د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بیان آزادي ، خو ترکومه بریده؟

محمد انور ولید 05.05.2015 22:18

د اسلام په دین کې انسان یو فاعل مختار ، عاقل ، عالم او حُر الهي مخلوق دئ چې په ټولو انساني معاملاتوکې د انساني حدودو په چوکاټ کې د خپل ټولنیز نظام د تحفظ او  بقأ په خاطر د نورو په وړاندې مسؤول بلل شوی . ځکه الله پاک په خپلو بنده ګانو کې غوره بنده هغه څوک بللی چې د الله مخلوق ته یې ګټه ورسېږي . د الله تعالی رسول (ص ) هم کامل مسلمان هغه څوک بللی چې په لاس او ژبه یې خلکو ته ګټه ورسېږي .
د دغه الهي فرمان ـ او نبوي ارشاد څخه دا نتیجه را اخلو چې هر مکلف انسان باید د نورو انسانانو خدای ور کړي حقوق په پام کې وساتي . او اسلام او ټول انسانیت هېچاته د هېچا د حقوقو تر پښو لاندې کولو اجازه نه ده ورکړې او هرڅوک باید د نورو حقوقو ته په تېره په اسلامي ټولنو او هېوادونو کې په درنه سترګه وګوري .
د افغانستان اسلامي جمهوریت د خپلو خلکو په رأیه مینځ ته راغلی . خپل ؤلسمشر او خپل پارلمان یې د خپل ځان او خپلو وینو په بدل کې ټاکلی ، خپله رأیه یې ورکړې ده . اوس افغانستان داسې قانوني ملي وثیقه لري چې د اسلام په چوکاټ کې د ټولو نړیوالو نورمونو په پام کې نیولو سره هر وګړي ته که هغه سر چارواکی دئ ـ یا عادي چارواکی ، عسکر دئ ـ یا افسر ، نردئ ـ یا ښځه ، ؤړ دئ ـ یا زوړ ، غلام دئ ـ یا بادار ، بزګر دي ـ یا شپون ، حاکم دئ ـ یا محکوم په کې د داسې بیان د آزادۍ حق ورکړ شوی چې پر مټ یې خپل او د بل حقوق پرې غوښتلی شي . د خاموش اکثریت غږ د حکومت تر غوږونو پورې رسولی شي . خپلو چارواکو ته لازمې او سالمې رغنده مشورې پرې ورکولی شي . د خپلې ټولنې د اصلاح او فلاح له پاره د ټولو ممکنه وسایلو په کارولو باندې لاس پورې کولی شي .
حکومت هم خپلو اتباعو ته د افغاني قانون په چوکاټ کې د بیان د آزادۍ حق ورکړی ، خو شرط په کې دادئ چې په لاس او ژبه خپل نظام ، خپلې ټولنې او نورو اړونده خواوو ته پرې ضرر ونه رسوي .
ځکه بېځایه لاس ، قلم او ژبه خوځول چې د هېڅ ډول اصولو سره سر نه خوري ، او شپه ورځ غیر مسؤولانه د پردیو غرضي مزدورو سټوډیو ګانواو رسنیو په خدمت کې وي ، دېته بیا انساني او اسلامي لاس ، ژبه او قلم نه ویل کېږي . ځکه داسې ژبه او داسې لاسونه او قلمونه د پردیو مفکورو زیږنده دي . ددوی د خوځولو ریموټ په پردي لاس کې دئ . چې هغوی د خپلو اهدافو له پاره د خپلې خوښې بېلابېل چینلونه ور باندې اړوي را اړوي . داسې ژبې او داسې لاسونه تل د وخت له اړتیا سره سم د پردیو له خوا په اجاره اخیستل کېږي .
تاسې دېته ښه فکر وکړۍ چې نن سبا ځینې رسنیزې پروژې ـ او په دغو پروژو کې ځينې کارکوونکي تر ډېره  مبتذل غیر دودیز، او د افغاني او اسلامي عُرف خلاف سریالونه د خپلو پیسو پیداکولو په خاطر نشر کوي چې په لوی لاس یې د ځوان کول اخلاق پرې تباه او برباد کړل . یا داسې پېښې په خپلو برقي رسنیو کې د تازه خبر په نامه ـ  او په چاپي رسنیو کې یې د خپلې ورځپاڼې د ( شا خبر) په لومړۍ درجه کې نشر کړی وي  چې د برقي او چاپي خپلسرو  رسنیو دغه ډول خبرونه یوازې تخریشي او تخریبي اړخونه لري . خو حکومت ته د روغې مشورې ، بیا رغونې ، سالمې او پر ځای نیوکې او د ؤلس او حکومت تر مینځ د رغنده پله په څېر د فاصلو را لنډولو او  اړیکو ټینګولو څرک نه په کې تر سترګو کېږي . ځکه چې قضأوت یې تل یکطرفه وي . دوی په اصل کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د افغانستان دوښمنانو او پردیو استخباراتو ته کار کوي .
د بېلګې په توګه : يه یوه تازه خبر کې په تصویري ډول وینو او لولو چې د ښار په کومه ناحیه ، کومه څنډه یا کوم واټ کې یو دم  درز چاودنه شوې وې ، لوګي او لمبو یې د پېښې د سیمې فضأ لړلې وي ، د بېګناه انسانانو ویني او د بدن ټوټې یې هرې خواته باد باد پرتې وي . یا د معمول سره  سم له تېرو (۳۷) کالو را په ایسته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ډله ییز جنګونه روان دي ، نظامي او ملکي تلفات افغانانوته په کې اوړي ، خو ځینې رسنۍ یې پړه یوازې پر حکومت باندې ور غورځوي ، خپل بجټ پرې تر لاسه کوي ، ځکه دوی باید یوه لاسته راوړنه په خپل ور سپارل شوي کار کې ولري ، خو نور ابعاد او لاملونه یې  بیا له خپلو خلکو او حکومت څخه پټ ساتي  .
پرکورنیو او بهرنیو  مداخلو ، سړي تښتونو ، قاچاق ، اداري او اخلاقي فساد او د ځمکو پرغصب او پټو مافیایي معاملو باندې یې بیا خوله پټه نیولې وي . که څه ور باندې ووایي او یا یې ولیکي ، نو بیا خو ددوی د تمویل همدغه سرچینې ور باندې وچېږي ، ځکه په اصل کې د ملت او دولت له وینو ، اوښکو ، سړو اسوېلیو ، مجبوریتونو او تڼاکو لاسونو خو د همدوی ملي ضد نیالګي اوبه خوري . ځکه خو دوی هم معاملې کوي او هم ګیلې . همدا ددوی بېزنېس دئ .  
که چېرته دغه پردۍ استخباراتي جګړه ددوی له کورونو او سیمو څخه لیرې وي ، نو بیا خو هېڅ خبره نه شته ، بلکې ددرولو پرځای د (۲۰۰۰) کیلویي بمونو غورځولو پېشنهادونه د افغانستان د خاورې او خلکو دوښمنو ته کوي ، ترڅو ددوی د واک او ځواک موده په کې غځېدلې پاتې شي . خو که جګړه ددوی کورونو ته نږدې ورشي ، نو بیا چیغې او واویلا وهي  او وایي چې ټول افغانستان په خطر کې دئ . موږ نه پوهېږو چې دوی افغانان چاته وایي ؟ او افغانستان ددوی له نظره کوم هېواد دئ ؟ ځکه دا کار دوی یوازې ددې له پاره کوي چې د حکومت ناکامي افغانانو او نړۍ ته ور په ګوته کړي ، ترڅو په کوم بل راتلونکي حکومت کې دوی ته هم په کابینه او نورو لوړو پُستونو کې ځای پیدا شي ـ چې پر مټ یې یو ځل بیا خپلو ناوړه استفادو ته دوام پرې ورکړي . ددوی له آنده دیپلو ماتیکې اړیکې ، صحت ، تجارت ، قراردادونه . عایْداتي سرچینې ، ملي خزانې او امنیتي ارګانونه ټول باید له دوی سره وي .
په داسې حال کې چې د رسنیو رسالت دا نه دئ چې د پورته یادو ډلو پرکړنوخپل لاسونه وتړي  او په خپلو ژبو باندې د سکوت ټاپې ولګوي . بلکې وجداني رسالت یې دا دئ چې افغانستان د خپل قلم ، خپل تفکر او خپلې ژبې په مرسته د خپلو رسنیو له آدرسه سره یو موټی کړي ، د ملت او دولت تر مینځ فاصلې او واټن سره نږدې کړي ، ټولو افغانانو ته ( که هغوی په دولت کې  رسمي دندې لري ـ یا نه ) د ملي یووالي مفکوره ورکړي . دولتي چارواکي د خپلو مطبوعاتو له لارې دېته و هڅوي چې هغوی خپل ځانونه د ملت واقعي ريښتیني خادمان جوړکړي ، پرته له تبعیضه هر دولتي ارګان او هره دولتي اداره یو ملي ارګان او یوه ملي اداره په عمل کې محسوسه شي ، ترڅو په یوه خوله ټول ملت او دولت دواړه د خپل ګډ دوښمن په وړاندې یو د بل ترڅنګ په ریښتیني ډول سره ودرېږي ، چې پر مټ یې بیا په افغانستان کې سوله او ثبات راشي ، نو هله به بیا موږ په افغانستان کې پردیو وارداتي جګړو ته د پای ټکی کېږدو چې په افغانستان کې زموږ دری ګونې قوواوې ، ملت ، مدني ټولنې ، سیاسي افغاني ګوندونه ، روڼ آندي ، څېړونکي او رسنیز ځواک ټول په یوه ملي محور سره را ټول او نړۍ او سیمې ته خپل ملي یووالی او ملي موجودیت په عمل کې  ور وښیو ، نو بیا به د پردیو جګړو دغه غوړېدلی جال هم زموږ له پاکې خاورې څخه ټول ، سوله به تأمین او د یوه خپلواک ، باثباته ، ښېرازه ، هوسا او بسیا افغانستان ښه پېلامه او راتلونکی خپلواک برخلیک هر افغان په خپله په عمل کې محسوس کړي .