د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا پر فساد اخته او پر فتنو ککړکسان د اصلاح وړ دي ؟

محمد انور ولید 10.05.2015 12:15

په یوه کورنۍ ، یوه کلي ، یوه ؤلسوالۍ ، یوه ولایت ، یوه هېواد ، یوه سیمه اوبالآخره په ټوله نړۍ کې هغه د مخه پلان شوي پټ شیطانتونه ، بهتانونه ( درواغ ) ، چغلۍ ، او پټې دسیسې چې عامه ذهنیتونه یو د بل په وړاندې مغشوشوي ( شک او شبهې اچوي ) او عامه مثبتو افکارو ته منفي ذهنیت ورکوي ، فاصلې را ټوکوي ، یو د بل په وړاندې د تفاهم دروازې تر هغو پورې ور تړي چې د سړې او یخې هوا په څېر له یو بل سره په ټکر او تصادم کې واقع شي ، تر څو د تودې جګړې پړقنده تالنده برښنا ، غیر مترقبه اورښتونه او تندر ور څخه تولید شي ، مرګ ژوبلې یو بل ته سره واړوي ، او به خړې کړي اود فساد او فتنو اچولو عاملین په کې خپل کبان ونیسي  او په پایله کې یې پر څو ټوټو سره ووېشي .  هو ! همدغه ډول پټو پروژو جوړولو او عملي کولو ته فساد او فتنه ویل کېږي .
خو هرفساد او هر فتنه تر شا یو یا څو عاملین او انګېزې لري چې پرته له عاملینو او انګېزو څخه د فساد او فتنو مینځته را تګ هم ناشونی دئ . ځکه چې په بیا رغونه او ورانیو دواړو کې علت او معلول یو اصل دئ چې د هغو دواړو له موجودیت څخه پرته د فعل تر سره کېدل امکان نه لري . او فعل د فاعل او مفعول د موجودیت په صورت کې تر سره کېدای شي .
د بېلګې په توګه : تر هغو چې وجود ـ او په وجود کې د ننه جوړښت کومه کمي او کاستي ( ستونزه ) و نه لري ، او یا له بهر څخه له کوم ټکر او تصادم سره مخ نه شي، د ضعف ټکی په کې نه وي ، بې عیبه  اوپه نارمل ( عادي ) حالت کې وي ، هېڅکله هم وایرس په وجود کې ځاله نه شي جوړولای . خو که چېرې کومه بېرونۍ یا داخلي عارضه او ستونزه ور پېښه شي ، په داسې حالت کې بیا محیطي باکتر یاوې له هرې خوا یرغل ور باندې ور وړي او د وجود په تر ټولوضعیفه نقطه کې  سنګر نیسي او د انتي باډي د داخلي لښکرو ( سپیمو او سرو کُرویاتو ) په وړاندې د مرګ یا بریا تر بریده په جګړه باندې سره لګیا وي . تر څو یا ټو ل وجود مېکروبي شي او د وجود فطري نظام ته تغیر ور کړي ، او یا هم ټول مېکروبونه د  (کُرویاتو) په وړاندې په دغه جګړه کې خپلې ککرې وخوري او مړي یې د وریمونو ( زوو ) په څېر له وجود څخه د باندې را ووځي . خود خانه ټکانۍ په دغه سیالۍ کې  د ژوبلو سلولونو او حجراتو ځای نویو سلولونو ، حجراتو او انساجوډک کړی وي . خو دصحت ددې پروژې د تطبیق ټول کارونه د ځیرک ، متخصص او خواخوږي معالج طبیب په بشپړ تشخیص ، روغې نسخې او مدوا ( در ملنې) پورې اړه لري . چېرې نه چې د سترګو د درد پر ځای د زړه یا هډوکو دوا ورکړي ، د سېرومو پر ځای ملتین ور پېچکاري کړي ، او د تابلېتو پر ځای د موږکانو او نورو حشراتو زهرجن کېمیاوي مواد ور کړي ، او یا لږ تر لږه خپلې تر وخت تېرې دوایانې ور باندې وپلوري چې دا بیا خپله روغ وجود ته زهر دي .
فساد یو داسې عمل دئ چې عامل یو ځل ور باندې ککړ او معتاد شي ـ نو بیا یې پرېښودل او درملنه ډېره ستونزمنه ده . ځکه فساد د یوې ټولنې او سیستم په وجود کې لکه د کنسر ( سرطان ) ناروغي په ډېره چټکۍ سره وده او تکثر کوي ، او ټو لنه یا سیستم له رکود ، زوال او سقوط سره مخ کوي .
پر فساد اخته کسان هېڅکله نه غواړې چې د یوه سیستم او نظام له اصولو سره سم دې خپل اړوند کارونه پر مخ یوسي ، بلکي هغوی ته تر خپلو مفاداتو پرته بل هېڅ شی ارزښت نه لري او نه په ارزښت ور ته قایْل دي . مفسدین مفسدین دي . الله تعالي ور ته د مفسد فی الارض لقب ورکړی . ځکه چې ددوی کار او نمونه تل د ځمکې پر مخ یوازې ورانی دئ او بس .
 فساد ته هېڅکله خدمت نه شي ویل کېدای ، او نه خو کوم مفسد فی الارض چېرې د چا خادم او خدمتګار جوړ شوی دي . ځکه د هغوی پېشه یوازي ورانول دي ـ نه جوړول . دوی معتاد دي . او عادت تر مرګ پوري له معتادانو سره ملګری وي ، ځکه پیغمبر ( ص ) ویلي چې : عادت په مرګ ورکېږي . دوی مالي او ځاني دواړه تاوانونه خلکو او حکومتي سیبستم ته رسوي . د ټولو روغو او عام المنفعه ملي تأ سیساتو په ورانولو کې تل انسان ، ټولنې او سیستم ته زیانونه او تاوانونه دي . چې هغه هېڅ سلیم عقل نه منلی او نه هم رغملای شي .
خو فساد څو ډوله دئ :
لومړی : دکورنۍ ،کلي او ټولنې فساد : ــ  دا هغه فساد دئ چې په کور کلي او ټولنه کې  د ننه د خپل کورني ، کلیوالي او ټولنیز نظام او معاشرې د تباهۍ سبب جوړېږي ، کورنۍ ، کلي او د ټولنې ټول اړوند ارزښتنونه ، روا او معروف دودونه ، او ټولې مادي او معنوي لاسته راوړنې په خطر کې غور ځوي ، چې بالآ خر ه کورنۍ ، کلي او ؤولسونه د ورکېدو او فنا کېدو پر سیند ور لاهو کوي . خودا کار فساد پېشه ګانو ته هله شونی دئ چې په کورني او کلیوالي نظام کې خلل پیداشي . علم ته شا او پوډرو او منفي اعمالو ته مخه کړي  .  مشر او کشر او متقابل احترام وجود ونه لري . د نارینه ، ښځینه ، سپین ږیرو او ماشومانو قومانده یې له بهره د کلي د خود سریو او بې بندوباریو له دفتره ور باندې تحمیل وي . ښځې ، ماشومان او ځوانان یې د بل چا له خوا لوبول کېږي . غلاګانو ، اخلاقي فساد ، دوراغو ، چغلیو ، جواريګریو، نڅاوو ، جنګ جګړو ، وژنو او نورو قبیحه اعمالو تر سره کولو ته هڅول کېږي .  
دوهم : اخلاقي فساد :ــ دا هغه فساد دئ چې یوازي ماشومان او ځوان کول ( نارینه او ښځینه ) دې کار ته په لوی لاس تنبیه کېږي او هڅول کېږي . ددې کار تنظیموونکي هڅه کوي چې د یوې کورنۍ ، یوې ټولنې ، یوه هېواد او یوې سیمې وګړي لومړی یې پر غیر اخلاقي کارونو معتاد ـ  په ټولنه او سیمه کې یې حیثیت ، عزت  او وقار ته صدمه پرې ورسوي ، بې وزنه یې کړي او بیا یې ځوانې انرژۍ په منفي او مبتذلو خواوو او میکدو او ساقي خانو کې د عمر تر پایه ور باندې استعمال او مصرف کړي . له خپلو فردي او ټولنیزو کارونو او مسؤولیتونو تر سره کولو یې پرې را وګرځوي .
ددغه ډول فساد خوروونکي دا د ځا دنده ګڼي چې د ټولنې یوه زیاته برخه د دیموکراسۍ تر شعار او سؤ استفادې لاندې تر خپل پو ښښ لاندې راولي او وارداتي پردی فرهنګ د یوې منل شوې پدیدې په توګه د علمي او روزنیزو نهادونو په بدل کې  زموږ په ټولنه باندې ور وتپي . چې بیا دا فساد آن دولتي سیستمونو ته هم ور انتقال شي ، تر څو هلته دولتي لوړ پوړي او ټيټ پوړي چارواکې ددې ساري نارغیو په تبه ونیسي او د ملي کارونو تر سره کولو پر ځای خپلو عیاشیو ته لومړیتوب ورکړي ، تر څو حکومتي نظامونه د خپلو شومو اهدافو او نقشو پلي کولو له پاره د عیاشیو په مستو څپوکې ور ډوب ـ  او هېوادونه له دې لارې تسخیر کړي . ځکه اخلاقي فساد هم یوه پردۍ پدیده او لویه حربه او ضربه ده .
خو دا ډول فساد هم څو اړخونه لري :
 الف :  د زنه که بازۍ او بچه بازۍ اړخونه د خپلې جنسي غریضې د اشباع کولو او اېډز د لا علاجه ناروغۍ د خورولوپروژې .
ج :  پر ماشومانو باندې د جنسي تېري پروژې .
د  :  دکورني تاو تریخوالي په پلمه د ښځينه ځان سوځونې ، وهلو ټکولو او وژلو پروژې .
و :  په پردیو اردوګاه وو کې د جینکو او تنکیو ځوانانو د استخدام پروژې .
درېیم : اداري فساد : ــ په دغه ډول فساد کې له اختلاس او رشوت څخه نیولې بیا آن تر امنیت خرابېدلو او نورو معاملو پورې هرڅه شامل دي . ځکه د نظام ټينګښت او سستوالی ټول په اداره او مدیریت پورې اړه لري . او اداره او مدیریت یوداسې سمندر دئ چې هرې خواته نهرونه او ویالې ترې بهېدلې دي ، که ددې اداري سمندر اوبه خوږې او رڼې وي ، نو د نهرونو اوویالو اوبه یې هم ور سره خوږې او رڼې وي ، او که دا اوبه ترخې ، تروشې ، خړې او بد خونده وي نو د ویالو او نهرونو اوبه یې خامخا ور سره بې خونده ، تروشې او خړې وي . لازمه ده چې په سر کې مدیریت سم وي . ځکه سم مدیریت د سم نظام په چلولو کې رغنده رول لوبولی شي او بس .
ک  : په هېواد کې د ننه د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دوښمنانو له خوا د ماینونو د پاشلو او کرلو پروژې .
ط :  په جګړه کې د زهر جنو کېمیاوي ، ذروي او بیلوژیکي وسلو د کارولو او ټرېنېنګ  پروژې .
ل  : د هوا او اوبو د ککړتیا پروژې .
م  :  د صحي تخنیکي مافیایي کارونو( د بدن د غړیو قاچاق او پلورلو ) پروژې .
و  : د سړي تښتونو او وژلو پروژې .
ق  : پر ډله ییزو خطرناکو وسلو سره د ډله ییزو وژنو پروژې .
خ : زموږ په خاوره کې د اتومي توپالو د اچولو او ښخولو پروژې .   
پ  : د اداري فساد ( غلا یا اختلاس، رشوت ) پروژې .
ت : په دیني او علمې اړخونو کې د ناروا تصرفاتو او ناسم قراءت پروژې .
ح  : د وطن د بچیانو د تعليم په وړاندې د ډول ډول بندیزونو پروژې .
ذ  : په هېواد او سیمه کې په خپل سر د وروڼو قامونو د بېلولو ، بل ته د هغوی د ور هبه کولو او په زور سره د هغوی د اېل کولو پروژې .
ر : د پردیو او خپلو په لاس د ملي زېرمو د غلاکولو پروژې .
ز  : په پرد ۍ خاوره کې د جنګ جګړو جوړولو او نفاق اچولو پروژې .
چ  :     د ترورېستانو د ترورېستي او تر هګریزو بریدونو د تر سره مولو پروژې .
  س : پر افغان ماشومانو باندې د انتحاري واسکټونو د ور اغوستلو پروژې  .
ب : د جګړو د زور شدت له وېرې د افغانانو د کډه کولو پروژې .
ش  : پر افغان سوداګرو باندې د سوداګریزو لارو د تړلو پروژې  .
ص : د سولې په مخ کې د خنډونو جوړولو پروژې .
دا ټول هغه لاملونه او عوامل دي چې زموږ هېواد  ، نظام او هېوادوال همدا اتوس ور سره لاس او ګرېوان دي . د مخنیوي او ورکېدو ذمه واري یې د ټول ملت او حکومت دواړو پر غاړه ده . که چېرته زموږ په هېواد کې د فساد او فتنو عاملین او لاملونه تشخیص نه شي ، مخه یې ونه نیول شي ، نو تل به زموږ په کور کې پردۍ تپل شوې جګړې روانې وي ، هېواد او نظام به زموږ له خطر سره مخ وي ، هر ډول معاملې به پر موږ باندې کېږي ، خو قرباني به هم زموږ هېواد وال ور کوي ، او ګټې به د نورو وي . مو ږته یې هېڅ ګټه نه شته . حکومت دې د فساداو مفسدینو په مخنیوي کې تر بل هر څه مخکې اړین او کوټلي عملي ګامونه وا خلي . که نه نو وخت به پرې تېر ـ او تاریخي پړه به یې ددوی پر غاړه وي . ځکه مسؤوله مرجع همدا اوس همدوی دي .