د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښځو دنړيوالې ورځې په مناسبت

مجيد ژړاند 11.05.2015 23:00

دا چې ښځې دهيواد په پېښليک کې داسې سټې دهيواد دچوپړ لپاره وړاندې کړي دي، چې ګران هيواد تاريخ يې ځلولی دی.
که احمدشا بابا دهرهټيانو نه دپاني پت ميدان ونيو، نو ملالې هم کلونه وړاندې دميوند په دښته کې په خپلو سرو منګولو بيرغ اوچت کړ، دافغان ځلميانو جذبه يې راوپاروله، دفرنګ لښکر تيت وپرک شو، همدغه ډول دملي قايد او مشر مور نازو انا هم خپل زوی وروزل، ميرويس نيکه دګرګينيان مات او دملي حکومت اعلان يې وکړ.
موږ او تاسو اوس هم لا ښځو ته هغه اسلامي حقونه نه دي ورکړي، کوم چې ورته اسلام مبارک دين ځانګړي کړي دي، همدارنګه دزدکړې حق، دخپل راتلونکي دانتخاب حق زموږ ټولنې ترې اخيستي دي.
هغه مهال موږ باید دغه ورځ ولمانځو، چې زموږ مېندي دزوی سرته ساندې ونه وايي، په داسې حال کې ددغه ورځې لمانځل خوند کوي، چې يوه خور دخپل ورور دمرګ اواز نه کړوي، په داسې وخت کې موږ باید دغه ورځ ولمانځو، چې مېرمن دخپل خاوند شناختو ته اوښکې تويي نه کړي، په داسې وخت کې موږ باید دغې ورځې دلمانځنې تابیا وکړو، چې لور دخپل پلار دراتلو په تمه کلونه، کلونه انتظار کوي.
تر هغه چې خپلو خوېندو ته دزدکړې حق ورنه کړو، څنګه چې داسلام مبارک دين دښځې په زدکړه ټينګار کوي، تر هغو به له ستونزو سره لاس او ګرېوان يو.
که مو چېرته خوېندې لوستي وي، نو هغوی خپل ماشومان په ډېره ښه روحيه سره روزلی شي، هغوی خپل راتلونکي ته په کتو سره خپل ماشومان روزي.
همدغه ډول که مو خوېندو ته دګډ ژوند دانتخاب واک ورکړل شي، په کورنيو کې دکورني تاوتريخوالي ټغر ټوليږي، چې نن يې ټوله ميډيا په سر اخيستې ده.
کله چې موږ خپل اسلامي حقونه ښځو ته ورکړل، نو هغه مهال مو دمور ورځ ولمانځله، هغه مهال موږ مور ته په درنښت قایل شو.
نه دا چې دښار په کوڅو کې په خپلې خور پسې کاڼې واخلو، دهغوی دوژنې نه خوند واخلو، هغه وسوځوو، په صحرايي محکمو کې محکمه کړو، داسې په لسګونو نورې ورته کړنې دي، چې باید له دغه ډول ستونزو څخه ښځې وژغورل شي.
په دروغو دورځې لمانځل څه مانا لري، په لرې کليوالي سیمو کې ښځې دزېږون پرمهال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي، په لرې پرتو سيمو کې ښځو ته دنوکرې په سترګو کتل کېږي، په لرې پرتو سيمو کې ښځې د زورزياتي قرباني دي.
ترهغه چې مرکزي دولت دمېرمنو ژوند ته په خاصه توګه پاملرنه ونه کړي، دافغاني عنعناتو په نظر کې نيولو سره دښځو دحقونو لپاره مبارزه وکړي، زه باور لرم، چې دښځو حقوقو ته ټول خلک ژمن دي، دولت باید دزېږون پر مهال په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي مرکزونه جوړ کړي، دولت باید يواځې دښار دمېرمنو ژوند دکلي دمېرمنو له ژوند سره پرتله نه کړي، دولت يې باید دزدکړې غم وکړي، دولت ورته باید هغه ټولې اسانتياوې برابرې کړي، چې داساسي قانون له مخې ورکړل شوي دي.
باید په خواشينۍ سره ووايو چې په ښځو تر ټولو زيات زور زياتی په شمالي ولايتونو کې دخپلسرو وسله والو ډلو له لورې دی، دولت باید دغه کسان دبشري حقونو دسرغړوونکي وبولي او په خپله سزا يې ورسوي.
دښځو چارو وزارت او اړونده رياستونو په سيمو کې دمېرمنو دژوند دښه کېدو لپاره څه کړي دي؟ څه کول ورته پکار دي، په تشونومونوو او کمېسيونونو هيڅ هم نه کېږي.
دکابل په ښار کې پر يوې بېوزله نجلۍ څولنډغر لاس پورته کوي ، پوليس يې ننداره کوي، که دغسې حالت روان وي، نوتر دې هم دمېرمنو ژوند خرابېدلی شي، دهر کال په تېرېدو سره دکورني تاوتريخوالي قضيې ډېرېږي او دا په هغو سيمو کې کېږي، چې هلته خلک دعامه پوهاوي په برخه کې هم مالومات لري.
که دولت دمېرمنو دښه ژوند لپاره ژمن وي، نو باید لاس په کار شي، تر څو ښځې چې دهيواد په موجوده ناورين کې يې تر هر چا ډېره قرباني ورکړې ده، باید زیات پام وشي.
دولت باید دروغتيا او پوهنې په برخه کې افغاني مېرمنو ته دزړه له اخلاصه کاروکړي، هغه مهال دې بیا دمېرمنو( مور ) ورځ ولمانځي.