د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ليک او ځواب يې

مجيد ژړاند 14.05.2015 12:22

رښتيا ووايه اوس هم زما دوصال خوبونه وينې؟ اوس دې هم دبېلتانه سپاهيان دنيمې شپې له خواږه خوبه پاڅوي؟
اوس هم زما پر هغه انځور دې مينې تنده ماتوې؟ چې راته ويل دې دجدايۍ پرمهال به پرې د ديدن تنده ماتوم.
ايا اوس هم زما دراتلو لارې څارې؟ په کلي کې خلک دفرهاد او شيرينۍ دمينې کيسې يادوي، چې خپلې مينې لپاره يې غر سوری کړ. که دليلا او مجنون کيسه توده ده،چې رښتينې مينې دواړه داسمان ستوري کړل.
هو که دمومن خان او شيرنۍ کيسې ډېرې کېږي، چې په توره يې ښامار ټوټې کړ.
زما او ستا په مينه نن هم خلک شکمن دي؟ اوس هم خلک دمينې او لېونتوب په توپیر نه پوهېږي؟
زموږ دمينې تعبیر څه ډول کوي؟ دکلي په حجرو کې مو اوس هم کيسې تودې دي؟
ګرانه ! تاته څه درک مالوم دی؟ چې زه لا اوس هم ستا دمينې بېلتون دژوند له خونده نه بېزاره کړم، هغه انځور چې ما پرې دستا دليدو تنده ماتوله،هغه انځور يې هم رانه واخيست؟
اوس دې په کوڅه کې هم په پلونو خاورې پرېوتې دي، په کلي کې دې هم خلک په ډول، ډول نومونو يادوي، زموږ دکلي هغه لاټين هم رڼا نه کوي، چې کليوالو به يې رڼا ته د دادم او درخانۍ نکل کاوه، ويل به يې چا به ماران کتل، چا به یاران، اوس په کلي کې دمارانو نندارې ډېرې شوې دي، دمينې ياران له کلي کوچېدلي دي.
اوس دکلي هغه ښکلا نه ده ، پاتې چې سهار وختي به دګلونو له وږمو سره يو ځای دددنګو ځلميانو دعطرونو بوی هم زموږ تر جونګړو راتله، هغه برجوره کلا چې وړاندې به دکلي ځلميانو له سپين ږيرو نه دمينې کيسې اورېدلې، پوهېږې هغه کلا اوس هم په هماغه ډول محکم دېوال لري، پربرجونو کې يې وسله وال څوکيداري کوي.
دکلا په منځ کې عجيب حالت دی، دمينې دښمنان دکلي ځوانان دمينې په تور نيسي، پرهمدغه کلا کې يې دمينې په سزا محکوموي.
رښتيا دکلي دجومات له منبر څخه اوس دمينې غږ نه اوچتيږي، اوس دکلي ملا امام ديوسف ع هغه کيسه نه لولي، چې دزليخا دمينې کيسې يې کولې، هلته دکلي په منبر اوس ځلميان دجنګ جګړو لپاره تياری نيسي، دکلي ملا امام اوس بدل شوی دی، ځلميان جګړې ته هڅوي، هغوی ته وايي چې تاسو باید دجنګ ليکو ته لاړشئ، ستاسو پلرونو دا هيواد له فرنګ نه ساتلی دی، تاسو ددې پر ځای چې دمينې کتاب واړوئ، جګړې ته لاړشئ.
رښتيا دجومات په هغه کونج کې يوسپين ږيری هم وسله والو بندي ساتلی دی، دهغه په لاسونو کې سېکه نشته، له پښو يې هم دمه ختلې ده، هغه يې دخپل زوی په جرم دبند شپې تېروي.
ګرانه! دکلي په حجرو کې اوس څوک دادم کيسې نه لولي ، دمينې درباب تارونه هم شلېدلي دي، هلته دمينې په کيسو جرم دی، خلک پټه خوله دي.
ګرانه! ستاسو دليک ځواب داوښکو په بدرګه ليکم،تاته خو مالومه ده، چې دلته دنجونو په زدکړه هم بنديز دی، خدای دې وکړي، چې زما په دغه تورو وپوهېږي.
نور دکلي ښکلا کوچېدلې ده، په کلي کې دمينې توری جرم دی، هغه ښوونځي هم تړلي دي ، کوم چې تاپکې دمينې درس لوستی وو،هغه استاد يې هم له ښوونځي څخه وايستل، چې زده کوونکو ته يې دهيواد دمينې درس ورزده کاوه.
دکلي ښوونځي ته تورقلف لوېدلی، په تورو لباسو نو کې دکرکې استازي ګرځي،په کلي کې مرګ او ژوند په دوی پورې تړلی دی.
هغه څوک چې غواړي ويې وژني، هغه وژل کېږي.
ګرانه ! نور زموږ کلي ته مه راځه، ډېر مې يادېږي، ستا دليدو تمه لرم، اوس مې له پښو نه هم سېکه ختلې ده، تاته به مې ويل چې بې له تا دلته ژوند اور دی، خو که اوس موږ په اور کې ژوند کوو،نه غواړم، چې ددغه اور دسپرغيو خوراک شې.
زويه! خپله ټولنه درنه دخدمت هيله لري، خپلو هيوادوالو ته دمينې درس ورکړه، کوم څه چې دځان لپاره خوښوې دبل ملګري لپاره يې هم خوښ کړه.
ستا مور