هم وده کوي اوبدلون مومي .
د ټولني په «پرګنو» کي هر راز ګړدودي (لهجې) یاني « Dialekt » خبري کیږي . که څه هم ژبه یوه وي خو بیا هم د دوی «دیالکت» یوله بله سره توپیر لري . نو ددي مطلب دپاره چي دغه ټولنه یوه واحده ژبه چي دټولوپرګنو دټولني وګړي په وپوهیږي او په یوه لیک لیکنه وکړي نو ژبپوهان، ژورنالیستان، لیکوالان او ادیبان ئې سره کښېني له دغو لهجو څخه په ګډه په اتفاق یوه لیکه نیزه واحده ژبه چي ټول ئې ومني ټاکي . نو دغي ژبي ته معیاري ژبه وایي . دغه معیار سوي ژبه یوه ټاکلې پښویه او لیکدود لري،چي په ښوونځیو، پوهنتونو، علمي ځایو او ادبياتو کي پکار ځي .
دغه کار یاني د ژبي معیاري کول دپوهو او هوښیارانو او بااتفاقه او بې تعصبه سالِمو خلکو کار دی . هغه ټولنه چي وګړي ئې متعصبه،ناسلمه، سرټمبه،ځان خوښونکي او دټولني مراعات نه کوي دداسي ټولني ژبه معیاري نه وي؛ پاشلې وي . هریو خپل ځان ته لیکدوداو پښویه لري، چي تل دیوبل پرلیکدود او لیکنه باندي کلکه غنده کوي؛ داځکه چي هریو ئې ځان ته لیکي . دغه کار ته په ژبه کي «انارشي » وایي .
موږ نن پخپل ژبه کي دغه انارشي «anarchy » لرو هر یو ئې خپل پر سرلیکي او ډلي ډلي دي یوه ډله ئې داسي لیکي بله بیا هغسي لیکي . په یقین سره وایم : پښتو ډېره لرغونې، پراخه او مکمل ګرامر (Grammer) لرونکې ژبه ده . د دغي خبري د ثبوت لپار لامل دا دی : که زموږ ژبه یوه ځواکمنه ژبه نه وای له دغي بې اتفاقۍاوګډوډۍ سره به دا ژبه له وخته لمنځه تلل وای .
ژبه تر ډېره بریده په ټولنه او دهغې په رواجونو اوکلتور پوري تړلې ده . یوه ژبه دخپل ګړدودو له مخي معیاري کيږي .
«اټالویانو» وروسته له ډېرو هلوځلو او ډېرو « دیالکتو» له لرلو څخه ژبپوهان ئې تقربا په ۱۸۷۰ م ک کي بریالي سوه،چي یوه «مډرن » ژبه چي ټوله هيواد خبري او لوست په کوي او ټوله هم په و پوهيږي او دخلکو له یو بل سره پو هاوی و ي؛ معیاري کړه . دغه معیاري ژبه دیوي لهجي څخه راځي . اټالویانو خپل لومړی « مډرن » دلغت کتاب په ۱۶۱۲ کي دیوي لهجي څخه ولیکه، چي دغه کتاب ورو و رو تقربا داوسنۍ ژبي د بنسټ ایښوولوسره څه مرسته وکړه .
فرانسویانو خپله معیاري ژبه د«پاریس» دلهجې یاني (Dialekt) نه اخستې ده .
المانانو تر ډېره بریده خپله معیاري ژبه (Hochdeutsch ) دمارتین لوتر (Martin Luther) د انجیل دژباړي نه چي په ۱۶ سمه پېړۍ کي سوی؛ اخستې ده .
اخځونه : ویکیپیدیا « ژبه » وګورۍ!
اصلي یاني آري ژبه ګړدودي (Dialekt) ژبه ده؛ خوڅرنګه چي دیوې ټولني پرګني په ډول ډول لهجو خبري کوي، نو ددغي ټولني د«یوالي» لپاره،چي ټوله په وپوهیږي ؛ ددغي ژبي یوه لهجه چي اقتصادي،سیاسي،هنري او ادبي اړخ ئې ډېره وي او شاعري ادبي پلو ئې ځواکمن وي نو دغه « د یالکت » په اتفاق سره د ژبپوهانو،لیکوالانو او ژورنالستانو معیاري کيږي . په ټوله مډرن با اتفاقه نړۍ کي چي وګورۍ او دژبي پېښلیک ئې وڅېړۍ په دغه ګون سره ئي خپله ژبه معیاري کړې ده .
ژبه نه یوازي دپوهاوی لپاره؛ یا دانسان او ژوو ترمنځ توپیر ښه یي بلکي د یوې ټولني یوالی یو موټی توب هم ښه یي . په ژبه کي دټولونو کلتور او دود پروت دی .
موږ پښتانه سره مات او په یوه ژبه نه یونو ژبه مو نه ده یوه! ژبپوهان مو خوار اوضلیل دي؛ دا ځکه چي له یوي خواپالل کیږي خوله بلي خوا ترټل کیږي .
کله چي یو پښتون له خپل پښتون له خوا وترټل سي؛ خوپردی ئې داسي پوري وهي،چي پرخوله ولويږي .
موږ ټوله دغه ناوړه حالت ګورو او وینو ئې خولا هم پر خپل خره سپاره یو. نو الله (ج) مودي سم کړي .آمین ثـُمه آمین!

اخځونه :
۱: ویکيپیدیا
۲: der Grosse Brockhaus in 26 Bd. – Wiesbaden
Der Grosse Duden Fremdwörterbuch :۳