د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناقانونه کډوالو په وړاندې نوی طرحه تصویب شوه

یاسر الهاشمی 06.05.2015 11:48

د اپريل مياشتې وروستې لس ورځې اروپا ته د تلونکو کډوالو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځې وی، په دغه لسو ورځو کې څه د پاسه (۱۲۰۰) کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ډیری ناقانونه کډوال د قاچاقبرانو په خبرو دوکه کيږي او پداسې بيړيو کې د مديترانې په سمندرګي کې سفرونه کوي چې په سمندر کې د تګ وړ نه وي. همدا لامل ده چې په ډیری مواردو کې دغه بيړی په سمندر کې ډوبيږي. تر ټولو مهمه بيلګه يې د ليبيايي کډوالو د بيړی ډوبيدل و چې څه د پاسه (۹۰۰) تنه کډوالو پکې خپل ژوند د لاسه ورکړ.
په (۲۰۱۵ع) کال کې، د مديترانې په سمندرګي کې د کډوالو د مړينې کچه په بې ساری ډول زياته شوی. په (۲۰۱۴ع) کال کې ټولټال (۳۴۱۹) تنه کډوالو د مديترانې په سمندرګي خپل ژوند د لاسه ورکړی و، دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې (۱۷۵۰) تنو کډوالو د مديترانې په سمندرګۍ کې خپل ژوند د لاسه ورکړی.
دمديترانې په سمندرګۍ کې د کډوالو د مړينې د ګراف په لوړيدو سره د نړيوالو سازمانو د نيوکو غږونه هم پورته شوی او اروپايي ټولنه د کډوالو په وړاندې په بې غورۍ تورنه شوی، يو له دغه سازمانونو څخه څخه د ملګرو ملتونو سازمان دی.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، بانکي مون اروپايي ټولنه د بشري حقونو په نقض تورنه کړه:
((اروپايي ټولنه بايد د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د حل يوه جامع لاره پيدا کړي. د کډوالو ژوند تر بل هر څه مهم دی، اروپايي ټولنه بايد د کډوالو د ژغورلو لپاره جدي اقدامات تر سره کړي.))
د ملګرو ملتونو د څرګندونو او توصيې څخه وروسته د روان کال اپريل په (۲۰مه) د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په لوګزامبورک يو بيړنې ناسته وکړه چې په دغه ناسته کې د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې يوه لس ماده ييزه طرحه تصويب شوه، په څنګ کې دا هم وويل شول چې د روان کال د اپريل په (۲۳مه) به د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې يوه اضطراري غونډه وکړي.
د اپريل په (۲۳) نيټه د اروپايي ټولنې د مشرانو په اضطراري ناسته کې د انګلستان لومړي وزير ډيويډ کامرون وړاندېز وکړ چې اروپايي هيوادونه بايد د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د استراليا هيواد پاليسي خپله کړي او په دريمګړي هيوادونو کې د پناه غوښتونکو لپاره توقيف خونې جوړې کړي.
د ډيويډ کامرون وړانديز د ګډونوالو له تود هر کلی سره مخ شو، په غونډه کې تصميم ونیول شو چې د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې مبارزه او د حل لارې پيدا کول به د اروپا په پارلمان کې تر بحث لاندې و نيول شي.
د ( ۲۰۱۵ع) د می په لومړی نيټه د اروپا پارلمان د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې مبارزه او حل لارې د موندلو په منظور ناسته وکړه او په دغه ناسته کې يوه طرحه تصويب شوه چې د هغې له مخې به اروپايي هیوادونه د قانوني مهاجرتونه لپاره زمينه برابروي، د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه د مديتراني سمندرګي له لارې راغلو کډوالو څخه يوه برخه د پناه غوښتونکي په حيث قبول کړي او د دې ترڅنګ د مديترانې په سمندرګي کې د کډوالو د ژوند د ژغورلو په منظور ځينې تدابير هم په دغه مصوبه کې شامل دی.
دغه مصوبه چې د (۴۴۹) موافقو او (۱۳۰) مخالفو رايو سره تصويب شو، اروپايي هيوادونو ته داسې سپارښتنې کوي:
- د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزیرانو لخوا تصويب شوی طرح تائيد او د تطبيق وړ دی.
- د مديترانې په سمندرګي کې د عملياتي بيړيو بوديجه درې چنده زياته شي.
- د کډوالو د ساتنې تر ټولو ښه لاره دا ده چې هغوی ته دې اجازه ور نکړل شي تر څو په غير مطمينو بيړيو کې سپاره شي. بايد د قاچاقبرانو ټولې بيړۍ له منځه يوړل شي.
- د اروپايي ټولنې غړي هغه وخت د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې مبارزه کې بريالی کيدای شي د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د مبارزې لپاره شريکه کړنلاره خپل کړي.
- ټولې هغه لارې دې تر کنټرول لاندې ونيول شي چې ناقانونه کډوال د هغه لارو څخه اروپا ته راځي.د ليبيا، مصر او سوډان هيوادونوپولو ته څيرمه عملياتي بيړی ودرول شي.
- د غونډې په پاې کې د اروپايې کميسون رئيس ژان کلود ژانکر وويلې د دې لپاره چې ناقانونه کډوال له اروپايي هيوادونو پولو ته څخه په غير قانوني ډول داخل نشي موږ بايد خپلې دروازې د هغوی پر مخ خلاصې کړو تر څو په قانوني ډول راشي.