د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قطر ته د افغان پلاوي د سفر په څنډه کې

عبدالغني (هاشمي) 04.05.2015 12:12

اوسمهال هېواد د سولې او جګړې په بهیر کې د وروستیو کلونو په پرتله په یوه کمساري حالت کې قرار لري، د وسله والو طالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو او بریدونو په لړ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې د جګړه ییزو فعالیتونو تودېدا او پراختیا له یوه لوري او د سولې د خبرو اترو خاڅاپي خوځښتونه له بل لوري په دې ډګر کې هېواد له کمساري وضعیت سره مخامخ کړی دی.
همدا اوس موږ د هېواد په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې پر افغان وسله والو ځواکونو د وسله والو طالبانو د پراخو پوځي عملیاتو او وسله والو بریدونو شاهدان یو، چې ملکي وګړو ته هم پکې ډېر تلفات او مالي زیانونه اوړي. پر کندز ولایت د وسله والو طالبانو ورستي زورور بریدونه یې جوته بېلګه ده.
 په داسې یوه وضعیت کې د قطر کنفرانس او په هغه کې د افغان پلاوي، په ځانګړي ډول سولې عالي شورا غړو او وسله والو طالبانو د قطر دفتر استازیو ګډ ګډون بې مخینې او ناڅاپي خبر دی.
په داسې یوه حالت کې، چې له یوې خوا په هېواد کې جګړه ییز فعالیتونه چټک او پراخ شي او له بل لوري په ناڅاپي توګه د سوله ییزو اقداماتو څرکونه راڅرګند شي، د افغانستان د خلکو ذهنونه په بې ساري ډول بلې خواته اړوي، له همدې امله خلک داسې انګېري چې دغه اقدامات او پلانونه د پردې ترشا ددوی له سترګو پټ ترسره کېږي، ځکه نو زموږ هېوداوال کله کله داسې اقدماتو ته د شک په سترګو ګوري!
له همدغو اقداماتو څخه یو هم د قطر اوسنی کنفرانس دی، چې د 'پګواش' موسسې په هڅو، د افغان دولت او وسله والو طالبانو د استازیو په ګډون، د قطر هېواد په مرکز دوحه کې جوړ شوی دی.
په قطر کې د روان کنفرانس په اړه برداشتونه او انګېرنې:
ویل شوي په دې کنفرانس کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې اترې نه ترسره کېږي، خو بېلابېلې سرچینې په دې اړه بېلابېلې انګېرنې، برداشتونه او څرګندونې لري. ځینو سرچینو د افغان دولت مقاماتو له خولې ویلي، له هېواده شل کسیز پلاوی، چې د سولې د عالي شورا غړي او ځینې خپلواکې سیاسي څېرې پکې ګډون لري، له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی دی. دغه پلاوی به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو له طالبانو سره په "مقدماتي خبرو" کې ګډون وکړي.
د همدغو مقاماتو له خولې ویل شوي، ټولې خبرې به په افغانستان کې د سولې پر موضوع راغونډې وي، چې د افغانستان، پاکستان طالبانو او نورو بنسټونو استازي به پکې حضور ولري.
همداراز ویل شوي، د افغانستان د سولې عالي شورا به په قطر کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند له دوو استازو سره هم وګوري.
ځينې نورې سرچینې بیا د افغان مقاماتو له خولې ویلي، چې قطر ته د افغان پلاوي سفر له طالبانو سره د سولې د خبرو د رسمي پیل په معنی نه دی، بلکې د پګواش په نامه دیوې موسسې له خوا دغه جوړ شوی کنفرانس غیر رسمي بڼه لري او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د رسمي پیل مانا نلري.
که ددغو بېلابېلو څرګندونو له تحلیل، تجزیې او څېړنې تېر شو، نو ویلی شو، چې په قطر کې دداسې یوه کنفرانس جوړېدل او پکې د افغان دولت او وسله والو طالبانو د مسوولینو او استازیو ګډون، کولی شي لږ ترلږه په راتلونکي کې د سولې خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو یوه هیله له ځانه سره ولري. داسې ښکاري دا د هغو اقداماتو په څېر وي، چې تر دې وړاندې په ورته ډول په جاپان او فرانسې هېوادونو کې د ښکېلو لوریو د استازیو په ګډون ترسره شوي وو.
که څه هم ددې کنفرانس ځانګړې اجنډا او هدف تر اوسه پوره روښانه نه دي، خو زه په دې اند یم، چې دا کنفرانس به لږ ترلږه په نوو شرایطو کې ښکېلو لوریو ته د یوبل د غوښتنو، نیوکو او نظرونو پوهېدلو ته یوه زمینه وي، چې پر بنسټ به یې ښکېل لوري د سولې خبرو اترو د پیلېدو پرمهال د یو بل پر درک کولو روښانې خبرې اترې ترسره کړي.
خو که دا کنفرانس یوازې د سولې خبرو اترو لپاره یو تمرین وي، نو بیا داسې ښکاري، چې دواړه لوري تر اوسه د سولې خبرو اترو ته چمتوالی نه لري، بلکې ددغو خبرو اترو پرمخ لا پېچلتیاوې، ننګونې، خنډونه او ستونزې شتون لري، ځکه که د مستقیمو خبرو اترو زمینو شتون درلود، بیا نو داسې کنفرانسونو ته هډو اړتیا نه وه، بلکې خبرې اترې باید نېغ په نېغه پیل شوې وې.
 څرنګه چې مخکې مو وویل، که څه هم دا کنفرانس د سولې رسمي مذاکراتو د پیل په معنا نه دی، خو بیا هم کولای شي د راتلونکو رسمي خبرو اترو د پیل لپاره د دواړو لوریو ترمنځ د یوې ګډې ژبې رامنځته کېدلو، د یو بل درک کولو او رسمي خبرو اترو پیلېدو لپاره د زمینې برابرولو په لار کې یو نوی ګام وګڼل شي.
خو یوه بله خبره:
داسې ویل کېږي، چې وسله وال طالبان او ډېری نورې سرچینې له وړاندې د دغه کنفرانس له جوړېدو خبر وو او په همدې موخه په دغه کنفرانس کې له مقابل لوري څخه د ډېر سیاسي امتیاز اخستنې په موخه یې د فشار الې په توګه د کنفرانس تر جوړېدا وړاندې په افغانستان کې د یوبل پر ضد پوځي عملیاتونه او وسله وال بریدونه پراخ او پیاوړي کړل.
داسې انګېرل کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله د وسله طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په ځنډ پیلېدل هم په همدغه کنفرانس پورې تړاو ولري، ځکه وسله والو طالبانو پخوا خپل پسرلني عملیاتونه معمولاً د حمل په لومړیو کې پیلول، خو سږ کال یې وروسته پیل کړل، چې کېدای شي هدف یې په همدغه کنفرانس کې پر افغان دولت هغوی ته د امتیاز منلو د فشار په معنا وي.
 که رښتیا همداسې وي، نو له بده مرغه هغه څوک چې د امتیاز غوښتنې د کشمکش په دې اورني بهیر کې له ډېرو تلفاتو، ستونزو، کړاوونو او زیان سره مخ کېږي، هغه زموږ بېوزلي جګړه ځپلي او د بېلابېلو کړاوونو په اورنیو ګردابونو کې ښکېل هېواد او هېوادوال دي، چې له بده مرغه ځینې یې تل د هوساېینې، نېکمرغۍ، پرمختګ او ژغورلو ژمنې کوي.