د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان مهاجر او ناکام ډيپلوماټان

سردار محمد همدرد 03.05.2015 01:52

کله چې په افغان خاوره د روس سرو لښکرو يرغل راوړ نو، افغانانو ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران ته مهاجرتونه او کډوالي پيل کړه.
د نورو هېوادونو ترڅنګ پاکستان او ايران کې افغان مهاجر ډېر وځورېدل، او له نږدې درې لسيزو تر اوسه ځوريږي.
کله چې افغانان پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال سول، نو طبعي خبره ده چې له ډېرو ستونزو سره مخ سول، چې لويه ستونزه يې سرپنا، زده کړه، کار او ټولنيز ژوند و. په لومړيو کې د بېلابېلو بهرنيو مرسته کوونکو لخوا مهاجرو سره مرستې پيل سوې چې په مرستو کې هم پاکستان او ايران ګڼ امتيازات واخيستل، خپل جوالونه يې پرې ډک کړل.
خو افغانانو نه سرپنا پيدا کړه، نه د زده کړو حق په پوره توګه ورکول سو او نه ورته د کار زمينه برابره سوه، خپله چې افغانانو په خپل همت ځانته سرپنا پيدا کړې وه، له هغې به د پاکستان حکومت لخوا په په يوه تور او بل تور په زوره ايستل کېدل، زندانونو ته به يې بېول او د څو پيسو په بدل کې به يې خوشې کول.
يو ملګري مې کيسه کوله: ((همدا اوس ورځو کې کوېټه ښار کې يو افغان و چې خپله مېرمن يې د کوټې په يو روغتون کې بستر کړې وه، دی له روغتون د باندې وتلی و غوښتل يې يو څه توکي ناروغ ته واخلي، چې د پوليسو لخوا ونيول سو، ووهل سو او په داسې حال کې چې هيڅ تور ورباندې نه و فقط يې مېرمن د درملنې لپاره روغتون ته بېولې وه، خو د پوليسو لخوا بندي سو.))
نو زموږ د افغان مهاجرينو دا دېرش کاله دغه حال دی، خو افغان ډيپلوماټان، سفيران او په ځانګړي ډول د افغانستان بهرنيو چارو وزارت، او د بېرته راستنيدونکو چارو وزات پټه خوله  ناست دي، نه کومه منظمه پاليسي لري او نه کوم پلان لري، فقط څو نمايشي خبرې دي چې په رسنيو کې يې واړوي را واړوي او بيا چپه خوله کښېني.
تر ټولو ډېر په پاکستان کې افغان مهاجرين په هغه سيمو کې ځورول کيږي چې پښتني سيمي دي، پښتانه پښتانه ځوروي.
په مجموع کې د عامو خلکو لخوا دومره ستونزه نه ليدل کيږي، ځکه د پولې دواړه غاړو ته که په پاکستان کې افغان مهاجر دي او که ايران کې دي، له ځايي خلکو سره يې رښتې او خپلوۍ کړي دي، ستونزه افغان مهاجرو ته د پاکستان او ايران دولتونو جوړه کړې چې ډېر ظلمونه د افغانانو سره وسول او لا هم کيږي خو زموږ چارواکي پټه خوله دي.
توپيري چلند ورسره کيږي، ربړول کيږي، وهل کيږي، بنديان کيږي او بالاخره پيسې ترې اخيستل کيږي، په يو او بل تور له کورونو ايستل کيږي.
يوه لويه ستونزه د اسنادو ده، پاکستان وايي، افغان مهاجر بايد اسناد جوړ کړي، څو وار يې اسناد جوړ کړل، کارتونه يې جوړ کړل، خو کله چې پاکستان له افغانستان سره په سياسي ډګر کې مات سي نو بيا زور له افغان مهاجرو باسي، بيا نه اسناد منل کيږي او نه کارتونه.
UNHCR هم کوم خاص نه کار نه دی کړی چې له مخې يې مهاجر هوسا سي، ستونزې يې حل سي، دا  هم تش په نوم د مهاجرو استازيتوب کوي، ټول ژوند يې په په پلټنه او نوم شمېرنه کې تېر سو، خو افغانان بې زده کړې لوی سول، د کار کولو فرصت ورته نسته او سرپناه نه لري نو د UNHCR شتون څه مانا؟
فقط ځينې وخت راسي په پروژه يې ډول يو څه وکړي خو په اساسي ډول يې د افغان مهاجرينو ستونزه نه ده حل کړي او په دې برخه کې پاتې راغلي.
دا نن سبا چې موږ خبريږو، په ايران او پاکستان کې د افغان مهاجرو سره ډېر بد چلند کيږي، حتی ځينې کسان مې وليدل چې خپل کورونه يې هلته پريښي خو د ايران او پاکستان د حکومتونو له ظلمونو يې ځانونه راخلاص کړي او هېواد ته په ډېر بد حالت کې راغلي دي.
په پاکستان او ايران کې زموږ ډيپلوماټان تش په نوم ناست دي، دوی هيڅ نه دي کړي، يوه ورځ يې هم د خپل هېواد په خاطر د خپلو هېوادواولو پوښتنه نه ده کړې او نه يې د دوی پر ستونزو غور کړی.
د پخواني جمهور رئيس کرزي د حکومت په موده کې خو  زموږ ډيپلوماټانو تش په نوم وخت تېر کړ.
په لومړيو کې سفارتونه، بيا د افغانستان بهرنيو چارو او د کډوالو چارو وزارتونه بايد د افغان مهاجرو لپاره منظمه او بريالۍ پاليسي جوړه کړي، د دوی پر ستونزو دې غور وکړي، په هېواد کې د دوی لپاره د سرپنا او کار زمينه برابره کړي او بيا يې دې راوغواړي، دا کډوال چې دومره سختې او خوارۍ پر ځان تېروي، د پرديو ملکونو د ظالمو چارواکو ظلمونه يې پر ځان منلي دي نو مجبوره دي ځکه خپل هېواد ته نه راځي، چې خپل هېواد ته راسي، چېرې واړوي او کوم کار وکړي چې ځان ته پرې ژوند برابر کړي؟
 د نوي ملي يووالي حکومت ته مې وړانديز دا دی چې تېر حکومت خو د افغان  مهاجرو د حقوقو غوښتلو، پوښتنې کولو په برخه کې پاتې راغی او هيڅ يې ونه کړل، خو د ملي يووالي حکومت بايد په دې برخه کې نوې طرحې جوړې کړي، د افغان مهاجرو په ستونزو دې غور وکړي او له هرې لارې چې شونې وي بايد ستونزې يې حل کړي.
تش په نوم ډيپلوماټان زما د افغان مهاجرو ستونزې نه سي حلولی، د کار خلک بايد د سفيرانو په توګه وګمارل سي ترڅو د افغان مهاجرو او نورو برخو کې د خلکو رښتينی خدمت وکړي.