د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې له شوری یوازې دوه تنه ګډون کوي!

زلمی هېواد وال 02.05.2015 12:47

  نن د شنبې ورځ د ۲۰۱۵ م کال د می میاشتې دوهمه نېټه چې د ۱۳۹۳ هـ ش کال د غويي له ۱۲ نېټې سره سمون خوري، په قطر هېواد کې د پګواش نړیوالې ټولنې له خوا یو څېړنیز کنفرانس پیلېږي، پګواش په کاناډا کې د یو کلي نوم دی، له همدې کبله د نوموړې ټولنې مرکز هم په کاناډا کې دی، ویل کېږي چې د نوموړې ټولنې بنسټګر د پګواش کلي دی؛ ځکه خو نوموړې ټولنه په دې نامه نومول شوې ده.
   پګواش یوه بې پرې نړیواله ټولنه ده چې له کاناډا پرته په نورو هېوادونو کې هم څانګې لري، لکه په لندن، سویس او واشنټن کې، داسې ویل کېږي چې دغه ټولنه په ټوله نړۍ کې شاوخوا شپږ زره کارکوونکي لري، پګواش وخت په وخت د نړیوالو کړکیچونو په اړه د نړۍ په مختلفو برخو کې څېړنیز کنفرانسونه جوړوي، او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د نظر خاوندان او متخصصین ورته را بولي. چې تېر کال یې په دوبۍ کې هم ورته یو کنفرانس جوړ کړی و. خو هلته طالبانو ګډون نه وو پکې کړی، بلکې د طالبانو یو څو پخوانیو چارواکو چې فعلا له طالبانو سره نه دي ګډون کړی و.
دپګواش کنفرانس ګډون کوونکي:
   د باوري سرچینو له قوله د قطر په کنفرانس کې زیاتره ګډون کوونکي افغانان دي، که څه هم چې ځینې بهرنیان شته، خو هغوی کم دي، داسې ویل کېږي چې یو له ګډون کوونکو څخه په کابل کې د سویډن سفیر هم دی، همدا رنګه په کابل کې د روسيې د سفیر او یا یې د استازي د ګډون خبرونه هم شته.
له دې پرته د شپږو نورو بهرنیانو د ګډون خبره هم اورېدل کېږي، او ویل کېږي چې دا پنځه تنه بهرنیان د پګواش ځینې مشران او منتظمین دي، او دوه تنه پکې د یوناما کوم چارواکي هم شته، چې د یو نوم یې دانیال ښودل شوی.
د معلوماتو له مخې له دې پرته نور هېڅ کوم بهرنی په دې کنفرانس کې ګډون نه لري، نه د پاکستان کوم کس پکې شته، نه د ایران او نه هم د چین، په داسې حال کې چې دا درې واړه د افغانستان مهم ګاونډیان، او د افغان قضیې په اړه مهم رول لري.
 د طالبانو له خوا یو اته کسیز پلاوی ګډون کوي، او دا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د هغو څرګندونو له مخې چې په خپله برېښنا پاڼې کې یې خپرې کړې دي.
د سولې د شورا له خوا ویل کېږي چې یو مولوي عطاء الله لودین د ننګرهار پخوانی او ورپسې سرپرست او اوس مستعفي والي، بل مولوي شهزاده شاهد چې د سولې دشورا ویاند دی.
  قطب الدین هلال، غیرت بهیر، قریب الرحمن سعید او قاضي محمد حکیم حکیم چې تر حزب اسلامي حکمتیار پورې تړاو لري، هم د نوموړي کنفرانس له ګډون کوونکو څخه بلل کېږي.
د معلوماتو له مخې په نوموړي کنفرانس کې درې تنه مېرمنې د ملالۍ شینوارې، لینا شینوارې او وږمې حضرتزۍ په نومونو هم ګډون کوي، د وکیل احمد متوکل، ډاکتر فاروق اعظم، ګل آغا شیرزي، انوار الحق احدي، وحید الله شهراني، د اشرف غني د اکا ډاکتر عبد القیوم کوچي، د کونړ حاجي روح الله، د ولسي جرګي غړي اسد الله سعادتي، نومونه هم یادېږي چې په کنفرانس کې به ګډون وکړي.
 د محمد عبد الله او احمد فهیم حکیم په نومونو د یو دوه کسانو نومونه یادېږي چې د مدني ټولنو دفعالانو په توګه ګډون کوي، اسد الله ولواجي چې په خټه ازبک او یو لیکوال ښودل شوی، او یو دوه تنه نور ژباړونکي چې هغوی هم افغانان دي ګډون کوي. ارشاد احمدي به د حامد کرزي او عطاء الرحمن سلیم به ویل کېږي چې د پنجشیر په استازیتوب ګډون کوي. ټولټال ویل کېږي چې د ۴۵ شاوخوا کسان به په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
د پورتنیو معلوماتو له مخې د سولې له شورا څخه یوازې دوه تنه ګډون کوي، داسې یو خبر هم شته چې کابل حکومت او سولې شورا غوښتل خپل خپل رسمي استازي هم نوموړي کنفرانس ته د ګډون لپاره ور واستوي، د سولې د شورا په استازیتوب د ښاغلي معصوم ستانکزي نوم وړاندې شوی و، خو دا وړاندیز د طالبانو له لوري نه دی منل شوی. طالبانو په خپله برېښنا پاڼه کې ویلي چې له پګواش سره یې خبره سپینه کړې چې په دې کنفرانس کې هېڅوک د کوم رسمي جهت استازیتوب نشي، هر کس په شخصي توګه ګډون کوي، کېدای شي طالبانو له همدې امله د کابل حکومت او سولې شورا استازي نه وي منلي. خو دا چې طالبان ولې د خپل امارت په استازیتوب ګډون کوي؟ د پوښتنې ځای دی! کېدای شي دا طالبانو لپاره یو امتیاز وي.
آیا دا کنفرانس د پاکستان او غني د هلو ځلو لاسته راوړنه ده؟
کیدای شي ځینې له دې فرصت نه په استفادې داسې وښيي چې په قطر کې پګواش کنفرانس د پاکستان او اشرف غني د هغو هلو ځلو لاسته راوړنه ده چې څه موده وړاندې یې پیل کړې، آن تر دې چې اشرف غني خو د ټولو اصولو او مقرراتو په تر پښو لاندې کولو د پاکستاني جنرال انګړ ته ور و دانګل!
  اشرف غني چې نوی واک ته رسېدلی و، فکر یې کاوه چې نړۍ دده په ښکر ولاړه ده، وايي چرګ چې کله بالغ شي، د یو ځانګړي غرور له مخې په داسې حال کې چې کله ورمېږ یوې خوا او کله بلې خوا ته کوي، د بام په سر ورو ورو ګامونه اخلي، تر څو دده له زوره بام و نه غورځي!
 اشرف غني د عملي سیاست په ډګر کې نوی و، او نوی دی، خو دومره زړور و چې له دې نويتوب سره سره یې له داسې چا سره بېډۍ واچولې چې په شیطانت او دوکه بازۍ کې نړیوال شهرت، ژور او پوخ مهارت لري، خلک وايي پلانی دوه مخه لري، پاکستان لس مخه لري، په یوه شېبه کې لس ډوله ساز کوي. اشرف غني غریب یې د باد بړبوکۍ کړ، له همدې کبله غریب هند ته منډه کړه، کوم چې د پاکستان په تمه یې شاه  ور اړولې وه!.
دا کنفرانس ځکه د غني او پاکستان ګډه لاسته راوړنه نشي ګڼل کېدی چې نه د غني کوم رسمي استازی پکې شته، او نه هم کوم پاکستانی، داسې ښکاري چې پاکستان له دې کنفرانس نه قصدا لیرې ساتل شوی؛ ځکه نه یې کوم مدني فعال پکې شته، نه کوم ژورنالیست او نه کومه بې پرې سیاسي څېره، آن د ددیني ګوندونو په استازیتوب یې هم څوک نشته پکې!.
اوبل دا چې پاکستان او غني خیلو خو داسې ګرمې ګرمې آوازې واچولې تا به ویل د مارچ په پای کې به د افغانستان قضیه له یوې مخې هواره شي، خو نه یوازې دا چې داسې و نه شول، دومره هم ونشول چې د طالبانو او کابل حکومت استازي کم تر کمه یو ځل که څه هم چې په پټه توګه وي، سره وویني.
اوس که پاکستان یا تر پاکستان پورې تړلې څېرې او یا لوري دا کنفرانس د پاکستان نوښت ګڼي، ډېره لویه د شرم خبره او ستره اشتباه ده، پاکستان اصلا له دې ډول کنفرانسونو سره بالکل مخالف دی، آن په قطر کې د طالبانو له دفتر سره سخت مخالفت لري، له یوې او بلې خوا یې ډېر هڅې کړې دي، او کوي یې چې له منځه یې یوسي. طالبانو له دې وړاندې په جاپان او ورپسې فرانسه کې په دې ډول کنفرانسونو کې ګډون وکړ، د ځینو موثقو معلوماتو له مخې هغه وخت یوازې پاکستان او روسیې د نوموړو کنفرانسونو کوربنو ته ګیله کړې وه چې ولې یې طالبانو ته په دې کنفرانسونو کې د ګډون زمینه برابره کړې!
 دا چې پاکستان د جاپان او فرانسې په کنفرانسونو کې د طالبانو ګډون نشي زغملی، د قطر په کنفرانس کې به یې څه ډول و زغملی شي؟ خو څه وکړي؟
 د ځینو موثقو او باوري سرچینو له خوا داسې خبرونه هم شته چې پاکستان په طالبانو سخت فشار راوړ تر څو یو ځل له کابل حکومت سره کینې، ځکه دوی هغه ته ډېره باټې کړې دي، تر څو د دوی یو څه حیثیت خوندي شي، خو طالبانو نه ده ور سره منلې، که خبره په رښتیا هم داسې وي یقینا چې طالبان ډېر د پیاوړي او غښتلي دريځ څښتان دي، او لیرې هم نه ده چې همداسې یې دې کړي وي؛ ځکه چې عملا یې دا ډول بلکې تر دې ډېرو خطرناکو ستونزو او ګواښونو ته سینه سپر کړې، د امریکې خبره یې و نه منله، په داسې حال کې چې هغه وخت د نړۍ پر مخ هېڅ داسې څوک نه و چې امریکې ته نه، ووايي!. آن ایران چې ویل کېږي د امریکې خلاف دی، خو هغه وخت یې په پته له امریکې سره جوړجاړی وکړ. چې دا دی اوس یې د اتومي پروګرام په سر بیا سر ور سره یووړ.
له پګواش نه به څوک ډېره ګټه پورته کړي؟
یوازې طالبان دي چې له دې کنفرانس به د تېر په څېر یو ځل بیا ښه لاسته راوړنه ولري، او هغه داسې چې دا دي په هېواد کې بیا د جګړو موسم عملا پیل شوی، او طالبانو په نظامي ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، اوس غواړي په سیاسي ډګر کې هم وځلیږي،  چې دا د طالبانو په ژور فکر او پاخه تدبیر دلالت کوي، دوی غواړي په یو وخت کې په سیاسي او نظامي ډګرونو کې په یو ډول پر مخ روان وي، په اوسنیو حالاتو کې د طالبانو سیاسي پرمختګ ددوی د نظامي پرمختګ او فعالیت لپاره یوه پیاوړې ستنه  او تکیه ده، ځکه له یوې خوا لا د نړیوالو پام ور اوړي، او له بلې خوا د دوی نظامي اړخ باوري کېږي چې دا دي ددوی درز نتیجه ور کړه، او دا یو ځل بیا د طالبانو د سیاسي او نظامي اړخونو تر منځ د یو پاخه تړاو او ټینګې همغږۍ غمازي کوي.