د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بیان په آزادۍ کې د تحریفولو ځای نه شته

محمد انور ولید 19.05.2015 21:47

نن سبا په افغانستان کې د بیان د آزادۍ پر آسپه هر چا پښه اړولې ده . د قلم او ژبې متروکه یې په لاس کې ده . د مطبوعاتو په هر واټ کې یې چې هرې خواته ځغلوي  ځغلولی یې شي . ځکه د ځغلولو واک یې هم ور سره شته . خو افغانان د آس ځغلولو له نړیوالو اصولوسره چندانې بلد نه دي . ځکه خو ځانونه ور ته قهرمانان ښکاري . بې توله او کموزنه له حقیقت څخه لیرې بې مسؤولیته آمرانه خبرې او لیکنې کوي . او پایلو ته یې هم پام نه کوي چې ددغه رسنیز بمبارد تر شا څومره ملي مرګ ژوبلې پرتې دي ؟
د روان ۱۳۹۴ هجري لمریز کال د غویي په (۲۸ مه ) نېټه مې په چاپې او برښنایي رسنیو کې ولوستل ، له غږیزو او تصویري رسنیو مې واورېدل چې ګواکې د افغانستان ملي امنیت د پاکستان د استخباراتو ( آی اس آی ) له مشر سره یو سند لاسلیک کړی چې له مخې به یې ( آی اس آی )  افغان استخباراتي کسان روزي او استخباراتي وسایل او امکانات به ورکوي .
له بل پلوه افغان حکومت ته پاکستاني لوري دا هم ویلي چې : یا ملا فضل الله په خپله مړ کړۍ ، یا یي موږ ته را تسلیم کړۍ او یا موږ ته اجازه راکړۍ چې د افغانستان په خاوره کې عملیات پرې تر سره کړو .
په رسنیو کې دا هم راغلي چې تر دې پخوا پاکستاني چارواکي د خپلو بندیانو د خوشې کولو او جاج اخیستو په خاطر کابل ته راغلي وو .
په ؤلسي جرګه کې خو ځینو وکیل صاحبانو دا هم وویل چې : ( استخبارات زموږ سترګې ، غوږونه او زړه دئ . که زموږ دا سترګې ړندې ، غوږونه مو کاڼه او زړه مو تور شي  ، له دوښمن سره د افغانستان مالومات شریک کړي ، په داسې حال کې چې له پاکستانه اوس ټول ترهګر افغانستان ته را اړول شوي ، جګړه په افغانستان کې ده ـ نه په پاکستان کې ، زموږ دولت به په خپله په لوی لاس زموږ هېواد د بحران خواته بېولی وي . ځکه هند بیا هېڅکله هم د افغانستان او پاکستان دا دوستي نه شي زغملی او تل به افغانستان ته د شک په سترګه ګوري .
دغه ناندرۍ په داسې حال کې را وټوکېدلې چې هند ته د ؤلسمشر اشرف غني تر سفر را  وروسته د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف په مشرۍ د پاکستان امنیتي ، دفاعي او استخباراتي مسؤولین اوامنیتي سلاکارکابل ته را غلل او دلته یې له افغان حکومت سره د سولې په راوستو او امنیتي چاروکې له خپل عادت او دریځ سره سم د مرسته کولو کلکې ژمنې وکړې .
پاکستاني چارواکې د مخه هم کابل ته راغلي وو . خو کله چې بېرته خپل هېواد ته ور ستانه شوي ، دلته په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو لړۍ شدت موندلی . خو دا ځل هم چې کله ددوی د سفر موده پای ته ورسېدله ، ور سره سم په افغانستان ـ په تېره په کابل کې پر له پسې ترهګریز بریدونه وشول چې په کمي او کیفي لحاظ یې کچه تر پخوا هم لوړه وه .
دا ـ او دېته ورته نورې ډېرې داسې خبرې او لیکنې شته چې یا ډېر لږ حقیقت لري ، او یا هم چورلټ بهتان او وچ درواغ دي .
خو له دې ټولو سره سره افغان امنیتي چارواکو ددغه ډول خبر تحریف او نشرکول ناسم وبلل او ویلي یې دي چې داسې څه هېڅ نه دي تر سره شوي . پاکستاني چارواکو هم وویل چې په دې تفاهم لیک کې د افغان استخباراتو د روزلو او تجهیز خبره نه شته .
نو بیا له ځانه دخبر دغه ډول رنګ آمېزي او پر داس د کومې خبرې سرچینې پر اساس او د کومو موخو له پاره د افغان رسنیو له آدرس څخه نشر کېږي چې ؤلسي جرګه او حکومت په خپلو کې سره جنګوي ؟
آیا دوی ته چا دنده سپارلې چې په دغه ډول نشراتو او خپرونوسره د خلکو او حکومت تر مینځ باور له مینځه یوسي او واټن زیات کړي ، یا داچې د خپل ځان د راتلونکې له پاره یې په کوم کمپاین لاس پورې کړی ؟    
 ځکه په داسې شایْعاتو کې د ملي یووالي د حکومت تر چتر لاندې د ملي یووالي څرک نه لیدل کېږې . دغه ډول پرو پاګنډې یوازې د افغانستان د دوښمنانو پر ژرنده اوبه ور زیاتول دي او بس ، ځکه ګټه یې د افغانستان د دوښمنانو او تاوان یې خپله افغانانو ته دئ .
خو زما په آند په بزګري ژبه دا د افغانستان په سیاسي پټي کې هغه پټې سوړې دي چې کورنیو او سیمه ییزو موږکانو د مخه تر ځمکه لاندې غارونه او ښمڅې په کې جوړې کړې دي . ځکه خویې اثرات کله د انتخاباتو په کمېسيون کې را ښکاره شي ـ  او کله په ملي شورا کې د کابینې د  رد ـ یا تایْید پر مهال ، کله په پردیو قراردادونو او ګمرکاتوکې دا غوغا را پورته شي  ـ  اوکله د امنیتي حوزو د آمرینو په بدلولوکې ، کله د والیانواو قوماندانانو له نصب او عزل سره دا خبرې را پیدا شي ـ اوکله د مصنوعي نا آرامیو او قاچاق د مخنیوي پر مها ل ، کله د خصوصي امنیتي کمپنیو د تړلو پر مهال دا بحثونه تاوده شي ـ او کله د واک د وېش پر سر ، کله د ډېورنډ پر نامنل شوې کرښه باندې رباب وهل کېږي ـ او کله د شمال د نا امنیو ډمبورې او نغارې غږول کېږي ، کله د امتیازاتو ترلاسه کولو پر مهال د ملي یووالي مدحې او صفتونه کېږي ـ اوکله بیا د ژورو خفګانونو او اختلافاتو پټې جلسې روانې وي ، کله سوله غواړي ـ او کله یې بیا ردوي ، کله وایي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي ـ  اوکله وایي چې د بهرنیو ځواکونو شتون او اډې دلته اړینې دي .
دا ـ او دېته ورته نورې ډېرې داسې پلمې د هغو کسانو کار دئ چې له حکومتي واک څخه د باندې پاته شوي ، اوس غواړي ځان د یوه مضر ، ملي ضد او ځان غوښتونکي اپوزیسیون په څېره کې وښیي . ځکه خوکله نا کله د ملي یووالي پر ضد د افغانستان د دوښمنانوسره غاړه غړۍ شي .
خو ملت هم دوی پېژندلي دي . لازمه خو داده چې په دغه شریک کور کې دې دوی هم په ګډه مټې را ونغاړي او ملي یو والي او ملي حاکمیت ته دې کار وکړي . تر څو دا ګیلې ګرمانې او اندېښنې د ټولوله سره ورکې شي . د خبرونو له تحریفولو څه نه جوړېږي . ځکه د بیان آزادي د حقیقت بیانولو له پاره ده ـ نه د خبرونو د تحریفولو له پاره . د بیان په آزادۍ کې د تحریف ځای نه شته .