د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نړي کي پرسکونه ښارونه او دسکون معیارونه

بخت الرحمن بخت 22.05.2015 12:09

سږ کال دنړي په کچه دژوند کولو لپاره ترټولو پر سکونه او ارام هیواد دنیوز لنډ هیواد بلل شوي دي دغي سروي په دوهم قدم کي سویلي افریقا او په دریم قدم کي دجرمني او اسټریا هیوادونه دهغو خلګو لپاره چي غواړي ارامه او خوشحاله ژوند ولري ښه ځایونه په نښه کړي دي.
اوس به راشو دغو هیوادونو کي دښه ژوند معیار ته دلته ولي خلګ خوشحاله ژوند لري ولي نړیوالو دغه هیوادونه او ښارونه سږ کال دخلګو دهوسا او خوشحاله هستوګني لپاره غوره هیوادونه اوښارونه بللي دي
ایا ددغه ځای خلګ ښه ټوکیان دي ښه ټوکي ټکالي کوي هر ماښام دکوټي دښار په ډول خلګ پر سړکانو باندي ناست وي تر نیمو شپو پوري چکي او قطارونه کوي، دلته روزانه مزدوري ښه لوړه ده، پیسي په اسانه ګټل کیږي، هغه کومي ښیګڼي او خوبیاني دي چي نړیوالو سږکال دغه ځایونو د هوسا او ارامه ژوند لپاره ترټولو غوره ځایونو او ښارونه بللی دي.
نه دلته کیسه بل ډول ده، دلته دښه ژوند کولو معیار دبچیانو تعلیم تر بیه او خوشحالي ده دغه سروي کوونکي وایی چیري چي اولادونه ارامه او خوشحاله وي والدین په ضرور خوشحاله وي.
دلته خبره دپیسو ګټلو کپو بانډارونو نه ده بلکه د اولادونو مستقبل ده دلته ښه ژوند هغه دي چيری چي ددغو خلګو بچي ارام وي دبچیانو تعلیم صحت او ښه مستقبل یی تضمین وي
دغه سروي کي له ۷۰۰۰هغه کسانو څخه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ زدیږ کلنو کي نیوزلنډ او جرمني ته دښه ژوند په لټي کي راغلي وو اخیستل شوي ده.
له دغو اوه زرو کسانو څخه یوه هم ښا غلي سینثیا ده، سینثیا د ۲۹ کاله عمر لري د ویانا ښارته ښارته څلور کاله مخکي راغلي ده وایی چي مونږ دلته ډیر خوشحاله یو لږ موده کیږي چي واده مو کړي ده کوم شرکت کي کار کوو، ځکه ډیر خوشحاله یوچي امید لرو نژدی راتلونکي کي دبچي خاوندان شو د ددغه ځاي په دولتي قانون کي د ولادت له ورځي څخه بیا تر دوو کلنو پوري مور او پلار دواړو ته تر دوه کاله پوري رخصت ورکول کیږي تر څو کورکي له خپل بچي سره پا ته شي دکوچني په لویه ونه کي دواړه یو دبل مرسته وکړي او کوچني تر دوو کلنو پوري په ښه توګه رالوي کړي.
او بله خوندوره خبره خو داده چي دلته دکوچني دزوکړي له اولي ورځي څخه بیا د کوچني دعمر تر اتلسو کلنو پوري دغي کورني ته دکوچني لپاره له سلو څخه بیا تر دوه سوه یورو پوري وظیفه مقرر کیږي چي ( له ۱۱۰ څخه بیا تر دوه سوه لس ۲۱۰ پوری امریکایی ډالره جوړیږي.
دغه ښاغلیي وړاندي وایی چي کله کوچني دوه کلنئ ته ورسیږي بیا دغه ماشوم باید مور او پلار په وړکتون کي داخل کړي دلته په وړکتون کي دوه کلن ماشوم ته لومړي دري ژبه ور ښوول کیږي، سینثیا او کیلر وایی څومره خوند کوي چي بچي دي څلور کلن وي او په ځینو نا اشنا ژبو ور څخه پوښتنه وکړي درسره مرسته وکړي.
دغه سروي ښیی چي ځیني خلګ بیا دښه ژوند لپاره زیورج او جنیف ښارونو ته لومړیتوب ورکوي ددغو ښارونو دښه او ارامه ژوند کولو معیار دغو ښارونو کي په یو وخت کي دوی ژبي ویل دي ځکه دغو دواړو ښارونو کي الماني او فرانسوي ژبي یو شانته ویل کیږي او کوم خلګ چي دغه ښارونه دښه او ارامه ژوند لپاره غوره کوی هغه تر ټولو اول دغه ټکي ته اشاره کوي چي بچیان به یی بی له تکلیفه او مصرفه دوي مهمي ژبي زده کوي، ځکه ددغو ښارونو خلګ په دغو داړو ژبو باندي پوهیږي او خبري کوي.
اوس به راشو زمونږ ټولني ته دلته دښه او پر سکونه او خوشحاله ژوند معیار څه شي دی.
۱: په کوټو کي بانډارونه یو په بل باندي پس خند وهل کوچنیانوته ښکنځل او مسخري ور زده کول، یو وخت کي کوم چا زمونږ له کلي څخه یوماشوم ماته رالیږلي وو کراچي ته چي څه په زده کړم، د زده کړي لپاره وو خدای خبر که کورکي ځینی په تکلیف شوی وو ولی دغه کس نه غوا درلوده اونه کومه وزه چي دغه هلک یی پر کار کړی وای.
زه څو ورځي دیر مصروفه شوم بله ورځ چي کورته راغلم دغه هلک راته وایی تا خو په ما سبق ونه وایی خو هغه دکلي ټوکي دی هم راباندي هیري کړي.
زمونږ ټولنه کي چی کور کي مور او پلار له بچیانو څخه په تکلیف شي نو دوي ښاغلي دواړه مشوره سره وکړي (میړه او ماینه)، دغو هلکانو خو ماغزه را وخواړو چیري یی ورک کړه دپلاني کا کا کوچنیان داسي ښه له کوره ورک دي یو اوبل اخترته کورته راځي.
نن چي ځي دغه درسره ورک کړه چیری یی په بلا وخوره، نوبابک بچیان له کوره را وباسي خپله زړه لنګوټه ور وتړلي خپل زاړه بوټونه هم ورپه پښو کي بویی زي کوم کس ته یی په لاس ورکړي، بس ملا صاحب، معلیم صاحب، یا مدیر صاحب دغه نور ستا اولاد ده زما لخوا تاته سپارل شوي که یی شوخي کوله مړه یی کړه زما له خوا بخښلی یی، نو دغه کوچنیان دغه مدیر، ملا یا معلیم ته په لاس ورکړي لا لا کورته راشه دکوروالا په مخکي پر بریتو لاس راتیر کړي، ښائستي له بلاوو مي خلاصه کړي، دا ورته وایی الله دي پر ځواني برکت کړه اوس نو په رښتیا پلار شوي.
۲: زمونږ ټولنه دښه او هوسا ژوند کولو معیار پیسی بولي، نور که یی ژوند هرڅومره دچیچه ګر وي، پیسی که یی سپږمي ته پوټی کړي وي که یی جیب کي یا بینک کي ایښي وي نور لا لا د ژوند په کیسه کي نه دي بس خوشحاله دي خلک وایی حاجي کوټ کا کا ډیري پیسی لري، یو وخت کي یو پاکستاني بینک دبینګ مدیر راته وویل په بینکونو کي پیسي د پښتنو پرتي دي خو مزي نورو قومونوباندي وکړي.
زمونږ ښاغلی په کلنوکلنو له کوره ورک وي وایی پیسی ګټم کورکي که یی دبچیانو هر حال وی دي ښاغلي بس په دي خوشحاله وی چي کله کور ته راشی مسجد ته ر اووزي راډو ساعت یی په لاس کړي وي لستوڼي یی تر څنګلو پوري ور ټول کړی وي خلګو ته ساعت ښکاره کړي دغه ځاي ته فکر نه کوي چي زما په غیاب کي به زما دبچیانو او کور والا څه حال وو دومره وخت له کوره ورک ویی چي بچیان خویی په یو رقم نشی پیژندلای او خپلي کور والا ته به هم اول تذکره ور ښکاره وی ورسته به خوني ته ورځي.
های دظالم بچیه دغه راډو ساعت او شتمني څه کوي چي بچیان درڅخه نه دی خوشحاله کور والا دي په ټي بي نارو غي اخته ده او ته بریتونه تاوه وي وایی چي پیسی کټم دغه پیسی او شتمني دي درڅخه پاته شی، هوښیاران وایی کا میابه کس هغه څوک دي چي دژوند په ټوله چاروکي کامیابه وي، یعني که ښه سوداګروي باید په څنګ ښه پلارهم وي، که ښه پلار وي باید ورسره په څنګ کي ښه زوي هم وي که ښه زوي وي باید ورسره په څنګ کي ښه خاوند هم وي، او همدارنګه ښه ګاوڼدي ښه کلیوال او ښه ورور هم وی، یعني دژوند په ټولو امورو کي باید له اعتدال څخه کار واخلي.
زه دلته د دکمپیوټر دنړي دمشهوري څیري (بیل ګیټ ) یوه کیسه ذکر بیانوم: بیل ګیټ چي دنړي په کچه تر ټولو لوي سرمایه دار کس دي، ډیر زحمت کش انسان وو خو دزحمت په څنګ کي دغه ښاغلي ذهانت هم درلودي خپله دي هم وایی چي زحمت او ذهانت دبریا زیني دي هر هغه څوک چي ښه ذهن ولري او په څنګ کي ورسره زحمت هم باسي ضرور به کامیابه کیږي
بیل ګیټ چي کله دخپل شرکت( مایکروسافټ ) بیناد کیښود دشرکت په ټولو ملګرو کي ډیري پیسي بیل ګیټ اخیستلي او تر ټولو ډیر کارهم بیل ګیټ کاوو.
بیل ګیټ به هر ځاي دخپلي کامیابي او بریا غوري وهلي، ویل به یی که څوک ښه ذهن ولري او زحمت وباسي هغه کس به خاماخوا بریالی کیږي، بیل ګیټ ته په خپله ټولنه کي خپل ځان ترټولو بریالي او کامیابه ښکاره کیدی په کامیابی او کاروبار کی بل سیا په نظر نه ورتلی.
خو یو وخت داسي راغي چي دغه ښاغلي دخپل بچي او ښځي په مخکي په چیغو چیغو وژړل اودخپلي نا کامي اعتراف یی وکړ.
کیسه لږ دا شانتي ته، وایی بیل ګیټ ډیر مصروفه کس وو خپله کمپني کي تر نورو ټولو کارکونکو بیل ګیټ زیات کار کاوو شپاړس ساعته کاریی کاوو بیل ګیټ ته دشرکت له پیسو څخه په یوه ساعت کي پنځه سوه ډالر ورکیدو، دغه ښاغلي به په میاشتو میاشتو خپل بچی نشو لیدلای او خپلي کور وا لا ته یی هم ډیر کم وخت ورکاوو.
ماښام به ډیر ناوخته له شرکت څخه کورته راتلی چي کله به بیل ګیټ کورته راغي زوي به یی ویده وو، سهار به نا وخته له کوره وتی چي کله بیل ګیټ ویښ شو زوي به یی مکتب ته تللی وو، او درخصتي ورځ به بیا بیل ګیټ دځان دپاره غنیمت بللی وه ټوله ورځ به ویده وو خو زوي بی بیا درخصتي په ورځ کوم پارک یا دقریبانو کره لاړی بس دارنګه به دغه سلسله جاري وه چي بیل ګیټ او بچی به یی په میاشتو میاشتو یوبل نشو سره لیدلای.
یو وخت کي دبیل ګیټ زوي خپلی مورته شکایت وکړ مورجاني دخلګو پلورونه وینم له خپلو بچیانو سره لوبي کوي بچیان په اوږو کی سپاره کوي او زه خپل پلار په میاشتو میاشتو هم نشم لیدلی حال داچي دښونځي ملګري ما د ځمکي پرسر نیکمرغه ماشوم ګڼي وایی چي دڅومره کایمابه پلار زوي یی، داچي زه خپل پلار په میاشتو میاشتو نشم لیدلی زه دغه کامیابه پلار څه کوم، وایی دبیل ګیټ دښځي له سترګو څخه اوښکي وبهیدي لږ ګړي یی فکر وکړ چی څرنګه وکولای شم بیل ګیټ ته د خپل ژوند دغه ناکامه نقطه ور په ګوته کړم.
وایی زوي یی تر لاس ونیوي چیري یی خوني کي ورته وویل بچیه ارام شه ستا پلار خو ډیر مصروفه ده او ډیر ستړي دي د هغه ژوند ډیر قیمتي دي هغه ته پیسی ګټل ډیري مهمي دي،هغه شپاړس ساعته په شرکت کی کار کوي یو ساعت یی په ۵۰۰ پنځه سوه ډالره دي.
دبیل ګیټ زوي خو هم دبیل ګیټ زوی وو ذهینه انسان وو، وایی کله چي یی دیو ساعت او ۵۰۰ سوه ډالرو خبره واوریده لږ ګړي چوپ پاته شو وروسته یی خپلي مور جاني ته وویل، نو که زه خپل پلارته پنځه سوه ډالره ورکړم هغه به ماته یو ساعت وخت راکړي، وایی موریی ورته وویل هو خاماخوایی درکوي.
وایی ماشوم مورته وویل له دي وروسته چي زما پلار تا ته زما لپاره کومي پیسی درکوي هغه ماته مه راکوه زه به څو ورځي بی پیسو ګذاره وکړم ځکه پلار مي ډیر یادیږي دپلار میني ته ضرورت لرم غواړم دیو ګړي لپاره دګاونډ دنورو ماشومانوپه څیر دپلار په غیږ کي کښینم.
وایی مور یی ورسره ومنله او دبچي پیسي ټولول یی پیل کړو چي څو ورځي وروسته یی دبچي پیسي حساب کړي دغه پیسی دوه سوه او پنځوس ډالرو ته رسیدلي وي، دمور زړه وو نوریی نشو زغملای چی زوي یی بی پیسو مکتب ته لاړ شي وایی دغه ورځ چي یی زوي کله له مکتب څخه راغي ورته یی وویل بچیه ستا پنځه ۵۰۰ ډالره پوره شوی دي نن مه ویده کیږي ماښام کښینه چی کله دي پلار راغي دغه پنځه ۵۰۰ سوه ډالر ورکړه او له پلار څخه دي یو ساعت وخت واخله.
وایی زوي او مور دواړه نن شپه دبیل ګیټ په انتظار ناست دي چي کله دنړي کامیابه کس کورته راخي خدای خبر دشپی دوي بجي دي دري بجی دي بیل ګیټ دکور دروازه وټکوله کورته راننوتي، کور والاته یی وویل نن ډیره ژر دروازي ته راغلی لکه چي ویده شوی نه وي ولی ناروغه خو به نه وی.
کله چي بیل ګیټ خونه کي کیناست میرمن یی ورته راله ورته یی وویل دزوي دي څه پیسی په کاردي فکر کوم مکتب کی یی ځیني غوښتي دي بیل ګیټ هم سمدستي ورته وویل څومره پیسی یی په کاردي دده بلا دي واخلي، کور والا یی ورته وویل چي دوه سوه او پنځوس ډالره.
دغه وو چی کوروا لا یی دوه سوه اوپنځوس ډالره را واخیستو له هغو نورو دوه نیم سوه ډالرو سره یی یو ځای کړي، راغله چي بچی ته یی ورکړي او هغه له پلار څخه یو ساعت وخت په رانیسي که ګوري بچي یی دخوني په کونج کي به ناستو باندي ویده دي.
بچی یی را پاڅا وو پنځه سوه ۵۰۰ ډالر یی په لاس کی ورکړو ورته یی وویل ورشه پلار دي راغي ژرشه چی درڅخه ویده نشی دغه پنځه سوه ډالره ورکړه او یو ساعت وخت ځیني واخله.
وایی دبیل ګیټ زوي چي سترګي یی له خوبه ډکي وي بیل ګیت ته نژدی راغي، پلار چی یی زوي ولیدي ورته وایی ( واه زما شرینه زویه ولی نن نه یی ویده شوي خیر وو) وایی زوي یی ورته وویل بابکه ته په شرکت کي په یوه ساعت کي څومره پیسي ګټي،بیل ګیټ چي ولی دا پوښتنه دي دڅه لپاره وکړه، زه په خپل شرکت کي ترټولو کامیابه کس یم او ترټولو زه ډیري پیسی اخلم، وایی زوی یی ورته وویل چي بیا هم با بکه څومره، بیل ګیټ ورته وویل بچیه زه یو ساعت کی پنځه سوه ډالره ګټم، دبیل ګیټ بچی دلته ورته له جیبه ۵۰۰ پنځه سوه ډالره را وایستو ورته یی وویل بابکه دغه روپی در واخله وایی بیل ګیټ ورته وویل زویه زه پیسی څه کوم درسره ویی ساته په کار به دي شي، زوی یی ورته وویل ته خو یی در واخله، چي ګله بیل ګیټ پیسي ور واخیستي زوي یی ورته وویل زه په دغو پیسو باندی نن ستا څخه یو ساعت وخت رانیسم زما سره کښینه راسره خبري وکړه غیږ کي مي کښینه وه راسره لوبی وکړه، زه ستا مینی او غیږي ته ضرورت لرم نن ستا د ژوند یو ساعت ما درڅخه اخیستي زما سره به کښیني.
وایی دلته بیل ګیټ پوه شو چی زه خو دنړي کامیاب ترینه کس نه بلکه دنړي ناکام ترینه انسان یم، زما څخه زما یو وړوکي زوي نه دي خوشحاله نو زه دغه کامیابي او شتمني څه کوم وایی بچی یی په غیږ کي ونیوي او په چیغو یی وژړل ورڅخه یی بخښنه وغوښته.
څو ورځي مخکي مي کوم دري ورځني ورکشاپ کی شرکت کړي وو، ورکشاپ کي د ژوند پر ټولو اړخونو باندي خبره کیده چي انسان باید په خپل ژوند کي دژوند ټولو اړخونو ته متوجه وي.
استاد راته دیو ډیر پیسه داره او شتمن کس کیسه وکړه ویل یی ددغه کس نوم نه اخلم کیدای شی تاسو کي به یی ډيرملګري پيژني، دغه کس هم څه موده مخکي دارنګه ورکشاپ کي برخه اخیستي وه.
دغه استاد کیسه کوله چي له ورکشاپ څخه څو ورځي وروسته دغه کس زمونږ دفتر ته راغي لوکس موټري ورسره وي وسلوال ساتونکي یی تر څنګ روان وو.
دفتر کی یی ماته وویل چي ستا سره مي یواځي خبره ده، استاد وایی زه یی تر لاس ونیولم تر سترګو یی اوښکی راتویی شوي راته یی وویل چي ما خو نن ډیر لوي جرم کړي دي، استاد وایی ما ورته وویل ولي خداي دي خیر کړي څه دي کړي دي.
وایی ده راته وویل چي زه ډیر وخت له کور ورک یم ډیر کم کورته راځم، تیره ورځ چي کله کورته راغلم، وړوکي زوي مي ډیر په بیړه زما خواته راغي، خپله دمکتب کتابچه یی هم په لاس کي نیولی وه، وایی ما ته یی کتابچه را ښکاره کړه ویل یی بابکه زما دسکول کار وګوره څومره زحمت مي کړی دي څومره مي لیکل سم سوي دي، وایی ما چی یی کله کتابچه وکته رښتیا هم ډیر ښائسته خط یی لیکلي وو.
خو چي کله می کتابچه بیرته بچي ته ورکوله دکتابچي شاته مي وکتل پرکتابچه باندي مصطفی لیکل شوی وو، وایی زوي ته می وویل نژدی راشه چي کله راته نژدی راغي پر مخ مي په څپیړه وواهو ورته مي وویل خر درغواجنه درواغ وایی دا خو دی دبل ماشوم کتابچه راته ښکاره کړیده، دی کتابچه باندي خو مصطفی لیکلی دي ته خو لالی نومیږي ولي در واغ وایی.
استاد وایی دغه کس راته وویل چي دمصطفی پر باړخو ګانو باندي رڼي اوښکي راتویی شوي او په ټیټ اواز یی راته وویل بابکه دغه کتابچه زما ده ما درته درواغ نه دي ویلی زما اصلي نوم چي تاسو راباندي ايښي دي هغه خو مصطفی دي، لالی خو زما دکور دناز نوم دي زما په ټولو اسنادو کي نوم مصطفی دي، استاد وایی دغه کس ویل چی دلته ما هم ورسره وژړل ځکه چي دزوي اصلي نوم مي رښتیا هم مصطفی وو، داچي زما له کورني سره ناسته پاسته ډیره کمه شوی وه د زوی اصلی نوم مي هیر کړي وو. استا د وایی دغه کس راته ژړل چي زه اوس دغه ګنا څرنګه جبیره کړم، دغه څپیړه به زما دزوي په دماغ کي تر اخیره پوري پا تی وي.
نو دلیکني مطلب دادي کچیري کوم کس په ژوند کي دښه او ارامه اوپرسکونه ژوند په لټه کي وي دغه کس دي په دغه وخت کی دخپل ژوند ټولو اړخونوته متوجه وي په خاصه توګه د بچیانو دتعلیم تربیی او روزني په برخی کي خو باید لا ډیره پاملرنه ولري، زمونږ ځیني هیواد وال غرب ته دښه ژوند په لټه کي تللی وي خو بیا پښیمانه وي وایی کاش چي هیواد کي له لوږي مړ شوي وای خو چي دلته نه واي راغلی، لامل یی داوي چي کله دی غرب ته سفرکوي تر سفر مخکي هلته د ژوندکولو ټول اړخونه نه سنجوي، یواځي پیسي یی په نظرکي نیولي وي چي وروسته یی را تلونکي ټول له بربادي سره مخ شي.