د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که پاکستان وغواړي په افغانستان کې دایمي سوله را تلای شي

محمد انور ولید 14.05.2015 12:52

وایي چې منافق خایْن وي ، پر خپلو ژمنو نه درېږي او تل درواغ وایي . خو له دې سره جوخت خایْن خایْف هم وي ، امانت هم د پردۍ ریشقې په ډول خوري ، ځکه خو په خیانت روږدي کسان هېڅکله امانت نه ساتي . خایْن تل خپلې وعدې ( ژمنې ) ماتوي . خایْن هېچا ته هېڅکله ريښتیا نه وایي .
الله پاک په خپل کتاب ( قرآنکریم ) کې رسول (ع) ته د منافق د ور پېژندلو له پاره یو داسې نوم استعمال کړی چې په هغه کې د کاذب ، خایْن او وعده ماتوونکي دری عمده خصلتونه نغښتي دي . که څه هم دا دری واړه خواص د منافق په څېره او ښکلو جاموکې د نورو عادي انسانانو له سترګو پټ دي ، خو خدای پاک په دې برخه کې له خپلو بنده ګانو سره مرسته کړې ، د منافقینو دغه  پټ راز یې ورته افشأ ـ او د مکر او چل ول  دا سنګر یې د هغوی له ښکلو قیافو او غوره لباسونو څخه د هوښیارو او صادقو وفاداره بنده ګانو په لاس لوڅ او فتح کړی .
منافق په درواغو ویلو او توطیؤ جوړولوکې د هغه چا پیروي کوي چې الله (ج) یې د فاتحې سورې په دوو وروستیو آیتونوکې یادونه کړې ده ، او په ژمنو ماتولو او امانت خیانت کولوکې بیا د هغو مجرمینو پر پله روان وي چې د حقوق العبادو چور تالان ته یې د ناحقې (باطل) څادرونه  غوړولي او پنډې یې ترې تړلې وي .
دا چې ولې د حق او باطل تر مینځ د اخ و ډب دغه کشاله د بشري تاریخ په اوږدوکې د باکتر یایي تسلسل په څېر همداسې را غځېدلې پاته ده ، دا هم له ځانه سره  خپل خپل علتونه او عوامل لري :
 یو ستر علت یې داکېدای شي چې په هوسونو ، لویو او وړوکناهونوکې ډوبې شوې میندې ، د هغوی غېږې ، په فسق ـ فساد او فتنو ککړکورني او محیطي ښوونیز او روزنیز مرکزونه ، له دین او علم څخه ناخبري او فاصله نیول ، د پردیو استخباراتو په مرموزه لومه کې لوېدل ، د پرديو فرهنګونو ډله ییز وارداتي یرغلونه ، فقر او بېسوادي ، انارشي او د نظام نشتوالی او د حرامو نطفو عامه تولید او وده ټول هغه څه دي چې د کورنیو ، ټولنو ، ؤلسونو ، هېوادونو او نړۍ د تباهۍ او برباد ۍ سبب جوړېږي .
له حرامو نطفو څخه داسې تولیدي عناصر د خپلې مور په رِحَم کې په فطري ـ او د مور او محیط په ِغېږکې په اکتسابې ناروغیو باندې  اخته او معتاد وي چې د کرګس په څېر تل په مردابونو کې غوټې وهي ، او د مچانو په څېر تل له یوه ځایه بل ته له ځانه سره چټلۍ او مېکروبونه انتقالوي . د خپل ژوند بقأ په همدې کې ویني چې خپل ځان څه ډول تغذیه او نورڅه ډول وخوري . په ټولنه ، سیمه او نړۍ کې دا داسې ناروغان دي چې د علاج په اړه یې بیا مسیحا هم عاجزوي . ځکه دوی په فاني نړۍ کې هېڅ دارو درمل نه لري .
دغه ډول خلک هم غلاوې کوي ، هم نا حقه قتلونه کوي او هم یې حلوا وې خوري .
هو ! په پاکستان کې پنجاب اداره له همدې ډول عناصرو جوړه وه ، ځکه خو له تېرو ( څلورو) لسیزو را په ایسته د افغانانو په وینو نه مړېږي . پرله پسې توطیْې او د نا امنیو او ورانیو دسیسې ور ته جوړوي . له کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو مافیایي بانډونو سره یې د خپلې څار ګرې ادارې او نړیوالو استخباراتي شبکو پر مټ ځانونه تنظیم کړي ، شپه ورځ لګیا دي افغانانو ته د دسیسو جوړولو څاګان کیني او دامونه او لومې یې په مخکې ور ته ږدي .
پاکستان تل په دوستۍ کې د چاړه په لاس بېرحمه او مکار قصاب په څېر افغانستان ته ولاړ دئ . او د تاریخ په هره مقطع کې یې د یوې ناروا معاملې په ترڅ کې د افغان نظام تورې او سپینې ټولې ور پرې کړې دي .
د مجاهدینواو جهاد پر بریاوو یې له امریکې او روس سره پټه معامله وکړه . پر بېسواده او له سیاسته لیرې طالب رژیم یې له ناټو سره معامله کړه . د کرزي د واکمنۍ پر مهال یې څو څو ځلې له امریکې او ناټو سره پټې معاملې کړې دي . د افغان نظام په وړاندې یې خنډونه را مینځته کړي .
هغه طالبان چې د پاکستان پر توطیْه پوه شوي وو ـ هغوی یې ځینې مړه کړل ، ځينې یې په زندانونو کې واچول او ځينې یې پر امریکایانو باندې وپلورل . خو ځینې نور یې بیا په افغانستان کې دجګړې ددوام په خاطر افغانستان ته را واړول او کورنۍ یې په لاهور ،  سند او پنجاب ایالتونو کې له ځان سره یرغمل ساتلې دي . ځینې نوریې د پېښور او کوټې شوراګانو په نومونو له ځان سره ساتلي . او ځینې نورو ته یې د عربانو او امریکې په ملاتړ بیا په قطرکې دفترونه خلاص کړي ، پاکستاني چارواکي او متنفذین وخت پر وخت ور سره ګوري ، د افکارو او نظریاتو په اړه یې مشورې ورکوي ،  د هغوی کورنۍهم نیمې په پاکستان ـ او نیمې په قطر کې له هغوی سره اوسېږي .
خو کله چې د افغانستان د سولې خبره را یاده شي نو بیا په کې داسې شرطونه را وړاندې کړي چې د سولې ټوله پروسه له خطر سره پرې مخ کړي .کله چې افغانستان له کوم بل هېواد سره د بیارغونې او مرستې په اړه و ویني ـ نو بیا هغه هېواد او افغانستان دواړه د پاکستان دوښمن بولې . د افغانستان پر پوځي مرۍ خوباید تل دوی او امریکایانو پل ور اېښی وي . ځکه ددوی خو بې لاستي چړه هم د افغانانو او افغان دولت په لاس کې نه خوښېږي . د دوی له آنده پر پاکستان باندې ګران افغانان هغه دي چې انتحاري واسټونه اغوندي ، خپل ځان او خپل هېوادوال وژني . د پاکستاني چارواکو هغه افغانان خوښ دي چې خپل هېواد وال بې وسلې او یا خپلې وسلې پرې له مینځه یوسي . پاکستاني چارواکي په سیمه او نړۍ کې د یوه حرفوي مجرم په څېر تل په تیارو کې ښوري ، کله نا کله افغانستان ته هم سر را پورته کړي ـ یوکله کشک وکړي او بېرته د هود هود غوندې خپلې ځالې ته راپورونه ترې وړي . ګفتار او کردار یې هېڅکله هم یو له بل سره سر نه خوري . د خیر پر ځای په شر جوړولو پسې ډېر لاس وړي .
لنډه دا چې پاکستان په نیمه آسیا او نیمه افریقا کې اورونه بل کړي . خو هغه وخت هم لیرې نه دئ چې پاکستان به هم په دغه سیمه ییز او نړیوال اورکې داسې وسوځي چې ایرې به یې په ګنګا کې پرتې وي ـ او دودونه به یې تر کارګل هم ور اوچت شي . بیا به هلته د افغان سولې په اړه د پاکستان ملاتړ ته هېڅ اړتیا نه وي .
که پاکستان په ريښتیا غواړي چې په افغانستان کې تاو تریخوالی او جګړې ورکې شي ، په سیمه او نړۍ کې سوله او امن راشي ، نو چارواکو ته یې په کار ده چې له دوه مخي سیاست  څخه نور لاس واخلي . د انتحاري واسکټو او جګړه ییزو پروژو پرځای دې په افغانستان کې د دایمي سولې ملاتړ ته صادقانه اوږه ورکړي . افغانستان ته دې تجارتي لارې ورکړي .تر څو دوی هم په ډاډ منه توګه د افغانستان له لاري منځنۍ آسیا اونورو هېوادو ته د تجارت لاره ومومي .  د افغانستان په بیا رغونه کې دې پوره پوره ونډه واخلي . د افغانستان په سیاسي نظام جوړولو کې دې ګوتې نه وهي . د افغان حکومت مخالفین دې نه تحریکوي . د ترورېزم او داعش په نومونو پردۍ جګړه ییزې پروژې دې پر افغانانو باندې نه ور تحمیلوي . پر افغان سرحدونو باندې دې تېري او راکټي حملې د تل له پاره بندې کړي . په افغانستان کې دې نور له شر جوړولو لاس واخلي . له افغانستان سره دې خپلو هر ډول مرستو ته دوام ورکړي . پر افغانستان باندې دې نورې معاملې او سودا بازۍ بندې کړي . وروسته له دې دې د خیانت پر ځاي په ريښتیا او صداقت سره افغانستان او افغان حکومت ته لاس ورکړي . ځکه که پاکستان وغواړي په افغانستان کې دایمي سوله را تلای شي . ترڅو د افغانانو باور پرې راشي او یو د بل ترڅنګ د ښو ګاونډیو په څېر ډاډمن ژوند سره وکړي .