د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې پرديو شومو پلانونه ته د پای ټکی اړین دی

محمد انور ولید 11.05.2015 22:03

په افغانستان کې له پېړیو را په ایسته د پردیو مداخلې روانې دي . خو له تېرو څلورو لسیزو را په دېخوایې په کې سخت زور اخیستی . عجیبه خو داده چې نړیوال قووتونه یې پر ضد لنډ مهاله ، منځمهاله او اوږد مهاله پلانونه جوړوي ، د سیمې اسخباراتي سر چینې یې د عملي کېدو له پاره په اجاره ترې اخلي ، عملي کېږي خپله د افغانانو په لاس ، خو د بیا کتنې او خورا ژورې نورې منفي اغېزې له پاره یې د خپلو نړیوالو توطیْو دوکتورین ور ته کښېنولي ـ ترڅو د خپلو استعماري اهدافو غوره پایلې پرې تر لاسه کړي .
دری ځلې انګرېزي استعمار د بریتانوي هند له لارې پر افغانستان باندې مستقیم تېری وکړ. خو هغه تېري هم ناڅاپي نه وو . لومړی اېرانیانو ـ او ور پسې انګرېزانو د ګاونډیو استخباراتو پر مټ د افغانستان په شاهزاده ګانوکې تر ټولو ضیف النفسه عناصر تشخیص کړل ، هغوی یې زرخرید واخیستل . د زر ، زور او تزویر له لارې یې غوړې وعدې ور سره وکړې . په افغاني نفوس کې یې نفوذ پیداکړ . اېرانیانو پوره (۲۳ ) کاله د افغانانوپه کورني نظام کې پټې مداخلې وکړې . د میرویس نیکه ټولې لاسته راوړنې یې د خپلې پراخ بنسټه استخباراتي پروژې پر مټ له خاورو سره خاورې کړې . د هوتکیانو واکمنۍ ته یې پرې د پای ټکی کېښود ، خو تر شایې نور لاسونه وو چې واک یې له هوتکیانو څخه سدوزو ته پرې انتقال ، د ګورګین غچ یې ترې واخیست او نیولې سیمې بېرته اېرانیانو ترې ونیولې . خو انګرېزانو بیا همغې پروژې ته دوام ورکړ ، د تېمور شاه د ضعف ( عیاشیو ) نقطې یې په کې وموندلې ، ددې د پاره چې د مدراس جینکو ته ور لنډ وي ، نو د خپل پلار پلازمېنه یې له کندهار څخه کابل او پېښور دوو ځایو ته انتقال کړه . بیا یې د تېمورشاه اولادونه په خپلو کې په درېیوکته ګوریو سره ووېشل :
د اېرانیانو خورېیونه یې د اېران په لاس دېکتې او تمویلول . د ارمنیانو خورېیونه یې په خپله غېږ کې ور ته ونیول چې د هند له لارې یې د انګرېزانو له خوا مستقیم ملاتړ کېده . خو د شاه زمان په څېر وطن دوسته چارواکي یې بیا لومړی د کورني اړدوړ له امله ور باندې بې ثباته کړل . د انګرېزانو د کتلېستي رول ادأ کولو پر بنا یې د سدوزیو واک  محمد زیوته پرې انتقال کړ . له منځنۍ آسیا او قفقاذ لمنو څخه یې د شاه زمان د امپراتورۍ لمن ور ټوله کړه ، هغه پنځه زره کورنۍ چې شاه زمان د قفقاذ سیمو ته لېږلې او هلته مېشتې وې ، چې اوس مهال هغوی ته ( اوېستا یان ) ویل کېږي ، او روسانو په مختلفو آنو بهانو هغوی وځپل ـ نن ورځ ټول بې سر پرسته او تیت پرک پاتې شول . ځکه چې انګرېزانو د منځنۍ آسیا دزېرمو خوبونه آن لا له وړاندې لیدلي وو چې دادي نن په ( یوویشتمه ) پېړۍ کې د هغوی خوبونه ريښتیا شول . د لوی احمد شاه بابا ستره اپراتوري یې ور باندې دړې وړې کړه . وروسته یې خپله مستقیم یرغل ته پرې زمینه برابره کړه .
خو په دغه اړدوړ کې هم د وطن ډېرو اصیلو بچیانو لکه ( وزیر محمد اکبر خان ، او ور سره ملګرو یې خپلې ککرې وخوړلې ، افغان سید جمال الدین ، غوندې پوهان او د شاه امان الله غوندې پرآزادۍ مین خلک یې له خاورې پرې وشړل ، خو پر ځای یې د ارمني شاه شجاع ، دوست محمد خان ، شېر علي خان او نورو په څېر چارواکي د واک پرګدۍ ور کښېنول . داؤد خان غوندې قاطع سړی یې پرې مړکړ او د آل یحیی کورنۍ ته یې د تل له پاره د پای ټکی پرې کېښود . خو پر ځای یې روسي پلوه بړېحي راوستل شول . هغوی یې هم یو پر بل پسې ووژل  او ځاتنه یې د مستقیم اشغال زمینه پرې برابره کړه . د افغانانو بشري قووت یې دوه تقسیمه کړ: یوه برخه یې مسلمانان ـ او بله یې کمونېستان . بیا افغاني کمونېستان هم د روسانو او مسلمانان د پاکستانیانو له خوا په څو ټوټو سره ووېشل شول ، استعمار دا کار ځکه وکړ چې دواړو خواوو ته د افغانانو قوت او ملي یووالی ضربه وویني اوسیاسي ، پوځي ، مردمي او اقتصادي سنګر یې د استعمار د همغه پخواني پلان له مخې ګام په ګام ور ړنګ کړي .
که څه هم په دغه سیمه ییزه او نړیواله لوبه کې امریکایانو له روسانو څخه د ویتنام غچ په افغانستان کې واخیست ، خو د تپل شوې جګړې د سون ټول توکې افغانان او د هغوی مالي او ځاني قربانۍ دي چې په خپل کور او خپله خاوره کې یې په پردي مخکې ورکوي .
د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف د ځمکې او هوا له لارې د پاکستان په ملاتړ پر افغان حریم باندې د ترورېزم او طالب په پلمه مستقیم تېری وکړ . ځکه القاعده ، طالب ، ترورېزم او اوسنی داعش ټولې د غرب پروژې وې چې په پاکستان کې ددوی له خوا تمویلېدلې ، ددوی په دستور افغانستان ته راوړل شوې ، او ور پسې په خپله را غلل .
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون سږنی (۱۴) پسرلی دئ . دوی په سر کې د خپلو مېډیاوو له لارې افغانانو او ټولې نړۍ ته ویلي وو چې موږ القاعده او طالب رژیم له مینځه وړو . د طالبانو رژیم یې په ( ۴۵ ) ورځو کې ټول ړنګ کړ ، د القاعده مشر اسامه بن لادن  ددوی په خوله په اېبټ آباد کې پوځي چوڼۍ ته نږدې ووژل شو . خو په اصل کې دوه کاله پخوا هغه په خپل طبیعي مرګ مړشوی ؤ ، نو ځکه یې مېډیا ته د هغه مړی ونه ښوولی شوای او اعلان یې وکړ چې موږ هغه په اوبو کې ورخوشې کړ .
د امریکې په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې په عملي ډول لاندې څو داسې بنسټيز تخریبي کارونه تر سره کړي چې افغانانو هغه په خپلو سترګو لیدلي او کلونه وخت او خواري غواړي چې هغه بیا دې حالت ته ځان را ورسوي ـ خو په آګاهانه او غیر آګاهانه ډول یې له پامه غور ځولي دي :
لومړی : ـــ غرب د مرستې په نوم افغانان د روسانو په وړاندې د خپلو موخو له پاره وجنګول ، خپل دوښمن یې ور باندې مات او ټوټه ټوټه کړ ، بیایې په خپلو کې د ګوندونو ، مذهبونو ، سمتونو او ژبو په کته ګوریو سره ووېشل ، ملي یووالی یې په کې له مینځه یووړ . خپلمنځي جګړې او د نفاق اورونه یې په کې بل کړل .
دوهم : ـــ غرب د کمونېستانو د ړنګو شویو رژیمونو خادستان د پاکستان له لارې خپلو هېوادونو ته ور وبلل ، هلته یې مالومات ترې تر لاسه کړل ، د جاسوسئ (۴۰ ) ساعته او (۷۲ ) ساعته کورسونه یې ور باندې تکمیل کړل او بیا یې افغانستان ته د متخصص په نامه را صادر کړل . ځینې یې د مجاهدینو لیکوته د جهاد او مجاهدینو د تخریب او فتنو اچولو له پاره ور ټېل وهل تر څو د عام ؤلس او مجاهدینو تر مینځ ټکرونه او پېښې را مينځته کړي .
درېیم : ـــ غرب په خپل دغه فورمول سره د افغانستان د مجاهدینو په لاس غنیمت ( ؤلجه شوې وسلې ) تباه او بر باد کړې ، د جاسوسي شبکو په قومانده یې د روغو جوړو لیرې ویشتونکو وسلو مهمې پرزې ، میلونه او د جنګي الوتکو وزرې اونورې اوسپنې د کباړ په ډول پاکستان ته یووړې  اود افغانستان  ملت یې په خپلو کې پر بدیو سره اخته ، بې وسلې او بې صلاحیته کړ . چې د نفاق او بدمرغیو بوی یې تر اوسه پورې ځي  .  ملي یووالی یې له مینځه په کې یووړ .
څلورم : ـــ  د (ډي ډي آر ) پروسه یې څو څو ځلې په خپله عملي کړه . مسلکي صاحب منصبان یې ټول له دندو لیرې کړل . وسلې یې د خپلو استعماري اهدافو له پاره په نورو ځایو کې وکارولې ، او له درنو او لیرې ویشتونکو وسلو څخه یې مهمې پرزې وایستلې او له کاره یې ولوولې . خپله یې هم درنو وسلو رانیولو ته نه پرېږدي ، او له نورو هېوادنو سره د درنو وسلو او جنګي الوتکو معاملې هم دوی ستونزمنې کړې . ځکه موږ ته د افغانستان او روسیې ـ او افغانستان او هند تر مینځ د وسلو د پېر ودلو په معاملو کې د امریکایانو اخطارونه او ګواښونه ښه په یاد دي .
پینځم : ـــ  امریکایانو ژمنې کړې دي چې موږ به د افغان پوځ روزنه او پر وسلو سمبالول پر غاړه لرو ، او دا زموږ ذمه واري ده ، خو تر اوسه پورې د امریکایي ځواکونو ( ۱۳ ) کاله په افغانستان کې تېر شول ، پوځې پڅه روزنه یې روانه ده ، خو د پوځي اکمالاتو په اړه یې د بې وسلې افغانستان پر ځای د پاکستان پر اتوم سمبال وسله وال پوځ نور هم پر امریکایي وسلو تر خولې پورې سمبال کړ ، او خپل ( ۷۳ ) زغره وال ټانکونه یې پاکستان ته ور کړي . په تېرو کالو کې چې څومره امریکایي وسلې غیبې شوې ـ د هغوی څرک  به هم نن سبا په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او هند په وړاندې د پاکستاني پوځ په لاس ولګېږي .
شپږم : ـــ  ایتلافي ځواکونو او حکومتونو یې د افغان حکومت او ملت تر مینځ باور ته د ټاکنو پر مهال ډېر ستر تاوان رسولی چې له کبله یې د (۸) مېلیونه خلکو پاکې رأیې او ملي قانون ته په لوی لاس په څو دورو کې په ډېره سپکه سترګه وکتل شول ، چې جبیره کول یې کلونه وخت او قربانۍ غواړي .
اووم : ـــ  غربیانو خپلې هر ډول وسلې په افغانستان کې وآزمویلې او له افغان خاورې څخه یې د خپلو پوځي تطبقاتو او تمریناتو ساحه جوړه کړې وه چې ناوړه تأثیرات به یې تر زرګونو کلونو پورې پر افغان راتلونکو او اوسنیو نسلو ، نباتاتو ، څارویو او خاوره باندې پراته وي .
اتم : ـــ  له یوې خوا له طالبانو سره جګړه کوي ، له بل پلوه د هغوی نومونه ، جامې او جنډې د داعش په نوم ور بدلوي ، افغانستان ـ اوله افغانستانه آخوا دسیمې نور هېوادونه د اسلامي خلافت په نوم ور باندې تهدیدوي ، او په کندوز ، زابل او فراه کې خو بیا وسلې او مهمات ور ته غورځوي . په هلیکپټرو کې یې له یوې سیمې بلې ته وړي چې ټولې رسنئ هم پرې خبرې دي .
نهم : ـــ  له یوې خوا په افغانستان کې اداري فساد ته لمن وهي ـ او له بل پلوه د افغانستان په اړه د ټولو نړیوالو کنفرانسونو ټولې پیسې همدوی بېرته دېوالي او کنګل کړې دي  . پوځي ټول قراردادونه همدوی له افغان مافیایي عناصرو سره د حکومت له خوښې پرته کړي دي ، او بیا وایي چې په افغان حکومت کې پراخ فساد شتون لري .
لسم : ـــ  له حکومت سره موازي یې بل ( ان جي او ) یي حکومت جوړ کړی ، د مرستو ډېره برخه هغوی ته ور کوي ، او بیا وایي چې په افغان حکومت کې کدرونه شتون نه لري .
یوولسم : ـــ د افغانستان په اړه د نړیوالو مرستو ډېره پراخه برخه پرخپلو پوځیانو باندې لګوي ، ځکه د هرعادي عسکر او قرار دادي کمپنیو کلنی معاش ( یو مېلیون ) ډالره اټکل شوی . خو افغان عسکر بیا د میاشتې تر (۱۵۰۰۰) افغانۍ زیات معاش نه لري ، په داسې حال کې چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې هم افغانان وجود لري .
دوولسم :ـــ نړیوالو ځواکونو له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه چې موږ به د افغانانو ، افغان خاورې او افغان سرحدونو ساتنه کوو . خو اوس چې مالومه شوه همدغه بهرني ځواکونه پردیو ته پر افغانانو ، افغان سرحدونو او افغان خاوره  باندې  د بریدونو زمینې برابروي . د افغان سر تېرو سرونه ور باندې پرې کوي .
دیارلسم :ـــ  کله چې افغانان خپلمنځي سولې ته سره نږدې شي ، په کور د ننه ـ او له کوره د باندې مخالفتونه زور واخلي او د سولې ټولې خبرې ګډې وډې کړي . چې دا بیا د پردیو استخباراتو سیاسي اړخ تشکیلوي .
څوارلسم : ـــ  مدني ټولنې ، د بشر حقوق او آزاده  مېډیا بل سرخوږی دئ چې تشخیص او مدوا ور سره درک نه لري ، ډبل پنډونه اخلي او ملت او دولت یې په سړه جګړه سره اخته کړي . خو د بیا رغولو یو فورمول یې هم تر اوسه پورې حکومت ته نه دئ ور کړی .
ددې ټولو نتیجه دا کېدای شي چې افغانان دې نور که په هر ځای او هر موقف کې دي خپل اختلافات سره یوې خوا ته کړي . ټول دې سره یوه خوله شي . دا هېواد په پردیو شومو پلانونو ړنګ شوی . خو په خپلوکورنیو  رغنده پلانونو به انشاءالله جوړېږي . اې افغانانو ! حکومت ، خاوره ، نظام  ، قانون ، خپلواکي ، ځمکنۍ زېرمې او ټول خاموش اکثریت ستاسې دي . له خپلو دغه هستیو څخه پر خپل وخت سمه او پر ځای ګټه پورته کړۍ! مه پرېږدۍ چې پردي نور ریشخند او ملنډې در باندې ووهي . یا مو له خاورې ناوړه ګټه پوره کړي او د تېر په څېر د افغانانو له خوښې پرته پر موږ باندې د خپلې خوښې حکومتونه را وتپي چې بیابه هم زموږ ټولو حال هماغسې وي لکه پخوا چې ؤ . ټول سره کښېنۍ خپلمنځي سوله سره وکړۍ . او یو په کار پوه صادق او مدبر حکومت سره جوړ کړۍ . تر څو په افغانستان کې پردیو پلانونو او ملي ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي .