د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کودتا یا سیاسي فاجعه

حیات الله پیاوړی 25.04.2015 21:57

د افغانستان په وروستي څلویښت کلن تاریخ کښې د څو کودتاګانو را منځته کیدل او د هغو ناوړه پایلې
فاجعه د انګلیسي ژبې د (Disaster) د کلیمې سره برابره او د ناوړې پیښې او مصیبت په معنی ده. فاجعه کیدای شي طبیعي او یا غیری طبیعی وي. طبیعی لکه زلزله، ږلۍ د غر ښویدل، سیلاب، وچکالي او داسې نور. غیر طبیعي د انسانانو په لاس رامنځ ته کیدونکي پیښې دي. لکه ایکولوژیکي او چاپیریالي ستونزې یعنې (د ځنګلونو بې رحمانه وهل، هوا ته د مضره ګازونو خپرول، د چاپیریال لکه د اوبو، هوا او ځمکې) ککړول او د هغوی ناوړه پایلې چې د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او ډول ډول سترو انساني ناورینونو د رامنځته کیدو سبب ګرځي. زه په دې بحث کښې د طبیعي پیښو په اړه نه بلکه د انسان په لاس آګاهانه، پلان او رامنځته شوې سیاسي پيښې او فاجعې په اړه چې کودتا بلل کیږي او نه جبران کیدونکی سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ناوړه پایلې لري، شته معلومات شریکوم.
د کودتا کلیمه د فرانسوي ژبې د (coup d’état) د کلیمې څخه راخستل شوې چې په متغیر ډول په پښتو او دري ژبو کښې استعمالیږي، د انسان په لاس جوړه شوې سیاسي فاجعه ګڼل کیږي. د کودتا اصلي تعریفونه په دایر‌‎ة المعارف کښې په لاندې ډول شوي دي:
“په سیاست کښې یو نا څاپي، قاطع او چټک عمل، چې په ځانګړي ډول د هغه د عملي کولو لپاره د غیر قانوني لارې یا زور څخه کار اخستل کیږي”.
داسې هم تعریف شوې:
“د یو قاطع او چټک خوځښت په نتیجه کښې دولتي واک تر لاسه کول دي چې دا کار د یو سیاسي یا نظامي ډلې له لورې تر سره کیږي. د انقلاب (پاڅون یا بدلون) برخلاف، کودتا د ولسي پاڅون او ګډون پرته تر سره کیږي. زیاتره وختونه کودتا ډوله خوځښتونه، د سیاسیونو یا نظامي جنرالانو د ځینو کړیو له لورې تر سره کیږي، د چارو تصدی یا حاکم چارواکی ګرفتاروي، ملي رادیو یا تلویزیون اشغالوي، او د خپل ځان د واکدارۍ اعلان کوي”.

زمونږ په ټولنه کښې هر څوک د خپل باور او سليقې سره سم دغو ورځو او پيښو ته تعریف وړاندي کوي او یوې ته سمه او بلې ته ناسمه وايي. په هر حال، طرحې او پيښې کیدای شي سمې یا ناسمې وي خو اوسنۍ زمانه کښې خلک قضاوت د پیښو په پایلو کوي نه د طرحو په بڼه او تفسیر. دا چې کوم بهیر ولس او ټولنې ته ګټه رسولې یا تاوان، پر هماغه بنسټ سم قضاوت کیدای شي.

زمونږ هیواد په وروستي څه د پاسه څلویښت کلن تاریخ کښې د څو کرغیړنو کودتا ګانو شاهد وه. چې زما په باور د ټولو پایلې د ولس لپاره په ټولیزه توګه د بدمرغیو او ویجاړویو پرته بل هیڅ په ارمغان نه دي راوړي. د دې پیښو منفي پایلې د هرهیوادوال د سترګو پر وړاندې پرتې، ټول د هغوی ژوندي شاهدان او د شمیرلو وړ نه دي. د ثور د میاشتې ۷ مه او ۸ مه زمونږ د هیواد د تاریخ دوه داسې تورې کودتايي ورځې دي چې په ښه سترګه ورته نه کتل کیږي. تر دې څنګه نورې داسې پیښې هم رامنځته شوي چې لاندې ور ته اشاره شوې ده.
د دوه لمړۍ کودتاګانو له جملې څخه یوه د سرطان او بله د ثور په میاشت کښې تر سره شوې ده. زه د سرطان کودتا او هغه نورې ځکه ور سره ملګرې کوم چې یو خو په ټولیزه توګه کودتايي طرحه او عمل د اجتماعي او سیاسی پلوه دواړه محکوم دي. بل دا چې په ځانګړې توګه د سرطان کودتا له لارې زمونږ په هیواد کښې د بدمرغیو زڼی (تخم) کرل شوی او د راتلونکو کودتاګانو او نورو فجایعو او بدمرغیو بنسټ کیښودل شوی او لاره ورته هواره شوې ده. په بنسټیزه توګه د سرطان کودتا د فاجعې پیل، د ثور کودتا د فاجعې بل پړاو، د جدي ۶ مه د ببرک کارمل په ژبه د فاجعې پرمختیايي پړاو د ثور اتم (له بده مرغه) د جهاد بریالیتوب نه بلکه د دې تیرو پړواونو د لړۍ یوه کړۍ ده (ځکه دې پيښې هم د نورو په څیر نورو بدمرغیو ته لاره هواره کړې). زه باور لرم چې د جهاد فریضه د ولس په قربانیو تر سره شوه او د ولس مجاهدو او مبارزو بچیانو په دې لار کښې د خدای د رضا د حصول او خپل ولس او هیواد د ژغورنې په خاطر ډول ډول او ډیرې بې حسابه قربانۍ ورکړې چې د هیریدو وړ نه دي خو په جهاد سوداګري د دې سبب شوه چې واک یو څو شبکه یی کړیو ته په لاس ور شي (د جهاد ثمره تر پښو لاندې شي)، د چور او تالان بازار ګرم او په ټولیزه توګه د هیواد د بنسټونو د ړنګولو پرمختیايي او پای نه موندونکی پړاو پیل شي.

دا فجایع په وار وار په لاندې توګه یو په بل پسې را منځته شوې دي:
لمړی د سرطان کودتا:
د ۱۳۴۳ اساسی قانون په څلورویشتمه ماده کښې د لاندې مادې تسجیل د دې باعث شو چې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د کورنۍ له لورې سردار داود خان په سیاسي واک کښې د برخې څخه د تل لپاره محروم و ساتل شي. په دې ماده کښې داسې راغلې دي:
څلورویشتمه ماده: د پاچا ځوی او لور او ورور او خور او د هغوی ښځې، ځامن او لورګانې، کاکا او د هغه زامن د شاهي کورنۍ غړي بلل کیږي.

د همدې مادې په بله برخه کښې راغلي دي:

د شاهي کورنۍ غړي په سیاسي ګوندونو کښې ګډون نه کوي او لاندې دندې نه تر سره کوي؛
۱ـ لمړی وزارت (صدراعظمي) یا بل وزارت.
۲ـ د شورا غړیتوب.
۳ـ د سترې محکمې غړیتوب. د شاهي کورنۍ غړی به د خپل ټول ژوند لپاره تل خپل حیثیت د شاهي کورنۍ د غړي په توګه ساتي.

په اساسي قانون کښې د همدې مادې تسجیل داود خان د ځان په خلاف عمل و ګاڼه، ځکه چې همدې مادې د سردار داود خان د بیا صدراعظم جوړیدو لاره ډب کړه. نو داود خان هم د غبرګون په بڼه د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره د نورو لارو چارو په لټه کښې شو تر څو وکولای شي چې له یوې خوا د خپل تره ځوی څخه سیاسي غچ واخلي او له بله پلوه سیاسي واک تر لاسه کړي. نو داودخان د دې مقصد لپاره د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند سره د یو ګډ پلان له مخې د ۱۳۵۲ کال د سرطان د میاشتې د ۲۶ نیټې کودتا تر سره کړه. ځینې خلک د افغانستان د بد مرغيو پيل د آل یحیي د کورنۍ له تربګنيو سره تړي. د مرحوم محمد ظاهر شاه او د مرحوم محمد داود خان د ذهن فکري بیلوالی د هغوی د تربګني په بڼه را څرګنده شو چې ترخې پایلې يې ملت زغمي.
بل عامل يې د افغانستان د شاهي نظام د وروستي صدراعظم ارواښاد محمد موسی شفیق د شوروی اتحاد څخه د سیاسي فاصلې زیاتیدو او په ځانکړې توګه اسلامي او یا هم غربي نړۍ ته نژدې کیدل وو. دې موضوع پخوانی شوروي اتحاد په اندیښنه کښې غورځولی وه او د هر مناسب اقدام تر سره کولو لپاره یې تیاری نیوه، له دې فرصت څخه ګټه تر لاسه کړه او په غیر مستقیمه توګه يې په پروسه کښې د افغانستان خلک ډیموکراټیک ګوند د ګډون له لارې داود خان سره لاس یو او کودتا يې تر سره کړه.
د سرطان د کودتا تر ټولو ستره پایله دا شوه چې په هیواد کښې يې کودتايي حرکتونو ته لاره پرانیزي. سره له دې چې داود خان یو ملي سړی ګڼل کیده تر څنګه يې هغه یو ډیر خودخواه او دیکتاتور سړی هم وه چې هغه يې د هیواد د ملي عناصرو څخه په انزوا کښې وساته. د ملت څخه د داود خان د لیرې ساتلو په کار کښې له شک پرته د افغانستان د خلک ډیموکراټيک ګوند (پرچم ښاخ) ټاکونکی نقش درلود. د افغانستان د خلک ډیموکراټيک ګوند د خپل ضد ډیموکراټیک خصلت له مخې او د روسي اوږد مهالې ستراتیژۍ د پلي کیدو لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخسته او د خپلو سیاسي سیالانو د ټکولو او ځپلو په لور يې مخه کړه. هغوی لمړی ګام د هیواد د یو ملي او وطنپال شخصیت، د هیواد یو پخواني صدراعظم او د یو سیاسی ګوند یعنې مترقي دموکرات (مساوات) د مشر شهید میوندوال په وړاندې تر سره کړ. لمړی يې هغه د خپلو یو شمیر ملګرو سره د کودتا په تور بندي او بیا يې په وحشیانه توګه و واژه.

په دې اړه د کابل رادیو د ۱۳۵۲ کال د سنبلې په ۳۱ نیټه خپله ماښمنۍ خپرونه کښې داسې اعلان وکړ چي:

“ یو شمیر خاینو او مرتجعو کړیو چې د بهرنیانو په ملاتړ يې غوښتل جمهوري نظام له منځه یوسي، د اسنادو او شواهد سره لاس په لاس و نیول شول. چې عبارت دي له: میوندوال، ډګرجنرال عبدالرزاق پخوانی هوایی قوماندان، تورن جنرال خان محمد چې په مرستیال مشهور وه”
په دې اړه د استاد کاظم بيمار د مقالې یوه برخه چې “ د هيواد نا متو زوى شهيد محمد ها شم ميوندوال” تر عنوان لاندي لیکلي یوه برخه را نقلوو:
“په ١٩٧٣ میلادي (١٣٥٢) لمریزکال کښې کله چي سردار داود خان کودتا وکړه، نو د داود خان پرچمي ملګرو، شهيد ميوندوال د بلى کودتا په تور زندان ته وا چاوه. د پر چميانو او سردار محمد داود د ملګرو په واسطه په زندان کي په بې رحمانه ډول تر شکنجو لاندې شهيد شو، او د افغانستان راډيو له لاري اعلان شو چي مرحوم ميوندوال په خپله نکټايي ځان وژنه کړيده. دغه خبر د واقعيت څخه ليري يو خبر و، ځکه چي شهيد ميوندوال يو کلک مسلمان او يو لوي ملي سياست مدار شخصيت و، هغه هيڅکله داسي خام او بي ثمره کار نه کاوه، ويل کيږي چي دى په وهلو او ټکولو وژل شوى وه.
د مقالې لیکوال زیاتوي:
“د شهيد ميوندوال د تحقيقاتو موظف او مسئول صمد ازهر، د پرچم د ډلي غړى و. ځيني ليکونکي وايي چي دده په شهادت کي صمد ازهر او د پر چم ډلي لوي لاس درلود. خو صمد ازهر په خپلو ليکنو کي دا ادعا ردوي او وايي چي ده دا کار نه دى کړى، مګر دى د دې کار بل مسئول هم نه په ګوته کوي.”شهيد ميوندوال د پرچميانو د شومو اغراضو قرباني شو (د شهيد مرحوم ميوندوال روح دې خوشاله وى)، ځکه دوى د ده سياسي فکر څخه ډاريدل، او داسي فکر يې کاوه چي په سياسي ډګر کي ده ته ماتي ورکول اسان کار نه دى.”
دا چي چا و واژه هغه جلا بحث ته اړتیا لري خو په هر حال د دې ناوړه لګول شوي تور له امله د ټولو نیول شوو کسانو شمیر ۲۳ ته رسیده چې ډیری يې پخواني دولتي صاحب منصبان، لوړ رتبه چارواکي، دیني علماء او ځینې سوداگر وو چې له هغې ډلې څخه دا کسان اعدام شول. خان محمد خان مرستیال، عارف شینواری د ریکشا سوداګر، ډګروال (ماما) زرغون شاه شینواری، ډګروال سیدامیر او مولوی سیف الرحمن.
بله ستره پیښه بیا هم د داود خان د کودتايي ملګرو د خپلو سیاسي سیالانو د بندي کولو په لړ کښې د اسلامي نهضت د غړو پسې راخستل وو. د دایرةالمعارف په حواله داسې یادونه شوې چې:
“د ۱۳۵۲ کال له کودتا وروسته د افغانستان د اسلامی نهضت غړي او پلویان د رژیم او په ځانکړې توګه د خلک ډیموکراټیک ګوند د پرچم د ښاخ تر سخت فشار لاندې راغلل. د اردو هغه افسران چې د داود خان سره يې په کودتا کښې مرسته کړې وه د افغانستان د کمونستي ګوندونو سره تړاو درلود. دغو دواړو حرکتونو د یو بل سره سخته سیالي درلوده او په ښوونځیو، پوهنتونونو، علمي مرکزونو او دولتي دوایرو کښې يې د یو بل سره هر ډول نخښتې کړې وې. د واک له تر لاسه کولو وروسته، په ځانګړې توګه د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر چې د خلک د ګوند غړی وه په پراخه کچه د افغانستان په بیلا بیلو ښارونو کښې د اسلام پلو ډلو غړو په نیولو چې د هغوی سیالان ګڼل کیدل، پیل وکړ. په ۱۳۵۳ کال کښې د استاد رباني په ګډون د دې نهضت نور غړي چې د داود خان د حکومت تر تعقیب لاندې وو د افغانستان څخه بهر او پاکستان ته په کډه شول او په هغه ځای کښې اسلامي ګوندونو او او د ذالفقارعلي بوټو حکومت چې د افغانستان له دولت سره يې د پښتونستان د شخړې پر سر سړې اړیکې درلودې د هغوي هر کلی وکړ او د اسلامي نهضت د کډوالو په مسلح کولو يې پیل وکړ، تر څو هغوی د داود خان د حکومت چپه کولو ته تیار کړي”.
په دې اړه فقید جنرال نصیرالله بابر چې پاکستان د پیپل پارټۍ غړی، د ذ‌الفقارعلي بوټو صدراعظمۍ پر مهال د پاکستان د اوسنۍ خیبر پښتونخوا آیالت والي او بینظیر بوټو د صدارت پر مهال د دغه هیواد داخله وزیر وه، یو پاکستاني تاریخ لیکونکي فرهاد علي خاور ته داسې وايي:
“د یوې اوږدې ساه اخستلو نه پس هغه و ویل چې کله کله د هیواد د ګټو د لپاره هغه ډیر څه کول غواړي. کله چې ذ‌الفقارعلي بوټو صدراعظم وه نو هغه یوه ورځ ما ته وویل چې د ډیورنډ د کرښې د (۱۰۰) کلن تړون وخت پوره کیدونکی دی، نو ته داسې چل وکړه چې په افغانستان کښې اړی ګړی پیدا شي. ما د افغانستان د هغه وخت یو څو ځوانان چې پکښې احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني اونور ځوانان شامل وو، د پیښور بالاحصار قلعه ته د ملاقات لپاره را وبلل، دوی ته مې نغدې پیسې او سرپوښ ټوپک ورکړل او دغه شان د افغانستان دولت پر ضد عملیات پیل شول. دغې لړۍ دوام ولرلو او افغانستان کښې مونږ د خپلې توقع نه زیاته کامیابۍ تر لاسه کړې”.
دا د افغانستان پر وړاندې د پردي واکي جهاد عملي پیل ګڼلای شو. د آی ایس آی یو بل فقید جنرال اختر عبدالرحمن، چې د جنرال ضاء الحق سره یو ځای د هغوی د طیاري د سقوط پر مهال له منځه ولاړ د ثور د کودتا وروسته او د جهاد د منظم پیل وروسته داسې وايي: “کابل باید اور واخلي”. وروسته بیا کابل رښتیا هم د ځینو جهادي تنظیمونو تر منځ د داخلي جګړو پر مهال د اور په لمبو کښې داسې وسوځید چې د کابل هست بود يې ړنګ او لږ تر لږه (۶۵) زره کابل ښاریان يې شهیدان کړل او ډیری شمیر يې د خپلو کورنو پریښودلو ته اړ کړل).
سره له دې چې د خلک ډیموکراټیک ګوند ځینې غړي د ثور د اومې د کودتايي رژیم په وړاندې پاڅونونه د ارتجاع او غربي امپریالستي نړۍ پلانونه بولي خو زه له دې خبرې سره ځکه سل په سلو کښې توافق نه لرم چې پاکستان ته په کډه شوو خلکو د ۱۳۵۴ کال د سرطان په میاشت کښې په ننګرهار، کنړ، لغمان، پکتیا او د هغه وخت پنجشیر ولسوالۍ کښې خپل زور و آزمايي خو یو شمیر ملګري بنديان، ځینې مړه او ځینې يی بیرته پاکستان ته په شا تګ ته اړ شول. (په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره “بمناسبت چهارمین سالروز شهادت احمد شاه مسعود قهرمان ملي” مقالې ته مراجعه وکړئ). خو کله چی د ثور کودتا را منځته شوه نو بیا د افغانستان په خلاف په سنګر کښې ناستو مخالفینو ته ښه فرصت او وړیا لښکر (د دولت د ناسم او وحشيانه سلوک او چلند په پایله کښې د کډوالو د لړۍ د پیل کیدو له لارې) په لاس ورغي چې د افغانستان پر خلاف ترې کار واخلي. د مخه فرار شوي ټول هغه خلک وه چې په سیاسي او نظامي لحاظ و روزل شول، اقتصادي او لوژستیکي ملاتړ يې وشو او د هغوی څخه د ثور د کودتا وروسته په تمام عیار ډول جهادي مشران جوړ شول.
پر همدې بنسټ ویلی شو چې د هغه بل لورې څخه عملي بریالۍ لوبه له همدې ځایه پیل شوه او د ثور د کودتا تر سره کیدو وروسته ور ته د پرمختګ ښه فرصت په لاس ورغي او له همدې امله د دې ویجاړونکي او تباه کونکې لوبې بیلا بیل پړواونه او لړۍ لا تر اوسه دوام لري.
د ثور د اومې کودتا:
د مخه هم دې ټکې ته اشاره و شوه چې د سرطان کودتا نورو کودتا ګانو ته لاره هواره کړه. خو دا کودتا کله او څنګه پیل شوه. د موضوع د لا روښانتیا لپاره د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند غړي فقیر محمد ودان (د افغانستان د خلک ډیموکراټیک او بیا وروسته د وطن ګوند غړي) د “یادي از استاد خیبر” تر عنوان لاندې مقالې یوه برخه را اخلو:
“محمد داوود د خپل طرز فکر له مخې د خپلې ولس مشرۍ په وروستیو کلونو کښې غوښتل چې په شوروي اتحاد باندې د افغانستان اقتصادي او نظامي څو کلنې یو اړخیزې تګلارې او اتکاء ته د پای ټکی کیږدي او د یو سیاسي خوځښت په پایله کښې د پاکستان او ایران سره سیاسي اختلافات حل او د دې هیوادونو او اسلامي او غربي نړۍ سره پراخه اقتصادي اړیکي تامین او ټینګې کړي او د هغوی مالي، تخنیکي او فني پورونه او نورې مرستې تر لاسه کړي. د دې اړیکو پراختیا په تدریج او وخت په تیریدو سره د کابل او مسکو تر منځ دوستانه اړیکې اغیزمنې کړې او د بې باورۍ سبب شوې.”
“مسکو ته د محمد داوود ۱۹۷۷ د اپریل د میاشتي سفر او د لیونید برژنف د شوروِی اتحاد د هغه مهال د مشر سره د هغه لفظی شخړه، د محمد داود او شوروي مشرتابه تر منځ اختلاف اوج ته ورساوه، چې هیڅ امکان يی نه درلود چې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند په سیاستونو کښې يې انعکاس نه وای پیدا کړی”.
د بی. بی.سی رادیو د برنامو لړۍ «افغانستان په شلمه پیړۍ کښې» دې پایلې ته رسیدلې چې:
“ولسشمر داود خان عربي شتمنو هیوادونو لکه لیبیا، کویټ، سعودي عربستان او مصر همدا ډول یوگوسلاویا، هند او پاکستان ته د خپلو بې سارو سفرونو له لارې د نوو سیاسي متحدینو او د مرستو په لټه کښې وه. د فرید احمد مزدک په وینا دې کوښښونو بالاخره "... مسکو دې ته اړ کړ چې د ټولو لارو چارواو امکاناتو څخه په کار اخستنه د داود خان رژیم د سقوط لپاره گام پورته کړي". د دې پایلې تر لاسه کولو وروسته، د فرید احمد مزدک غږ چې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند د سیاسي دفتر غړی او بیا وروسته د وطن ګوند غړی دی، خبرې خپروي چې وايي: "د مسکو له نظره د محمد داود کوښښونه د هغې سنتي موازنې د ماتولو لپاره وه چې په افغانستان کښې د امریکا او غربي اروپا او شوروي د سیالیو په نتیجه کښې رامنځته شوی وه. او د شورويانو له انده په اصطلاح د دغې "موازنې" ماتول هغه څه وو چې مسکو نه غوښتل. کله چې شوروی د داود خان له اړخه د یو ګواښ احساس وکړ، د ټولو هغو امکاناتو په کار اچولو چې په لاس کښې يې لرل، کوښښ وکړ د دغو تمایلاتو او حرکت مخه ونیسي. په حقیقت کښې د داودخان په وړاندې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند د سیاست بدلون ۱۹۷۶ ـ ۱۹۷۵ کال څرګند شو، دا د هم هاغو تغیراتو انعکاس وه چې د داود خان پر وړاندې د کرملین په سیاستونو کښې را منځته شوي وو.”
د ثور کودتا ته زمیني برابریدلو په اړه فقیر محمد ودان د دوه مهمو عواملو یادونه کوي: او د دوه مراجعو له لورې د استـاد میر اکبر خیبر د ترور احتمالي سازماندهی او تر سره کیدل داسې بیانوي:
۱ـ د هغه مهال د رژیم په دننه کښې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند په وړاندې د هغو محافضه کارو عناصرو شتون چې داود خان ترې خبر نه وه.
۲ـ د شوروی د ګټو ساتونکي بنسټونه او په افغانستان کښې د هغوی سره افغاني تړلې څهرې

ځیني نور لیکوالان د ببرک کارمل د بیوګرافۍ د تشریح پر مهال لیکي چې هغه د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند د بنسټ ایښودنې د ورځې را په دې خوا د ګوند مشرۍ ډیر لیواله وه. نو کله چې د داود خان د رژیم په وروستیو کښې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند د دواړو څانګو (خلق او پرچم) په یو ځای کیدو باندې کار کیده نو د وحدت په صورت کښې باید خیبر د اصلي مشر په توګه سر را پورته کاوه، کوم کار چې د ببرک کارمل نه خوښیده نو ځکه خیبر د کارمل له لورې و وژّل شو.

په هر حال، د میر اکبر خیبر ترور او کودتا ته بهانه جوړه او زمینه برابره کړه. د جنازي په مراسمو کښې د جنازې د ګډونوالو چې ټول د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند غړي وو، پارونکې بیانونه او شعارونه ورکړل، داود خان د احتیاطي اقداماتو په لړ کښې د دي ګوند یو شمیر غړي بندیان کړل. د ثور د کودتا تر سره کونکو او پلویانو د خولې نقل قول دی چې وايي ګوند فیصله کړې وه که په ګوندي ملګرو حمله وشي دوی به د خپل ګوند د غړو په دفاع را پورته کیږي. همداسې و شول کله چې د داود خان د ولسمشرۍ په دوره کښې د خلک د ډیموکراټیک ګوند غړي بندیان کړل نو د ګوند نور غړي چې له پخوا يې په ملي اردو کښې نفوذ او شتون درلود او د داسې یو مناسب فرصت په انتظار ناست وو د حفیظ الله امین په مشرې په کودتا لاس پورې کړ، او د خپلو غړو پواسطه يې د ځان ژغورنې او سیاسی واک د ترلاسه کولو، او د بله پلوه خپلو ټولو سیاسي مخالفینو اوعام ولس د ځپلو لپاره کودتا تر سره کړه. دا داسې یو کودتا وه چې عام ولس خو لا پر ځای پریږده، حتی ځیني ګوندي غړي هم ترې خبر نه وو. ځینې کړۍ په دې باور دي چې د کودتا په جریان کښې په ارګ باندې روسي طیارو د کودتاچیانو په ملاتړ بمباري کړې ده. د دې لیکنې په وروستیي پړاو کښې را ته زما یو دوست چې هغه مهال يې په بګرام هوايي ډګر کښې دنده درلوده داسې و ویل: د ثور میاشتې د مخه یعنې لا د حمل په میاشت کښې ۲۰ روسي نوې ماډل طیارې افغانستان د سپارلو تر نامه لاندې د شلو پیلوټانو سره یو ځای راغلې وې. د کودتا په ورځ محل چنار (د افغانستان د هوايي او هوايي مدافع قواو د مرکز) کښې د هوايي قوایو قومانده د روسي سفیر پوزانوف، تره کی او کارمل چې هلته د سید محمد ګلابزوی (د هوايي ځواکون د مخابرې خورد ظابط) او اسدلله سروری په واسطه دلته راوړل شوي وه، او د کودتا په ورځ يې د دغو طیارو چې په ارګ يې مستقیما بمباري کوله، قومانده په لاس کښې لرله. ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کښې یوازې یو افغاني پیلوټ چې غوث الدین نومیده او په ګاګارین مشهور وه ، ونډه درلوده او بس.
که د خیبر د مړینې پیښه نه وای را منځته شوی بیا هم کودتا کیدونکې وه ځکه د نور محمد تره کي په وینا دوی د اسد یعنی زمري په میاشت کښې د کودتا پلان درلود. دوی غوښتل چې د دوی انقلاب باید په اصطلاح د زمري انقلاب په نامه یاد شي (په داسې حال کښې چې رښتوني ولسي انقلاب لپاره څوک دقیق وخت نه شي ټاکلی).
د ثور د کودتا ناوړه پایلې:
د ۱۹۷۸ ميلادي کال د اپرېل په ۲۷ (د ۱۳۵۷ کال د ثور د میاشتې په اومه نېټه) د ثور غوبل په افغانستان کې پيل شو، چې د افغان ولس تلپاتې بدمرغي هم ورسره مله شوه. د کودتا ټول پړاوونه په وژنه سره پیل، داوم او پای ومونده. د کودتا مشرانو د خپل ضد ډیموکراټیک خصلت له مخې، د عقدو پر بنسټ او د افغاني ټولنې د سیاسی، ټولنیز او فرهنګې حالت څخه د ناخبرۍ له امله ډیرې ضد ډیموکراټیک کړنې تر سره کړې. د انقلاب رهبر (د شرق نابغه) نور محمد ترکي په هیواد کښې د ټولو پخوانیو شتو سیاسي ګوندونو د شتون څخه په ډیره سپین سترګۍ چورلټ انکار وکړ او خپل ګوند يې په ټول هیواد کښې یوازینی فعال سیاسي ګوند وباله او د هیواد په سیاست کښې يې د هغه د فعال شتون یادونه وکړه. دیکتاتورانه اراده او عمل له همدې ځایه پیل شو. خو د دې تر څنګ يې بیا په غیر مستقیم او غیر آګاهانه توګه د سیاسي ګوندونو په شتون اعتراف کاوه او په مختلفو لکه ښي او کیڼ افراطي، لوړتیا غوښتونکی نشنلیسټ، اخوانی، اشرار د ارتجاع او امپریالیزم د نوکرانو په نومونو يې د شرعي او مدني محکمې د حکم پرته د نورو ګوندونو د غړو د بندې کولو، بې رحمانه توګه ډول ډول شکنجه کولو او وژلو لاس پورې کړ. د ډیرو غریبو او بې وزله خلکو په اولادنو يې د فیوډال او بورژوا د زامنو نومونه کیښودل. د ثور د کودتا د معرکې په اصطلاح “اعلی سر قوماندان” حفیظ الله امین د خپلو ګوندې غړو په یو غونډه چې د کابل پولی تخنیک کښې جوړه شوې وه وویل چې “که با ما نیست از ما نیست” څوک چې له مونږ سره نه وي هغه زمونږ او د انقلاب دښمن دي، و يې پیژنۍ او و يې ځپئ! (دا خبره د هغه وخت د کابل پوهنتون د پښتو څانګې یو محصل آصف بهاند چې په دغه غونډه کښې يې ګډون کړی وه، کړې وه). د رژیم مشرانو د خپلو بې وخته طرحو او ناوړه کړنو په پایله کښې ولس د ځان پر وړاندې را وپاراوه او ولس چې په تنګ شو نو په جنګ شو او د هیواد په هره برخه کښې ولسي پاڅونونه پیل شول. په ډیر لږ وخت کښې د تره کي دولت د ولسونو په محاصره کښې راغی. کودتاچیان او د هغوی بهرنی ملاتړی سخت وار خطا شول (په دې منځ کښې د وفادار شاګرد حفیظ الله امین له خوا د خپل استاد تره کي په خوله بالښت کیښودل شو او د چارو واګي يې په خپل لاس کښې ونیولې، چې د موضوع د نه اوږدولو او لنډون په خاطر په هغه بحث نه کوو).
پورته یادو شوو پیښو د ۱۳۵۸ لمریز کال جدی د شپږم یا د شوروي اتحاد مستقیم تیري ته لاره هواره او بهانه جوړه کړه. د یوه مرموز حرکت په پایله کښې د هیواد برحال ولس مشر د شوروي ځواکونو له خوا و وژل شو. ببرک کارمل یعنې هغه ولسمشر چې د شوروي ځواکونو په مرسته او ټانکونو سپور افغانستان ته راوړل او د واک په ګدۍ کښینولی شو (ما په خپله په هماغه ماښام د ببرک کارمل غږ لمړی ځل د یو بهرني رادیو یعنې دوشنبه رادیو څخه واورید، خو نورې رسنۍ وايي چې لمړی د ببرک کارمل غږ د تاشکند له رادیو څخه خپور شو چې د امین د دولت د سقوط او د هغه پر وړاندې د پاڅون خبرې يې کولي). د واک پر ګدۍ تر کښیناستو وروسته ببرک کارمل بیا و ویل چې د شوروي اتحاد ځواکونو یو څو قطعې د پخوانی حکومت په بلنه افغانستان ته راغلي (یعنې د هغه چا په بلنه چې بلونکی يې و واژه - دا په خپله یوه معما ده). ببرک کارمل په یو ویډیویي کلیپ کښې د وطن پالنې معیار د شوروي اتحاد سره دوستۍ ته په وفادارۍ کښې بولي او دا هغه څه وو چې د افغانستان په څیر یوه عنعنوي، مذهبي او خپلواکۍ خوښوونکي ټولنه کښې د ولس او دولت تر منځ واټن لا زیات کړ.
د سړې جګړې سیالو ځواکونو هم د فرصت څخه د ګټې اخستلو په نیت د شوروي اتحاد په خلاف په حرکت راغلل او د جهادي تنظیمونو ملاتړ ته چې واګي يې د نورو په لاس کښې وي، را ودانګل. په هیواد د بهرني تیری پر وړاندې جګړې ډیر زور واخست. او د جنګي وسایلو او امکاناتو له نظره د کوتک او ټوپک د کچې څخه د سکاډ او سټینګر سطحې ته لوړ شو. هرې لورې ته د هر لحاظه ډیر جنګي تلفات اوختل خو د ولسي وګړو تلفات، تاوانونه او ستونزې تر بل هر چا ډیر او بې اندازې زیاتیدل.
د بله پلوه د جګړې ختمولو او سولې رامنځته کولو لپاره په نړیواله کچه هلې ځلې پیل شوې او د ۱۹۸۷ کال په نیمايي کښې مسکو د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه خپل سياسي تصميم و نیو، او د مذاکراتو پر فضا یو نوی وضعیت حاکم شو. د شوروي اتحاد د هغه وخت مشر چې د افغانستان جګړه یو «یو وینې څڅیدونکي زخم» ته ورته ښودلی وه، اعلان وکړ چې که چیرې د ژنيو خبرې اترې نتیجې ته و نه رسیږي، بیا هم دوی حاضر دی خپل ځواکونه په یو اړخیزه توګه له افغانستان څخه و باسي. د افغان رژیم په مشرتابه کښې هم یو بل بدلون راغی یعنې دا چې د ببرک پر ځای ډاکتر نجیب د دندې د ادامې لپاره غوره کړی شو. بالاخره، د ژنیو توافقات د یو لړ مراسمو په لړ کښې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو له لورې، چې د افغانستان د مجاهدینو له خوا پکښې هیڅ ډول استازیتوب نه وه شوی، د ملګرو ملتونو د استازو په حضور چې د امريکا او شوروی دولتونو استازي (د قرارداد د تضمینونکو په توګه) هم حاضر وو د ۱۹۸۸ میلادي کال د اپريل د میاشتې په ۱۴ نیټه د ژنیو تړون د ژنیو په ښار، د ملګرو ملتونو په اروپايی مقر کښې، لاسلیک شو او روسانو په ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په میاشت کښې له افغانستان څخه پښې سپکې کړې.
د ډاکتر نجیب الله د رژیم په وړاندې د شهنواز تڼي او ګلبدین حکمتیار ائتلافي کودتا ( د حوت ۱۶، ۱۳۶۸ کال)
د پرچميانو او خلقيانو تر منځ اختلافات د شهنواز تڼي د ناکامې کودتا وروسته نور هم پياوړی شو، چې په دې اړه د نبي عظيمي په کتاب «اردو در سه دهه اخير» کې معلومات ورکړل شوي دي، چې څنګه پرچميانو له خپلو خلقي سيالانو غچ واخيست. دا کودتا په خپل ذات کښې ډیره عجیبه کودتا وه. یو دا چې دا کودتا د یو ګوند د بیلو بیلو شاخو د غړو تر منځ د سیالیو په نتیجه کښې را منځته شوه او بله دا چې کودتا کونکو ترکیب هیودوال، نړیوال او د اسلامي ګوند ځینې غړي چې د کودتا د جریان په اړه ورسره مشوره نه وه شوې هک پک کړل. خو کودتاچیانو ماته وخوړه. د دې کودتا په اړه بل په زړه پورې ټکي دا دی چې داخلي کودتاچیان او د رژیم مدافعین دواړه لورې زیاتره د هیواد د لويې پکتیا سره تړاو درلود او بل دا چې ماران سره د یو بل یاران شول یعنې دا چې اسلامي ګوند د کودتا مرسته اعلان کړه.
د بنین سیوان په طرحه کودتا (۱۳۷۱)
د ژنیو د تړون پر بنسټ د شوروي اتحاد پوځې ځواکونه له افغانستان څخه ووتل خو جګړه پای ته و نه رسیده. د جګړې د ختم لپاره د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د یو متبادل او ټولو اړخونو ته د منلو وړ یو نظام رامنځته کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ چې بیا وروسته د بنین سیوان د طرحې په نامه یاده شوه. طرحه د یوه پنځه فقره ایز پلان په بڼه تیاره شوه. طرحه دا وه چې د افغالنستان دولت به د چارو واګي د یو لنډ مهال لپاره یوه منځګړې ناپییلې ډلی ته سپاري او بیا به دا ډله د ټولو اړخونو تر منځ د ټاکنو تر سره کیدو لاره هواروي. خو د طرحې عملي کیدو د مخه په نوموړې طرحه د نجیب الله په دولت کښې شاملو ځینو کړیو او د مجاهدینو ځینو ډلو چې د نظار شورای يې مشري کوله او بیا د شمال ائتلاف په نامه یادیده. "د هیواد د شمال پورې اړوند یو ازبک جنرال محمد اعظم ما ته د یو ملاقات پر مهال و ویل چې په دغه جوړ جاړي کښې د شوروي اتحاد له خوا د هیواد د ولسمشرۍ د اوسني لمړی مرستیال ستر جنرال دوستم او د غرب له لورې د نظار شورا د مشر احمد شاه مسعود له لورې استازیتوب کیده" د جبل السراج په سیمه کښې د ټولو ذیدخلو او ذینفعو اړخونو په ګډون یوه شریکه غونډه وکړه چې هم د نجیب د دولت د سقوط سبب شو او هم يې د بنین سیوان د طرحې د عملي کیدو نسخه په نطفه کښې خنثي کړه او د یو لړ چټکو اقداماتو په لړ کښې يې واک په خپل لاس کښې و نیو. (ډاکتر نجیب په کابل کښې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یوړه خو کابل ښار ته د طالبانو د تحریک داخلیدو سره سم هغه په لمړۍ شپه د ملل متحد له دفتره را و ایستل شو او په مرموزه توګه د یوې قانوني محکمې د فیصلې پرته و ځړول شو او دا مهال ملګرو ملتو د هغه څخه حفاظت و نه کړ). د جهادي ګوندونو تر منځ د سیاسي ډیر او لږ واک پرسر داخلي جګړو پیل، د کابل د زرګونو ښاریانو د وژلو، بې کوره کیدلو او هم د کابل د ښار د ویجاړیو او ړنګیدو او ټولو شخصي او دولتي شتمنیو د لوټ او تالان سبب شو.
په ټول هیواد کښې ملک الطوایفي مسلطه شوه،. هر ستر او کوچنی قوماندان د څو کلونو لپاره د یو سیمي خپل سری چارواکی جوړ شو او د افغانستان ټولي ملي او شخصي شتمنۍ لوټ او تالان شوې. د سیاسي شنونکو او زیاترو عامو وګړو په باور دا پيښې د جهاد بری نه بلکه یوه توطیه بلل کیږي. د جهاد فرضیت او تقدس پر خپل ځای او د مخلصو مجاهدینو قربانۍ د ستاینې وړ او نه هیردونکي دي خو د جهاد په نوم سوداګري، د وطن ړنګول او پلورل، د هیوادوالو وژل او سپکاوي هيڅکله او هیڅ چا لپاره د منلو او توجیه وړ نه دي. کوم شي چې په دې بهیرونو کښې زړه پورې دی هغه دا دی چې د تڼي او د بنین سیوان په طرحه د کودتاګانو پر مهال دوه سرې ارتجاع سره لاسونه یو او د ولس کړاونه يې و غزول او د ولس په زخمونو يې د مرهم او پتۍ لګولو پرځای د هغوی په زخمونو مالګي و پاشلې.
ارزونه:
د دې مطالعې څخه دا پایلې تر لاسه کیږي.
لمړی) کودتا کیدای شي سپینه وي یا توره خو پایلې يې تورې، بدمرغه او د ربړونو او کړاونو ډکې، تباه کونکي او ویجاړونکی وي ځکه چې دا د یو څو اشخاصو او کړیو د ناروا واک او غوښتنو تر لاسه کولو او سر ته رسولو لپاره تر سره کیږي، نه د ولس د روا حقوقو تامین او سوکالۍ د ترلاسه کولو او خوندي کولو لپاره. ولس په ټول بهیر کښې ګډون نه لري. نو چې ولس پکښې ګډون نه لري د حقوقو تامین او سوکالي يې هم نه مطرح کیږي. کودتايي طرحې چې هر څه وې خو د دغو پورتینو یادو شوو پيښو ناوړه پایلې زمونږ د ولس د سترګو پر وړاندې پرتې دي. هغو ته تور، سپین، سور او یا بل رنګ ورکول اوس هم د ولس د تیر ایستلو لپاره مذبوحانه کوښښ ګڼل کیږي.
دوهم) د علمي ارزوني په رڼا کښې ګورو چې دې هرې پیښې په خپل بطن کښې خپل او د ټولنې ضد عناصر او غمیزي او ناورینونه زیږولې دي او هیڅ مثبته لاسته راوړنه يې نه درلوده.
دریم) څرګنده ده چې د دې ټولو فجایعو لوبغاړي د هیواد او ټولنې تر ټولو زیات آګاه او تعلیم یافته وګړي وو او د ژوندیو شواهدو پر بنسټ د کړکیچ اصلي عاملین هم همدوی بللی شو. په دغو کړکیچونو کښې د شاملو اشخاصو او کړیو له خوا د ځان څخه د دفاع په خاطر هر ډول ماجرا جویي او لجاجت او ځان د سپیناوي کوښښ نه زمونږ د ولس او هیواد ستونزې حلولای شي، نه پرې څوک له ولس او هیواد پر خلاف تر سره شوي جرمونه پټولای، نه پرې برآت اخستلای او نه د چا قناعت تر لاسه کولای شي، بلکه کولای شي زمونږ کړاونه او د لسیزو غمیزه لا اوږده او ژوره کړي. د لجاجت پر ځای د شهامت څخه کار اخستل، په خپلو ناوړه کړنو مردانه وار اعتراف او ولس ته مراجعه د نارینتوب، ځوانمردۍ او صداقت په معنا او د ټولو اړخونو تر منځ د ګډ کار او ملي موخو ته د رسیدو او هیواد ژغورنې لپاره لاره پرانیزي او د باور چاپیریل را منځته کوي. د ټولو افغانانو څخه د همداسې یو شهامت هیله کیږي.
د دغو بدمرغو او خاینانه بهیرونو او د هغوی د ناوړه پایلو څخه دفاع یو ناپوهې او پر هغه ټینګار یو ستره ملي جفا ده. البته د فجایعو رامنځته کونکو ته د لجاجت په صورت کښې ولسي عدالت اړین دی. د فجایعو د قربانیانو له پاره د سترې بدلې اولادونو لپاره يې د پوهې، آګاهۍ په رڼا کښې د سالم حرکت او مبارزې، روښانه او خپلواکه راتلونکې هیله لرم.
یادونه: په متن کښې د ماخذ د یادونې او تخنیکی ستونزو له امله د ماخذ د بیا یادونې څخه صرف نظر شوی دی.
پای