د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زوړ حال او نوي سامریان !

دوکتور ع. رشید 16.05.2015 09:03

دعلامه رشاد د۱۱ تلین  په درشل کې :


بسی دورباید که چرخ ظفر      بیا رد کسی چون توباردیگر

زوړ حال او نوي سامریان !
( دعلامه رشاد د یوه شعرپه حاشیه کې)
دوکتور ع. رشید   
زه نه غواړم چې له مسلکه  مې پښه دباندې کیږدم ، ړندو ته په تیارو کې  دستورو او سپوږمیو خیالي کیسې وکړم ، له غلو سره دملو او له ملو سره د غلو په ستاینواو غندنو خپله چوپه خوله ستړې او خپله سوي ژبه بدله کړم .  خو څه وکړم ، څومره مې چې خپله چوپه وینوه  ، څومره مې چې غوږ وڼه کاڼه واچول ، بیا یې پرینښودم  ، هرچیرې چې لاړم او له هرچاسره کیناستم ،  څومره مې چې پرشعر او شعور باندې ځان بوخت وساته ، څومره مې چې داستانونه ولیکل ، له تاریخ سره مې ځان بوخت کړ ، بیایې پرینښودم اوپه ډیرساده توګه یې ترغوږ را تیره کړه : « ښه ، استاده ، بالاخره  به دافغانانو دغمیزې پای به څه کیږي ؟  »... ما خو فکرکاوه چي زه بابغه یم ، کله کله مې یوشمیر ړانده ان بې ماخذه خبرې اولیکنې  هم په ویاړاوخوند سره په خپلو کې وايی او تکراروي ، خو باور وکړئ چې له دې ټولو وینو او لیکنوسره زه  دغې پورتنۍ پوښتنې ته لاس ترزنې وم ، فکرورته یووړم ، جالبه خو لا داوه چې دامې له یوداسې چا واوریده چې هغه   نه دافغانانو دغمیزې  د پای په کیسه کې دی اونه هم دپیل ،اونه یې دایوه هم په فکرکې ده ، خو ما غوندې  یوڅوک  چې په مخه ورشي نو بیا یې نه پریږدي لکه چې زه یې همداسې  په خپله هغې کې سوچي کړم ...
خبره داده چې دغه جمله ډیره پیچلې نه ده ، زه شعرډیرښه تحلیلوم ، دشاعر دروغجن او رښتنې  ضمایراو احساسات  دده له درک څخه هم را ایستلای شم ، خو دغې جملې ته مې په رښتیا هم واړې  ټکنۍ شوې او ښایسته سوچ مې ورباندې وکړ . دخپل میز او کورپه چاپیریال کې مې هم ددې لپاره دحل کومه کلي ترسترګونه شوه ، کلي هم خالي راته ښکاره شو ، ښارته لاړم ، هلته هم غله او د فارسي وانانو په وینا « هزار پدره وو » څپاو پرې ور وړی و ، چاهم  په دغه باره کې نه فکرکاوه اونه یې وخت پرضایع کاوه ، په خپلو غلو او درواغ ویلو بوخت وو ، خپلې معاملې یې کولې اوپرهغو شیانو بوخت وو چې نه زما په ضمیرکې وو او نه مې کله هم  له چا اوریدلي وو ، دښار له هوا نیولې بیا د واکمن تر ماڼۍ پورې ، په درواغو او غولونو  کې د زمانې ماهرین ، پوهان او کارپوهان وو اونور ... هلته وو،  حیران پاتې شوم چې داخو هم هغه یاران دي چې پرون ړانده وو او ما ته یې زارې کولې چې ترلاس یې ونیسم او پرسمه لار یې لارښونه کړم ، خونن یې  زه لا څه چې هغه ټول  ښه هیرکړوو او ما ته یې داسې کتل لکه چې د اصحاب کهف له زمانې  راغلی یم او د رښتیا ویلو متاع مې دومره زړه شوې چې ده ته اوس د زرګونو کلونو لرغونی لیونتوب ښکاري . زړه مې ونه شو کړای چې له دغه یوه سره هم  دغه خبره شریکه کړم او ورته ووایم چې ترتاسو لږ هغې خواته زه یوشمیر زما غوندې لیونیو په خپله دغه خبره  لیونی کړی یم « ښه ، استاده ، بالاخره  به دافغانانو دغمیزې پای به څه کیږي ؟  » ځکه زه پوه شوم مخکې تردې چې زه داخبره وکړم  دوی   دداسې خبرو کوونکو ته  دلیوني منصب ور بښلې و ، ځکه مې  له یوه واوریدل چې  : «  اوس هرڅه بدل شوي ، هرڅه نوي شوي او هرڅه ته باید دیوې معاملي په چوکاټ کې پروګرام جوړشي ...»  ما هم د دوی په مخکې پرخپله خوله  لکه د انتخاباتو دصندوق په شان یوه ظاهري ټاپه ووهله خو چې لږ به ترې رادیخوا شوم بیا نه ټاپه وه اونه هم ټاکنې ، مانا داچې تقلب دومره لوړې کچې ته رسیدلي و ، چې ماخو لا څه کوئ چې نړۍ  یې هم په ګوټو کې ګډوله ځکه مې ځان لږ نورهم سره وښوراوه چې که په دې وتوانیږم ، یو لیونی چیرې په کومه کوڅه کې  چې له دغې لیونۍ فضا څخه پرامن پاتې شوې وې او سوچ یې د ورځې په نرخ نه وي  وموم ،  هغې او دغې خواته وګرزیدم را وګرزیدم ،د زړو یارانو پرمینوورغلم ،  هلته چې ماته به یې ویل ، وطن ، خدای او ملت  باید له یاده ونه باسم ، دهغوی خټین کورونه  اوس همدغو یارانو چي ماته یې د اصحاب کهف له عینکوکتل په مرمرینو بنګلو باندې  پرناحقه اړولې وو ، پرواټونو او سړکو یې خره ګوډیدل ، خو دننه بیادمغلي دربارونو پرتم ورته ژړل ، د باندې يې  د وږو او تږو ، تریاکیانواو نشه یانو لاسونه خیرات ته لړزیدل ، خو دننه بیا پر رقاصو او ساقیانو باندې د امریکایی باد راوړلو ډالرو بارانونه روان وو ...  هو، دلته  زما دښوونکو نښه او پته اوس نه وه ، او داحال مې چې ولید، نورمې ځان له دغه حالته راپدیخواکړ ، یوازې یوچا راته وویل چې هغه یوجاني جاني  آشنا دی اوس هم کله کله پوښتنه کوي  کیدای شي یادیږې به یې ، یوځل یې وګوره . هغه ډیرمهربانه څوک و،  شرافت یې تردي حده و چې چا به یې ترڅنګ سګریت دود کړ ، دده له زړه به یوخدای خبرو ، چرس او چلم  او شراب خو دخدای قهروو .  رښتیا درته ووایم زما هم دهغه لیدو ته ډیره تلوسه شوه ، چا یې د کورادرس راکړ، خوشاله شوم ، په زړه کې مو دعا ورته وکړه  چې دخدای مهربانۍ ده چې دکورخاوند خو شو ، هغه چې دده د ژوند لوی ارمان و، یومهال مې د اصحاب کهف په زمانه کې دهغه مهال یوڅو روپۍ  مرسته ورسره کړې وه ، زه چې اوس هم  دغریبانو غریب یم او دچا خبره دپیسو پرځای په کیسو پسې ګرزم ، یو څه تمه مې هم ورته  پیدا شوه چې ګوندي وي زما له حاله خبرشي چې زه هم هغه څه چې وم اوس مې هم له جیبه موږ ک په منډه تیریږي ...
   ورغلم ،  دکورپه دروازه کې یوچا ودرولم ، نوم او پته هرڅه یې رانه وپوښتیدل ،  زړه  نازړه یوڅوک راووت او راته ویې  ویل ته استاد ... یې ؟  له خارجه راغلې یې ؟    هو، هو زه یم ، زه ...    ترلاس یې ونیوم ، او راته ویې ویل  چې : ... صاحب خو اوس نشته ، ما ته یې وویل که څه خط او سوغات  بوتل موتل ورسره وي ترې وایې خله ...  
ما ورته وخندل  او دامې ور و رسوله  چې زه خپله په خط او سوغات پسې  لکه څرخنی پرټوله دنیا ګرځم ... بس سلام ورته وایه ...  زه دبیرته راګرزیدو په هڅه کې وم چې  یوه سپې راباندې رابړزوهل ، ډیرراته په قهر و ، وارخطا شوم ، او زر مې ذهن ته راغله چې ماخوکله دسپیو بدهم نه دی ویلی ، یوازې یومهال مې یو ه کیسه لیکلي وه چې  نوم یې و « پرخارجیانو سپي ګران وي » هلته مې هم ددوی په تعریف او توصیف باندې قلم ستړی کړی و ، خو هغې لیکنې یې هم سترګې ونه نیوې او راته غړمبیده  غړمبیده ، خدای ترې خلاصولم ترې خلاص شوم . بس نورمې دوې پښې خپلې وې او دوې مې پورکړې په منډو شوم ، او له ځان سره مې وویل  چې  ځان کاږه ، دارواښاد پیرمحمد کاکړ نیم بیتې مې دځان مل کړ چې : « دښوبدو تمیز نشته په کابل کې » بس  زر مې ځان له کوڅي راویوست  او بیا له خپلې پوښتنې سره  په نامعلوم لوري روان شوم ، هغه چې اوس را دغاړې شوې وه  او یوه عادی سړي له ماغوندي سړي څخه کړې وه  چې :  « ښه ، استاده ، بالاخره  به دافغانانو او افغانستان پای څه کیږي ؟  »
ستړی ستومانه له خپلې پوښتنې سره بیرته خپل زاړه ښار ته راغلم ، هرڅه بدل شوي وو، خو جوړ شوي نه وو ، دلته هم زه دوی ته د اصحاب کهف دزمانی عجایباتو کې راتلم ، رښتیا درته ووایم  له  اوږده سفره وروسته په لومړۍ شپه بیا دپوښتنې والا آشنا سره مخامخ شوم ، ځان مې ترې تیرکړ ، خو دی بیاهم راته موسکی شو ... په سبا یې د خرقي مبارکۍ په څنګ له یوه پخواني ببرسرې آشنا سره مخامخ شوم ، را ته موسکی شو ، زه ترې وډارشوم ،  خو ده راته وویل  :  « لکه چې ودی نه پیژندلم  ، ... یم  د رشاد بابا کره مو سره لیدلی وو ، داسړی ما په ځوانۍ کې لیدلی و ، د ډیرې نامې کورنۍ  اړوند څوک و،  رشاد صاحب را پیژندلی و ، په ځیر ځیرمې ورته وکتل ، ترلاس مې ونیو چای ته سره لاړو، زه چې بدې ورځې په سراخستی وم ،خپله پوښتنه مې له ده وکړه ، ده راته وخندل ،او په ډیرسنجول شوي منطق کې را ته وویل : « ګوره استاده ... ته  وایی چې دافغانانو دغمیزې  پای به څه کیږي ،  خو زه تا ته وایم چې ته یې پیل را وښیه چې زه یې پیل درته ووایم ... »  زه اوس ترپخواهم حیران شوم ، خوزر مې ترغوږ ورتیره کړه  چې ددغې روانې ستونزې په پیل خو علامه رشاد پوهیده ، دی راته  بیا راته موسکی شو ، : که هغه یې په پیل پوهیده  نو زه او ته خو یې په پای ښه خامخا پوهیدای شو ، ته راته ووایه چې علامه رشاد څه ویل ؟   ماله خپل جیبه دهغه په خپل لاس لیکلي شعر ورته راویوست او ور ومې ښود ، دده زړه مې پرې ډاډه کړ ، څو ونه وايی چې دا زه  ده ته له ځانه وایم ، هغه مې داسې ورته ولوست :  
  ای په تمه  ددې ملک د باداریو  !                     ای  په هیله د اولس د سرداریو !
دهوا او دهوس په تورکې نښتو !                       پاچهي ګټئ په دې رازمختوریو ؟
څورلس کالې د دښمن نا خوالې یووړې               اوس پرې راغي وار د دوست دبي مهریو
پټي شاړ ، باغونه وچ ، ځنګلونه سوي                اور پرې وشینده  داستاسې سیالداریو
خوارملت مو ترځاني ګټو قربان کړ                      نه شرمیږئ له دې خپلو بې لاریو؟
تنورونه موکړل ځالې د بازانو                            اور مو پورې کړ په درګو د زمریو
له لیمو اوښکي بهیږي لپې لپې                         له زړګیو وینې غورځي په داریو
د آهونو سرې پڅرې دي خپریږي                      دمظلومو د کوګلو له نغریو
واویلا په وطن ګډه کړه له څیلمي                      غلا ، تالاوو ،بي آبیو ، بې ستریو
دا کور ډاګي په ځانو پورې هریان کړل                قتالونو ، خونریزیو ، خونخواریو
بې اولجو، بې برمتو موبل کار نسته                    تو لعنت مو سه پرهسې سالاریو
صدقه د سالارانو د سرو   ده                            داځوانان چې مري په څیرد اختریو
کړیدلي ، خوریدلي افغانان مو                           سپلني دخپل سخوندر کړل سامریو
زړه مو  نه و سو پرحال ددې بیوسو                   غمجن نه کړلاست دقام دربدریو
نه کوکارو د تازه وو کونډتونونو                       نه چیغارو د تنکیو بې پلاریو
نه مو  رحم وپاراوه  د وږو تږو                       نه د اړو ، درمانده وو  نادارایو
پرچا دلته په وطن کي ژرندې ګرزي                   او ړوي غلې ، دانې د ککریو
ځینې حال ومال پریږدي له ملکه تښتي                ځینې وزي چې لارمومې ترموریو
په بیوزلو مها جرو افغانانو                              دنړۍ ملکونه ډک کړل مجبوریو
بدو ورځو اړایستلي دي هجرت ته                       پناه غواړي له پردیو په زاریو
دغیرت ملاوي یې ماتې د افغان کړې                    دپردیو د احسان منت باریو
وايی :«خپل وطن هرچاوته کشمیردي »                کشمیر اورکړ خپلسریو، خپلسریو
بیکسي ده ، بیوسې ده ، پردیسې ده                     زړونه چوي ، هیڅوک نشته د یاریو
ساوې خیږي د وطن وطن په یاد کې                     هې توبه دپردیسوله خواریو
تورو خاورو ته ارمان دخپل وطن وړي                  پریوله کیږي دپردو پریتاریو
پردیسان په پردو خاورو کې ښخیږي                     زړونه داغ له بې ارزیو ، بې قدریو
قدر ونه سو دقام دسرښندنو                              قیمت نه وموند دخلکو سرتیریو
هغه خولې په دې سزاوو سوې اوس ستړې             چې دعاوې  درته کړې تل دبریو :
                             دا تختونه مو تختې سه  ، د تخت وږو !          
                             زړه مو پوخ سه ، د اولاد په سوو کرږو
                             ستاسې ګرانې شلې شوټې سه له یخه
                             نازولي درته مره له تندو لوږو
                             د تیرونو په تودو وینو اوبه سئ
                             دقدرت جولو وهلو، دجنګ تږو !
                           اجلي ګولۍ مو زر وزه تر زړونو    
                            دمرګی غشی مو تل نښله پرسږو  
هغه خپلې اوښکې پاکې کړې او په نیولي غږیې کې راته وویل چې :
 ـ هو،  اوس زه کولای سم ستا ټوله اوږده پوښتنه په یوه لنډه کې جمله کې درځواب کړم ،
زه ورته خوشاله شوم ، ځکه مي هیله ترې وکړه :
ـ بس وایه ،
ـ ګوره  دافغانانو دستونزې پای هم لکه دهغې دپیل په شان دی ، که مرحوم علامه بابا ژوند ی وای ، نو اوس به یې تردغو هم زیاتی کوکارې کړي وای ،  په وطن کې نور دافغانیت خبره دشرم پولې ته رسیدلی ده ، دلته  افغانیت دسوداګرو لاس ته لویدلی ځنګه چې غواړی هغسې معاملې پرې کیږي ، دافغانیت ځای غلامیت ته ځان ورسپاري ... خدای دزموږ ایمان ته خیرراپیښوي ...علامه بابا  سامریان یاد کړي  خو موږ یې اوس عملآ وینو چې را ورسیدل ، او ښه  راته خښمیدلي هم دي ...
په خبره کې یې ور ولویدم :
ـ مانا داچي زوړ حال دي ؟  
ده بیا خپلې اوښکې پاکې کړې او په ژړغونې موسکا سره یې  ځواب راکړ :
تر زاړه هم بدتر  ...
داسې ښکاریده چې زه باید نور دداسې پوښتنې په وړاندې ځان ګونکي ونیسم او د سرپه ښورولو باید   د هو اونه  ځواب ورکړم ... ځکه چې که حال زوړ دی خو سامریان نوي دي  ، او یو شمیراوس سجدې ورته پیل کړې دي...  !
پای  
د ۱۳۹۴ کال  د لیندۍ  لسمه