د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څلورم ځواک د نوښت په لور..!

عبدالرحمن فرقانی 25.04.2015 21:57

څلورم ځواک چې به معاصره حکومتدارۍ کې د خلکو غږ او د ولس سترګې ګنل کېږي، به حقیقت کې هغه ځواک دی، چې د عامو وګړو د حقونو د خوندیتوب لپاره د حکومت د دریګونو ځواکونو څارنه کوی، او د عامو وګړو لپاره مناسب فکری، فرهنګی، دینی، اخلاقی او سیاسی چاپیریال را منځته کوی
واقعیت خو دا دی؛ چې ټولنیزې ښکارندې په پرله پسې توګه د مثبت بدلون او اوړون په لړکې د یوه هیواد د پراختیا او پرمختګ په ډګر کې تل نوښت ته اړتیا لری، خو دا نوښت باید د نوموړي هیواد د دیني، فکري او کلتوري ارزښتونو څخه،کوم چې په نړیواله کچه د یوه هیواد ځانګړتیا او هویت تشکیلوي پښه بهر کې نه ږدي او نه هم نوموړي ارزښتونو د پردیو هیوادونو تر کلتوري یرغل لاندې واقع شي، خو له بدمرغه زموږ په هیواد کې هغه کرغیړنې ښکارندې ،چې د یوې انسانې ټولنې د تباهۍ او بدمرغۍ لامل کیږې په پرله پسې توګه پر هیواد باندې د حاکم حالت له کبله د ودې په حال کې دي او زموږ سر لوړی هیواد د ذلت او معنوي خوار ۍ لوري ته وړي.
د څلورم ځواک دخوځښت په ډګر کې د دبيان آزادي.. هغه اصطلاح او مفهوم دی، چې به ټول کې د نوموړی ځواک کړه وړه رانغاړی؛ د بشري تاريخ په اوږدو کې نوموړی مفهوم تل په نسبي ډول مطرح شوی او هيڅکله په مطلق ډول نه دی، تعبير شوی، خو استعمار دغه راز مفهومونو د فکري مبارزې په ډګر کې د خپلو ناوړه اهدافو په لاره کې په ځينو هېوادونو کې په مطلق ډول ګمارلی دی، او هڅه شوې ده، تر څو د ذهنيتونو د فکري اغوا په موخه ورنه ګټه پورته او د سياسي، فکري او ټولنيزو ډګرونوکې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره توظيف شي.
له کومه ځايه چې د بيان آزادي او په تېره بيا فکري آزادي يو جذاب او راکښوونکي مفهوم دی، او دنړۍ په کچه د بېلابېلو اړخونو او بنسټونو له لوري په دوه ډوله مطرح کېږي، که يو اړخ يې د بې بريده ليوالتيا په چوکات کې د خپلو موخو لپاره ګماري، خو بل اړخ دا د آزادۍ مفهوم ځينو ديني، کلتوري او ټولنيزو اعتبارونو ته مقيد بولي، او استدلال کوي چې په کار ده، نوموړي مفهوم د معقولو پولو په چوکاټ کې د انسان د حقونو څخه يو حق وپيژندل شي، او په داسې ډول ډګر ورته پرانيستل شي، چې د يوه هېواد ملي هويت او فرهنګي او ديني ارزښتونه زيانمن نه کړي، ځکه چې د هر هېواد آزادي هغه مهال تر پوښتنې لاندې واقع کېږي، کوم مهال چې بله پردۍ آزادي پکې پيل شي.
که د بيان د آزادۍ مفهوم په اسلامي او وضعي ارزښتونو کې وپېژنو کېداي شي د دغه مفهوم په نسبيتوب او مطلقتوب پوه شو : په اسلام کې د بيان آزدي دري قيدونه يا ظوابط لري، چې عبارت دي له: د ټولګټو تحقق، نورو ته د ضرر نه رسول او د فساد مخنيوي، د نوموړو دريو ضوابطو په چوکاټ انسان کولاي شي، خپله هر اړخيزه آزادي تر لاسه کړي. په دې موخه اسلام د بيان د ازادۍ په نسبيتوب باور لري.
په وضعي قانون کې د انسان د حقوقو په اعلاميه کې راغلي، چې د بيان آزادي هر هغه کار دي چې انسان پرې قادر شي، په داسې حال کې چې نورو ته ضرر او نقصان وا نه ړوي. بناٌ وضعي قانون هم د بيان آزادي ته قيد ږدي او په نسبي ډول يې پېژني.
دواړه باورونه رسوي، چې د بيان آزادي نسبي ده، مطلقه نه ده، چې هيڅ ډول سرحد او پوله ونه پېژني، بلکې د بياڼ آزادي په دې مقيده ده، چې نورو ته ضرر و نه رسېږي، او اسلام خو تر دې سربېره د آزادي اعمال په داسې ډول پېژني، چې بايد انسان ته پکې ګټه ورسېږي او د ټولګټو د تحقق لپاره ترې کار واخيستل شي.
نو په کار ده، چې د بيان د آزادۍ لپاره يو لړ ضوابط او قيدونه شتون ولري او د نوموړو قيدونو په چوکاټ کې تنظيم شي.
په افغانستان کې د بيان آزادي د ځينو کورنيو کړيو له خوا د بهرنيو کړيو په ملاتړ په مطلق ډول مطرح کېږي، ګواکي هر څوک حق لري هر څه چې غواړي وې وايي بايد يې ووايي، د بيان آزادي هيڅ ډول سرحد او پوله نه پېژني، خو بيا د دغه راز چلند په پايله کې د انسانانو پاک او سپيڅلي احساسات ځپي، هغه اخلاقي ارزښتونه له منځه وړي چې د يوې انساني ټولنې ځانګړتيا ټاکي او په ځمکه کې فساد خوروي په داسې حال کې چې د اصلاح او ښيګڼې داوه کوي.
اوس که دافغانستان حالت وګورو . د بيان د آزادۍ تر عنوان لاندې زموږ د مطبوعاتو ټول ماشين د پردیو په لاس کې دي، کومې هندي ډرامې چې د افغانستان په مشهورو ټلويزونو نو کې نندارې ته ايښودل کيږي د افغانستان ټولنه د تباهۍ لوري ته بيايي، ځکه چې د فرهنګي پيغام وړاندې پکې ديني پيغام نغښتي دي، که د نوموړو ډرامو مضمون او محتوي وڅيړل شي پرته له ديني پيغامه بل څه پيغام نه لري، د بوداييزم هغه ديني فلسفه چې د يوه سړي روح په اوو بېلابېلو کالبدونو کې د اوه ځله لپاره ژوندۍ کيږي، او يو انسان اوه ځله په بېلابېلو څيرو کې ژوندي کيږي، پکې تمثيليږي، د کلتوري پيغام تر څڼګ د هرې ډرامې مرکزي پيغام دا دي چې د يوه انسان روح په بېلابېلوجسمونو کې ننوځي او ژوند وربښي . که د يوې افغانۍ کورنۍ يو لس کلن زلمي له خپل پلار نه دا پوښتنه وکړي چې پلاره ! نو موږ به بيا هم ژوندي کيږو لکه (سندرا !) لدې څخه موږ کولاي شو د دې ډرامو اغيزه په خپلو هغو کورنيو کې انځور کړو چې اکثريت ئې سواد نه لري او ديني پوه ئې ډيره کمه ده، او د دې ډرامو د ليدلو شرايط د بې وزلي سره سره ورته مهيا شوي دي. دا چې په لباس، خوراک څښاک کې د دې ډرامو تر اغيز لاندې راشو دا خو حتمي ده، زه په ټول باور ويلي شم ،چې زموږ په افغاني ټولنه کې به د سندرا، دلهن، ساغر ... او داسې نور نومونه پيدا شوي وي، هندي لباس خو په پراخه کچه رواج او د افغاني ټولنې دفيشن او سينګار اړينه برخه ګرځيدلي، د هندوانو په څير پر ټنده دخالونو ايښودل خو زموږ په اصيله ټولنه کې دهر چا تر سترګو کيږي.
دا خو پردي فرهنګ او دود دي چې زموږ ټولنې ته يې لاره موندلې ده، تر دې هخوا هڅې روانې دي تر څو زموږ اصيل ديني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې را شي او د ناوړه بدلون په لور په حرکت کې شي، د بيلګې په توګه د روژې په مبارکه مياشت کې موږ ټول د هغه سپيځلي او وياړلي اسلامې تاريخ د شخصيتونو د تجسيد له مسالې سره مخ شوو، چې د فقهي اړخه جواز نه لري، خو کومې ډرامې چې په ډير فخر او وياړ د افغاني ټلويزنونو له لوري ليدونکو ته په روژه کې وړاندې شوې، هغه اسلامي ارزښت يې چې د څورلسو پيړيو را هيسې په خپل حال پاتې وو د ناوړه بدلون په لور په حرکت کې کړ يعني د اسلامي شخصيتونو تجسيد او تجسيم .
زموږ په ذهنونو کې د پيغمبرانو او د صحابه وو کرام د سپڅلېو څيرو بديلې څيرې مجسمې شوې کومې چې د اسلامي حکمت پر بنسټ بايد همدا راز پټې پاتې وي، تر څو يې دعظمت او لويوالي تابتيا زموږ په ذهنونو کې محفوظه او خوندي پاتې وي، او له دې لارې مو د الله تعالي عظمت او لويي درک کړې وي. په اسلام کې اصل دا دي چې ارزښت تر شخص وړاندې دي له همدې کبله په اسلام کې تر شخص وړاندې ارزښتونو ته لومړيتوب ورکول کېږي ،د بيلګې په توګه کوم مهال چې عمر رضي الله تعالي عنه د اسلام تاريخ وټاکه هغه يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم له وفات څخه نه بلکې د هغه د هجرت ځخه وتاکه، تر څو د ارزښت درناوي شوي وي ،نه د شخص.
دا هغه اصل او ارزښت دي چې د څورلسو پيړيو په اوږدو کې په خپل حال پاتې ؤ او اوس د بدلون په حال کې دي ، ديادونې وړ ده چې ډيري د دغو تاريخي ډرامو چې پکښې د پيغمبرانو او صحابه وو کرامو شخصيتونه تجسيد شوي دي د ايران داسلامي جمهوريت له لوري تمويلېږي.
دا شرايط څوک برابروي ؟ دا د يو منظم پلان په پايله کې د بردیو د فرهنګ د ترویج په موخه په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د غربي حضور په موجوديت کې برابريږي!، د مختلفو مصلحتونو په پايله کې لويديځ د افغانستان کلتوري فضا ايران او هند ته پرانیسته ده!، اوله بده مرغه د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزارت په مشرۍ دا پلان په وړاندې روان ؤ ، دا وزارت پر ځاي د دې چې ټولنه له پردي يرغل و ژغوري په خپله ټولنه د بربادۍ او تباهۍ کندې ته راکاږي، داسې انګېرل کېږي چې زموږ د دولت څلورم ځواک تر دې وړاندې د پردیو په واک کې ؤ .
د مطبوعاتو په عرف کې د لويديځ د قانون سره سم د بيان آزادي هغه اصل دي چې بايد په هيڅ ډول تر پښو لاندې نه شي ، خو دا پرمختللي هيوادونه هم د خپل کلتور، دود او ملي امنيت لپاره د ژورنالزم په وزارتونو کې د کنټرول څانګې لري تر څو هغه مواد چک کړي چې عام وګړي ته د رسنيو له لارې رسيږي، د لوديځ دنړۍ مشهورې ورځپانې لکه ټايم، نيوزويک، واشنګټن پوست ... هم تر خپريدو وړاندې چک کيږي او همدا راز د نړۍ ټول هيوادونه دا د مطبوعاتو د کنټرول څانګې لري، تر څو وکولاي شي د عام وګړي فکر، کلچر، عقيده ، اخلاق ... په هغه چوکاټ کې وساتي چې د هغه هيواد له ملي او ديني هويت سره مطابقت ولری .
خو له بده مرغه تر دې وړاندې زموږ په ویاړی هیواد کې د خپل څلورم ځواک به کړنو کې دا راز کومې کړنې نه تر سره کیدې، موږ په داسې چې د څلورم ځواک نوې رهبری ته مبارکی وایوو، هیله من یوو، چې دې چارې ته پوره پام لرنه وکړي، د وزارت به چوکاټ کې د رسنیو د کنترول او څار اداره به ټول جدیت سره فعاله او افغانی تولنې ته د زموږ د ملی او اسلامی ځانګړتیاوو سره سم ذهنیت ورکړی، تر څو د یوه خپلواک هیواد به توګه زموږ ملی او اسلامی هویت خوندی پاتې وي.