د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بدن ته د کرنیزو افت وژونکو د ننوتلو لارې، د هغوی پوسیله رامنځته کیدونکي ناروغۍ او ستونزې

نوراغا "نوښت" شیرزاد 19.05.2015 22:44

پر انساني روغتیاباندې د افت وژونکو د ناوړو اغیزو په اړه د لیکنو د پيل شوی دی لړۍ په تیره (لومړۍ برخه) کې مو په هیواد او نړۍ کې د افت وژونکو د استعمال په اړه عمومي خبري کړي وي. ددی تر څنګ مو په نړۍ کې د استعمالیدونکو کیمیاوي توکو، په ځانګړي ډول د افت وژونکو، او د هغوي په وسیله د رامنځته کیدونکو ستونزو او ناروغیو په اړه ځیني ارقام وړاندې کړي وو. په دی برخه کې به په دی وغږیږو چې افت وژونکي څه شی دي؟، د دوی پوسیله زهري کیدنه څه وخت او څه ډول رامنځته کیږي؟ زمونږ بدن ته یې د ننوتلو لارې کومې دي؟، ډولونه یې کوم او اغیزې به یې څه وي؟.
Pesticides poisoning (دافت وژونکو پوسیله زهرې کیدنه) هغه وخت رامنځته کیږي چې د افت د کنترول په موخه استعمالیدونکې افت وژونکې په نورو ژوندیو موجوداتو لکه انسانانو، وحشې ژويو، مچیو او نورو باندې زمونږ له غوښتنې پرته اغېز وکړي. له افت وژونکو سره د مخامخ کیدنې درې ډوله شته چې عبارت دي له:
 لومړې هغه یې په یو ځل د لنډې مودې لپاره په ډیره لوړه کچه د افت وژونکې سره مخامخ کیدل دي چې هغوی چې ځان وژنه کوي او یاهم افت وژونکي جوړوي ورسره مخامخ کیږي.
 دویم ډول یې د اوږدې مودې لپاره په لوړه کچه د افت وژونکو سره مخامخ کیدل دي، چې د افت وژونکو په جوړوونکو کې پیښیږي.
 دریم ډول یې د اوږدې مودې لپاره په ټیټه کچه د افت وژونکو سره مخامخ کیدل دي، چې د ځینې سرچینو له لارې لکه، په خوراکې توکو کې د دافت وژونکو د پاتې شونو سره مخامخ کیدنه او په هوا، اوبو، خاوره، رسوباتو، نباتي توکو، خوړو او ژویو کې د هغوی د پاتې شونو سره د تماس له امله پیښیږي.
دا چې یو افت وژونکې څومره خطرناک او د مجموعي خطر اندازه یې څومره ده، بدن ته دهغه د ننوتلو په لار پورې اړه لري. افت وژونکي له بیلابیلو لارو زمونږ بدن ته ننوتلای شي، چې مهمو لارو ته یې دلته یوه ځغلنده کتنه کوو. دوی له دریوو لارو د انسان بدن ته ننوتلای شي:
 Breathing (inhalation exposure) د تنقس پوسیله: د خولې یا پوزې له لاری د تنفس پوسیله د افت وژونکو د غازونو او یا هم د هغوی د dust (ګرد) ننوتل.
 Swallowing (oral exposure) د خولې له لارې تیرول: دا د دافت وژونکو د پاتې شونو پوسیله د ککړو نا مینځل شویو خوراکي توکو د خوړلو، یا د افت وژونکو سر تر کار کولو وروسته په ککړو لاسونو د ژاولو ژوولو یا سګرټ څکولو پوسیله، یا هم په افت وژونکو باندی ککړ ځای کی د خوراک، څښاک، ژاولو ژوولو او سګرټ څکولو له لارې صورت نیسي.
 Absorbing through the skin or eyes (dermal exposure) د پوټکې یا سترګو له لارې جذب: د دا ډول جذب معمولاً د افت وژونکې د توییدنې، شړپیدنې، چپه کیدنې، دککړو جامو استعمال او یا هم د استعمال پر مهال د ساتندویه جامو څخه د نه ګټې اخیستنې له لارې تر سره کیږي چې، له پوټکې سره تر تماس وروسته بدن ته ننوزي. نا ویلي دی نه وي چې د بدن زخمي برخې د افت وژونکو د ننوتلو دا لاره لا پیاوړي کوي.
د یادونې وړ ده چې ځینې سرچینې بدن ته د افت وژونکو د ننوتلو لارې په څلورو بیلابیلو ډلو ویشي، چې عبارت دي له:
1) Dermal (Skin) د پوټکې له لارې ننوتل
2) Inhalation (Lungs) د تنفس له لارې
3) Oral (mouth) د خولې له لارې
4) Eye د سترګو له لارې
د ننوتلو له هرې لارې ، بدن ته ننوتونکې دوز ښایي د نورو لاملونو تر اغیز لاندې راشي. د بیلګې په ډول، هغه دوز چې د پوټکې له لارې ننوزي تر ډیره بریده د افت وژونکې سره د بدن په مخامخ شوې برخې او د همدې برخې د پوټکې په حالت پورې تړلې دی. د بدن بیلا بیلې برخې بیلا بیلې اندازې افت وژونکې جذبوي. دا بدلون تر ډیره بریده د پوټکې په ډول او د هغه په پنډوالې پورې اړه لري. د بیلګې پتوګه، د لیڅې پاسنې اړخ د پښو د لاندیۍ برخې د پوټکې په پرتله ۸ ځله ډیر جذبوونکې دی. سربیره پر دی، هغه پوټکې چې غوڅ شوی، توږل شوی یا سولیدلې، او یا د دانو له امله زیانمن شوې وي ښایي د روغ پوټکې په پرتله افت وژونکي په اسانۍ جذب کړي. له ۹۵ سلنه ډیرې د افت وژونکو سره مخامخ کیدنې د پوټکې له لارې صورت نیسي، چې دا کار اساساً د لاسونو او لیڅو له لارې تر سره کیږي. د یوې جوړې ښویو، او کیمیاوي موادو پر وړاندې د مقاومت لرونکو لاس ماغو (Gloves) په اغوستلو دا ډول مخامخ کیدنه کابو لمنځه وړل کیدای شي (Lorenz, 2009).
په عصري کرنه کې د افت وژونکو استعمال ،حاصل ورکونه (Productivity) د پام وړ اندازه ډيره کړیده. په ورته وخت کې په چاپیریال او خوراکي توکو کې د افت وژونکو غلظت چې پر انساني روغتیا له منفي اغیزو سره مل دی، دافت وژونکو د زیات استمعال له امله، ډیر شویدی. دانسان زهري کیدنه او د هغې اړوند ناروغۍ تر ټولو لوړه بیه ده چې د افت وژونکو د استعمال له امله یې پرې کوو. افت وژونکي ګڼ شمیر منفي روغتیایي اغیزې لري چې سرطانونه، د عصبی سیستم ناروغۍ، شکر، تنفسي ناروغۍ، جینیني ناروغۍ او جینتیکي ګدوډۍ (Genetic disorder) په بر کې نیسي (Andersson, Tago, & Treich, 2014).
په همدې ډول په چاپیریال کې د بیلابیلو کیمیاوي توکو او افت وژونکو له امله دانسانانو او ګڼ شمیر نورو ژویو، په ځانکړې ډول نارینه وو ، د شنډوالې په اړه ډیریدونکې نښې شته. په اروپا کې د سپرم شمیره ۵۰ سلنه را غورځیدلې ده او ۲ سلنه نور هم پسې په کلني ډول کمیږي. Available at: http://ipmworld.umn.edu/chapters/pimentel.htm. Accessed on: Tuesday, January 13, 2015
Pesticides and Human Health افت وژونکي او انساني روغتیا: افت وژونکي کولای شي د لنډې مودې ناوړه روغتیایي اغیزې چې بیړنۍ (حاد) acute ورته وایي او یا هم د اوږدې مودې اغیزې چې ځنډنۍ (مزمن) یا chronic یې بولي، رامنځته کړي. د چټکو اغیزو بیلګې د سترګو له سوځیدنې، ګرمکو (نونکیو)، تڼاکو، ړوندوالې، خوا ګرځیدنې (قي)، پرکالتوب، نس ناستې او مړینې څخه عبارت دي. ځنډنۍ (Chronic) اغیزې بیا نیمګړي زیږونونه، تکثري زیانونه، دعصبي سیستم ستونزې، داندوکراین سیستم ګډوډي او Immunotoxicity په بر کې نیسي.
Acute (Immediate) Health Effects بیړنۍ یا د لنډې مودې روغتیایي اغیزې: د افت وژونکو سره د مخامخ کیدنې چټکې روغتیایي اغیزې د پوزې، ستونې او پوټکې خارښت چې د سوځیدنې، خارښت او همدا راز د ننوکیو Rashes او تڼاکو لامل ګرځی په بر کې نیسي. خوابدوالې، پرکالتوب او نس ناستې هم عام دی. هغوی چې ساه تنګي لري ښایي د ځینې افت وژونکو پر وړاندې ډير سخت غبرګون ولري، په ځانګړې ډول د Pyrethrin/Pyrethroid، Organophosphate او Carbamate د ډلې افت وژونکو په وړاندې. په ډیر حالتونو کې، د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنې نښې نښانې د والګي او انفلوینزا سره ورته وي. لدی امله چې د افت وژونکو اړوند ناروغۍ Pesticides-related illnesses د نورو ناروغیو سره ورته ښکاري، د افت وژونکو پوسیله زهرې کیدنې ډیر ځله غلطې تشخیص شوي او له عادې کچې نه ټیټې رپوټ شویدي. بیړنۍ نښې ښایي دومره شدیدې نه وي چې سړی د روغتیایي پاملرنې غوښتنې ته وهڅوي، یا یو رنځور پال ښایي حتی د افت وژونکو سره د مخامخ کیدنې د پوښتلو په اړه هیڅ فکر و نکړي. په هر حال، که مو فکر وکړ چې د افت وژونکو پوسیله به زهري شوي یاست په بیړني ډول د روغتیایي پاملرنې غوښتنه وکړئ!.
Chronic (Long-term) Health Effects ځنډنۍ یا د اوږدې مودې اغیزې: دا ډول روغتیایې اغیزې سرطان؛ د عصبي سیستم زیانمنیدل؛ د زیږون نیمګړتیاوې؛ شنډوالې او تکثري ستونزې، د بډوډو، ینې، سږو او د بدن د نورو غړو زیانمنیدل په بر کې نیسي. افت وژونکي د انساني Leukemia، Lymphoma او د مغزو، سینې، پروسټاټ، خوټو او تخمدان د سرطانونو په اړوند څیړنو کې ښکیل کڼل شویدی. د افت وژونکو تکثري زیانونه د زیږون نیمګړتیاوې، وړاندې له زیږون مړینه ، بچې اچونه او شنډوالي څخه عبارت دي.
ځینی وګړي د افت وژونکو د اغیزو پر وړاندې تر نورو ډیر اغیز منونکي دي. د بېلګې په ډول، د افت وژونکو د زهري اغیزو پر وړاندې کوچنیان تر لویانو ډير حساس دي. دوی د افت وژونکو سره د مخامخ کیدنې پر وړاندې ډیر اغیز منونکې دي ځکه غړې، عصبي سیستم او د معافیت سیستم یې لا هم مخ پر وده وي. په لوړ کچه د دوی د حجرو ویش او د بدن کم وزن د افت وژونکو پر وړاندې د دوی حساسیت لا پسې ډیروي. د کمکیانو نارسیدلي غړي او نور مخ پر وده بیولوجیکي سیستمونه د زهرې موادو پر وړاندې په ځانکړې ډول حساس دي. د ودې د ټاکلو وختي پړاوونو پر مهال د افت وژونکو سره مخامخ کیدنه د دایمي زیان لامل کیدای شي. د افت وژونکو د زهریت پر وړاندې د زیات اغیزمنونکیتوب سربیره، د کوچنیانو سلوک او فزیالوجي د لویانو په پرتله په زیاته اندازه د افت وژونکو سره د دوی د مخامخ کیدنې شونتیا لا پسې ډیروي. د ماشومانو د تنفس کچه لوړه ده نو له دې امله دوی په هوا کې شته افت وژونکي تر لویانو په چټک ډول تنفس کوي. دوی د لویانو په پرتله ډیر خواړه او اوبه ـــ او د افت وژونکو پاتې شوني ـــ مصرفوي. له غولي، چمنونو او د لوبو له میدانونو سره د کوچنیانو د ډير تماس له لارې د هغوی سلوک هم د افت وژونکو سره د دوی مخامخ کیدنه ډیروي. سربیره پر دی، کوچنیان ښایي له ناپاکو میوو، اوبو، خوړو او نورو څخه په خپل سري ډول استفاده وکړي چې دا کار هغوی د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنې ښکار ګرځوي. په همدې ډول د کروندې کار کوونکي او د افت وژونکو استعمالوونکې ډیر اغیزمنونکي دي ځکه دوی په زیاته اندازه له افت وژونکو سره مخامخ کیږي.
افت وژونکي بیلابیل ټولګي لري چې هر یو یې په خپل ځای ګڼ شمیر ستونزې زیږوي. راځئ په لنډ ډول د هغوی د بیلابیلو ټولګیو پوسیله په رامنځته کیدونکو ستونزو خبري وکړو:
Organophosphates او Carbamates: دا افت وژونکي د عصبي ګازونو سره ورته دي. دوی په ماغزو او عصبي سیستم یرغل کوي، او د عصبي Signal لیږد ګډوډوي. نښې نښانې یې عبارت دي له سر درد، خوا ګرځیدنه Nausea، پرکالتوب، کانګې کول، د ټټر درد، نس ناستې، د عضلاتو درد اوConfusion ګډوډوالې (مغشوشتیا). د زهري کیدنې د شدیدو پیښو نښې نښانې لړزه، د تنفس پر مهال ستونزې، په ناغوښتي ډول میتازې کول Involuntary urination، بې حالي Coma او مړینه په بر کې نیولای شي. د دی افت وژنکو پوسیله د عصبي سیستم Acute poisoning هر کال په نړۍ کې په سلګونه زره وګړي اغیزمنوي.
Fumigants: Fumigants لکه Methyle bormide کولای شي هر هغه نسج چې دوی ورسره په تماس کې راځي په شدید ډول تاواني کړي. حتی د یوې کوچنۍ مخامخ کیدنې اغیزې د سترګو او پوټکي سوخت او خارښت، د تنفسي جهاز خارښت او مزاحمت او همدا راز ټوخې او د پوزې ویني کیدل په بر کې نیولای شي. دوی کولای شي سږي په شدید ډول زیانمن کړي.
Organochlorines: د DDT په ګډون ګن شمیر بند شوي افت وژنکي په همدې ټولګي پورې اړه لري. دوی د مرکزي عصبي سیستم پاروونکي دي چې کولای شي لړزه یا ټکان، Hyperexcitability او Seizure رامنځته کړي. د دې ګروپ غړي افت وژونکي، لکه DDT، Aldrin او Dieldrin په لوړه کچه پاییدونکي دي او په غوړینو انساجو کې راټولیږي. د Organochlorin لوړې اندازې، د Bioaccumulation د پروسې له لارې په لوړو نوعو لکه انسان کې راټولیدای شي. د پام وړ نښې شته چې، ښیي DDT او د هغې میتابولایت DDE د Endocrine Disruptors په ډول عمل کوي، او د Estrogen، Testosterone او نورو ستیرویدی هورمونونو هارموني دندې ګډوډوي. Endocrine disruptors هغه کیمیاوي مواد دی چې ډیر ځله په ډیرو ټیټو اندازو هم هم مهمې بدني دندې، د هارمونونو (کیمیاوی میسیج وړونکي مواد چې په وینه کې دوران کوي او د بدن ډیرې پروسې چې میتابولیزم، د اعصابو وده، د خوب دوران او د فشار په وړاندې غبرګون په بر کې نیسي تنظیموي) پر وړاندې د خنډ کیدلو یا دهغوی د پیښې کولو له لارې ګډوډوي. ځینې افت وژونکي د Endocrine disruptor رول لوبوي او په ژویو کې د سختو تاوانونو چې سرطان، شنډوالې او وده ایزې ستونزې په بر کې نیسي؛ لامل ښودل شویدي.. Available at: http://www.pesticidereform.org/section.php?id=38
Accessed on: Thursday, January 15, 2015
د افت وژونکو پوسیله رامنځته کیدونکې ستونزې وړې او کمې مه ګڼئ، کولای شي ژوند را نه واخلي. په ټولو شونو لارو چارو هڅه وکړئ ځان تری وساتئ. ځان ژغورنه له درملنې غوره ده. بیا هم، که مو فکر وکړ چې د افت وژونکو له زهریت سره مخامخ شوي یاست، د مرستې غوښته وکړئ. نږدې روغتیایي مرکز ته ورشئ، له ډاکټر سره خبري وکړئ ، او د ځان غم وخورئ. په راتلونکې لیکنه کې د افت وژونکو پوسیله د رامنځته کیدونکو ناروغیو او روغتیایي ګډوډیو د نښو نښانو په اړه خبري کوو او په بله برخه کې به د هغوی نه د ځان ساتنې په اړه معلومات وړاندې کړو. مننه
نور بیا...
پوهیالی نوراغا “نوښت” شیرزاد
ننګرهار پوهنتون
د کرنې پوهنځی
د نباتاتو د ساتنې څانګه

By:
Assistant Professor Noor Agha Nawakht
Nangarhar University, Faculty of Agriculture, Department of Plant Protection. Current MSc Student at the University of Miyazaki, Japan
Contact details:
Emails: nooragha_nawasht@yahoo.com
nooragha.nawasht@gmail.com
Skype: nooragha.sherzad
Twiter: Noor Agha Nawakht
LlinkedIn: Noor Agha Nawakht