د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کيسه کې کرکټر کښنه دويمه برخه

بصيرالحق عادل 14.05.2015 09:24

کرکټر څه ته وايي؟
کرکټر د کيسې مهم او اساسي توکی دی او پرته له کرکټر کيسه نه جوړيږي او نه رامنځته کيږي.
په ۱۳۵۴ل کې د آريانا کتابخانې لخوا د خپاره شوي انګليسې قاموس په ۱۳۴مخ کې د کرکټر مانا داسې شوې ده:
((کيفيت يا بڼه، سمبول چې د ژبې په ثبتولو کې پکاريږي، حيثيت او مقام، د اخلاقو مجموعه چې يو له بل بېلوي، د کيسې اتل.))
د کرکټر تعريف (پېژندنه):
بېلابېلو ليکوالو او کيسه ليکونکو کرکټر ته بېلابېل تعريفونه کړي دي، خو ټول تعريفونه په دې ورټول دي چې، پرته له کرکټر د کيسې جوړول څه چې د کيسې شتون هم امکان نه لري.
کرکټر يا کردار هغه څوک دی چې؛ په خپلې وينا، کړنې، خوی او عادت باندې کيسه رامنځته کوي.
يا په بله وينا:
کرکټر هغه څوک دی چې ټوله کيسه پرې راڅرخي او بې له دې کيسه نه شي رامنځته کېدلی.
هره کيسه يو کرکټر لري او پر هماغه کرکټر راڅرخي، په کيسه کې يو مرکزي کرکټر او نور فرعي کرکټرونه وي، مرکزي کرکټر ته د کيسې اتل هم ويل کيږي او زموږ ځينې نالوستي پښتانه چې ما خپله له دوی اورېدلي دي د کيسې اتل يا مرکزي کرکټر ته د کيسې يا د فلم هلک هم وايي.
په کيسه کې مرکزي کرکټر د ستونزو او ټکر پر وخت فرعي کرکټرونه زېږوي او همدغه فرعي کرکټرونه بيا د مرکزي کرکټر پر شاوخوا راڅرخي.
که موږ خپل چاپيريال ته ځير شو، بېلابېل خلک پکې ژوند کوي، دغه ټول خلک د خوی، خبرو، کړنو او نورو عادتونو کې يو له بل سره ښکاره توپير لري، حتی ځينې ارواپوهان وايي يو انسان هم په خپل ځان ډېر بېلابېل عادتونه لري او ممکن ځينې وخت يې عادتونه توپير وکړي او په يو حال پاتې نه شي.
دا چې کيسه د يوې ټولنې له منځه جوړيږي، ليکوال خپلې ټولنې ته په کتو سره کيسه جوړوي، يا په خپل کور او کلي کې يوه پېښه په کيسه اړوي نو کرکټرونه هم د ژونديو انسانانو په څېر يو له بل سره د خوی، عادت او نورو کړنو له مخې توپير لري.
په کيسه کې د کرکټر ترڅنګ نور مهم توکي هم شته لکه: پېښې، ټکر، غوټه، تلوسه او. . .
خو دغه شيان ټول په کرکټر پورې تړلي دي او د کرکټر زېږنده ده.
تر دې ځايه مو کرکټر څه نا څه وپېژنده، راځئ د ښه روښانتيا لپاره به يې يوه بېلګه رواړو، بيا خپله پوهېږو چې کرکټر څه شی دی.
احمد چې يو لوستی هلک دی، په ډېرو ستونزو او مشکلاتو کې يې ښوونځی پای ته رسولی، اوس د پوهنتون په درېيم ټولګي کې دی، څلور کاله د مخه يې کوژده کړې ده.
احمد ته خپل خسر اته لاکه افغانۍ ولور ټاکلی دی، اوس چې احمد په خپلو زده کړو بوخت دی او زده کړې يې هم داسې وخت ته رارسولي چې هغه د چا خبره ((پوخ شوی لو دی)) پرېښودلی يې نه شي، خو د تېرو څلورو کلونو پر مهال يې خپل خسر ته يوه افغانۍ هم نه ده ورکړې.
د احمد خسر بېسواده او پر پيسو مئين شخص دی تېره اونۍ يې خپل زوم ته خبر ورکړی چې په سود دې افغانۍ پيدا کړي خو ده دې وسپاري، که احمد خپل خسر ته ژر تر ژره د ولور اته لاکه افغانۍ ورنه کړي نو خسر يې وايي چې د کوژدې دا اړيکه به  ختمه کړي او خپله لور به يو شتمن سړي ته ورکړي.
پورته ساده بېلګه ده، ممکن لويه کيسه پرې وليکل شي، خو مالومه شوه چې احمد پکې کرکټر دی، مالوميږي چې په ډېرو ستونزو کې به ښکېل شي، نور کرکټرونه به ورسره ملګري شي او بالاخره به په زړه پورې او له تلوسې ډکه کيسه رامنځته کړي.
دا هم ممکن ده چې احمد د خپل عزت په خاطر او له ډېرې مجبورۍ پوهنتون پرېږدي او خپل خسر ته له يوې لارې افغانۍ پيدا کړي، که دا کار ونه کړي نو خسر يې د کوژدې اړيکه ختموي.
مخکې مو يادونه وکړه چې کيسه ټوله په کرکټر ولاړه ده او پرته له کرکټر کيسه نه شي جوړېدی، که په پورته بېلګه کې احمد نه وي، نو د احمد خسر به هم نه وي، کوژدنه به يې هم نه وي، حتی کيسه به نه وي نو مالومه شوه چې کرکټر د کيسې اصلي توکی دی.
سيد محی الدين هاشمي د نثري ادب په ډولونو کې ليکي: (( په کيسه کې کرکټر د کيسې بنسټيزه برخه ده، کرکټر يا کرکټرونه بايد د حقيقي انسانانو په څېر وي، که په کردارونو کې تصنع وي نو هيڅکله د لوستونکي په زړه کې ځای نه شي نيولی.))
په کيسه کې هره پېښه له کرکټر پيدا کيږي، څومره چې پېښې ډېرې وي هغومره کيسه هم غځيږي او بالاخره کرکټرونه په خپلو کړنو کيسه بشپړوي او وروستۍ پايلې ته رسيږي.

د کرکټر ډولونه
کرکټر يا اداکار بېلابېلو ليکوالو له خپل انده په بېلابېلو ډولونو ويشلی دی، خو په مجموع کې کيسه کې کرکټر په دوه ډوله کښل کيږي، په تشريحي بڼه او ډرامايي بڼه، مستقيم او غير مستقيم هم ورته ويلی شو.
۱ ـ تشريحي کرکټر:
دا هغه کرکټرونه دی چې ليکوال يې راوي دی او د خپل روايت له مخې کرکټر خلکو ته ورپېژني، د ښه روښانولو لپاره به يوه بېلګه راوړم:
سوړ اسوېلی يې وکېښ. خيرنې ګوتې يې بوټونو ته ور اوږدې کړې، په بوټ کې سوري ته پام شو. خپلې مېرمنې ته يې په سواليه نظر وکتل. بوټونه يې خپلو ډنګرو پښو ته ورواغوستل.
مېرمن يې د شليدلي څادر په ګنډلو بوخته وه، ده ور غږ کړ:
پرېږده يې، ته به يې کوم ځای ورګنډې، ناوخته دی، نن به هم د خدای ج پر توکل ورشم، ګوندې خدای ج کار راته پيدا شي.
په پورته بېلګه کې مو وليدل چې ليکوال د رواي په توګه کيسه راته وکړه، کرکټر يې راوپېژانده، چې يو غريب ځوان په شنه سهار له کوره د مزدورۍ په تکل وځي.

۲ ـ ډرامايي کرکټر:
دا هغه کرکټرونه دي چې ليکوال کرکټر د هغه د خپلو خبرو اترو په وسيله لوستونکي ته ورپېژني، دا ډول کرکټرونه په ډرامه کې کښل کيږي.
د ډرامايي کرکټر لپاره به هم يوه بېلګه وړاندې کړم:
لونګ: اوف پېښې مې خوږ دي، بوټونه مې هم شکېدلي
ډېوه: د بلال پلاره پښې دې هم خوږ دي او څادر هم سوری سوری ته صبر چې
ــ نه نه څادر مادر پرېږده ناوخته دی
ــ نور به هم څېري شي راکړه چې ويې ګنډم
ــ وايم نوخته دی، ځم ګوندې خدای کار پيدا کړم.
په پورته بېلګه کې مو وليدل چې کرکټرونه خپله په خپلو منځو کې خبرې کوي، ډرامايي کرکټرونه د مکالمې په واسطه کښل کيږي چې د مکالمې په اړه وروسته مالومات وړاندې شوي دي.
ځينو کيسه ليکوالو بيا کرکټر په مستقيم او غير مستقيم ډولونو هم ويشلی.
په مستقيم کرکټر کې ليکوال نېغ په نېغه کرکټر لوستونکي ته ورپېژني.
مثلاً: ليکوال وايي: احمد يو قصاب دی، هره ورځ دوه غواوې حلالوي او غوښه يې پر خلکو پلوري.
په پورته بېلګه کې ليکوال مستقيم خپل کرکټر لوستونکي ته معرفي کړ چې قصاب دی.
په غير مستقيم کرکټر کې ليکوال مخامخ خپل کرکټر نه معرفي کوي، بلکې د کرکټر د کړنو، ستاينو او نورو فعاليتونو په وسيله يې لوستونکي ته ورپېژني.
که مخکنۍ بېلګه داسې راپيل کړو:
په سترګو کې يې د رحم هيڅ څرک نه و. مټې يې بډ وهلې، د خپل کميس دواړه لمنې يې غوټه کړې، سپينې چړې ته يې لاس کړ، څو شېبې وروسته د پسه وينو دارې وهلې.
په پورته بېلګه کې ليکوال لوستونکي دا نه وايي چې  هغه قصاب دی، بلکې د احمد له کړنو مالومه شوه چې هغه قصاب دی او چړه يې د پسه د حلالولو لپاره راواخيسته، دې ته غير مستقيم کرکټر ويل کيږي.
ځينو بيا کرکټرونه په جامدو او ارتقايي باندې هم ويشلي دي چې دلته يې فقط په تعريفونو تمېږو.
جامد کرکټرونه :
هغه کرکټرونه دي چې له پيله تر پايه په يو حال ولاړ وي او کوم اغېز نه پرې پريوځي، دغه کرکټرونه د کوميډي او مزاحيه کرداردونو لپاره ښه وي.
ارتقايي کرکټرونه :
هغه کرکټرونه دي چې د وخت په تېرېدو سره پکې بدلون راځي، په پيل کې يو شان وي خو په پای او يا هم د کيسې په منځ کې بل ډول وي، يانې د يو اغېز له مخې بدلون کوي. دغه ډول کرکرونه ډېری وخت په نالونو او اوږدو داستانونو کې راځي.
نور په بله برخه کې. . .