د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوم پیمان؟

سمیع الدین افغاني 22.05.2015 12:07

چې ښه یې پیژنو بیا ځان تیر باسو
دا موږ خپل ځان که دښمنان تیر باسو؟

خدای دې تباه کړي چې تباه یې کړلو
مونږ دا دوه مخي په پیمان تیر باسو؟

دا د وختونو ډیر محیل دښمن ته
موږ فرصتونه د زمان تیر باسو

دوئ صرف په خوله باندې دوستي یادوي
وایي : افغان په بل افغانان تیر باسو

څوک چې دونیا ته شرارت خپروي
هغه به څنګه موږ اسان تیر باسو؟

په هیڅ پیمان ، وعده وفا نکوي
دوئ وایي : چم کې ټول جهان تیر باسو

د خداي لعنت دې وي په داسې خلکو
چې خپل ګاونډ بیا مسلمان تیر باسو

دا قاتلان دي د پیمان نه دي دوئ
څو به ضمیر او خپل وجدان تیر باسو
---------------------------------
سمیع الدین افغاني
۲۱ - ۵ - ۲۰۱۵
م ۰ کال