د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلامي دولت (داعش) پلويانو ته

يورګون تودن هوفر 06.05.2015 21:41

ليکوال : يورګن تودن هوفر
ژباړن : محمدکريم نور

په "اسلامي دولت" (داعش) کې مې ځينو له ستاسو سره مې په ساعتونو ساعتونو بحث وکړ .سربېره د غرب پر ډېرو ظلمونو تاسې ته وايم چې :
تاسې د دې رښته (حق) نه لرئ چې د نړيوال دين، اسلام، حيثيت ته د روحي ناروغانو په څېر په قتلونو، د نورو دينونو په له منځه وړلو او د غلامۍ په بيا راژوندۍ کولو تاوان ورسوئ . ستاسې په نارواوو سره هېڅوک دومره نه خوشحاله کېږي لکه د اسلام بې شمېره غليمان . ځينې وخت سړی داسې فکر کوي چې دوی (د اسلام غليمانو) په خپله تاسې راپيدا کړي ياست .

دا منم چې تاسې د ځوانۍ د خوشباورۍ او ناخبرۍ، ايديالېزم او له دې امله له اسلامي دولت (داعش) سره يو ځای شوي ياست چې د غرب ويجاړوونکي جګړه مار سيايست په قهر او غوسه کړي ياست، خو که په خلاصو سترګو په نړۍ کې وګرځئ، پوه به شئ چې هر شل کلن چې کلاشينکوف يا چاړه ورسره وي، نه شي کولای چې د يوه قاتل او خوني قاضي په توګه د نورې نړۍ پر سر وګرځي. که څوک په ريښتيا سره دا فکر کوي چې دغه کړه وړه اسلامي دي، نو يوه ښه ډاکتر ته دې ورشي او ځان دې د څو – شخصيتونو او شخصيت بدلېدونکي روحي ناروغۍ معاينه کړي .

که په ريښتيا سره اسلام پر تاسې اسلام ګران وي، نو اجازه نه لرئ چې دغه خوني لوبه نوره هم وکړئ . ابوبکر البغدادي ستاسې له ارمان او ايدياليزم څخه ناوړه ګټه واخيسته چې د خپلو ملګرو لپاره واک ونيسي . د اسلام پيغمبر حضرت محمد ص به وار له وړاندې پر ده کلکه نيوکه کړې وای او دی به يې رد کړی وای .

تاسې خپله لاره ورکه کړې ده . تاسې بايد داسې لارې پيدا کړئ چي دغه لېونتوب ته پایټکی کېږدی او د داعش اسلام ضده شخصي عقيدې (ايديالوژۍ) پر وړاندې ودرېږئ . که اړين وي، نو د خپل ژوند په بيه هم . بيا به په ريښتيا سره تاسي اتلان وئ . بس کړئ، نور اسلام مه بدنامه کوئ . د اسلامي دولت (داعش) پر ضد ودرېږئ . اسلامي دولت د اسلامي بدنامي ده، په ټوله مانا سره ناروغي ده .