د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مسکو: اسدالله نوري د ۲۰۱۵ کال ټاکنو ګټونکی شو

اسدالله نوری 20.05.2015 12:27

د ياد پوهنتون نړيوالو اړيکو پوهنځی هر کال د پوهنتون د يوشمېر استازو، پوهنځي استازو او د محصلينو د اتحادې مشر او غړيو په ګډون په نوموړي پوهنځي کې ټاکنې ترسره کوي، چې په ترڅ کې يې د محصلينو د اتحادې مشر، مرستيال، د بهرنيو محصلينو مشر، کلتوري مشر او د سپورټ چارو مشر انتخابوي.
سږ کال هم د ياد پوهنځي د محصلينو اتحاديې د روانې مۍ مياشتې په ۱۵ مه ټاکنې وکړې، چې په ترڅ کې يې اسدالله نوري د بهرنيو محصلينو مشر غوره شو.
دغه پوست ته دوه کسه نوماندان د نړېوالو اړيکو د دوهم صنف محصله انيتا دښر او د نړيوالو اړيکو د دوهم صنف محصل اسدالله نوري ولاړ ول.
ټاکنې تېره جمعه په دوه بجو د ياد پوهنځي د کنفرانسونو په ځال کې وشوې او کابو يو ساعت يې دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې "دښر" (۱۵) باور رايې او "نوري" (۴۸) باور رايې تر لاسه کړې.
اسدالله نوري په ۲۰۱۲ زېږديزکال د ژبې په پوهنځي کې د غوره محصل په توګه د ټولو هېوادونو د اتحاديې رياست مشري پر غاړه لرله او په ۲۰۱۳ کال کې يې د خلکو دوستۍ په پوهنتون کې د افغان محصلينو په اتحاديه کې د مرستيال دنده هم تر سره کړې او دمګړۍ د ياد پوهنتون د "کلتوري چاپېريال" کلوب لومړی مرستيال هم دی.
"نوري" په هېواد کې د سبا ټلويزيون، آرزو ټلويزيون، نوبهار بلخ راډيو، پرخې او پسرلی مجلو او يوشمېر نورو سيمه ييزو رسنيو خبريال پاتې شوی.
دا لومړی ځل دی چې يو بهرنی محصل په نوموړي پوهنځي کې د بهرنيو محصلينو مشري په غاړه لري.
د محصلينو اتحاديې دنده: دمحصلينو ستونزوته رسېدنه، د ګردي مېزونو دايرول، د ملي ورځو لمانځل، د محصلينو ترمنځ د استعدادنونو دلوړولو په موخه د سياليو غونډې، د هېوادونو ترمنځ دکنسرتونو او نندارتونونو تنظيمول، او د نورو فاکولتو له اتحاديو سره ګډ پرګرامونه برابرول.
د خلکو دوستۍ پوهنتون د روسيې په پلازمېنه مسکو کې موقعيت لري او د نړۍ يو له هغو سترو پوهنتونو څخه شمېرل کيږي، چې پکې د ۱۷۰ هېوادونو محصلين په زدکړو بوخت دي.