د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څیرې ګریوان

نجیبه احمدزۍ 10.05.2015 13:04

یو زه نه یم ستا په مرگ با ندې جهان خپه دی
تا پسې مورې لاندې ځمکه پاس آسمان خپه دی
ستورې په وریځو کې پت شوې ډیر خپگان د لاسه
تا پسې مورې توره شپه او روڼ صبا خپه دی
مرغان اوس نه راځې باغچو ته د نغمو لپاره
تا پسې مورې هر مرغه بلبل بورا خپه دی
سیندونه اوس د مستې شور مستی ځپې نه وهې
تا پسې مورې ټول سيندونه هر ابشار خپه دی
زړونه گوګل کې د خپکان نه درزهارۍ کوې
تا پسې مورې هر یو کاڼۍ د بیدیا خپه دی
ټول ارمانونه په سلگو دې چې نیمګرې ماتې
تا پسې مورې پاتې هر ټپې ارمان خپه دی
نن خاموشې په وچو شونډو د هر چا خپره ده
تا پسې مورې لمدې سترګې لوند ګریوان خفه دی
مونږ ته دی پريښودل یادونه په خالې انګړ کې
تا پسې مورې نجیبه او هر انسان خپه دی