د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخلاقیت مفهوم

دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه ( هاشمی ) 09.05.2015 12:19

دټولنی ټول وګړی دی خپل نظریات ،پیشنهادونه ،دنظام دجوړیدوپه هکله  ولیکی
قرانکریم داسی فرمایی :
 ژباړه  :الله ج به دهیڅ قوم حالت بدل نکړی ترڅوقوم پخپله خپل حالت بدل نکړی .سوره رعد۱۱ ایه

لیکوال: دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه ( هاشمی )


خلاقیت (Creativity  ) دانسان په فکر کی دنوی فکراو تحولاتودوامداره حرکت ته خلاقیت وایی .
یاپه بل عبارت دنوی اختراع اوتصور ایجاد دی ،دتازه اویا انعطاف قبولو ل دی .
ټول انسانان که څه هم سره ډیر توپیرونه لری خولرونکی د خلاقیت دی په دی معنی چی دخلاقیت کلیمه منحصردیوتیزفکره شخص نه دی معلومه ده چی استعدادونه ،فکری توپیرونه ، فزیکی توپیرونه سره جلا اویو شان نه دی . الله ج لوی حکمت په همدی کی دی چی ټول خلک وکړی شی په ټولنه کی ژوند او خدمت وکړی .
خلاقیت د استعدادونو او ذوقونو ظهوردی .مهمه داده چی په دی سمت حرکت وشی ، له یوی زاویه نه دغیرمعمولی منظری اومسایلودید دی .
دخلاقیت ضرورتونه چی باید وکتل شی :هدف،انګیزه، تخیل،خلاق تفکر،تیزفکری، پوهه،مهارتونه ،اودکارکړنه ده .
ځینی کسان چی تاسو فکرکوی چی یو خلاق شخص دی اوپه ټولنه کی مشهورشوی دی هغه نه شی کولی چی معجزه وکړی ګورو چی هیواد هره ورځ دنابودی کندی ته په بیړه روان دی .
مونږنه شو کولی چی دپخواوختونو ناکامی تجربی تکرارکړو دجنګ اقتصاد دسولی داقتصادسره ښکاره توپیرلری مونږباید داوسنی حالت اوجنګی شرایطوسره دمقابلی خلاق سیاست دهیواد دجنګی شرایطو، منطقوی شرایطو او دخلکو دعینی او ذهنی شرایطوسره سم وکاروو او د بهرنیو نظریات ، بی مورده حرکت اودستورونه که څه هم دمنلو وړنه دی ونه کاروو اوکارول یی دمشرانودناکاره مدیریت زیږنده ده .
خلاقیت په همدی کی دی چی بهرنیان اوهیوادوال دواړه قانع کړی شی .
دولتی لوړرتبه چارواکی دی دخلکو ،حکومت ،شورا او ولسونو څخه دی مشوری واخلی اوپه خپل عقل دی نه غره کیږی .
غالباً دقضاوت طبع اودخلاقیت طبع همیشه په جنګ کی وی دخلکو ضرو رتونه ، نوی مفکوری چی دقضاوت دستګاه مختل کوی دمنلو وړنه دی که څه هم خلاق فکربه کیدای شی یوه اختراع کړی وی .
پوهاند اودنظرخاوندان په خلاقیت کی سن نه منی ،تحصیلات نه منی ،طبقاتی توپیرونه نه منی ،دجنس توپیرونه نه منی ،په حقیقت کی خلاقیت تیزفکری پوری اړین نه دی .
په کلی کی دیو کلیوال بزګرنظرچی وایی ما دملاصاحب نه اوریدلی که خدایان دووایی دنړی نظام ویجاړیده ، په همدی منطق وایی په هیواد کی پاچایان دو دی ځکه نظام خراب دی .
 پاچاکه کافر یا مسلمان وی خوکه یو وی ناامنی به کمه شی مثال یی دتیروختونو حکومتونه اوو . بیاوایی که هرڅه وه خونظام خواوو اوس خونظام نه شته .
۱+۱=؟
منفی فکرونه دچاروجوړونکی نه دی په عصبانیت ،دنوروعیبونه لټول ساده او اسانه کاردی چی یواځی نا امیدی منځ ته راوړی نو زه پوښتم د ناتوانی احساس د کومی ستونزی حل کیدی شی ؟
راځی په ګډه فکروکړو داوسنیو ناامنیو،ګډوډیوپه هکله منفی خواته کتل ګټه نه لری دټولنی ټول وګړی دی خپل نظریات ،پیشنهادونه ،دنظام دجوړیدوپه لوری ولیکی دا چی څه کاره یاست متعلم ،محصل، مامور ،سرتیری ،افسر، انجنیر، داکتر ،بزګر ،کارګر اویاپښ اوترکاڼ یاست خپل نظرونه موشریک کړی .
قرانکریم داسی فرمایی :
 ژباړه  :الله ج به دهیڅ قوم حالت بدل نکړی ترڅوقوم پخپله خپل حالت بدل نکړی . سوره رعد۱۱ ایه