د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دنګ «چنار» پر هسکه څوکه

عبدالغني (هاشمي) 18.05.2015 11:07

په خوست کې د چنار دودیزې مشاعرې (غزل شپه) کې د لوستل شوو شعرونو څخه په اغېز:
عبدالغني (هاشمي)
کله چې د خوست ځوان شاعر د ګډونوالو د موزونو چکچکو د مستانه موسیقۍ د خوږو ازانګو په څپو څپو کې په مسکو شونډو د مشاعرې له ډګره د ګډونوالو له منځ یا اړخه راتېرېږي او تر دریځه راځي، له څېرې یې د درنښت، تواضع، تدبر، سنګینۍ، باور، متانت، وړتیا، او اخلاقي جرأت د زبات د نور وړانګې ورېږي.
کله چې د خوست شاعر د مشاعرې پر دریځ ودرېږي، ته وا د خوست له دنګو غرونو ویاړلی نښتر مې مخې ته ولاړ دی.
کله چې د خوست شاعر د مشاعرې له دریځه خپل شعر پیلوي، ته وا ددغه نښتر له شنو څانګو د یوه خواږه بلبل زړه راښکونکې نغمه اورم، چې شېبه په شېبه مې په زړه کې د غرنیو ګلانو له ډنډرونو او ګلپاڼو د مینې او ښکلا ګلورینه ځاله جوړوي.
کله چې د خوست شاعر د مشاعرې له دریځه شعر وايي او له مطلعې تر مقطعې د معاصر شعر په معیارونو، غوښتنو او تلازماتو کره او پوره وي او شعر پوهان یې په هر بیت کې د شعر د معیارونو ګلکڅونه وینې، له ځانه وځي، خیال او فکر یې بې اختیاره ددغو ښېرازو ګلکڅونو د هر ګل د بېلابېلو ګلپاڼو په رنګونو او عطرونو کې ورکېږي؛ نو سړی په زغرده ددغو ګلبڼونو او ګلکڅونو د هر ګل پر هرې کلپاڼې د خوست د پیاوړو شعر پوهانو، هنر او ادبیاتو پیاوړو مسلکي استادانو او سرلارو شاعرانو د تویو شوو خولو د عطرورینو پرخو د ویاړ پړقنده ځلا،د هیلو مست اتڼ، د خوند او کیف خواږه عطرونه او د ډنډرونو په ظریفو رګونو کې یې د هغوی د منلو او ښاغلو زړونو د سپېڅلو وینو خوځند جریان ویني او احساسوي یې.
خوست شاعر له مشاعرو وړاندې کور په کور او دوکان په دوکان د خپلو ملګرو او دوستانو پسې په دې موخه نه ګرځي، چې په مشاعره کې یې شعر په دومداره چکچکو بدرګه کړي، خوست شاعر له مشاعرو وړاندې دفتر په دفتر او موسسه په موسسه چارواکو او د موسسو مشرانو او کارکوونکو ته د سوال شرموونکې ځولۍ نه غوړوي، چې په مشاعره کې دده لپاره ګډون وکړي او له شعره وروسته ده ته د ډالري جایزو په ساختګي او دروغجنو تزویري اعلانونونو د هنر سپېڅلی وقار ټیټ کړي، خو دده د شهرت لېونی شهوت ارضا کړي، بلکې هغه شعر ته د یوه سپېڅلي هنري ارزښت او انساني رسالت په سترګه ګوري او تل یې د معیاري ارزښتونو د ځلاندو ملغلرو د موندنې لپاره د خپلو ارادو او وړتیا جادويي ځواک په مرسته د کتابونو او معاصرې ټکنالوژۍ د سمندرونو تلونو ته ورکېوزي او له هغه ځایه د خپل شعر د جانان غاړې ته داسې نایابې ملغلرې راوړي، امېل ترې جووړي او په ډېر ادب او مینې یې ورته په غاړه کوي؛ چې دنیا یې بې اختیاره رنګیې پړقا او ښکلا نندارې ته کېني او بیا یې کیف، پند او خوند د تل لپاره ورته د زړه پر غوړېدلو څانګو ګلورینه ځاله جوړوي. خوست شاعر د خپل تېز او ځیرک نظر او د خپل پیاوړي فکر او لوړ خیال په پیاوړو رنګینو وزرونو له خپل خړکي بامه الوزي، لومړی د خوست له نښترو، لمنځو، ګورګورو، څېړیو او... ډکو غرونو پر سرونو تاوېږي، بیا د نړۍ پر هوا هسکې دورې وهي، له هغه ځایه د هنر ګلونه او رنګونه راټولوي او د خپل شعر توري پرې رنګوي.
ما په دې اړه خپل احساس په یوې څلوریزه کې ځای کړی وو، غوښتل مې په مشاعره کې یې له غزل وړاندې ووایم، خو راته د شعر ویلو وار ونه رسېد.
ما په ډېریو مشاعرو کې ګډون کړی او د ډېریو مشاعرو په اړه راسره دوستانو له راسنېدو وروسته خپل معلومات او برداشتونه شریک کړي دي، خو دا په بشپړ مسوولیت او رښتینوالي وایم، چې ما تر دې دمه له هیڅ مشاعرې داسې خوند او پند نه و اخستی، ما په هیڅ مشاعره کې داسې له ریا، تملق، ځانغوښتنې او ځانښودنې پاکه فضا نه وه لیدلې، ما په لږو مشاعرو کې لیدلي، چې چارواکي راځي او ویاند یې له راتګه وړاندې له سټېجه د راتلو اعلان نه وي کړی او ګډونوال یې په درنښت ودرېدو او تودو چککچو ته نه وي رابللي، خو په «چنار» کې داسې نه وو، خوست والي پرځای نه و، خو د خوست مرستیال والي او نور لوړ پوړي چارواکي د مشاعرې په پیل یا بهیر کې راغلل، لکه د ټولنې عادي خو مخور غړي، ورته د افغاني فرهنګ له دستور سره سم د رښتیني درنښت په خاطر د دریځ ترشا د کېناستلو بلنه ورکړ شوه، هغوی هم عادي کېناستل او لکه د نورو ګډونوالو به یې د شاعرانو شعرونو ته چکچکې کولې او بس.
مشاعره ډېره توده روانه وه،چې له تالار څخه سل یونیم سل متره هاخوا پر سړک د مشاعرې امنیت ساتونکو باندې درنه چاودنه وشوه، خو چارواکي د ګډونوالو د مورال نه بایللو او مشاعرې د نه ګډوډېدو په خاطر ان په خپلو ځایونو کې هم ونه ښورېدل، هغه شېبه ما داسې فکر کاوه، چې کوم ځان مرګي بریدګر د مشاعرې د تالار په بهرنۍ دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه، اوس به نور وسله وال ځانمرګي بریدګر خدای مه کړه د دروازې نور ساتونکي په ډزو وژني، او تالار ته به ننوزي، لومړی به د دریځ شاته ناستو ته د خپلو ټوپکونو خولې راړوي او بیا ګډونوالو ته؛ که څه هم داسې ونه شول، هغه یوازې یوه چاودنه وه، چې د همدې مشاعري څو تنه ساتونکي پولیس یې ټپیان کړل، خو د داسې یوې پېښې رامنځته کېدل هم له امکانه لرې نه وه، خو مشاعره د چارواکو په ګډون ونه درېده او له ډېر لږ او نامحسوس ځنډ وروسته په عادي توګه تر پایه وغزېده.
کله چې د خوست مرستیال والي له چاودنې وروسته له اوږدې مودې ناستې وروسته خپلې دندې ته تلو، نو ما ته یې په ناسته کې غلی لاس راکړ او ویې ویل له ځایه مه ښورېږه، هدف یې دا وو، چې د مشاعرې د ګډونوالو پام ورته وانه وړي، په احترام یې ونه درېږی او مشاعره اخلال نه شي، نور په ډېره عادي توګه له تالاره ووت.
امنیه قوماندان د ګډونوالو د ډاډ لپاره له چاودنې څو شېبې وروسته ډېر عادي تالار ته ننوت، چې مشاعره بېرته ښه توده شوه، بیا بېرته ډېر عادي له تالاره ووت.
په دې اړه مې هم همالته په تالار کې دا بیت لیکلی وو:
موږ هلته وینې ورکوو، دلته سندرې روزو     قاتله پوه شه هرڅه وژنې، عشق وژلی نه شې
خو دا بیت همالته په هماغه وخت، حالت او ماحول کې پر هماغه سټېج یو څه ارزښت درلود، چې زه یې له ورتلو بې برخې شوم.
چنار او ناظمان:
په خوست کې د ځينو نورو ولایتونو پرخلاف، شعر او شعریت ارزښت لري نه وچ او بربنډ نظمونه، د خوست شاعر که د شعریت په معیارونو پوه دی او پر بنسټ یې کره شاعري کوي، نو د شعر او ادب د رنګین کاروان ژمنو سرلارو یې هم د خوست ولسونو او د شعر مینه والو ته دومره پوهه او شعور ورکړی، چې اوس شعر، شعار او نظم سره په ډېرې اسانۍ بېلوي او په بې ادبۍ، فاحشو چکچکو او شرموونکو چغو سټېج ته د یوه کنځلمار ناظم د غوښتلو غوښتنه نه کوي، بلکې اوس هماغه ناظمان چې پخوا به سټېج ته تر ورتلو وړاندې؛ د نظم ویلو پرمهال او له سټېجه تر کښته کېدو وروسته په فاحشو چکچکو او چیغو بدرګه کېدل، اوس تر نورو شاعرانو په ساړه حالت سټېج ته ځي، بیا د وچ نظم په ویلو هم شرمېږي، یو بې خونده غزل ووايي او بېرته په ساړه زړه پر خپل ځای کېني، په خوست کې د ځينو دوستانو په وینا، اوس هغه ناظمان دداسې مشاعرو راتلو ته زړه هم نه ښه کوي.
خو دلته زما په اند یوه بې عدالتي رامنځته کېږي، چې دغو ناظمانو ته پر سټېج د شعر ویلو د پلمې جوړېدو د مخنیوي په موخه ځينې داسې نظمونو ته هم د ټاکلي کمیسیون له خوا پر سټېج د ویلو اجازه نه ورکول کېږي، چې د شعر په معیاري او ټولنیزه اخلاقي ژبه پکې داسې پیغامونه، نقدونه، طرحې او لارښوونې موجودې وي، چې د سیمې، هېواد، آن نړۍ په کچه د بدلون، سمون او رغون لامل ګرځي.  
چنار او د فوکلور خواره برخه:
خوست د پښتو ژبې او ادب په تاریخ کې ترټولو فوکلور خېزه ښېرازه سیمه ده، چې په غرو رغو، درو او ورشو، لاور او ګودرنو، کلیو او بانډو بلاخره لوېشت لوېشت کې یې د فوکلوریکو ارزښتونو بډایې خزانې پرتې دي، چې زه یې په اړه د بحث اوږدېدو له امله ډېر وړاندې نه ځم، بلکې په دې ډېر خپه یم، چې په چنار مشاعره کې هره شېبه په تمه وم، چې اوس به یو د پاخه عمر ولسي شاعر راځي او په ډېر خواږه غږ یوه داسې غرنۍ سندره زمزمه کوي، چې ټول به د کیف او خوند په تالونو او ټالونو زنګوي، خو دا تنده مې له ځانه سره راوړه او ترهغې به راسره وي، چې که ژوندی وم کال ته پر همدې سټېج د یوې ښکلې غرنۍ سندرې همداسې یوه زنګوونکې زمزمه  واورم.