د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مديترانې په سمندرګی کې د کډوالو په مړينه کې (۳۰) سلنه زياتوالی راغلی

یاسر الهاشمی 20.05.2015 22:13

د مديترانې سمندرګی هغه خطرناکه او مرګونې لاره ده چې د شمالي افريقا او جنوبي اسيا هيوادونو اوسيدونکي اروپا ته د رسيدو لپاره ترې کار اخلي او د هغوی لپاره اروپا ته د تلو يوازينۍ لاره ده.
د اروپايي ټولنې د کډوالو کميسیون د راپور له مخې د روان کال د می تر میاشتې پورې څه د پاسه (۱۵۰۰) کسان د مديترانې په سمندرګی کې ډوب شوي او دا په داسې حال کې ده چې تير کال د می تر مياشتې پورې (۱۰۰۰) کسانو د مديترانې په سمندرګی کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و. اوسنی شميره د تير کال په پرتله (۳۰) زياتوالی ښيي.
د کډوالۍ د نړيوال سازمان وياند جويل ميمان(Joel Maiman) د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې (۷۵۰) تنه افريقايي کډوال دي، چې تیر کال دغه شمیره یوازې (۵۶) وه.
هغه زیاته کړه چې پاتې نور (۷۵۰) غرق شوي کسان د منځني ختیځ او جنوبي اسیا اوسیدونکي دي.
د مديترانې سمندرګی له لارې اروپا ته د ناقانونه سفرونه ګټه يوازې يوازې د قاچاق وړونکو شبکو حسابونو ته ځي او دوی ترې ګټه اخلي. خو، قرباني بيا يوازي عام خلک ورکوي.
مسعود کريمي پور ( Masood Karimipour) چې د ملګرو ملتونو د سازمان د نړيوالو جرايمو او مخدره موادو د دفتر مسؤل دی او په مصر کې، د انسانانو د قاچاق او ترافيک تر عنوان لاندې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وینا کوله، ویلي:
(( هر کال قاچاق وړونکي شبکې د انسانانو له قاچاق او ترافيک څخه اوه ميليارده ډالره لاسته راوړي چې يو نیم ميلیارد يې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د کډوالو له قاچاق څخه لاس ته راوړي. ))
ښاغلی کريمي بور زياته کړې:
(( افريقایي کډوال (د شمالي او شرقي افريقا اوسيدونکي) د مصر، ليبيا او سوډان له لارې؛ او اسيايي کډوال (د جنوبي اسيا او منځنی ختيځ اوسيدونکي) بيا د ترکيي او يونان له لارې اروپا ته سفرونه کوي. هغه کډوال چې له پورتنيو چينلونو څخه اروپا ته د راتګ تصميم لري مجبوره دې چې د مديترانې له سمندرګی څخه پورې ووځي او د مديترانې سمندرګي څخه پورې وتل د بيړۍ او قاچاقبرانو له تفاهم څخه پرته ناشونی دی چې قاچاق وړونکي شبکې د هر کس په سر له (۱۰۰۰۰- ۱۵۰۰۰) امريکايي ډالره اخلي.))
نوموړی زياته کړه چې په شمالي افريقا او جنوبي اسيا هيوادونو کې د انساني قاچاق د شبکو پر وړاندې د مبارزې لپاره يې (۲۴۳۹) کسانو ته روزنه ورکړی تر څو د دې هيوادونو په ځانګړي توګه افريقايي هيوادونو په پولو کې د احتمالي زيانونو څخه مخنيوی وکړي.
منبع: Afghanrefugee.com