د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ترهګرو شړل که ځپل ؟

عبدالغني (هاشمي) 18.05.2015 12:06

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د دواړو هېوادونو له خوا او د بېلابېلو نړیوالو سرچینو په مرسته او منځګړتوب هڅې پراخې او ګړندۍ شوې دي، خو له بده مرغه کله کله داسې مسایل راپورته کېږي، چې دغه فضا د خپلو خړو لړو تر اغېز لاندې راولي.
پاکستان دولت په دې وروستیو کې ادعا کړې، چې د هندوستان استخباراتي ادارې "را"په پاکستان کې په تروریستي فعاليتونو کې لاس لري او د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي.
تېره پنجشنبه د پاکستان په کراچۍ ایالت کې وسله والو کسانو د اسماعیلیه فرقې پر یوه بس موټر برید وکړ، چې ۴۳ تنه یې په کې و وژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.
د دغه برید مسوولیت د پاکستان د جندالله وسله والې ډلې پر غاړه اخستی وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تور پورې کړ، چې دا کار د هندي استخباراتي ادارې له خوا د افغانستان له خاورې څخه پر ګټې اخستنې شوی دی.
خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د تروریزم د لوی قرباني په توګه له تروریزم سره په صادقانه او غوڅه مبارزه کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره همکار دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي شکېب مستغني ويلي، چې افغانستان تل ویلي او بیا هم وايي چې هیڅ هیواد ته به اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.
مستغني ويلي، چې افغانستان خپله له کلونو راهیسې د نړیوال ترورېزم قرباني او اوس هم هره ورځ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې افغانان قرباني ورکوي.
له یوه لیدلوري ترهګریزې شبکې نړیوالې اړیکې لري او نږدې ټوله نړۍ یې له امله له سختو ستونزو، کړاوونو او اندېښنو سره مخ ده، چې افغانستان او پاکستان هم د دې نړیوالې ستونزې له شره خوندي نه دي، کېدای شي دا شبکې به هلته او دلته یو له بله سره اړیکې ولري او دا کار به یې د یوه او بل په تفاهم او مرسته ترسره کړی وي، خو دا به په دې معنا نه وي، چې ګواکې هند دې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره کار اخستی وي.
دلته د بحث وړ ټکی دادی، چې د هند او پاکستان ترمنځ دښمني اوږد تاریخ لري، دواړه هېوادونه سربېره پردې چې د کشمیر په سیمه کې له یو بل سره په مستقیمه جګړه اخته دي، د یوبل پروړاندې د ترهګریزو فعالیتونو په ګډون له هیڅ ډول امکان او فرصت څخه درېغ نه کوي، چې زما په اند هند ددې پرځای چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي، د واټن او امکاناتو له پلوه په خپله د پاکستان له خاورې یې تردې په اسانه توګه ترسره کولی شي.
مهمه خبره داده، چې په داسې حساسو شرایطو کې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او باور فضا رامنځته کېدو لپاره ډېر ښه فرصت رامنځته شوی، داسې ادعاوې او دداسې مسایلو راپورته کول، ددغه فرصت پرمخ خنډ رامنځته کوي، ښه به وي په دې اړه له ډېر احتیاط څخه کار واخستل شي او ډېر دقت وشي.
بله مهمه مسئله، د سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې، چې د پاکستان حکومت په وینا د ترهګرو ډلو وروستی پټنځای دی، د پاکستاني پوځ له خوا د پراخو پوځي عملیاتو پیلېدل دي، چې ویل شوي، پاکستان پوځ به د ترهګرو ټولې ځالې په دې سیمه کې ړنګوي او ټولې ترهګرې ډلې به ځپي او له دې سیمې څخه به یې په شاکوي.
دلته یوه ستره ننګونه له افغانستان سره د دغې سیمې ډېرې غرنۍ، پېچلې او په ځنګلونو پوښل شوې سرحدي پولې دي، چې پاکستاني طالبانو او نورو مخالفو ترهګرو ډلو ته د افغانستان خاورې ته د اوښتلو چانس او امکان په لاس ورکوي، له همدې امله ځينو سرچینو د رویټرز خبري آژانس د رپوټ په حواله لیکلي، چې د پاکستان یو شمېر پوځي چارواکو دوی ته ویلي، چې د پاکستان پوځ له افغانستان څخه د مرستې غوښتنه کړې، تر څو د عملیاتو پرمهال د پولې هاغاړې (د افغانستان خاورې ته) د یاغیانو د اوښتلو مخه ونیسي، چې زما له انده دا مسئله له څو اړخونو د بحث، شننې او تأمل وړ ده.
موږ دا وایو چې که پاکستان ددغو وسله والو ډلو د بشپړ له منځه وړلو نیت لري او په همدې موخه یې ډېر پراخ او بې ساري پوځي عملیات پیل کړي، نو ښه به وای یا وي، چې تر عملیاتو وړاندې یې لومړی (افغانستان یا پاکستان اړونده) سیمو ته د هغوی د تېښتې لارې بندې کړې وای، بیا یې عملیات پیل کړي وای.
بله خبره دا هم ده، کله چې پاکستان دولت له دومره سترو پوځي او استخباراتي امکاناتو سره نه شي کولای د دغو ډلو د تېښتې لارې بندې کړي؛ نو د افغانستان پوځ او استخبارات، چې له یوې خوا د تجهیزاتو او امکاناتو له پلوه د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره د پرتلې وړ نه دی او له بله پلوه همدا اوس د ننه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره په جګړه اخته دی؛ څنګه کولای شي له داسې یوه غرنۍ سیمې څخه خپلې خاورې ته د دغو وسله والو او ترهګرو ډلو د اوښتلو مخه ونسي؟
ددې مسئلې راتلونکې ننګونې او خطرونه:
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یوه له بلې خاورې د تخریبي فعالیتونو ادعاوې نوې خبره نه ده. دواړو هېوادونو تل دا تورونه پر یوبل باندې لګولي او لګیا دي لګوي يې، چې د پاکستان له خوا د کونړ ولایت په سرحدي سیمو کې د پاکستاني طالبانو د شتون او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې د تخریبي عملیاتو ادعا او همداراز د هغوی د له منځه وړلو په پلمه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پرلپسې توغندیز، هوايي او پلي ځواکونو مستقیم بریدونه او عملیاتونه یې جوتې بېلګې دي.
اوس نو که دا وسله وال او ترهګریزې ډلې د افغانستان غرنیو سیمو ته اوړي، نو زما په اند د نورو هغو ترڅنګ دوې سترې ننګونې به له ځانه سره ولري.
لومړۍ: که دا ډلې په رښتیا هم د شمالي وزیرستان د کړکېچنې سیمې له سختو غرنیو سیمو سره د افغانستان په څېرمه او نښتو غرنیو سرحدي سیمو کې ځای پرځای شي، نو لومړی خو به یې د پاکستان پرتله افغانستان ته خطرونه ډېر وي، ځکه هغوی به له دې ځایه وکولای شي په افغانستان کې هم د پاکستان پرتله په اسانۍ سره د بهرنیو او کورنیو سرچینو پر وړاندې خپل ترهګریز فعالیتونه پلان او عملي کړي، چې دا به د افغانستان لپاره یو بل خطر او ننګونه وي.
دویمه: کله چې بیا په شمالي وزیرستان کې وضعیت خراب شي او یا په پاکستان کې ځينې ترهګریز فعالیتونه ترسره شي، نو بیا به پاکستان ادعا کوي، چې دا فعالیتونه د همدغو ډلو له خوا ترسره کېږي، چې د افغانستان سوېل ختیځو سرحدي سیمو ته تښتېدلي او مېشت دي او تر څنګ به یې دا ادعا هم کوي، چې هند له دغو ډلو څخه په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو کې ګټه اخلي.
زما په اند ددې پرځای چې بیا دا مسئله له یو لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو فضا لا پسې خرابوي او له بلې خوا د پاکستان د اوسنۍ ادعا له مخې، د افغانستان په سرحدي سیمو کې ددغو وسله والو او ترهګریزو ډلو له خوا د ترهګریزو ځالو پر جوړولو په راتلونکي کې د پاکستان لپاره د ډېرو سرخوږیو لامل ګرځي او پاکستان به بیا له افغانستان سره پر ناندریو سربېره په ډېرو لوړو لګښتونو او تلفاتو پر زغملو د دغو ځواکونو د له منځه وړلو لپاره له ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږي؛ نو ښه به وي، چې همدا اوس د همدغو پراخو عملیاتو د پلان د سر کرښو کې یې افغانستان ته د دغو وسله والو د اوښتلو د لارو د کنټرول او بندولو مهمې اړتیا ته ځای ورکړی وای یا یې ورکړي او عملي یې کړي.
دا به له انصافه لرې وي، چې څوک دې د خپل بام واوره د ګاونډي پر بام یا غولي کې واچوي، که یې واچوي، نو دا دې په پام کې ونیسي، چې ګاونډی حق لري، که یې بېرته پر بام یا حوېلۍ کې نه ورغورځوي، نو لږ ترلږه دې ورته د کوڅې ددروازې مخې ته ورګذارې کړي.
که داسې وشي، چې دغه ډلې له وزیرستانه افغانستان ته پر تېښتې بریالۍ شي، نو بیا په حقیقت کې دا د هغوی د ځپلو او له منځه وړلو په معنا نه؛ بلکې له سیمې څخه به د هغوی د شړلو په معنا وي، چې زموږ سیمې ته به احتمالي زیانونه او بېلابېل خطرونه او سرخوږۍ له ځانه سره ولري.