د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ثور د ( اوومې او اتمې ) پر سر سړې جګړې او تاوده بحثونه

محمد انور ولید 30.04.2015 11:55

(ثور) په لغت کې غوایي ته وایي او په اصطلاح کې د هجري لمریز کال دوهمه میاشت ده . ( ثار ) د هابېل په مقابل کې د قابېل قرباني کولو او قصاص ته ویل کېږي . خو دا چې د پخواني شوروي اتحاد مشرانو د ( لېوني برېژنېف ) په مشرۍ د افغانستان پر سنتي هېواد باندې څه ډول د کال په دغه دوهمه میاشت کې خپل شوم پلان د کودتا له لارې عملي کړ ، دا باید له هغو روسي واکمنو وپوښتل شي چې له برېژنېف سره یې په هغه پلان جوړولو او عملي کولوکې ګډون درلود .
کېدای شي هغه مهال به د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ د تزاري روسانو میراث خورو د بریتانوي زاړه استعمار د بیا سر راټوکولوخطر احساس کړی وي . ځکه دمخه یې هم تر مینځ عایْقې سیمې سره معلومې وې . خو داچې ولې یې افغانستان د خپلو نیابتي جګړو او زور آزمویلو ډګر جوړ کړی ؤ ، دا بیا بله خبره ده ، چې بېخ یې په افغانستان کې تر پردیو مداخلو ، کورني ضعف او مزدورو ملي ضد وارداتي مدیریتونو پورې رسېږي .
داچې افغانانو ولې خپل ځانونه ، خپله خاوره او خپل ملت د پردیو جګړو قرباني کړل ، دا باید د همغه وخت له هغو کرېکټرونو او ممثلینو څخه وپوښتل شي چې په هغه استخباراتي پردۍ لوبه کې عملاً ور ګډ ـ او د روسي زبرځواک هغه پوځي ښکېلاک ته یې لبیک ووایه . چې ولې یې یو دم د روسانو له ( یو لک و شل زره ) ځمکني او هوایي ځواک سره د خپلې ملي ارادې ، ارضي تمامیت او هوا یې حریم خلاف موافقه ور سره کوله ؟ آیا دوی په ريښتیا د ټول  افغانستان او ټولو افغانانو ريښتیني استازي وو چې خپل یوموټی آزاد هېواد یې پردیو ته په واک کې ورکاوه ؟ اوکه نه دوی له دې خاورې او مسلمانو افغانانو سره ژوره دوښمني لرله او خپل کسات او بدله یې د روسانو په لاس ترې واخیست ؟ هسې خو په خټه چپیان هم ددې خاورې زامن وو . دا خاوره خو ددوی هم مور وه . آیا پر خپله مور باندې څوک له چا سره دا ډول ناروا معامله کوي لکه دوی چې له روسانو سره پرې وکړه ؟ آیا په خپل کور کې پردۍ جګړې ته لېواله او خوشحاله وو ؟ یا دا چې واک ته یې په دې پلمه ځانونه رسول ؟ روسي ښکېلاک خو په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې خپل اهداف او خپلې سیالۍ لرلې ، د افغانانو یې په پردیو اهدافو او پردیو سیالیو باندې څه ؟  
هغه متل دئ چې وایي : (( واده دئ پردی ـ په کې غورځې لېونی ))
روسان له غرب سره د زور آزمویلو او ګرمو اوبو ته د رسېدو په خاطر په خپل سر را غلل ، افغانستان یې اشغال کړ . د غرب او شرق تر مینځ په دغه پردۍ جګړه کې افغانستان د جګړې ډګر شو . خو بیه یې د خپل سر ، مال او ناموس په بدل کې افغانانو پرې کوله . ځکه چې افغانان مجبور وو . پر حریم ، کورکلي ، او خپلواکۍ باندې یې بربنډ تېری شوی ؤ . او دوی د خپلې خاورې ، خپلې خپلواکۍ او خپل ناموس څخه ددفاع په خاطر دا حق درلود چې باید له خپله کوره د اغیارو د شړلو په موخه په سر او مال په خالي لاس و جنګېږي . ځکه افغانانو د پردیو له خوا  د خپلې خاورې اشغال او پردۍ مزدوري نه غوښتله . د افغانانو په کور د ننه ـ او له کوره د باندې خپلواکي او کور واکې غوښتله ، ځکه یې په خالي لاس د روسي زبر ځواک پر مختللې پوځي تکنالوجۍ ته خپلې سینې سپرکړې ، شهادتونه ، بېګناه وژنې ، مرګ ژوبلې ، د زندانونو تور سلولونه ، ډله ییزې وژنې ، مالي او ځاني تاوانونه او هجرتونه یې د افغانستان د آزادۍ له پاره پر ځان ومنل . ژوندي ترګلېډرو لاندې ښخ شول ، خو اېل یې نه کړی شوای ـ  او نه یې هم خپله کمونېستي مفکوره ور باندې ومنله . .
روسانو غوښتل چې په افغانستان باندې به خپل غاښونه تاوده کړي ، او له دې لارې به د هند سمندرګي ته ځانونه ورسوي . له والادي واستکه د اروپا تر زړه پورې ، او له شمالي منجمد بحره تر ګوادر بندره او کراچۍ پورې به په ټوله آسیا باندې خپله خېټه واچوي . خو د افغانستان جګړې پخوانی شوروي اتحاد پر (۱۵) ټوټو سره ووېشه .  هغه ټوله روسیه دړې وړې شوه چې نږدې د نیمې آسیا د وچې برخه یې تشکیلوله .
روسانو په افغان جګړه کې خپل (۱۵۰۰۰) عسکر له لاسه ور کړل . (۴۵۰۰۰) عسکر یې ټپیان او معیوب شول . تر ( ۶۰۰۰۰) عسکرو پورې یې له پېله تر پایه پورې په مخدرو موادو روږدي شول . په سلګونو جنګي او ټرانسپورتي الوتکې ـ په زرګونو محاربوي ټانکونه ، په لکونو سپکې او درنې وسلې او په ټوله نړۍ کې یې د کمونېزم مفکوره او د وارسا پکت له لاسه ور کړل .
روسانو د خپل دغه نامقدس هدف له پاره په مېلیونو افغانان په شهادت ورسول ، په زندانونو کې یې وراسته کړل ، په لکونو نور یې ټپیان او معیوب کړل ، او په مېلیونونو نور یې په هجرت کولو باندې مجبور کړل ، ټو ل افغانستان یې په کنډواله بدل کړ . خو کمونېست پلوه افغانانو بیا هم د ثور د اوومې کودتا او د روسانوله خوا د جدیې په شپږمه  د افغانستان اشغال یو مقدس ـ نه پر شا تلونکی ګام او د افغانانو وژل یې په پولیګون کې شګون باله ، او لا هم ور باندې ویاړي .
بلخوا د مجاهدینو استازو هم د خاموش اکثریت له پاکو احساساتو او ملاتړ څخه ناوړه ګټه پورته کړه . مخکې روسانو مرګ ژوبلې ور واړولې ، خو کله چې مجاهدین بریالي شول ، د خپل ځان او خپل قدرت د بقأ په خاطر یې د جهاد ټول لاسته راوړي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل . پر شهید ملت باندې یې ناروا معاملې له سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو سره وکړې . خپلمنځې جګړې یې سره پیل کړې ، او ځاني او مالي تاوانونه یې په جګړو کې بندو بې دفاع افغانانو ته ور واړول  . په لکونو میله ؤلجه کړې سپکې او درنې وسلې ـ په زرګونو عرادې  فعال  ټانکونه او په سلګونو جنګي الوتکې یې په خپلمنځي اړدوړ کې د پردیو دوښمنو استخباراتو په خوله له منځه یووړې . چې دادي اوس څوک پرته له پپشو څخه یو میل درنه وسله هم نه ور کوي . ځکه پلمه یې ور ته جوړه ده  چې ګواکې افغانان بې اعتباره خلک دي ، چېرې نه چې بله ورځ خپله وسله پرې استعمال کړي . له همدې کبله یې ټول جنګې وسایْط او پوځي تکنالوجې له کاره ور ته غورځولي ده . مهمې پرزې یې ترې ایستلې او عاطل او باطل په بیابني اردوګاه وو کې ولاړ دي .
سږنی د ناټو ټلوالې په افغانستان کې (۱۴)کال دئ ، خو افغانستان نه ور سره روغ شو ، نه یې کار روزګار جوړ شو ، نه یې پو ځ مسلح شو ـ او نه امنیت او ټیکاو په کې راغۍ .
خو افغانان بیا هم په خپلو کې په ګردیو مېزونو کې یو پر بل باندې خاورې ور اړوي ، یر غلګرو ته براأت ور کوي . او خپلو ځانونو ته بین المللي دادګاه وې غواړي . تاویلي ـ ما ویلي ، او نورې بدې ردې یو بل ته سره وایې . وکیلان یې په پارلمان کې یو بل په بوتلو سره ولي ، بُکس کارۍ  او غیر حاضرۍ سره کوي . خو اجیر کار پوهان یې بیا په ګردیو مېزونو او نورو غرضي چاپي او برقي رسنیو کې یو پر بل باندې ور لټېږي ،  د مخه د ورته جوړو شویو پروګرامونو د عملي کېدو له پاره یو د بل پر ضد لګیا وي ، خپل مشرا ن او خپلې مفکورې سره  ټکوي ، یو د بل قُبحې وایي ، ټوله نړۍ یې په خپلو سترګو ویني چې ددوی له خولو او حنجرو څخه د ملي یووالي پر ضد د نفاق ، بدمرغیو ، ژورو دوښمنیو ، او بېلتانه مردار غږونه را پورته کېږي .
دولت دې وروسته له دې څخه د یوه ملي ارګان او مرجع په صفت هڅه وکړي چې دداسې خلکو خولې نور ور وتړي . ځکه ددوی خولې د ملي یووالي پر ضد افغانستان د نامعلوم برخلک او تتې راتلونکې سره مخ کوي . پرېږدۍ !  بې چرګه به هم خدای سبا کړي . خو داسې تش په نامه کارپوهان دې د تاریخ په دغه حساس پړاو کې د افغانستان پر ملي مسایْلو نه غږېږي . ځکه چې تر ګټې یې تاوان ډېر دئ  . دوی له دیموکراسۍ څخه د طالبانو غوا جوړه کړې ده چې هر کارپوه یې په هر وخت کې پرته له دې چې خوله یې پرې خلاصه کړي خپله خوله ور ته وازه کړي او غاښونه یې ګوري . او بیا وایي چې دلته په افغانستان کې دیموکراسي څو کلنه شوه .