د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ١٤

افغان تحرک 04.05.2015 09:04

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

دا چه افغان ولس، د جګړه یزو لسیزو او د اقتصادی فقر له کبله، په نړۍ کې يو له هغو ولسونو څخه دی چې د ليک لوست تر دیرو ولسونو څخه ټيټه کچه لري د تاسف ځای دی خو مګر سلیم عقل لپاره د حیرت ځای نه دی، اما چیرته چه نن صبا دګران افغانستان د روزنی او د ښوونې له "دالرونه دک" دولتی سيکټورونو له پام وړ ننګونو سره لاس او ګريوان دی چې پر بنسټيزو پراختيايي موخو يې ناوړه اغيز ښندي، نه یوازی د تاسف بلکه د حیرت فضا هم څټ مخوی یعنی بد شکل ورکوی.

دا تول "دالرونه" په تیری دیارلس کلونو کی "چیرته" تللی دی، چی افغان بچیان تر اوسه پوری هم با کیفیته روزنیز او ښونیز محیطونه نلری؟

بی له شکه چه ه تیری دیارلس کلونو کی تر یو حد پوری د "امنیت عدم" د هيواد په زیاترو برخو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې او بلخصوص د افغان نجونو ښونیز حق مخنيوی وکړاو نن صبا هم کوی. دې حالاتو له وړاندې رامنځته شوی ناورین چې په ترڅ کې يې د ښوونې او روزنې لږ بنسټونه، د روزل شويو ښوونکو او لوستو کسانو کمی او پراخه بيوزلی خوره وه، لاپسې ناوړه کړ. که څه هم زیاتره دغه ننګونې اوس هم موجودې دي خو یو لږ پرمختګونه هم په دی ساحه کی شوي دي. تر ټولو مهم پرمختګ دا دی چې ځینی افغان نجونې هم ښوونځي ته ځي او شمير یې هم دخدای په فضل په زياتیدو دی. مګر سره له دی نه هم نه د "کیفیت له نظره" او نه هم د "کمیت له نظره" زمونږ اوسنی "معارف وضعیت" د قناعت وړ ګنل کیږی!

نه یوازی د افغانستان دولت بلکه د نړيواله ټولنه هم یو اصلی او اساسی وظیفه او مسولیت دی چې افغان ماشومانو، افغان کوچنیانو او افغان نوځوانانو لپاره باکیفیته او هم لازیاتره ښوونځي او نورو روزنیز او ښونیز مراکز جوړ او په افغان پوهنيز سيسټم کې سمون رامنځته کړي. درسته ده چه داسی بنستیز تولنیز کارونو وخت نیسی مګر باید له "وخت څخه ګته اخیستل" هم زده کړو ، یعنی باید چه دا کار په دقیق مسلکی او په ډاډمنه توګه ترسره شي.

د يو لړ دولتی هڅو سره سره د ښوونې او روزنې کچه اوس هم د يوې لويې ننګونې په توګه پرځای پاتې ده. مګر پوښتنه دا ده چه دا "هڅو" مونږ پر کوم تناسب او کوم مالی امکانات او معنوی ظرفیتنو پر اساس وسنجوو؟ په هر صورت واضع دا دی چه هنوز هم ، زمونږ دیری ښوونځې د اړتیا وړ اسانتياؤ ته لاسرسی نه لري چې د څښاک له ابو او تشنابونو څخه نيولې بيا د کتابتونونو او علمي لابراتوارونو پورې په کې شامل دي. زياتره زده کوونکي اوس هم پرته له درسي کتابونو زده کړې کوي، زیاتره برخه يې په داسې حال کې له ښوونکو څخه سبق زده کوي چې له ثانوي دورې وروسته زده کړو برخليک يې نا څرګند دی. په ټولګيو کې ګڼه ګوڼه وي او زده کوونکي د ورځې له خوا په بيلابيلو درسي اوقاتو کې خپلې زده کړې کوي. په ځينو سيمو کې د نجونو ښوونځي له سره شتون نه لري او د سولې نشتوالي په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې ته د نجونو پر لاسرسي بده اغيز ښندلې ده.

افغان ولس دا يوه اړتيا بولي چې د يوې اوږدمهالې ژمنې په ترڅ کې د افغانستان د پوهنې سيکټور پر خپلو پښو ودروي. د جګړو پر وړاندې تر ټولو ځواکمن ممکنه ځواب او د افغانستان د ثبات، د سولې د ټينګښت، پرمختيا او د بيوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې تر ټولو لويه پانګونه په همدې کار کې نغښتي دي.

دافغان ولس اکثره پوهان حتما په دې عقيده ده چې د افغانستان د ښه راتلوونکي لپاره تر ټولو مهمه پانګونه د ښوونکو پر روزنه ده. پر ښوونکو پانګونه په دې معنی ده چې د دوی پر مسلکي پرمختيا پانګونه وشي او هغوی لپاره د پوهې او معلوماتو ته د لاسرسي داسې زمينه مساعده شي چې په دوی کې د خپلکارې زدکړې انکیزه راوټوکوي. دا کار به پخپل نوبت د افغان ځوان نسل لپاره د باکيفيته زدکړو د برابرولو په څير مهم کار ته لاره هواره کړي.

د باکيفيته زدکړو پر وړاندې پروت يو لوی خڼد د ښوونکو او زده کوونکو لپاره دهغوی په مورني ژبه د درسي موادو او سرچينو نشتوالی دی. زیاترو اورګانونو او افرادو ددې تشې د ډکولو لپاره د ټاکلو سرچينو تابيا کړې ده خو دغه کار يې يوازې د خپلو پروګرامونو لپاره کړی دی.

د افغانستان د ښوونې او روزنې په اړه لنډ تقریبی معلومات د لیک لوست په ساحه کی دا "کمیتی ارقام" هم درج شوی دی، چه صحت یی سل پر سل معلوم ندی خو ویل کیږی چه:

د افغانستان حکومت په ملي کچه د لوستو وګړو شمير ۳۴٪ ښيي، چې ۱۸٪ يې ښخې او ۵۰٪ يې نارينه دي، خو د ښاري او کليوالي سيمو تر منځ ډير لوی توپیر پروت دی. په کليوالي سيمو کې ۶۳٪ نارينه او تر ۹۰٪ ښځې نالوستي دي (۲۰۱۲)

اټکل کیږي چې له هر ۵ ښځو له منځه ۱ (۱۵-۲۴ عمر) با سواده ده.‌ (د مرکزي احصايې اداره 2010/11 )

په افغانستان کې لیک لوست له اقتصادي وضعيت سره کلک تړاو لري.‌ ویل کیږی چه، په بډايو کورينو کې د (۱۵-۲۴ کلونو) تر منځ ۵۰٪ ښځې ليک لوست کولی شي خو په بې بيوزلو کورنیو ۵٪ ښځې ليک لوست ته لاسرسی لري.

په ملي سطحه د لومړني ښوونځي د داخلې کچه ۵۵٪ او د ثانوي دورې داخله ۳۲٪ ته رسيږي. (د مرکزي احصايې اداره 2010/11 )

د نجونو لپاره د ثانوي دورې د داخلې خالصه اندازه ۲۱٪ ته رسيږي چې د هلکانو د داخلې په پرتله ۴۳٪ ده، دوه ځلې ټيټ دی. (د مرکزي احصايې اداره 2010/11)

د ګڼو دلایلو له مخې کورنۍ خپل ماشومان ښوونځي‌ ته نه ليږي.‌ دا دلايل د کليوالي او ښاري سيمې، ولايتونو او د زده کوونکو د جنسيت پلوه سره ويشل شوي دي.‌ د بيلګې په توګه په کليوالي سيمو کې فاصله او لاسرسی مهم دلايل ښودل شوي‌ دي خو په ښاري سیمو کې کلتوري دلایل ښوونځي ته د ماشومانو د نه ليږلو او په تیر بيا د ځوانو نجونو لپاره زیاتره ښودل شوي دي.

د ښوونکو د شمیر په ساحه کی ویل کیږی چه:

ښځې د ښوونکو يوازې ۳۱٪ جوړوي، چې په کابل کې د ۷۵٪ نیولې بيا د پکتيکا له ۱٪ پورې توپير کوي.

په ۹ ولایتونو کې د ښځينه ښوونکو فيصدي له ۱۰٪ کمه ده. (د ښوونې وزارت، ۲۰۱۳)

د ښوونکو شمیر د ۲۰۰۸ کال د ۲۰۷۰۰ - ۱۵۸۰۰۰(يوناما) څخه په ۲۰۱۳ کال کې ۱۸۶۰۰۰ ته لوړ شوی دی‌ چې ۹ چنده کمیتی زياتوالی ښيي.

ګڼې ولسوالۍ ګانې هيڅ وړ ښځينه ښوونکي نه لري.

۹۰ ٪ وړ ښځينه ښوونکي يوازې په ۹ لويو ښاري مرکزونو (کابل، هرات، ننګرهار، مزار، بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان او فارياب) کې پر دنده بوخت دي.

اټکل کیږي چې ۶۸٪ ښوونکي د څوارلسم ټولګي (دولسم ټولګي وروسته دوه کاله نورې زده کړې) څخه د فراغت حد اقل وړتیاوې نشي پوره کولی.


د افغان پوهنې سيسټم او په تيره بيا د نجونو ښوونه او روزنه د "امنیت عدم" لومړنۍ موخه جوړوي. د "امنیت عدم" او له هغه پورې اړوندو ډلو ښوونځي وسوزول او يا يې د لاسي بمونو، ماينونو او راکټونو بريدونه وکړل، افغان ښوونکي يې ووژل او يا يې پر افغان زده کوونکو بريدونه وکړل. ښوونکي، د ښوونځيو اداري کارکوونکي او زده کوونکي زياتره له ګواښونو سره مخامخ کيږي. دلته باید ذکر صورت اخلی چې افغان دولت د تول هیواد او هیواد والو د "امنیت" وظیفه او مسولیت په غاړه لری!

د بيلګې په توګه، د ۲۰۰۹-۲۰۱۲ کلونو تر منځ پر پوهنيز سيکټور د ۱۰۰۰ بریدونو راپور ورکړل شوی دی خو ښايي ګڼ بريدونه د دې راپور تر پوښښ لاندې نه وي راغلي.

په ۲۰۱۳ کال په ښوونځيو کې د راپاريدلو پيښو په پايله کې۷۳ کسان وژل شوي دي.

سلګونه ښوونځي د امنيتي انديښنو له کبله وتړل شول; که څه هم کليوالي ټولنې په دې هڅه کې دي چې د امنيت په ښه کيدو سره دغه ښوونځي بيا پرانيزي.

بی له شکه د ښوونې او روزنې پر وړاندې د "افغانانو د رفاه دشمنان" او له هغې راټوکيدونکې ناامني په هيواد کې د ښوونې او زدکړې پر وړاندې د يوه لوی خنډ په توګه پراته دي. مګر دلته یو ځل بیا تاکید صورت اخلی چه د افغانستان دولت یوازی د وکیلانو، وزیرانو او والیانو "امنیت" په غاړه نلری، بلکه د تول هیواد او هیواد والو د "امنیت" وظیفه او مسولیت په غاړه لری چه افغان زده کوونکی او افغان ښوونکی هم له دی امر څخه مستثنی نه ګنل کیږی!

د "امنیت عدم" تر څنګ د ښوونکو د کموالي، د درسي کتابونو د نشتوالي، د تدریس کیفیت کموالي اویا هم نشتوالي، یعنی د ښونځيو د زيربنايي اړتياوو کموالي او نشتوالي د افغان ماشومانو، د افغان کوچنیانو او د افغان نوځوانانو پر "روزنیز او ښوونیز محیطونه" کی تروږمی، تیاره او کبرجن سیوری اچولی دی.

تول هغه افغاني ټولنې چې د افغان ماشومانو، د افغان کوچنیانو او د افغان نوځوانانو دروزنی د پوهنې په برخه کې کار کوي باید خپل تحلیلونه، علمی ارزیابی ګانی او د "چاره لار" مظلوم افغان ولس ته وړاندی کړی، ترڅو یو دقیق "جمعی افغانی فکر" او چاره میځ ته راشی لکه همدا چه وایی " څاڅکی څاڅکی اوبه دریاب جوړوي" !


د افغانستان دولت باید د افغان ماشومانو، د افغان کوچنیانو او د افغان نوځوانانو او بلخصوص د افغان نجونو لپاره د ښوونې او روزنې "سالم محیطونه" ایجاد کړی:

د مظلوم افغان ولس ځینی غوښتنی د افغانستان دولت څخه دا دی چه:

- د باکیفیته ښونې او روزنې څخه ملاتړ
- افغان ښوونکو سره مرسته
- د کتابتونونو پراختيا
- روزنیز او ښونیز مواد او میدیا تولید
- د درسي ټولګيو په باکيفته کول
- افغانو ټولګيوالو څخه دقیق محافظت او مواضبت
- دافغان ښوونکو د معاشونو په برخه کی دقیق غور
- دافغان ښوونکو د استعدادونو تقویه او رشد په برخه کی دقیق غور
- د ځینی "خشن" ښوونکو د روش، رویه، رفتار او سلوک د "مثبت تغیر راوړل" باندی دقیق غور
- نوی "درسی میتودونو" دافغان ښوونکو لپاره وړاندی کول
- له نوی او مدرن "درسی وسایل" د استفاده ضمینه برابرول

د افغانستان دولت او په روزنه او ښوونه ساحه کی دولتی مسولین او په دی ساحه کی دولتی ارګانونهمسولیت او وظیفه ګنل کیږی!



ادامه لری.


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله