د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فـرهـنګي حـقـوق د افـغـانستان پـه سـفـارتـونـو کې

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار 03.05.2015 16:18

یادونه: دا تحـقیقي لیکـنه مې د افغانستان د یوه پـوهـنتون په هـیله یو کال وړانـدې بشپره کړې وه (۲۲ اپـریل ۲۰۱۴)، خو لا تر دې ګړۍ  نـه ده خپره شوې. وروسته له یـو کال نه مې نـن ( ۲۴ اپـریل ۲۰۱۵) لازمه وګـڼله چې په بـریـښنایزه بڼه یې خپره کړم. ځیرکیار

د میلمه هیواد سفارت په کوربه هیواد کې  د میلمه هیواد ملي څیره تمثیلوي او په کوربه هیواد کې د میلمه هیواد د دپـلوماتیکـو او کلتوري اړیکو د اعـصابـو او ملي پیـژاند (هویت) مرکز دی. ما د افغانستان څلور سفارتونه (په واشنګټـن ډی. سي.، برلین، لندن او تهران کې) د فرهنګي حقوقـو په اړوند کې د څیـړنې لاندې ونیول. په ټـولو او هـر یـو کې، په افغانستان کې د ملي هـویت سازۍ  د خــورا اغـیزمن عنصــر (پـښتـو ژبې) سره د ناګڼلي پردي چلن شوی دی، او په دې ډول ذکر شوو سفارتونو خپله رسمي ملي بې کفایتي  په غـټ بـریالیتوب سره ښودلې ده     
لــه ښایسته اوږده وخت راهیــسې پښتــون ټـبره خـو  پـه کلتوري ـ ژبنــي لحاظ  صفــوي مزاجـو در بارخیلو، افغان دربار یرغـمل کړی دی. جلالت چپـن حامد کرزی  دربارخیل نه دی، خو پــه صـفـوي مزاجۍ کې لــه دربارخــیلو نه ډیــر میـړنی دی. ده  رسمي قَـسَم د پښتو په ځای په فارسي وخوړ. کـرزي بـایـد لــه ټــولـــټاکــنې وروســته د ولمسر کیدا رسمي  قــسم خوړلـی وي. کله چې موظف شخص ورته په پـښتو ژبه کې د قسم متن ور په ګوته کړ، کرزي غلی شان وپـوښتنه چې د رسمي قسـم متن په کومه بله ژبه کې هم شته؟  موظف شخص ور غـبرګه کړه چې هـو په فارسي کې هم شته. کرزي ورته سم دلاسه وویل چې په همدغه ژبه کې دې ورتــه رسمــي قســم ورکـړل شــي.  نـږدې دوه کالـونه وړاندې (۱ می ۲۰۱۲)  حامد کرزي پــه کابل کې د امــریکې ولسمشـر بارک اوباما ته خپلې رسمي خبرې په فارسي کې واورولې، نه په خپله پلارنئ ژبه پښتو کې. ولې به یې دغسې  بیخرته (محیرالعقوله) بې پروایي کړې وي؟ ښایي د دې لپاره چې د ایران مشران خوښ وساتي. بل داچې د خپلې ارواښادې درنې پــوپـلزۍ مـور روح خـوښ کــړي. مور یې ورته په فارسي کې دُعا کړې وه چې الله دې دی پاچا کړي
 دافغانستان یوغټ کړکیچ په هغه توپـیرراڅرخی چی د سیاسی هیوادوال (سیاسي تبعه) اوکلتوری هیوادوال(کلتوري تبعه) ترمنځ عملاً په دولتي رسمي اداروکی لیدل کیـږي. دهـیوادوالۍ (تابعیت)  مفهوم په حقوقی بریدونوکی خاپوړی کوی، په دی ډول چی څوک پـه سیاسی حـقـوقـي ټـولنـه کی شامل دی اوڅوک ورنه محروم.  په افغانستان کی  د فـرهـنګي  حقوقـوکـړکـیچ په دی  مــوضوع کی پروت دی چی سیاسی هیـوادوال ته حقـوق خونـد ورکـوی، خولــه مسولیت نــه ډډه کوي اوپـه رسمی دولتی مقامونـوکی په عمل کی ملي رسمي کفایت  نه مني. په بله ویــنا، په رسمي موسساتي ډګر(دولت) کی یوه ډله بشپـړامتیازلري چی په دولت کی دخپلی ژبی(فارسي/ دري) انحصارټینګ کړي او مقابل اړخ(اکـثریت) له دې نه محــروم کړي چی خـپله ژبــه(پـښتــو) عـملاً لـږ تــر لــږه  دفــارسي ســره مســاوي مقــام تــه جګــه کــړي
د زییـز ۲۰۰۱ له اکتوبر راهـیسې،د امریکی دنـیواک په چاپیریال کی په افغانستان باندی په ورتپل شوي اساسي قانون (۱۳۸۲ لمریز، ۲۰۰۳ زییـږ) کی چې  په واقعیت کې د اساسي بیلتون سند دی «پـښـتواودری د دولـت رسمـي ژبـې » منـل شوې دي(ماده ۱۶). د لـته د « او» ټکـی دکــلک پـام وړدی. د «او» ټکی  مساوي په «یــا» نه دی. یانې داساسي قانـون دشپاړسمې(۱۶) مادې پـورتنئ جمله مساوی په دی جمله نـه ده: پښتویا دري د دولت رسمــی ژبــه ده؟! خوغــیـر- پښتون افغـانان د رسمي دولتي وظیفې په اجـرأ  کولـوکی  د شپاړسمې مادې په ذکرشوی جمله کی د «او» له ټکی نـه ستـرګی پټوی، اوپه دی ډول په خپله رسمی ملی بی کفایتی څپوڼی غوړوي. په کال ۲۰۰۵ کې یـوپښتون افغان امریکی ته د ژور نالـیستی زده کــړولپاره راغـلی و. ما لــه ټـلفــوني  روغـبــړاو اوپیژندګلوۍ نه وروسته هغه وپوښته چی په کابل کی یی څه وظیفه لرله؟ راغــبرګه یی کــړه چی د یولـوړمقامه افغان ژباړن  و، ځکه هغه په پښتونه پــوهید. زما(ځیرک یار) په ګـومان دغـه لــوړ مـقامـه افغان به یو مرستیال ولسمشرو. دغه لوړمقامه فارسیوان افغان یوسیاسی هـیوادوال دی چی حقوق خوندورکوي، خوکولتوري هیوادوال نه دی چــی زړونه کوشیــرکــړي. اوس په  افغانستان کې  د ادغــام سیاست بــرلاسی ښکاري او دامــریکی د ښکــیلاک لانــدی افغانستان کی «کــابل د مــشــهــد پــه شــان» دی

ملي او رسمي ژبــه

هغه ولس چی خپل دولت یی نه وي جوړکړی، رسمي ژبه نه لري، خوپه مقابل کی یی ملي ژبــه لـري. ملی ژبه د ډیرکیانو ژبه ده او د ملت لپاره د اصالت او پیژاند ژبه ده. ملي ژبه د ملي بیـرغ او ملي سرود په شان د سمبول مقام لري. ملي ژبه د همغه ملت کلتوري ماهـیت او اتبار ‎ښئ. ملـي ژبــه د ویلې کـیدلو بټـۍ ده (لکه په امـریکه کې). پــردۍ ژبه ملي کیدلی نـشي، خــو رسمي کیدلی شــي. هغه دولتونه نیکمرغه دي چې رسمي ژبه یې په ولس ګرانه وي، یانې ملي او رسمي ژبه یې یــوه وي. هغه دولت نیکمرغــه دی چې په رسمي ژبــه کې یې د بل دولت لاس نه وی. هغه دولت بـدمرغه دی چې رسمي ژبه یې د ملي ژبې سره پــه ټکـر کې وي. هغــه ولس چې خپل دولت یــې  نـه وي جوړکړی،رسمي ژبه نه لري خو ملي ژبه لري. په تاریخ کې یو استثـنا هم شته: پــه داسې حال کې چې یهـودانـو پــه فلسطین کې دولت نــه لاره، د یوې سیاسي ډلې په څیر د هغـوی عـبري ژبــه  په فلسطیــن کې د انګـریـزي ژبې او عـربي ژبــې په شان د بــرتــانــوي واکمنانو لــه خــوا رســمي اعـــلان شــوه. په اسرائیلو کې ژبه د پـاڅـون لوښی او د تړون سمبول دی
پـښتو د یوې  رسمي ژبې په حیث او سر بیره پـر دې  د ملي پیـژاند  د یـواځینئ ټاکـونکې خـزانې په حیث د افغانستان په بیلابیلو رسمي قلمرونو کې (لکه د هیواد په دننه کې په وزارتـونو او دغـه شان د هیواد د بهـرني سیاست  په ديـپـلوماتیک موسسو کې یعـنې  پـه سـفـارتونـو کـې) محـرومـه ساتـل شوې ده. زه بــه د دغـو فـرهـنګي حقـوقـو د شـړولو او راټـیټـولـوبیلګې، د افغـانستان د یـــو څـو مهمـو سفارتونو په ویــب پاڼـو کې د خونــدي شوو متـنـونو او مـونـو(تصویــرونو) لــه لارې پـه لانــدې ډول  وښــیــم. په اوسنئ بریښناییزه نړۍ کې معــلومات او متنونه هـره ثا نیه بــدلــون مـومـي. ما لاند ینې لاسونـدونه (شواهـد) په یوه ځانګړې نیټه او ځانګړې لحظه کې را ټـول کړي او بس. له دې امله زما لپاره ناشونې ده چې لحظه یي بدلونونه راټول کړم

(۱) په واشنګټـن کې د افغـانستان سفارت ۲۶جنوري ۲۰۱۴

http://www.embassyofafghanistan.org/page/afghanistan-in-brief

د امان الله خان د مونې( تصویر) لاندې انګریزي متن کې  د ډیورند موضوع یاده شوې ده خو د هغې استعماري  او تحمیلي کرکټـر ته هیڅ ډول ګوته نه ده نیول شوې.  دغه شان د امان الله خان د مونې لاندې په  انګریزي متن کې پخپله د هغه په اړه هیڅ نه دي لیکل شوي. خو د  احمد شاه مسعود د مونې لاندې  په انګریزي متن کې د مسعود په اکله معلومات وړاندې شوي دي
لاندې  په انګریزي متن کې د ادب په برخه کې د عبدالله انصاري  انځور (رسم) شوې څیره ښودل شوې ده، خو د خوشحال خټک انځور شوې څیره نشته. د خوشحال خټک په اکله لڼډ متن کې راغلي دي چې
“He [Khoshal Khatak] used verse to express tribal code.”
ښایي مطلب یې پښتونواله وي، خو د پښتونوالې نوم یې نه دی اخیستلي. د خوشحال بابا د شعري نمونې لاندې داسې راغلي دي
“While Afghan literature can be split into Persian, Turkic, and Pashto….”
دلته وینو چې پښتو وروسته له فارسي او ترکي نه ذکر شوې ده. د انګریزي الفبا له مخې، باید لومړی پښتو، بیا فارسي(پیرژن) او ورپسې ترکي/ترکمني لیکل شوی وای، یعنې
Pashto, Persian, and Turkic
د امریکی دنـیـواک په چاپیـریال کی په افغانستان باندی د ورتپل شوي اساسي قانون (۱۳۸۲ لمــریـز، ۲۰۰۳ زیــیـږ)  په ۱۶ مـاده کی «پـښـتو او دری د دولـت رسمـي ژبـې » منـل شــوې دي. د لـته د « او» ټکـی دکــلک پـام وړدی. د «او» ټکی  مساوي په «یــا» نه دی. یعنې د دغـه اساسي قانـون دشپاړسمې(۱۶) مــادې پـورتنئ جمله مسـاوی په دی جمــله نـه ده: پـښتــویــا دري د دولت رسمــی ژبــه ده؟! خوغــیـر- پښتون افغـانان د رسمي دولتي وظیفې په اجـرأ  کولـوکی  د شپاړسمې مادې په ذکرشوی جمله کی د «او» له ټکی نـه ستـرګی پـټوی، اوپه دی ډول په خپله رسمي ملي بې کـفـایتی څپـوڼی غــوړوي
پــه ویب سایټ کې یې ښــووانـد خلیل الله خلیلي یې د پـوهاند بهاالدین مجروح سره پـر تــله کــړی دی. خلیلي چې په اسلام اباد کې په حق ورسید، د پاکستان د دیکتاتور ضیا الحق په اکله قصیده ویلې وه او هغه یې د غزنوي سلطان محمود ناستن (جانشین) ته جګ کړی و او د خالد بن ولید سره یې پـر تله کړی و
ښـوواند خلـیلي د شـوروي پــه ضد د افـغانانو دپـاڅون په مهــال «قصـیده ای در ستایش ضیاء الحـق دیکـتاتــور نظامـی پاکستان می نــویسد و اورا جانــشین [سلـطان]محمـود بزرګ  بت شکـن مـی خـواند.» ( د محّمد کاظم کاظمي مقدمه په دیوان خلیل الله خلیلی. تهران: ۱۳۸۹).   خلیلي په دغه شعر کې ضیاء الحق د خالدبـن ولید سره هم پـر تله کړی دی
پیام پناهـندګان افغان به مناسبت عید رمضان ۱۴۰۰به جنرال ضیاءالحق ریٔیس جمهـور پاکستان
شـو، ضیاءالحق!چراغ آرزوی مسلمین ********** شو علمدارمسلمان،شومِهیـن سرباز دیـن
جانشین شیـر یـزدان شـو، در خیبر ګشا ********** در مقــام خالــدی مـیدان محــشر آفــرین
مسند محمودغـازی، شهسوار بت شکـن ********** آنکه می لرزید از وی هند تا دریای چین
پـایمال لشکـر ایـن بی خدایـان تا بـه کی؟ ******** ای تو محمود بزرګ بت شکن را جانشین!

خو مجروح چې په پیښور کې په رڼا ورځ په شهادت ورسید، شعرونه یې د قدرتمندانو په مدحو کې نه وو خړسترګي شوي، بلکي ملي او تربیوي ژمنه یې لرله. د سفارت په  ویب سایټ کې د خلیلي د شعر نمونه ښودل شوې ده، خو د مجروح د شعر نمونه تري تم شوې ده
د سفارت په ویب سایټ کې د اتڼ یوتصویـر ښودل شوی دی. دلته د اتڼ کوونکـو شاته او د خلکـو په منځ کې  په یوه جګه لکړه کې د شمالي ټلوالې د اتل احمد شاه مسعود یـو غټ عکس  هم ښودل شوی دی. ښایي دا د مسعود د نماځنې لپاره کومه صحنه وي چې د شمالي ټلوالې له پرتوګ نه د مسعود پټکی جوړ کړي. پخپله د اتڼ په ملي صبغه رڼـا نه ده اچول شوې، خـو بـزکشي تشـریح شـوې ده. زه (ځیرکیار) د اتڼ کوونکو په اکله شکمن یم: په تصویر کې اتڼ کوونکو چې کمیس او پرتوګ یې اغوستلی‎ دي، د څپلیو په ځای بوټان په پښو کړي دي؟ په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت دلاندې موادو په اکله پخپله قضاوت وکړئ    

په  واشنګټن کې د افغانستان سفارت ته مې دوه ځلې تلفون وکړ. په اتوماتیک انګریزي پیغام کې مې دو ځلې واوریدل چې که په انګریزي غږیدل غواړئ یو (۱) وټـومبئ، د فارسی لپاره دوه(۲)، او د پښتو لپاره درې(۳)


(۲) په برلین کې د افغانستان سفارت: ۱۲ فبروری

http://www.botschaft-afghanistan.de

 

پاس وینئ چې  په«دری/پشتو» سرلیک کې پښتو د  پشتو په شکل لیکل شوې ده . د سفارت په پاسنئ  انځور شوې طرحه(ډیزاین) کې  د بُست د کلا د ننــتوځ (مدخــل) د کــیڼ اړخ شاتـه  د جرمني د ۱۸ پیـړۍ  د «برانـدینبورګ دړه»  ښودل شوې ده . د غه طرحه شاید د افغانستان او جرمني ترمنځ د ښو او تاریخي اړیکونښه وي– ځیـرکیار

زه چې د ویـب پاڼې ټـولـو لیکل شوو مطالـبو ته ګورم، دوه واقعـیتونه پکې له ورایـه ځلیـږي: یـو داچې د سفارت د نوم معـرفي په فارسي شوې ده، نه په پښتو کې چې د افغانستان د ملي هـویت د تمثیلولو انـرجي لري. دوهم دا چې د پښتو متن برخه پکې خورا ډنګره ده- ځیـرکیار

(۳) دافغانستان سفارت په لندن کې: ۲۶ جنوري۲۰۱۴

http://afghanistanembassy.org.uk

د ویب پاڼې په لومړي مخ کې لومړی «دافغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت – لندن» لیکل شوی دی او ورپسې د دغه نوم لاندې د هغه فارسي ژباړه لیکل شوې ده. تر دې وروسته په همدغه مخ کې، ټول نور سرلیکونه (عنوانونه) په فارسي کې لیکل شوي دي. په بله وینا، د ویب پاڼې لومړي درې نیم مخونه ټول په فارسي لیکل شوي دي
د ۳۰ مخ په پاسنئ برخه کې د «اخبار ارګ: (ریاست جمهوری)» لاندې دوه جملې په پښتو دي، او د دوهمې پښتو جملې په کرښه کې د «بیشتر بخوانید»  لارښودنه راغلې ده. په همدغه ۳۰ مخ کې دریمه جمله په پښتو ده د عبدالجلیل ارغندیوال د فاتحې په اړه. په ۳۱ کې یوه  جمله(«د تماس د نړیوالې ډلې په غـوڼډه کې...») په پښتو ده. په ۳۱ مخ کې یوه جمله« د تماس د نړیوالې ډلې په غوڼډه کې...») په پښتو ده. په ۳۳ مخ کې درې جملې په پښتو دي. په  ۳۴  مخ  ټــول په فارسي دی  .په ۳۵ مخ کې دوه جملې په پښتو دي. ۳۶ او  او ۳۷ مخونه ټول په فارسي دی. ۳۹-۳۸ مخونه ټول په انګریزي او فارسي بریښي (د ځینو برخو توري ډیر کوچني دی). په ۴۱-۴۰ مخونو کې په ۱۹ کرښو کې د سفیر ډاکتر محّمد داود یار فارسي وینا خوندي شوې ده. په ۴۰ مخ کې د وینا په حال کې د داکتر یا ر تصویر لیدل کیـږي اود هغه د پودیم په مخ کې د امان الله خان عکس ځوړند شوی دی
دلته وینو چې په لندن کې د افغانستان د سفارت په ویب پاڼه کې خورا برلاسې کارول شوې ژبه فارسي/دري ده، نه پښتو چې د ټـول افغانستان د ملي پیـژاند پوخ مورچل دی
 
یادونه: انګریزي اخبار «ګاردییـن» نږدې ۶ کالونه وړاندې د داکتر محّمد داود یار سره مرکه کړې وه . هلته یې وویل چې  دی د کرزي خپلوان دی او هم یې هلته مرکه کوونکي ته وویل چې د کرزي لومــړی نــوم «خـدای داد» دی، پــه داسې حال کې چې نــړۍ د کــرزي لــومــړی نــوم «حــامـد» پـیـژني، نـه خـدای داد
The Guardian UK, March 24, 2008
 کــیدای شي چې خـدای داد به د حامد کــرزي کــورنی نــوم/لــقـب وي، یا د کورنۍ د کوم بل غــړي لومړی نوم؟ ځیـرکیا

 

 

(۴) په تـهـران کې د افغانستان سفارت: ۱۳فبروری ۲۰۱۴
http://www.afghanembassy.ir

لاندې  د سفارت د نوم په لوحه کې، ښي اړخ ته د افغانستان نقشه د مُهر شاته لیدل کیـږي، او کیڼ اړخ ته د یو جومات تصویر.د دواړو تر منځ په لاندې برخه کې په فارسي ژبه «سفارت کبرای جمهوریت اسلامي افغانستان در تهران » لیکل شوی دی.  لاندې په ۴۴ مخ کې  د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي  ټکنالوجۍ د وزارت د څو پوړیزه تعمیر عکس ښودل شوی دی. د دغه وزارت د نوم عکس په پښتو کې خوندي شوی دی.  د دغې پښتو لوحې  لاندې دوه عکسونه هم ورزیات شوي دي: یوه مونه (تصویر) د  حامد کرزی قره قل او څیرې ته ورته بریښي(؟)، اودوهمه مونه د احمد شاه مسعــود ده. ګمان کــوم چې د دغــو مـونــو(عکسونو) ښودل به پــه تهـران کې پخـپله د افغانستان  د سفــارت ابــتکار وي
په ۴۷ «تجلیل از هـفته صلح وحدت ملی و دومین سالګرد شهادت استاد ربانی» د هغـه د تصویــر سره لـیدل کیـږي. دا جمله یو ځل په ۴۷ مخ او بل ځل په ۴۸ مخ کې تکــرار شــوې ده. په ۵۱ مخ کې، یواځینی پښتو متن دا و: «د افغانستان له سفیر ښاغلي ډاکتر نصیر احمد[نور]  دوشنبه، ۹ دسمبر ۲۰۱۳[=] ۱۸ لیندی ۱۳۹۲د تهران پښتو راډیــو». نــور ټــول مطالب په فارسي وړانـدې شـوي دي
که د ویب پاڼې په لومړي مخ کې، لومړی په «درباره افغانستان» ټک وکړئ او ورپسې په «فرهنګ و جامعه» ټک وکړئ، هلته به دوه جوماتونه ووینئ.  اقبال نومې کوم افغان چې ویب پاڼه یې لیدلې ده، په دغه اړه  خپل انتقاد په څلورم نظر کې  داسې ښودلی دی: «افغانستان  با این عظمت تاریخی و فرهنګی مستحق یک عکس بی کیـفـیت نیست[.] شما سفارت و نماینده یک دولت هستید عکس هایتان به اندازه یک وبلاګ معمولی هم کیفیت و غنامندی ندارد. چند عکس مناسب و با کیفـیت از فرهنګ ومردم افغانستان بګذارید.» ۲۰ عـقرب ۱۳۹۲  
په ټوله ویب پاڼه کې چې نږدې۱۴ مخونه لري، یواځې یو متن په پښتو دی. د سفارت لوحه په فــارسي لیکل شوې ده.  د نــړۍ رواج دادی چې د یـوه مــیلمه(بهـرني) هیواد د سفارت لوحه باید د هــمغه مـیلمه هــیـواد پــه خــپله ملـي/رسمــي ژبــه کې وي، او د کــوربـه هــیــواد په ملي/رسمي ژبــه کې هـم وي. په تهـران کې د افغانستان د سفارت فارسي لـوحه د کوم هـیواد استازیتـوب کوي، د ایران که د افغانستان؟! دلته حتمي ده چې د افغانستان د سفارت د افغاني- ملي پـیژانـد (هـویت) د  غـوڅ تمثیل لپاره پښتو لوحه  ولیکل شي. دلیل یې دادی:  د میلمه هیواد سفارت په کوربه هیواد کې د میلمه هیواد ملي څیره ده. په کـوربه هیواد کې د میلمه هـیـواد سفارت د دپـلوماتیکـو چارو د اعـصابو او هـویت مـرکز دی. ځیـرکیار