د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار او زمونږ کلتوری نزاکتونه

افغان تحرک 04.05.2015 12:07

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار او زمونږ کلتوری نزاکتونه

محترم ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار چه خپل څو سوه صفحه یز دکتورا هم د ګران افغانستان په باره کی، په دیر عاشقانه توګه لیکلی دی، یو له هغه پوه افغانانو په شمیر راځی چه د هغه "ملی احساسات" او "مسلکی پوه" کله ناکله حتی په یو ترازو باندی هم نه ځاییږی.

ډاکتر صیب رحمت ربی ځیـرکیار په دیر دقت او حقانیت د "فـرهـنګي حـقـوق د افـغـانستان پـه سـفـارتـونـو کې" تر عنوان لاندی پر ځینی افغانی سفارتونو باندی دیر دقیق او پر ځای انتقادونه کوی، چه تول د پام وړ دی.

او کله چه ډاکتر صیب رحمت ربی ځیـرکیار پر حامدکرزی کی هم انتقاد کوی، تر یو دیره حده پوری حق په جانب ښکاری، مګر کله چه ډاکتر صیب رحمت ربی ځیـرکیار لیکی چه:

" بل داچې (حامدکرزی)د خپلې ارواښادې درنې پــوپـلزۍ مـور روح خـوښ کــړي. . مور یې ورته په فارسي کې دُعا کړې وه چې الله دې دی پاچا کړي." ،

بیا ماته دا پوښتنه را ایجادیږی چه ډاکتر صیب رحمت ربی ځیـرکیار په کومه "روحی حالت" قرار لری چه یو داسی "فضولی جمله" لیکی؟

دا چه حامد کرزی دیری اشتباهات کړی دی بل خبره ده، مګررحمت ربی ځیـرکیار ته څوک ، کوم علم، کوم ادب، کوم افغانی کلتوری معیار دا حق ورکوی چه یو داسی "احساساتی جمله" ولیکی؟

بی له دا "فضولی جمله" دډاکتر صیب رحمت ربی ځیـرکیار لیکنی، تقریبا تولو نورو جملات د پاملرنی وړ او په اصطلاح "په سر" ښکاری.

او د "فارس ژبنیز تهاجم" په مقابل دقیق علمی پلانونه او دقیق او منظم عمل په کار دی، دلته یوازی په "احساسات" او "کنځلی" نه کیږی، بلکه د تحسس او د تعقل تعادل "زمونږ داکترانو ته هم" په درد خوری!


مننه