د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکليوال ادبي ملګري ټولنې مشر وټاکل شو.

مجيد ژړاند 13.05.2015 11:38

کليوال ادبي ملګري ټولنې دروان کال دغويي پر ۲۲مه خپله بېړنۍ ناسته دټولنې مشر ، مرستيال او منشي دټاکلو په موخه رابللې وه.
دا چې دکليوال ادبي ملګري دټولنې کارونه نورهم منظم او لا چټک شي، دټولنې غړو پرېکړه وکړه، چې دټاکنو له لارې مشر، مرستیال او منشي وټاکل شي.
نن دکليوال ادبي ملګري ټولنې غړي سره راغونډ شول او پرېکړه يې وکړه، چې ديادې ټولنې مشر، مرستيال او منشي دټاکنو له لارې وټاکي.
دکليوال ادبي ملګري ټولنې درياست لپاره جميل وقار درايو په اکثريت سره وټاکل شو، ورپسې دمرستيال او منشي لپاره هم دکليوال ادبي ملګري ټولنې غړو رايې وکارولې، چې درايو په ډېرښت مجيد ژړاند دمرستيال ، انعام الله ګوهر دمنشي په توګه انتخاب شول.
تېر کال دوږي دمياشتې په دوولسمه نېټه دکليوال ادبي ملګري دټولنې مشر او بنسټ ايښودونکی شهيد غني خان غالب په شهادت ورسېدل ، چې له هغه وروسته دکليوال ادبي ملګري دټولنې دمشرتابه چارې درهبرۍ شورا پر غاړه وې.
دا چې په غزني کې دکليوال ادبي ملګري دټولنې کړنې او فعاليتونه په ډېره چټکۍ سره روان دي، په ډېر کم وخت کې يې دکتابونو دچاپ تر څنګ ، دغږ په نوم میاشتنۍ چاپي خپرونې هم په فعالیت پيل وکړ او ترڅنګ یې دغږ په نوم ویب سايت هم د غزني او سیمې د خبرونو، راپورونو او تحلیلونو لپاره پرانیست.
د يادونې وړ ده، چې دکليوال ادبي ملګري ټولنه نهه کسيزه درهبرۍ شورا هم لري، چې په اړونده مسايلو کې د پرېکړو او تصميم نيونې مرجع ګڼل کېږي.