د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان په وړاندې د ؤلسمشر دم او قدم دواړه پر ځای دي

محمد انور ولید 04.05.2015 11:15

کله چې د ملي وحدت حکومت په افغانستان کې جوړ شو ، ؤلسمشر اشرف غني په خپله لومړۍ وینا کې له افغان طالبانو سره د سولې غږ اوچت کړ . خو پاکستان ته د ؤلسمشر اشرف غني دې وینا پېچ ناروغي ور واچوله ، ځکه یې د افغان سولې سره د مرستې په تړاو خپلې ډنډورې وغږولې او ؤلسمشر ته یې بلنه ورکړه . پاکستاني مشران څو څو ځلې افغانستان ته را غلل ، د افغان پوځیانو د روزلو ـ په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راتلو په اړه د خپلو بېدرېغه مرستو ، افغان ترانزیت ته د واګې د لارې خلاصولو او داسې نورې ژمنې یې د خپل معمول سره سمې د یخ پر تخته باندې وکړې . خپل بندیان یې پر افغان حکومت خوشې کړل ، او پر مخه ولاړل .
افغان ؤلسمشر د سولې په خاطر چین ، هند ، پاکستان ، ایران ، ترکمنستان ، سعودي عربستان ، امریکې او نورو هېوادوته سفرونه وکړل . افغانستان اوس مهال تر هر څه وړاندې سولې ته زیاته اړتیا لري . ځکه په سوله کې امنیت ،  بیا رغونه او اقتصاد ټول شامل دي . سوله د افغانستان له پاره یو لومړيتوب دئ . په داسې حال کې چې د افغان سولې سر په پنجاب کې دئ . او نن سبا پنجاب د پېښو تولیدولو یو تر ټولو خورا ستر مرکز دئ .
افغان ؤلسمشر اشرف غني هم د پاکستاني چارواکو عملي صداقت ته دری میاشتې وخت وټاکه . دادي اوس هغه وخت هم پای ته رسېدلی خو د پاکستان له لوري د افغانستان د سولې په اړه تر اوسه پورې په صداقت سره نیم ګام هم نه دۍ پورته شوی . بلکې په اړه یې افغان حکومت او افغانانو ته د سولې پر ځای دامونه اېښي او څاګان ور ته باسي ، تر څو د تل له ياره افغان حکومت او افغان سوله په کې غیب شي .
پاکستان تل افغانستان ته په خوله هندوستان نیولی او وایي چې ګواکي هندوستان په ګاونډ کې د پاکستان یو دوښمن هېواد دئ او افغانستان باید تل له هندوستان سره خپلې اړیکې پرې کړې وساتي ، څه چې پاکستان ور ته وایي هماغسې باید وکړي . له هندوستان سره باید نه دیپلوماتیکې اړیکې وساتي او نه هم نظامي ، اقتصادي ، کلتوري او سوداګریزې اړیکې . ځکه چې د افغانستان هر ډول اړیکې له هندوستان سره  پاکستان ته خطر دئ .
د پاکستان په نامه پنجاب شاهي په دې نظر ده : لکه څنګه چې د پاکستاني حکومت عزل او نصب له بریتانیې او نورو غربي هېوادو څخه کېږي ، همداسې د افغانستان د حکومتي کړیو عزل او نصب هم باید د پاکستان له خوا صورت ومومي ، هغه هم داسې چې افغانستان به په دوهم لاس ( د پاکستان په لاس ) خپلې معاملې تر سره کوي .
دا د پاکستان خصلت دئ چې څه وخت په سیمه ییزو او نړیوالو کشالو کې بند راغلی ، لومړی یې له انګرېزانو سره سلا مشوره ور باندې کړې ، هغوی چل ور ښوولی ، بیایې په پاکستان کې د ننه یوه ډلګۍ په پردیو مرستو را خپلولو لګیا شوې ، بلې ډلګۍ یې  همزمان د افغانستان او  هند له پاره د تخریبي ګروپونو پر انسجام ـ  سوق او ادارې باندې لاس پورې کړی ، او درېیمې ډلې یې افغان یا هندې چارواکي د روغې جوړې په پلمه په خپلو درواغجنو اړیکو کې مصروف ساتلي .
پاکستانۍ ( پنجابۍ )  ادارې تل په میراثي شکل پر توطیْو جوړولو باندې لګیا وي . ددوی مصنوعي جغرافیه او سیاسي جوړښت یو داسې اکواریم ته ور ته والی لري چې هلته تل مېکروبونه په کې د تف طفیلي په څېر د نورو په اجسادو کې وده ـ او خپل پرازیتي او باکټریایي ژوند ته ادامه ورکوي .
که چېرته دغه پردي اجساد ( د هند او افغانستان پر ځان غني هېوادونه ) نه وي په اصل کې پاکستان هم نه شته . خو داچې د پاکستان غوندې یو پرازیت ډوله هېواد د هندوستان یا افغانستان پر سر سودا بازي کوي ، نو دا یوه بله معما ده .
پاکستان د ښاغلي کرزي په ټولو دورو کې لومړی مات کړي طالبان بېرته له سره سره سمبال او جوړ کړل . بیا یې هغوی ارزیابي کړل ، هغه طالبان چې د ( آی اس آی ) خبره یې په پټو سترګو منله هغوی یې له نورو را بېل کړل . کورنۍ یې له ځانه سره برمته کړې او دوی یې بېرته په (۲۰۰۴) میلادي کال کې افغانستان ته د جګړې له پاره را واستول ، چې له بده مرغه د جګړې دا سریال یې تر اوسه پورې په افغانستان کې روان دئ .
دوهمه کته ګوري طالبان چې د پاکستان قومانده یې نه منله ـ ځه یې پر امریکایانو باندې وپلورل ، او ځینې یې په خپلو زندانونو کې واچول او ځینې یې یو پر بل سره ووژل ، او ځینې نور یې بیا په خپله په زندانونو کې په مرموز ډول مړه کړل .
درېیمه کته ګوري طالبان یې دوحې ته ولېږدول ، مولانا فضل الرحمان غوندې خلک د دېکتې کولو له پاره دوحې ته ورغلل ، او له ګوانتانامو زندان څخه هم امریکایانو پینځه تنه لوړ رتبه طالبان ورته را خوشې کړل . چې کېدای شي د پاکستان او امریکایانو دا پروژه به سره شریکه هم وي . ځکه امریکې د قطر په اردوګاه کې ناستو طالبانو ته دری سوه میلیون ډالره مرسته هم هغه مهال اعلان کړه .
څلورمه کته ګوري طالبان پاکستان په افغانستان کې د انتحاري حملو او جګړې له پاره په شمالې او جنوبې وزیرستان او همداسې په کوېټه او پېښور کې له ځانه سره وساتل .
پینځمه کته ګوري طالبان لکه معتصم آغا جان په کراچۍ کې د پاکستان د پو لیسو له خوا تر ټپي کېدو وروسته ترکیې ته یووړل شول .
شپږمه کته ګوري طالبان یې د افغانستان د شمالي ولایاتو او مرکزي آسیا د هېوادونو په القاعده پورې تړلي عناصر او اعراب وو چې همدا اوس په شمالي ولایتونو کې پر جګړو بوخت دي .
اوومه کته ګوري هغه طالبان دي چې پاکستاني ، چیچیني او افغاني طالبان یې ور سره یو ځای کړي ، دوی د افغانستان د مشرقي ولایاتو څخه پیل کړی . په کونړ او نورستان کې د کونړ او نورستان د اوبو خپلولو له پاره پر جګړه لګیا وو او افغان حکومت ته یې ټوله سیمه نا امنه کړې وه . د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې یې په عایْقو سیمو او په ځينو برخو کې تر عایْقو سیمو هم د افغانستان خاورې ته د پاکستان پوځیان را اوښتي ، سکولونه ، کلینیکونه او نوې تاڼې یې په کې جوړې کړې دي ، او په ځینو افغان مېشتو کلیو کې یې پاکستاني شناختي پاسونه ( تذکرې )  هم وېشلي دي . د داسو بند یې د کونړ او علیشنګ او الینګار سیندونو ته پیل کړی چې که سره ورسېږي د ( ۴۰۰۰ ) مېګاوټه پرښنا د تولید ظرفیت به ولري .
همداسې پاکستان له چین څخه ( ۴۷ ) میلیارده ډالره پور اخیستی چې په دغو پیسو به (  دیارلس ) میلیارده ډالره پر برښنایي پروژو باندې لګوي ، هغه هم د افغانستان شمال شرقي برخو ته نږدې . او دا پروژې به ( لس زره ) مېګاواټه برښنا تولید کړي . څرنګه چې هلته پاکستان اوبه نه لري ، نو خامخا دا بندونه د چین په مرسته د افغانستان اوبو ته جوړېږي . او پاتې نورې پیسې به پر ګوادر بندر او نورو اقتصادي او پوځي برخو باندې د هند او آزادي غوښتونکو بلوڅانو په وړاندې له امریکایي ټانکونو او وسلو سره یو ځای د بلوچستان په جګړه کې لګول کېږي . چې له دې سره پاکستان غواړي د چین اړیکې او مرستې له افغانستان سره پرې پیکه او له مینځه یوسي .
خو چین لکه چې په دغه لنډ وخت کې د ایغور ترورېستان له یاده ایستلي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان له خوا  د چین پر ضد ټرېنېنګ ، په افغانستان کې ونیول شول ، او چین ته یې ور حواله کړل .
اتمه کته ګوري هغه طالبان چې همدا اوس په ډلو ډلو ددوی سپینه جنډه ، سپینه لنګوټه او سپین کالي په تورو بدل شوي او د داعش نوم یې ورکړی . پاکستان خپل ځان له دې تور څخه پرې پاک کړ چې پاکستان ترورېستان روزي . جګړه یې له پاکستان څخه افغانستان ته پرې را واړوله . اوس دا ډلې د منصور دادالله په شمول د  افغانستان په مرکزي سیمخو ، هلمند او شمالي برخو کې ځای پر ځای دي . پاکستان د جګړې لیکې د چین او روسیې د مخنیوي او مرکزي آسیا ته د ور ننوتلوپه خاطر د امریکې په مرسته بدلې کړې دي ، ځکه تېره شپه د ؤلسي جرګې یوه غړي شېرولي وردک هم دا خبره وکړه چې امریکایان دا کار د روسیې او چین د مخنیوي او د مرکزي آسیا سیمو ته د ور ننوتو په خاطر کوي . خو قرباني به یې افغانان پرې کوي . ځکه همدا اوس په شمال کې د جګړو اور پر هغو سیموباندې بل دئ چې هلته ټول پښتانه اوسېږي . هغوی بمباردکېږي . کورونه یې ورا نېږي ، او له سیمو شړل کېږي ، چې په دې کې د شمال د ځينو غیر پښتون  قوماندانانو مستقیم لاس دئ ، او ناټو ته غلط راپورونه ورکوي ، ځکه د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي هم دا خبره منلې ده ، او ویلي یې دي چې شمال زموږ خپلو دوستانو د خپلو ګټو له پاره نا امنه کړی دې . د شمال تاجک قو ماندانان غواړي پر دې سره د شمال د پښتنو سیمې او ځمکې لاندې کړي او هغوی آواره کړي . خو تلفات په دې جګړه کې ټول ملکي خلکو ته ور اوښتي .
طالبان د کندز په جګړه کې دومره نه دي وژل شوي ، بلکي هغوی د بهرنیو قواوو له خوا ساتل شوي او حمایه شوي دي . ځکه بهرنیانو طالبان شمال ته په هلیکوپترو کې ور انتقال کړي دي ، پخواني جمهور ریْس حامد کرزي هم دا خبره د خپل خکومت پر مهال کړې وه چې په خارجي چورلکو کې طالبان شمال ته وړل کېږي . په زابل کې یې وسلې ور ته غورځولې . په شینډنډ ؤلسوالۍ کې یې پخوا د قوماندان امان الله خان په مشرۍ ټول پښتانه په خاص ډول زېرکو ؤلسوالي وځپله . مشران یې د بهرنیانو په ملاتړ ور مړه کړل . او خوس په فراه کې داعش ته مرکز جوړ شوی . د شپې له خوا له یوې سیمې بلې ته په چورلکو کې انتقالېږي ، او وسلې ، مهمات او خواړه په چورلکو کې ور وړل کېږي .
نهمه کته ګوري هغه طالبان دي چې همدا اوس په بدخشان کې د پاکستان او یهودو په مستقیم ملاتړ د لوی بدخشان او اسماعیلیه دولت د تشکیل له پاره جنګېږي . په دې پروژه کې د پاکستان لوی لاس دئ ، ځکه  افغانستان غواړي چې د حیرتانو ، شېرخان بندر او تورغونډۍ له لارې پاکستان مرکزي آسیا ـ او مرکزي آسیا پاکستان او هندوستان ته لاره پیدا کړي ، خو د پاکستان داسې رسمي لارې او رسمي قرار دادونه کله هم نه خوښېږي . اوس غواړي چې د بدخشان د لارې د واخان د ورېښمو لاره قطع کړي او ډايْرېکټ پر ته له ټکس ور کولوڅخه د تاجکستان له لارې منځنۍ آسیا ته لاره پیدا کړي .
اوس پاکستان غواړي چې د هندوستان ، افغانستان او ایران  تر مینځ اړیکې د چاه بهار د بندر د سقوطولو په خاطر سره وشلوي . د واګې او کراچۍ بندرونه خو یې هسې هم ددوی په خپل لاس کې دي . ځکه لومړی پاکستان ته د دخول له پاره افغاني مالونو ته اجازه ور کړي ، خو څه وخت چې د پاکستان خاورې ته داخل شي نو بیا یې په غیر قانوني ډول ودروي . او له بندره د تېرېدو اجازه نه ورکوي ، همداسې هغه مالونه چې افغان سوداګر یې له بهره د کراچې له لارې راوړې په بندر کې د ښکته کېدو اجازه ور کړي او بیا د خروج له پاره تر میاشتو او کلونو پورې اجازه نه ور کول کېږي تر څو ښه وراسته او له کاره ولوېږي .
داچې د پاکستان په سلګونو لارۍ او کانتینر د افغانستان د شېرخان ، حیرتانو او تورغونډۍ بندرونو له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته په بېغمه زړه روان وي او د میلیاردونو ډالرو معاملي د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره تر سره کوي دا بیا خپل حق ګڼي . خو دا د پاکستان له یاده وتلي چې افغانستان هم په ورته عمل لاس پورې کولی شي . ځکه ددوی ټول تجارت او معامله د وچې له لارې منځنۍ آسیا ته پر افغانستان باندې ده . او افغانستان حق لري چې پاکستان او منځنۍ آسیا ته د پاکستان ټول تجارتي مالونه په ټپه تر هغو پورې ایسار کړي تر څو په خیر او خیریت سره یې د افغانستان مالونه د کراچۍ او واګې له لارې سلامت نه وي خوشې کړي . همدلته ده چې د افغان ؤلسمشر دم او قدم دواړه د پاکستان په غبر ګون کې سم او پر ځای دي . او باید عملي یې هم کړي . تر څو پاکستان هم په اقتصادي لحاظ پوه شي چې یو من اوړه څو پتیرې کېږي .