د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ثور داوومې پېښه یا د هېواد داوسنیو غمیزو سرچینه

حقیق 25.04.2015 21:58

د افغانستان د وروستیو لسیزو تاریخ دغم او ویر ډېرې پېښې په ځان کې نغښتې چې راتلونکی نسل ته به ډېرې  دردونکې او عجیبې وې، لکه موږ چې په خپل پخواني تاریخ کې دچنګېزدیرغل او په هغه وخت کې دخپل هیواد د خلکو حالت تصور کړو نو اوسنی تاریخ مو هم له هغه څخه بدتر دی.  که چېرې خپل هغه یونیم میلیون بېګنا ه  هېوادوال چې څه یې په زندانونو او څه یې په کورنو او کلیو کې شهیدان شوي، که چېرې خپل پنځه میلیونه مهاجر هیوادوال چې په زور له خپل ټاټوبي نه ایستلو ته اړشوي وو ، او په لکونو خپل  معیوب او ټپي وروڼه اوخویندې راپه یاد کړو نو وینو چې ټول دیوې لوبې او داسې کړنې دپایلې له کبله رامنځته  شوي چې دغوایي دمیاشتې په اوومه یې دافغانستان کرار او مخ پروده حالت ته  د بدلون تر څنګ دغمونو ټغر پرهېواد خور کړ. او که چیرې همدغه پېښې بیا سل دوه سوه کله وروسته زموږ راتلونکی نسل مطالعه کوي تاسو فکر وکړئ چې ددوی تصور به له دې حالت څخه څه وي؟
که چېرې د روسانو یرغل ته نظرواچوو چې اووه کاله یې زموږ پرخلکو چپه مېچنې وچلولې نو هغه هم دهمدغو دثور داوومی دعاملینو دکړنو اوبلنو پایله وه چې زموږ پرخلکو یې تحمیل کړه او که چېرې هم دخپلو خلکو په تېره بیا دکابل دخلکو ماتمونه دمجاهدینو له بری نه وروسته راپه یاد کړو نو اصلی سرچینه یی بیا هم په همغه دغوایی  داوومې نېټې په عاملینو کې وینو چې د پردی عقېدې په خپلولو سره یې خپله لږ ګټه زموږ د خلکو او هېواد په غټ تاوان کې لیدله.
ځېنې وخت  د غوایې د اوومې نېټې اصلی عاملین یعنی دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند غړي د افغانستان غمېزې پرنورو  یا عام اولس وراچوی او وایې چې موږ دې وطن ته سوله او پرمختګ راوړ خو نورو پرې نه ښودو، کله هم دخپل برأت لپاره وایې که موږ یوازې روس راوستلی ؤ نو نورو دادی ۴۶ ملکونه راوستل. که حقیقت ته ځیر شو نو د وروستیو ټولو پېښو عاملین همدوی دی او دا شپږ څلویښت ملکونه هم ددوی د ناوړه کړو وړو له لاسه راغلل.
کله چې روسان له افغانستان څخه  ووتل او لاس کېنولی حکومت يې پرېښود او په خپلو مادي مرستو سره یې ددوی ملاتړ ته دوام ورکړ نو دخلکو دپاڅون اوجهاد له امله د دوی دوستان نور ټينګېدلای نه شوای نو همغه ؤ چې دوی ته ور وښودل شول چې د ((پدروطن)) په اصطلاح ملي جبهه جوړه کړي ، لویه جرګه راوغواړي ، دقبایلو جرګه دې جوړه کړي، یوشمېرزندانیان دې خوشې کړي اودملي مصالحې پروسه دې اعلان کړي ...چې یوه کړنه یې هم بریالی نه شوه اودافغانستان په دولتی واک کې یې دوطن په نامه د دپخوانی خلک دموکراتیک ګوند  دغړو دګډون ادامه نه تضمینوله او ماتې یې حتمی ګڼل کېده، نو هغه ؤ چې داځل دخپلو بهرنیو په هدایت حکومتي واکدارانو ځانونه په قومي رنګ ورنګول او دمجاهدینو له تنظیمونو سره یې دقومی عصبیت له اړخه اړیکې ټېنګې کړې او په دې لړ کې بهرنیانو چی په دې وخت کې لویدیزو او ختیزو ښکېلاګرو دسیمې دهېوادونو په ګډون چې دمجاهدینو د ځواک او پوځي تجربې نه کلک په ډار شوي وو نو په خپله اشاره یې  له قومی نزاکتونو نه  په ګټه اخستنه افغانی کمونست پلوه ډلې  د مجاهیدینو په تنظیمونو کې ورګډې کړې.
یوه ډله یې له تاجکو مجاهدینو سره یوه ډله یې د ازبکو مجاهدینو سره ، یوه ډله یې دهزاره وو له تنظیمونو سره او یوه ډله یې دپښتنو میشتو سیمو له مجاهیدینو  سره یوځای کړل چې هغه وخت د جغرافیاوی او امنیتی ستونزو له کبله په خپل مینځ کې سره بیلې ډلې  وې ، په دې ګډېدو سره دوی دوه ګټې وکړې یو داچې مجاهدین یې بدنامه کړل بل یې ځان له هغې محاکمې وژغوره چې کیدای شوای دملت له لوري ورسره مخ شوي وای.
دوی دمجاهدینو له ډلو سره په ګډېدو قومي او تنظیمي جګړو ته لمن ووهله خپله وسله او مهمات یې هم دډلو په واک کې ورکړل او مجاهدین یې چې پخوایې نه دولتي تجربه درلوده او نه هم په سیاسي او قومي لوبو کې روږدي وو سره وجنګول.
جګړې هم په داسې پلاني توګه سره ترتیب شوې وې چې حتمی ګڼل کېدې، هغه داسې چې مجاهدین به یا له واک نه تېرېدل او خپل پخواني زیارونه به یې عبث تلل یابه هم په خپل مېنځ کې سره په جګړه اخته کېدل چې له بده مرغه دوهمه نخشه یې بریالی شوه او په دې ډول پخواني شوروي پلوي ډلې  له خپلې سترې ماتې وروسته بیاهم له مجاهدینو او دافغانستان له خلکو سره په دې توګه  وجنګېدل او هغوې یې  نورهم دغم په ټغر کېنول خو داځل ددوی جګړه بریالی وه نه یواځې یې مجاهدین بدنامه کړل بلکې دخپل خلاصون زمینه یې هم برابره کړه.
دوی په دې هم بسنه ونه کړه یو شمېر ډلې یې له نږدې ګاونډي هیواد سره په استخباراتي کارکې ورګډې شوې او دمجاهدینو دځای ناستي نظام لپاره یې کار وکړ .
لنډه داچې که دثور ۷کودتاه نه وای شوې دافغانستان قانوني جمهوررییس نه وای شهید شوی یا وروسته له واک نه یې خپله کمونستی مفکوره پرخلکو نه وای تپلې او دخلکو په وژلو ، زنداني کولو او ځورولو یې لاس نه وای پورې کړی نو کله به هم دغه دوروستیو کلونو غمیزې دافغانستان پرخلکو نه وای راغلې.
که دوی هرڅومره ځان سپېڅلي وبولي او دخپل بام واوری په نورو ورواچوي خو د تاریخ پاڼې به دروغ ونه مني او حقیقت به ضرور څرګندیږي.
په دې هیله چې نور دافغان ولس وګړي دپردیو عقېدې په خپلو لو سره پرځان او زموږ دهېواد په خلکو هغه څه ونه تپي چې دوی ته دمختوروالی او ابدی بدنامی او عذاب  او نوروته دستونزو او غمونولامل شي.
د داسې پېښو یادون موږ ته دعبرت لوست راکوي او افغان ملت دې ته متوجه کوي چې باید په یووالي او پیوستون سره هڅه وکړي چې دیوه ځواکمن او قوی نظام خاوندان شي او داسې کړنو ته اجازه ورنه کړي چې هیواد کې دبدمرغیو او ستونزولامل شي.
-------------------------------------------------