د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په یونان کې ميشت افغانان په قفس کې ژوند کوي

یاسر الهاشمی 13.05.2015 11:37

هر کال په زرګونه افغانان د ناقانونه لارو څخه په استفادې ځان تر اروپايي هيوادونو رسوي چې د دغو افغانانو له جملې څخه د ګوتو په شمار کسانو سره بخت ياري کوي او په اروپايي هيوادونو کې نوی ژوند پيل کوي.
عبدالله، چې د افغانستان د ډايکندي ولايت اوسيدونکی دی لس کاله وړاندې د نا امنی او کورنې اختلافاتو له کبله خپلې کورنی سره يو ځای ايران ته کډوال شوی. د نوموړی له قوله په ايران کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ و نو ځکه د قاچاقبرانو په مرسته ترکيې ته لاړ دی.
عبدالله وايي ترکيي ته له رسيدو سره سم یې په ترکيه کې د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړی ادارې څخه د مرستې غوښتنه وکړه چې په اروپايي هيوادونو کې ورته د پناه اخيستو زمينه مساعده کړي. خو، له بده مرغه تر دريو کلونو پورې یې له دغې ادارې څخه کوم رسمي ځواب نه دی تر لاسه کړی.
عبدالله زياته کړه:
(( دا چې ما سره زما کورنې هم يو ځای وه نو ستونزې مې له نورو کډوالو زياتې وی نو ځکه د نورو افغانانو په څير مې په ساختماني شرکتونو کې مې مزدوري کوله.))
عبدالله د دويچه وله سره په مرکه کې ويلې چې په ترکيي کې يې برخليک نا څرګند و نو ځکه تصميم يې و ونيو چې يونان ته ولاړ شي او قاچاقبر د هر کس په سر ترې (۱۳۰۰ډالر) غوښتل.
عبدالله زیاته کړه:
((موږ (۲۵) تنه و او بیړۍ لس کسيزه. د شپې نا وخته مو د يونان په لورې حرکت وکړ، موږ سره ښځې او ماشومان هم و چې شمير يي (۱۶) تنو ته رسيده او په دوی کې يوه ښځه اميدواره وه.
د يونان پولو ته څیرمه د کښتۍ ماشين خراب شو او نږدې وه چې ټول ووژل شو. خو، د يونان سمندري ځواکونو له ډیرو هلو ځلو وروسته په دې وتوانيدل چې موږ وژغوري.))
د يونان د داخلي قوانينو له مخې يونان ته په ناقانونه لارو راغلي کډوال کولای شي د يوې مياشتې لپاره په يونان کې پاتې شي، د دغه يوې مياشتې په موده کې راغلی شخص بايد تصميم ونيسي چې نورو اروپايی هيوادونو ته ځي او که بيرته خپل هيواد ته.
عبدالله او له هغه سره راغليو کډوالو ته د پولیسو لخوا په يونان کې د اوسيدو يو مياشتنې سند ورکړ شو، عبدالله وايي:
((موږ ټولو ته په يونان کې د اوسيدو پاڼې راکړل شوی او په يوه تعمیر کې يې ځای پر ځای کړو. د پنځو ويشتو کسانو لپاره د اوسيدو دوه کوټې وی او موږ سره په کوټه له ترکيي څخه راغلی امیدواره ښځه هم وه چې دا يې د اميدوارۍ اتمه مياشت وه.))
دويچه وله د عبدالله له قوله ليکي چې په يونان کې ستونزمن شرايط د عبدالله لپاره د منلو وړ نه و.
مور، خور او ښځه يې ناروغان و او تر څنګ يې په يوه تعمير کې له غير خلکو سره اوسيدل ورته ښه نه ښکاريده، نو ځکه يې تصميم ونيو تر څود خپلې کورنی سره نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي.
عبدالله زياته کړه:
(( له قاچاقبر سره تر خبرو وروسته مې تصميم و نيو تر څو خپل ورور، حامد جرمني ته وليږدوم او موږ به يوه اونی وروسته حرکت وکړو، قاچاقبر له يونان څخه تر جرمني پورې د هر کس پر سر (۱۲۰۰) يورو غوښته.
قاچاقبر داهم وويلې چې جرمني ته به د مقدونيې له لارې سفر کوي، څو ورځې وروسته مو خبر تر لاسه کړ او هغه دا چې جرمني ته تلونکي ناقانونه کډوال په مقدونيه کې د اورګاډې سره په ټکر کې وژل شوي. چې حامد هم په دغه وژل شويو کسانو کي شامل و.))
د حامد مرګ د هغې کورنې لپاره ستره ضايعه وه، عبدالله پدې هيله خپل ورور جرمني ته ليږه چې هلته په رسيدو دوی را وغواړي. خو، له بده مرغه چې جرمني ته تر رسيدو وړاندې په لاره کې په حق ورسيد.
د عبدالله له قوله په يونان کې وضعه ډيره خرابه ده، د دې تر څنګ يې په يونان کې د اوسيدو موده (يوه مياشت) هم پوره کيدونکی ده.
عبدالله زياته کړه:
((زه په يوازي ځان وړاندې تلی نشم، ځکه چې کورنې مې راسره ده. موږ د زندانيانو په شان ژوند کوو، تر دې چې موږ ډاکټر ته د ورتګ اجازه هم نه لرو.
موږ دلته په ققس کې ژوند کوو، آيا په نړی کې داسې ځای شته چې موږ پکې د آرامي ساه واخلو؟؟!))
دويچه وله- ۲۰۱۵/۰۵/۰۹