د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وروستي اقدامات دهیلمندۍ وړ دي

حقیق 06.05.2015 21:45

جمهور رئیس غني  په خپلو وروستیو وینا وو کې په تیره بیا دایران او هند هیوادونوته له سفر وروسته خلکو ته یوشمېر وعدې ورکړې چې دادې هره ورځ ددغو وعدو او ژمنودمقدماتو  دعملي کیدو لړۍ دوام لري .
جمهور رییس په دا تيرو نږدې دوو اونیو کې  داسې یو شمیر مهمې غونډې په هیواد کې دبیلابېلو برخو داړوند ادارو او څانګو سره ترسره کړې چې ددغو غونډو دفیصلو په عملي کیدو سره به مهمې پرمختیاوې رامېنځته شي .
د ملي تدارکاتو د کمیسیون په  اونيزه ناسته کې  له ټولو  ادارو غوښتل شوي چې د ارزول کېدونکیو قراردادونو په اسنادو کې د قراردادي شرکت د شالید او کاري وړتیا په اړه هم معلومات وړاندې کړي او د یوه شرکت لخوا د څو څو قراردادونو اخیستل کېدلو لاملونه روښانه کړي. او دهمدې کمیسون په فوق العاده غونډه کې دهوایی ډګرونو دامنیت په اړوند پریکړه شوې .
 دغه راز په ارګ کې دجمهور رییس په ګډون مهمه غونډه کې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو د حل کمیسیون هم جوړ شو.په  هغه فرمان کې  چې په همدې اړوند صادر شوی راغلي، کمیسیون موظف دی چې د درې میاشتو په موده کې د کوچیانو د ملکیت اسناد وڅېړي، په ټولو سیمو او ولایتونو کې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې وړ املاک تثبیت او د کوچیانو د اسنادو د تائید او د هغوی د ملکیتونو د تثبیت په صورت کې دې  د کوچیانو د ځمکوالۍ لپاره د حل لاره وړاندې کړي.
دیادولو ده چې د کوچیانو او ځایی خلکو ترمنځ ستونزې ان دجګړې او شخړو تربریده دا څوکلونه کېږي چې تکراریږي او ورته دحل لاره نه ده موندل شوې .
دعامې روغتیا په اړوند غونډه  دکډوالو او راستنېدونکو کسانو دچارو په اړوند غونډه  او د ځمکې او اوبو شورا غونډه . نورې مهمې چارې دي چې ولسمشر ورته پام کړی اوپه وروستو ورځو کې یې په هکله غونډې ترسره شوي او هدایات ورکړ شوي  . د ځمکې او اوبو د تنظیم چارې  چې په دا تېره موده کې یې ستونزې لرلي  او که دا لړۍ همداسې دوام ومومي نورې ډېرې ستونزې به هم پیداشي. جمهوررییس د ښاري پراختیا په هکله هم مهمه غونډه رابللې وه او دکابل دښار دپراختیا ، دلویو لارو دجوړولو ، دچاپیریال ساتنې او دښار له منیځ څخه ددولتی دفترونو دلیږدپه هکله یی لارښوونې کړي دي.
له پورتنیو جزییاتو ښکاریږي چې ولسمشر ټینګ هوډ کړی څو چې کورنیو چارو ته په تیره بیا عامه نظم اواقتصادي چاروته لاډیره پاملرنه وکړي او چارې په دې برخه کې تنظیم کړي .
اوس یی وخت هم دی ځکه کابینه بشپړه شوې ، بهرني سفرونه ترسره شوي ، لومړنی چارې په ډیر برخو کې ترسره شوي نو اوس دعمل  برخه ده په تیره بیا دهغو ژمنو چې ولسمشر له خلکو سره دخپل انتخاباتی کمپاین په وخت کې کړي . خو څه ډول چې ویل کیږي په یوه ګل نه پسرلئ کېږي نو یواځې دولسمشر په هڅو هم هرڅه نه سمیږي باید چې ددولت ټول چارواکي په تیره بیا کابینه او غړي یې لکه دولسمشر غوندې خپلې چارې ګړندی کړي او دخلکو هیلې پرځای کړي.
واقعاْ کومې موضوع ګانې چې ولسمشر دهند له سفر څخه وروسته او مخصوصا په دا تېرو څو ورځو کې وړاندې  ورځو کې پرې تم شوي ډیرې مهمې دي ، که هغه دښاری برخو تنظیم دی که هغه ملي تدراکات دي ، که هغه دکوچیانو او دهیشنو مساله ده او که هغه دعامې روغتیا برخه ده ټول یی مهم او دخلکو په ورځنیو چارو کې اړین دي نو په کارده چې په غونډو کې شوې فیصلې او ژمنې عملي شی او په دې برخو کې ولس ته عملي بیلګې وړاندې شي.
لازمه ده چې اجراییه ریاست هم په دې برخوکې لاس ترزنې کښېننی او ددولت اجرایی چارې هغه ډول چې دخلکو غوښتنه ده پرمخ بوځي . ترکومه ځایه چې لیدل کیږي ولسمشر دخپلو ورځینو چارو لپاره منظم پلان لري چې دهغه له مخې عمل کوي او یوه چاره په بله چاره پسې ترسره کوي نو لازمه ده چې اجراییه شورا او هم ټول دکابینې غړي خپل لنډ مهاله ، منڅ مهاله او اوږدمهاله پلانونه ولري او یوپه بل پسې یې تعقیب کړي او په اړوند یې باید ولس ته راپور هم وړاندې کړي .
په دې وروستیو ورځو کې سره له دې چې دهوا په توديدو سره دهیواد په یو شمیر سیمو کې امنیت خراب شوي او دوسله والو مخالفینو فعالیت ډیر شوي خو دا په دې مانا نه ده چې دولت نو لاس ترځنې کیني او راتلونکو چارو او نورو مهمو چارو ته متوجه نه شي.
خلک هیله من دی چې ددوی دژوند په حالت کې بدلون راشي ، امنیت یې دسولې او امن دفضا په رامېنځته کېدو سره تأمین شي ، ښاري ژوندیې  د نړۍ دنورو هیوادونو سره برابر شي ، دملي تدراکاتو په شفافیت سره د فساد مخنیوي وشي ، نور دکوچیانواو ځایی خلکو ترمنځ چې ډیری وخت یې دخلکوسوله او امنیت له مېنځه وړی او دقومونو ترمنځ یې نفاق ته لمن وهلې له مېنځه ولاړ شي ، دځمکو او اوبو لګولو حالت يې چې داقتصاد او زراعت د پیاوړتیا لامل ګرځي ښه شي. چې دولسمشر وروستی اقدامات همدغو موخو درسېدو لپاره خلک هیله من کوي. خو اصلي خبر په عملي چارو او داسې چارو کې ده  چې پایلې ولري او خلک دژوند دښه والي حالت په سترګو وګوري هغه وخت به اعتماد پیاوړی شي او بریالیتوب به مو نصیب وي.  په همدې ډول خلک هیله لري چې ورته اقدامات نورهم ترسره شې او ټولې ستونزې او اړتیاوې ورځ په ورځ وڅیړل شي او دحل لارې چارې ورته برابرې شي.
----------------------------------------------------------------