د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعربو مشرانو دکیمپ ډاويډ برګران به درته ګران تمام شي

بخت الرحمن بخت 17.05.2015 13:41

واشنګټڼ: امریکا او دخلیجی ټولني دغړو هیوادونو ترمنځ په سیمه کي دبهرني ګواښ په مقابل کي دبالیستیک مزایئلو دسیسټم دپرمختیا او همدارنګه دپیښو په مقابل کي دمخکیني خبرتیا سیسټم پر جوړولو باندي موافقه وشوه.
له دي څخه وړاندي هم بارک اباما دخلیج دهمکاري شورا غړو هیوادونو ته باور ورکړي وو چي دهر ډول بهرنئ ګواښ په مقابل کي به له خلیجي دوستو هیوادونو سره فوځي مرسته کوي.
په کیمپ ډاویډ له یوي ورځي اوږدي ناستي څخه وروسته ابا ما دخبریالانو په وړاندي وویل چي مونږ یوي پریکړي ته رسیدلي یو چي دسیمی د خوندي توب او دفاع په خاطر به یو دفاعي سیسټم رامنځ ته کوو تر څو پر وخت باندی دهرډول بهرنئ ګواښ او برید مخنیوي وکړو، نوموړي زیاته کړه دهرډول ګواښ په مقابل کي مونږ باید هوښیار و اوسیږو هغه که دکوم هیواد له لوري وي اویا کومي ترهګري ډلي لخوا څخه .
ددي لپاره چي امریکا دایران په اړه دخلیجي شورا دغړو هیوادونه اندیښته او تشویش لري کړي اباما دغونډي برخه والو ته وویل له ایران سره دامریکي او اروپایی ټولني له لوري دخبرو کولو او یو معاملي ته رسیدلو مطلب دا نه دي چي ایران دي هستوي وسله تر لاسه کړي نوموړي زیاته کړه امریکا او ملګري هیوادونه به پری نږدي چی ایران ایټمي وسلي جوړي کړي.
دغه غونډه چي د اباما له لوري دخلیجي هیوادونو دمشرانو په ویاړ ددي لپاره جوړه شوی وه تر څو سیمه کي د اوسنئ تحولاتو په اړه دخیلجي هیوادونو دمشرانو اندیښني او تشویشونه لري کړی.
خوزه فکر نکوم چي اباما دي دومره ژر او په اسانه دخلیجي هیوادونو دمشرانو اندیښنو ته قناعت بخشه جواب ووایي او ددوي اندیښني دي په هیلو بدلي کړي.
اول خو له دغه غونډي څخه لا له وړاندي دخلیجي هیوادونو مشرانو ښي هیلي نه درلودي، ځکه دا لومړي ځل دي چي دخلیجي هیوادونو دمشرانو په ویاړ داباما له لوري را غوښتل شوی غونډي ته خیلجي هیوادونه خپل مرستیالان لیږي، له دي څخه وړاندي به دارنګه غونډو ته دعربو هیوادونو ځیني مشرانو ورسره خیمي او کږدئ هم وړلي او هلته به یی دڅو څو شپو لپاره کیمپونه لګول.
خو دا لومړي ځل دي چي خلیجي هیوادونه د امریکي داولسمشر له لوري ددوي په ویاړ جوړي شوي غونډي اوملیستیا ته خپل مرستیالان لیږي.
ځکه دخیلجي هیوادونو مشران که څه هم په ښکاره ځانونه نه خبروي خو حقیقت کي په دي پوه شوي دي چي سیمه کي امریکي ددوي دګټو په خلاف کومه لوبه پیل کړی او دغه لوبه څومره زهرجنه او خطرناکه ده او تر کومه حده پوري اوس دغه هیوادونه پکښی راګیر شوی دي او امریکا څومره هڅه کوي چي دغه سیمه کي دچا په ګټه او دچا په زیان لوبه ولوبوي‎، اوسني لوبه چي ابریکایانو طرحه کړي او دسیمي خلګ یی په یو اوبل نامه باندي پرمخ بیایی په مجموع کي دټول اسلامي امت او په خاصه توګه بیا په خلیج کي دسني مذهبه عربي هیوادونه په زیان روانه ده او دلته څه نا څه د ایران دګټو لپاره لوبه مخ په وړاندي بوول کیږي.
زه به دلته خبرو ته اشاره وکړم چي په سیمه کي جګړه له کومه لوري رامنځ ته شوي دچا په ګټه او دچا په تاوان ده او دلته به دغه ټکی ته هم اشاره وکړم چي امریکا په منطقه کي دسنیانو او شعیه ګانو تر منځ دچا په ګټه او دچا په تاوان لوبه پیل کړي ده.
۱: امریکي عراق باندي حمله وکړه دسنيانو یو غښتلی او دسیمي په کچه ځواکمن فوځ یی دړي وړي کړ، حکومت یی ړنګ کړ پر ځاي ددي چی عراق کي پر انصاف باندي مبني او دخلګو دخوښي حکومت رامنځ ته کړي، هلته یی قومي او مذهبي فساد ته لمن ووهله، ایران ته یی دلاس وهني او مداخلي لاره هواره کړي.
په عراق کي دایرانیانو دمداخلي او لاس وهني په وړاندي چوپه خوله پاته شول دهیواد واک یی مطلقا دشعیه ګانو په واک کي ورکړ.
سنیان یی له حکومت څخه بی برخي کړل، چي کله سنیان دخپلو حقوقو له لپاره وسلي ته لاس کوي او د جابر حکومت په وړاندي وسلواله مبارزه پیل کوي امریکایان ورباني دترهګرو ټاپی لګوي دنړئ کفري ماشین یی په وړاندی په حرکت کي راولي ددغي برحقي مبازري او پاڅون ټول برخه وال سره له کورنیو تر خاوري لاندي کوي کورونه یی نړوي او ځوانان یی له ډول ډول شنکنجو سره مخامخ کوي.
خو چي کله بیا ددغو خلګو په مقابل کي دغه سیمه کي شعیه مذهبه وسلوال پیداکیږي، دغو وسلوالوته بیا دملي پاڅون رنګ ورکول کیږي، پروا نه لري که یی قومانده ایراني اخوندان او سخت دریځه شعیه ګان په مخ بیا یی دلته بیا له دغو وسلوالو سره دامریکي او ناټو هیوادونو فساد خپرونکي ټولني هوایی مرستي هم ملګري وي او دشعیه وسلوالو د روزني لپاره هلته پلي روزونکي عکسر هم لیږي.
نود عراق جګړه چي امریکی پیل کړي او اوس یی په قومي او مذهبي ناسور بدله کړی د ایران په ګټه او دعربو خصوصا سني مذهبه عربو په زیان روانه ده، دلته که امریکا هرڅومره دمیډیا پر مخ باندي له ایران سره ددښمني ناندري وایی خو عربي مشران هم ډوډي خولي ته وړي دومره پوهیږي چي زمیني حقایق امریکي دچا په ګټه روان کړي دي، دایران لپاره سیمي فتحه کوي او دغه مفتوحه سیمي ایرانیانو ته په واک کي ورکوي، اودعربی نړي دپادشاهانو په ویاړ بیا په کیمپ ډاویډ څو برګره وړاندي کوي او ورته وایی چي مونږ دایران مخه نیوله ده تاسو خپلي برګري خوری.
۲: همدارنګه دسوريی حالات او وضعیت مکمل د ایران په ګټه روان دي، سوریه هم یو برامنه هیواد وو دلته هیڅ مشکل نه وو له خپلو نورو ګاونډیو عربي هیوادونو سره یی ښه اړیکي درلودي ګاونډیو عربي هیوادونه له سوریی څخه هیڅ خطر او ویره نه لیدله.
داهم امریکه وه چي سوریه کي یی زهر وپاشل، په لومړيو کي یی ګاونډیو عربي هیوادونو ته داسي ظاهره کړه چي دسوریی هیواد سیاست اوپالیسي په سیمه کي دامریکی په شمول دټولو عربو هیوادونو په زیان ده، ددغه هیواد حکومت له ایراني او روسي مرستو څخه برخورداره چي دغه دواړه هیوادونه په منطقه کي دامریکي او دامريکي ددوستو هیوادونو په وړاندي ښه نیت نه لري.
هغه وو چي سوریه کی یی کورني جنګ رامنځ ته کړ دبشار الاسد دحکومت د راپورزولو ګواښونه یی کول عربو او نړئ یی ته داسي ښکاره کوله چي نور دبشارلاسد دحکومت وخت ختم شوي ډیر ژر ده چي دلته به دسیمي دهیوادونو په تیره دسعودي عرب په خوښه نوي حکومت رامنځ ته کیږي بشارالاسد به وژل کیږي او یا به نیول کیږي.
خو کلونه تیر شو سوریه کي کورني جنګ روان ده، جګړي اوس سوریه کي مذهبي بڼه غوره کړي ده دشعیه اوسني ترمنځ اوس اختلافات او بدبیني هغه پړاو ته رسیدلي ده چي یو بل ژوندي په اور کي سره سوځي په زانګوګانو یو دبل ماشومان په تیغونو وهي یو دبل پر زخمونو باندي مالګي اچوي، دلته جنګ په نه ختمیدونکي ناورین باندی بدل شوي دی، امریکا یوځلی بیا نه غواړي چي سوریه کي فیصله کنه جګړه وشي او هلته جنګ یو طرفته شي.
نادره خو لا داده چي سوریه اوس یواځي دسوريی دشعیه ګانو او سنیانو دجنګ ډګر نه بلکه دنړیي په کچه دشعیه مذهبه او سني مذهبه مسلمانانو دجنګ ډګر ګرځیدلي دي، له سوریی څخه ایران، افغانستان او پاکستان ته دشعیه مذهبه جنګیالانو مړي راوړل شوي دی.
دلته به بیا یو ځل دغي ټکی ته پام واړوو چي سوریه کي جنګ دچا په ګټه او دچا په تاوان روان دي.
دلته هم جنګ اوکورني فساد ایران په ګټه او دعربي هیوادونو په زیان روان دي، ځکه عربي نړي له سوریی سره ګډي پولي لري دسوري دبدو حالاتو اثر مستقیما پر دغو هیوادونو باندي پریوزي او ایران بیا ډير لري په ارامه پروت دي.
اوس مهال په زرګونو سني مذهبه کورنیو له سوریی څخه کډي کړي او په سعودي کي ځاي پرځای شوي دي، چي د خپله دسعودي پر اقتصاد باندي بد اثر اچوي او ایران بیا له سوريی څخه په ډيره لري فاصله کي قرار لري.
او دسوريي اوسني حالاتو ایران ته یو طلایی فرصت په لاس ورکړ ترڅو دغه هیواد کي دشعیه مذهب لپاره کار وکړي، هلته له پخواني سیکولرانو څخه سخت دریځ شعیه ګان جوړ کړي اوبل دغي هیواد کي ډیرو نړیوالو شعیه بنیاد ګرانو ته روزګار پیداکړي، مونږ وینو او اورو چي ایران دنړي په کچه دلوړو معاشاتو په بدل کي شعیه ځوانان لیږی، او دغه پیسي دایران له بودیجي څخه نه بلکه دسوري له حکومتي بودیجي څخه ورکول کیږي
دغه شخړه ده چي دسوريی سیکولر حکومت یی په مذهبي سخت دریځه حکومت باندي بدل کړ، که په مجموع کي حکومتي پالیسي ټوله سخت دریځه نه ده خو دفوځ او حکومت پر مهمو چاروباندي داسي خلګ راغلي چي هغه مذهبي سخت دریځه دي، هلته دایراني اخوندانو دشعیه مذهب دخپرولو او په خلګو کي دمذهبي مادي د راوښولو لپاره کار پیل کړي چي داپر خپل ځاي دسیمي دعربي هیوادونو په زیان او د ایران په ګټه ده.
او دغه حالات دامریکي لخوا څخه رامنځ ته شوي دي او ددغي لوبي رهبري کوونکي او څارونکي خپله اباما دي.
۳: یمن: یمن کي حوثیان ولي دومره ځواکمن شو، دچا مرسته ورسره وه چي ټول یمن باندی یی ولکه وکړه، یمني حوثیان ځانونه ته مذهبي سخت دریځه جنګیالي وایی، ولی ددغي مذهبي سخت دریځي ډلي مخه دامریکی، ناټو او اروپایی ټولني له لخوا له دي څخه مخکي چي ټول یمن باندي ولکه کوي ډبه نه شوه.
حوثی باغیان چي دیمن دحکومت په خلاف یی په ۲۰۰۴ زدیږ کال کي وسلواله جګړه پیل کړه دیمن دحکومت له لوري په اولو کي سخت وځپل شول د ۲۰۰۴ ز کال دسپټمبر په میاشت ددغي ډلي مشر حسین بدرالدین الحوثي دیمن دحکومت له لوري ووژل شو، دحسین له مرګ څخه وروسته عبدالملک الحوثي ددغي ډلي مشر وټاکل شو.
له ۲۰۰۴ زدیږ کال څخه بیا تر ۲۰۱۴ میلادي کال پوري دغي باغي ډلي کله کله په یمن کي دیمن دحکومت په خلاف چرکي بریدونه کول‎، خو دومره قوي او ځواکمنه نه وه چي دحکومت په وړاندي دي مخامخ جنګ پیل کړی او دهیواد ډیري سیمي دي له حکومت څخه په خپله ولکه کي را ولي.
داچي له تیرکال را پدي خوا حوثیان یو دم په ډیر قوت او ځواک سره په یمن کي راښکاره شوو ډیري سیمي یی یوپه بل پسی له حکومت څخه ونیولي اواخیرکی یی سعودي ته هم ګواښونه وګړو، دا داسي پیښی دي چي سعودیان، نور عرب اوټوله اسلامي نړي یی له شکونو او تشویشونو سره مخ کړی ده.
په یمن کی القاعده هم دیمن دحکومت په خلاف وسلواله جګړه کوله خو چي کله به ددغي وسلوالي ډلي کوم قومندان یا امیر سر راپورته کړ نو سمدستي به دامریکایی ډرون بریدونو هدف وګرځیدی او وبه وژل شو.
په یمن کي حوثی او القاعده دواړي یو ډول سخت دریزي اسلامي ډلي وي، توپیر یی داوو چي دالقاعدي ډله سني مذهبه کسانو رهبري کوله او جنګیالي یی ټول سنیان وو، او دحوثیانو ډله بیا شعیه سخت دریزو کسانو رهبري کوله او جنګیالیان ټول شعیه ګان وو ددغو دواړو ډلو مخالفت له حکومت سره په دغه ټکي وو چي ولي یی دغربیانو پلوي غوره کړي ده.
خو القاعده دامریکایانو له لوري وځپل شوه په یمن کی تر اوسه پوري دالقاعدي قومندانان او عام جنګیالي دامریکایانو له لوي په نښه کیږي، حتی ډير ځلي داسي هم پیښ شوي چي کله په سیمي کي قومي ملیشو دحوثیانو په خلاف وسلي ته لاس پوري کړی دامریکي له لوري دالقاعده په نامه سره په نښه شوي او دحوثیانو لپاره دپرمختګ لاره هواره شوی ده.
دغه وو چي امریکایانو په یمن کی له حوثیانو څخه لویه بلا جوړه کړه دسعودي عرب او نورو عربي هیوادونو پر خوایی ورښکاره کړه، او ورته یی وویل چي دبلا مخه باید ونیول شي کنه په کور در ننوزي.
څه لامل دي چي دعربو دڅو مهمو هیوادونو ائتلاف ورسره دامریکایانو لوجیستکي مرستي دیمن دصدر هادي جنګیالان او ورسره نوري قومي محلي ملیشي نشي کولای دیو وړوکي ډلي حوثیانو مخه ونیسي.
دوي میاشتي کیږي دسعودي په مشري ائتلاف دخپلو ټولو عسکري او مالي وسائلو په موټ دحوثیانو په خلاف جګړه کوي خو بیا یی هم ونشو کړای چي دحوثیانو دپرمختګ مخه ډب کړي.
داسي ښکاري چي دلته یو ځل بیا امریکا په خپله شیطاني لوبه کي بریالي شوه سعودي عرب او ملګري یی په یو داسي نا ورین کي راښکیل کړو چي وتل به یی بیا ددوي دواک خبره نه وي.
له درو څلورو لسیزو څخه یی دغه هیوادونه په ایران ویره ول، یو عرب شنونکي ډیره ښه شننه کړی وه، لیکلي یی وو چي دشا فهلوي حکومت خپله امریکایانو له منځه یو وړ او خمیني خپله دغرب روزلي کس وو، ددغه وخت لپاره یی ساتلي وو.
کله چي روسانو پر افغانستان باندي یرغل وکړ څرنګه چي دغه یرغل یوازي پر افغانستان نه وو بلکه په سیمه کي دامریکي دګټو پر خلاف یر غل وو، په دغه وخت کي امریکایانو ته دروسانو دمقابلي لپاره دسني مسلمانانو په خاصه توګه دعربي نړي سخت ضرورت وو تر څو دروسانو دماتي لپاره ورڅخه کار واخلي.
نو امریکایانو له عربو څخه تر هغه وخته کار نشو اخستلای تر څو چي ورته یی یوه بلا نه وای پیداکړي چي عرب یی په ویره ولی وای او دروسيی په وړاندي یی دځان ملګري کړی وای.
نو هغه وو چي ایران کی یی کار وکړ دشاه فهلوي حکومت یی ونړاوو او پر ځای یی دیو شعیه سخت دریځه او متعصبه ملا په شکل کی خمیني ته دایران دحکومت واګي په لاس ورکړي.
کله چي خمیني په ایران کي واک ته ورسیدي له امریکایانو سره دیو منافقانه شخړي وروسته یی اوله ګوت څنډنه سعودي عرب ته وکړه، سعودي عرب یی دي ته اړ ایستي چي امریکایانو ته ځان نور نږدی کړي او په سیمه کی دامریکایانو هره خبره ومني.
امریکایانو په دي توګه وکړای شول چي د روسانو په خلاف دسعودي عرب پوره ملاتړ ترلاسه کړي له سعودی عرب څخه دجګړي لپاره بی ساري مالي مرستي تر لاسه کړی، او دسعودي عرب داثر او رسوخ په وجه دعامو مسلمانانو ملګرتیا هم په اسانه سره حاصله کړي.
که څه هم له تیرو څلورو لسیزو راپدیخوا امریکا او ایران دمیډیا او رسنیو پر مخ یو له بل سره په جنګ اخته دي، خو حقیقت کي خبره داسي نه ده، دغه دواړه هیوادونو ترپردي شاته یو بل ښه سره پیژني او په سیمه کي یی کډي پروژی تر لاس لاندي نیولي دي.
کچیري امریکا په رښتیا له ایران او دایران له حکومت سره دښمني لري او غواړي دغه حکومت له منځه یو سي، تاسو څه فکر کوي امریکا نشي کولای چي دایران خپل کورني دښمنان مسلح کړي ددغه هیواد په وړاندي یی وجنګوي.
امریکا وکړای شول چي دلیبیا دحکومت په وړاندي دهغه هیواد وګړي را پورته کړي دهغه هیواد له وګړو سره دلیبیا دحکومت په راپروزولو کي کمک وکړي، حال داچي لیبیا ډیر پر امنه هیواد وو هلته هیڅ ډول وسلوال مخالفت نه وو، خوبیا هم امریکا او ملګرو یی وکړای شول چي په ډیر لږ وخت کی هلته ولس دحکومت په خلاف وپاروي او حکومت له سقوط سره مخ کړی.
امریکا وکړای شول چي په ډیر لږ وخت کي په سوریه کي دبشارالاسد دحکومت په خلاف ولسي بغاوت وپاروي حال داچي په سوریه کي له دي څخه مخکی هیڅ وسلوال مخالفت وجود نه درلود خوبیا هم امریکایانو سوریه کی کورني جنګ رامنځ ته کړ او تراوسه پوري یی دغه جنګ مساوي ساتلي نه غواړي چي دسوري یی جنګ او جنجال دي دیو لوري په ګټه ختم شي، ځکه امریکایانو ته په سوریه کي دسني او شعیه ترمنځ دفساداتو او وینو تویونو ښه چانس په لاس ورغلي دي.
امریکه وتوانیده چي دلسو ورځو په اوږدو کي دعربی نړي په کچه یو قوي حکومت نیست او نابود کړي ددغه حکومت مشر اعدام کړي او هلته دخپلي خوښی اداره رامنځ ته کړي تر څو دلته هم دشر او فساد یو داسي تخم وشندي چي بیا ورکول ناشوني وي.
که رښتیا امریکه غواړي چي له ایران سره دښمني وکړي او دایراني اخوندانو حکومت راچپه کړي، نو امریکه دایران دحکومت له منځه وړلو لپاره طلایی چانسونه لرل او اوس یی هم لري، دایراني اخوندانو حکومت له سختو کورنیو مخالفتونو سره مخ ده، دغه مخالفتونو یوازي یوه ټیله غواړي.
ایران خپله دننه کي سخت سیاسي مخالفین لري ددغه هیواد ډیري وګړي داخوندانو لخوا څخه یرغمال شوی دي په څو څو ځلي مونږ لیدلي چي ایراني اولس داخوندانو دحکومت په وړاندي مظاهري کړي سړکونو ته راوتلي دحکومت په وړاندي یی سخت مخالفت ښودلی خو دحکومت له لوري بیا دغه مظاهره چیان سخت ژوبل شوی زندانونه په ډک شوي او ډیری یی ورک شوی، دلته بیا امریکا او ملګري پټه خوله پاته شوي څو ورځي یی دمیډیا پر مخ دمنافقت چیغي وهلي خو وروسته بیا له صحني څخه پر شاه شوي دي .
دایران حکومت فعلا په دریو محاذونو کي له خپل اولس سره وسلواله جګړه کوي له دي څخه علاوه له څلورو خواوو څخه دسني مذهبه مسلمانانو په منځ کی ګیر پاتي دي، خوبیا یی هم امریکایان مخ مخ ته کوي ستر عرب هیوادونه په ویره وی چي بلا درغله، نه پوهیږم دغه څرنګه ایران دي چي له پاکستان او افغانستان سره پر پوله باندي له بلوځ ازادي غوښتونکو او سني مذهبه سخت دریځه وسلوالو سره په جګړه اخته دي، پرلودیځه پوله باندی له عراقي او ایرانی کردانو سره په جنګ اخته دی او همدارنګه په شمال کی له ترکي کردانو سره جګړه کوي.
خو د دغو کورنیو شخړو با وجود دغه هیواد دعراق، سوریی او یمن جګړه هم پر مخ بیایی، حال داچي ایران ته ورشي وبه ویني چي ددغه هیواد دوي برخي وګړي په ډول ډول نشو اخته دي.
نوکه رښتیا هم امریکا له ایران سره دښمني لري او غواړي دایران اوسني حکومت له منځه یو سي نو دغو دروپولو باندی وسلوالي ډلي چي دیران دحکومت په خلاف یی بغاوت کړي لږ دي پرشا وټکوي او لږ دانډیوالي او ملګرتوب لاس دي ورته را اوږد کړي بیا به تاسو وویني چي ایرانی حکومت څو ورځي مقاومت کوي.
زه په ضمانت سر وایم کچیري امریکا اوملګري یی دایران مخالفینو ته معمولي هم دانډیوالي لاس ورکړي دایران حکومت به په میاشتو کي نه بلکه په اونیو کی راچپه شي.
۱: د ایران دخلګو دمزاحمت ډله چي اوس دجند الله په نامه سره ډیر شهرت لري دغه ډله له تیرو څو کلنو راهیسي په ایران کي دننه د بلوچستان او سیستان په ولایتونو کي دایران دحکومت په خلاف په وسلوال جنګ اخته دي.
دغه ډله له زرو څخه بیا تر ۲۰۰۰ دوو زرو پوري وسلوال لري او وخت په وخت ایراني امینتي کسان او دولتي تاسیسات په نښه کوي.
دغه وسلواله ډله چي په ایران کي دسني مذهبه مسلمانانو دبرابري برخي لپاره جنګ کوي په تیرو څوکلنو کي یی په ایران کي دننه ډیر مهم بریدونه کړي دي.
دغه ډله ایران سره ډیره سخته دښمني لري او ایراني چارواکو هم بیا ددغي ډلي پر کسانو صرفه نه ده کړي چي کله یی هم نیولي ځاي پرځای یی وژلی او یا یی څه موده وروسته بی له محکمي څخه چیري وژلي او غورځولي دي.
داچي دغه ډله دایران دحکومت په سختو او وسلوالو مخالفینو په سر کي قرار لري او له ۲۰۰۳ زدیږ کال څخه بیا تر اوسه پوري یی ۴۰۰ تنه ایراني عسکر وژلی، نو امریکا چي چي په سیمه کي ایران دځان لپاره سخت دښمن ګڼي او درسنیو پر مخ یی ورسره سخته دښمني اعلان کړي، نوبیا ولي دایران په مقابل کی ددغي ډلی مرسته نه کوي ځکه چی دغه ډله د امریکي لپاره دایران په مقابل کي یو ډیر ښه فرصت وو او باید کاریی ځیني اخیستي وای او د ایران په مقابل کی یی پوره مرسته ورسره کړی وای.
خو امریکا پر ځاي ددي چي له دغي ډلی سره مرسته وکړي، دغه ډله په ترهګره ډله پیژني او نادره خو لا دغه ده چي له ایران څخه وروسته دوهم هیواد امریکا ده چي دغه ډله په ترهګره ډله باندي پیژني او دمشرانو په وژلو او نیولو پسي یی هڅي کوي له امریکا څخه وروسته دریم هیواد نیوزلنډ دي چي دغي ډلي ته ترهګره ډله وایی.
کچیري امریکي په رښتیا هم له ایران سره دښمني درلودی لکه څرنګه چي دمیډیا پر مخ یو دبل په وړاندي په جنګ اخته دي او حقیقت کي یی جنګ کولای نو بیا د امریکي لپاره دجند الله ډله یو طلایی فرصت وو باید کار یی ځینی اخیستي وای د ایران د حکومت په وړاندی یی مرستي ورسره کړی وای.
۲: پی. جي. ای. کی یا (دایراني کردستان دخلګو د ازادانه ژوند کولو تنظیم): دغه ډله یوه وسلواله ډله ده په ۲۰۰۴ کال کي تاسیس شوی او دایران حکومت په خلاف یی په ایراني کردستان کی په وسلواله جګړه لاس پوری کړي دي، دغي ډلي له ۲۰۰۴ کال څخه بیا تر اوسه پوري په ایراني کردستان او نوري ایراني سني مذهبه او ارزي میشتو سیمو کي دایراني حکومت په وړاندي سختي جګړي کړی، حتي ددوي له لوري دایران په وړاندي دسختو جګړو له امله دایران حکومت دي ته اړ ایستل شو چي د ۲۰۱۱ کال دسپټمبر په میاشت کي یی له دغي ډله سره اوربند اعلان کړ، تر یو څه وخته پوري دواړو لوریو د اوربند پریکړه عملي کړه خو وروسته یی بیرته یو دبل په خلاف بریدونه تیز کړو.
له دغي ډلي څخه مخکي هم په دغه سیمه کي دایران دحکومت په خلاف کردانو دسني مسلمانانو، عربو او ازریانو په شمول دایران په خلاف په مختلفو نومونو باندي جکړه کوله.
له (پی. جی. اي. کي) څخه مخکي هم په دغه سیمه کي دایران په خلاف کردانو دنورو لږکیو قومونو به شمول د ایران د حکومت په خلاف وسلوال مخالفت کاوو.
چي دهغو له جملی څخه یوه مهمه ډله چي ایران حکومت یی په سیمه کي له مشکلاتو سره مخ کړی وو. دکردستان جمهوري ګوند( یا کردستان دخلګو ګوند) دغه ګوند له ایراني حکومت سره په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلنوکي سخت جنګونه وکړو چي ددواړو خواوو ترمنځ په جګړو کي له ۳۰۰۰۰ دیرشو زره څخه زیات خلګ ووژل شو.
اوس به راشو امریکا او ( پی جی ای کي) ته دغه کردستاني ډله چي په ۲۰۰۴ زدیږ کال کي نوي تاسیس شوه او ایران په مقابل کي یی په وسلواله مبارزه باندي لاس پوري کړ او په ۲۰۱۱ کال کي یی ایران دي ته اړ ایستی چی ورسره اوربند اعلان کړي
ایا کچیري دغي ډلي ته امریکا د دوستي لاس ور اوږد کړي دایران په خلاف یی مرسته وکړي تاسو څه فکر کوي چي دغه ډله به دسوریی، لیبیا، عراق او یمن په رقم صورت الحال ایران کي رامنځ ته نکړي.
کچیري امریکا دایران حکومت مخالفو وسلوالو ډلو سره مرسته وکړي، زه خو وایم ډیر ژر به دایران حکومت له مینځه یوسي، په عربي هیوادونه کي هیڅ دا ډول ښورښتونو وجود نه درلودي، یو دم دامریکي په مرسته او ملګرتیا باندي مختلفي ډلي میدان کي راښکاره شوي او ډير ژریی ددغو هیوادونو ډیر قوي حکومتونه له مینځه یوړو.
نه خو امریکا داسي نه کوي دامریکي اصل دښمني له عربو سره ده، خو دغه بیچاره ګان په ځانونونه پوهیږي، داچي نن ایران وعربو هیوادونو ته غوري وهي دایی هم دامریکي په زور ورته وهي امریکه یی پوره ملګري ده.
که امریکا دایران ملګري نشي، نو چي کله دامریکي اوسني صدر ابا ما واک ته ورسیدي لومړي قدم کي یی دغه ډله کومه چي دایران په خلاف یی وسلوال مخالفت کاوو او ایران ته یی مشکلات پید کړی وو، دتروریستانو په لیست کي شامله کړه ددغي ډلي ټوله شتمني یی ګنګل کړه او دنړي پر ټولو هیوادونو یی ږغ وکړ چي له ( پی جی اي کي) سره هررنګه راکړه ورکړه به له ترهګرو سره د راکړي ورکړي په معني وي.
۳: همدارنګه دایران په خلاف یوه بله ډیره پیژندل شوی ډله دخلق مجاهدین ډله ده، زه چي کوچنی وم له بی بی سي راډیو څخه مي دخلق مجاهدین دډلي دبریدونو او عملیاتو په اړه ډیري خبري اوریدلي، خو له کومه وخته چي امریکا یی ځواکونه سیمي ته راغلي دي، پرځاي ددي چي ددمیډیا پر مخ دامریکي دسخت دښمن ایران په مقابل کي نوري مزاحمتي وسلوالي ډلي راپیداشي، زړي ډلي او وسلوال تر ځمکه لاندي شوو چي څرګند مثال یی دمجاهدین خلق ډله ده
امریکایان په سیمه کي پوره دایران په ګټه کارکوي، داچي دعربو حمکرانان ویده دي سر مي نه خلاصیږي، یاخو مکمل پلورل شوی دي دامریکایانو له لوري ورته ویل کیږي چي څه به وایاست نه بس هرڅه چي مونږ کول تاسو به ورباندي سترګي پټوي، بس دومره به درسره کوو چي دنړي دنورو مسلمانانو په سترګو کي خاوري ور واچوو کله کله به د کیمپ ډاويډ رنګه غونډي او دبرګرو میلي ستاسو په ویاړ جوړه وو، نورتاسو اختیار نه لري چي دخپلو کورونو دروازي زمونږ په وړاندي بندي کړي.
دغه خداي خوار کړي د کیمپ ډاويډ دغونډي په پایله کي د ابا ما دوینا پر مهال بس سرونه ښوروي نور هغه ته دانه وایی چي دا ته څه جک وهي.
داسي نه ورته وایی چي زمونږ ببدن ته دي دسرطان جراثیم را پیچکاري کړو په بدن کي ددغو دجراثیمو دسرایت لپاره دي پیچکاري کړي جراثیم تغذیه کړواو لایی تر اوسه پوري نور هم تغذیه کوي، او ته ناري وهي چي مونږ باید په ګډه یو داسي سیسټم رامنځ ته کړو ترڅو دبهرني ګواښ به صورت کي د خپل بدن دفاع وکړو.
اه ظالمه کوم بدن او کوم بهرني ګواښ، تا خو مونږ په کورني ګواښونه له منځه یوړو، دبهرني ګواښ په صورت کي ته ایران ته اشاره کوي، تاخو ایران زمونږ په کور را دننه کړ اوس غواړي په دروازه کي چوکیدار ودروي چي هغه دي له پوره طاقت او ځواک سره دلته را دننه کړی او دلته دننه دي هم وضعیت د ایران په ګټه برابر کړ.
تا خو عراق کي جوړ او ایران دښمنه حکومت ونړاوو په بدل کي ددغه هیواد ټول واک دایران په لاس کي ورکړ.
تاخو دسوريی دحکومت په وړاندي په ډير زور او ځواک سره جګړه پیل کړه ګواښونه دي کول چي دبشار الاسد ورځي دګوتو په شمار دي ،خو چي کله دي دومره وکړو سوریه کي دایران عملي مداخلی او ایراني اخوندانو ته فرصتونه برابر کړو چی هغه د سوریی خلګ نورهم زمونږ دښمني ته وهڅوي دسنیانو سره دجګړي لپاره دنړي په کچه ایران سوریی ته له سنیانو سره دجنګ په خاطر شعیه ځوانان راولي، ته ورته دخیر پر غونډي کیناستي.
تاخو د ایران لپاره لاره هواره کړه چي دیمن حوثیانو ته چي یو وخت کی یی دیمن دحکومت په وړاندي سر نشو پورته کولای او اوس حتی دومره ځواکمن شوو چي حرمینو ته ګواښونه وکړي دیمن ټوله خاوره تر خپلي ولکي لاندي راولي.
نو عربي ملکانو دکیمپ ډاويد په برګرو مه خطا وزي امریکي پوره محاصره کړی یاست ستاسو اصل دښمن امریکا ده، ایران په تاسو هیڅ نشي کولای داچي نن درته غوري وهي دغه هم دامریکي په زور باندی وهي.
ایران اوس پر مهمو عربو هیوادونه، لکه عراق، سوریه او یمن باندي قبضه کړي هلته عملي حضور لري، هلته ایراني جنرالان دجګړي قومنده ورکوي، خو تاسو دایران دغه نژدي حضور هیر کړي، اوس غواړي له امریکي سره په ګډه له تهران څخه دتوغوونکو مزائلو مخه ونیسي له ایران څخه هیڅ توغندي نه درباندي لګيږي بیغمه اوسه ځکه ایران اوس ستا په کور کي ننوتي ضرورت نه لري چي له ایران درباندي قیمتي توغندي وتغوي.
دغه امریکا ده چي یو ځل یی بیا په سیمه کي پیسوته ضرورت پیداشوي، وایی ددفاعي سیسټم دجوړولو په بهانه مو وشکوي.
عربي ملکانو الله مو چاره وکړه سخت راګیر یاست، څه ووایم پوهیږي سر نه خلاصوي او که نه پوهیږي ، نور د اباما به میلمستیاوو مه غولیږي، هر برګر تر دي ډیره ګران تمامیږي سرخلاص کړي.
لیکنه: بخت الرحمن بخت: