د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یونان، د کډوالو لپاره دوزخ دی

یاسر الهاشمی 14.05.2015 12:22

چمن قيامي هغه افغان کډوال دی چې د څلورو کلونو را هيسې په يونان کې ژوند کوي. نوموړی په سترګو ړوند دی او اوسمهال د يونان د کډوالۍ په اداره کې د ترجمان په حيث دنده تر سره کوي.
چمن (۲۴) کاله عمر لري او د ايران په شيراز ښار کې، د يوې ترافيکي پيښې له امله د سترګو له لاسه نعمت څخه محروم شوی.
هوسا او آرامه ژوند ته رسيدل د چمن يواځينې هيله وه او فکر یې کاوه چې دغه هيله به يې اروپا ته له رسيدو وروسته پوره شي. خو، له بده مرغه يونان ته تر رسيدو وروسته نه يواځي دا چې د آرامه ژوند څښتن نشو ، د نويو ستونزو سره مخامخ شو.
چمن څلور کاله وړاندې د ايران څخه ترکيي ته او له ترکيي څخه بيا يونان ته د سمندر له لارې په غير قانوني ډول تللی دی. د پناه غوښتنی له درخواست سره سم ورته د څلورو کلونو لپاره پناه ورکړل شوه. دا چې اوسمهال نوموړی په يوناني ژبه روانې خبرې کوي او د يونان د کډوالۍ ادارې سره د ترجماني دنده ترسره کوي نو د دوو نورو کلونو لپاره هم ورته پناه ورکړ شو.
د چمن نا بينايي د دې لامل شوه چې نوموړی و نه توانيږي د نورو کډوالو په څیر پر اغزنو لارو واوړي او نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي، نو ځکه په يونان کې پاتې شوی. هغه اوس نورو اروپايي هيوادونو ته د تګ فکر نه کوي، ځکه هغه وايي چې:
((نشم کولای چې وړاندې ولاړ شم)).
د چمن له قوله په يونان کې د افغان کډوالو برخليک نا څرګند دی، ځکه چې يوناني چارواکي بهرنيو کډوالو ته د لنډ وخت لپاره اجازه ورکوي تر څو په دغه هيواد کې ميشت شي.
نوموړی وايي چې د يونان د کډوالۍ په اداره کې د پنځو مياشتو راهيسې دنده ترسره کوي او په دې پنځو مياشتو کې د ډيرو افغانانو ترجماني کړیده، هيڅ افغان له خپل راتګ څخه خوښ نه دی.
چمن زياته کړه چې:
((ډیری افغانان يونان ته له داخليدو سره سم د پوليسو لخوا نيول کيږي او د کډوالو کمپونو ته ليږدول کيږي. په دغه کمپونو کې د اوسيدو شرايط ډيره نامساعد دي. د کمپونو ساتونکي او شاو خوا خلک د کډوالو په وړاندې له بد چلند څخه کار اخلي.))
که څه هم په دې وروستيو کې د يونان په شمول په ځينو اروپايی هيوادونو کې کډوالو د نه خوړلو اعتصاب او لاريونونه وکړل چې په نورو هيوادونو کې تر يوې اندازې پورې تاثیر وکړ، خو په يونان کې د کډوالو د اعتصاب پايله برعکس وه او ښې لاسي افراطي ډلې د کډوالو په وړاندې خپلو ظلمونو او تيريو ته زور ورکړ .
څه باندې يوه لسیزه کيږي چې يونان د اقتصادي بحرانونو سره مخ ده، په يونان کې ښي لاسي افراطي ډلې د يونان د اقتصادي فقر اصلي عامل بهرني کډوال ګڼي نو ځکه دوی کډوال تر بريدونو لاندې نيسي تر څو له يونان څخه ووځي. دغه بريدونه له وهلو او ټکولو څخه نيولي بيا ان تر جنسي تيری پورې رسیږي.
د چمن له قوله ښي لاسي افراطي ډلې په پوليسو کې هم نفوذ کړی نو ځکه له پوليسو ويره نه لري او د کډوالو پر وړاندې هر ډول غير قانوني کړنه په ډاډه زړه تر سره کوي، دوی پر ښځو او ماشومانو د هغوی د کورنيو د غړو په وړاندې جنسي تيری کوي.
نوموړی زياته کړه چې:
((د يونان بد وضعيت د کډوالو په روح او روان باندې اثر پريباسي، همدا لامل ده چې ځينې ځوانان د کډوالو په کمپونو کې ځانوژنه کوي او پاتې نور يي زر قسمه خطر زغملو ته اماده کيږي تر څو ځان نورو اروپايي هيوادونو ته ورسوي چې په نتيجه کې ځينې د لارې په اوږدو کې تلف کيږي او ځينې نور هم د پوليسو لاس ته لويږي چې بيرته خپلو هيوادونو ته ليږدول کيږي.))