د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ائتلافي حکومت دې د پروژوي رسنيو مخه ونيسي

محبوب خان باک 25.04.2015 21:57

خو له بده مرغه چې په افغانستان کې ميډيا خپل توازن او خپلواکي توب لا هغه شان ندی ساتلی کوم چې ورلپاره معيار دی دلته د رسنۍ تعريف ددېموکراسۍ برعکس شوی دی او عمل هم پرې کېږي دلته رسنۍ د خلکو لخوا دخلکو په خلکو دخلکو توهين اويا هم سپکاوي ته وایی.
موږ په افغانستان کې په تېریو ۱۳ کلونوکې نږدې ۶۰۰ تصويري،صوتي ،چاپي او انلاين رسنۍ لرو چې هريوه يې په يوچا پورې تړلې وي او ټولې په هغه شان ګډېږي چې باداران يې ورته ډول وهي،دلته دخپل هېواد منافع په نظر کې نه نيول کېږي اونه هم څوک دملي ګټوپه نامه کوم څه ته په احترام سره قايل دي ‎،همېشه خلکو خپلې ګټې او دهغو ګټې په نظر کې نيولي او قربانۍ يې ورلپاره ورکړي دي کومې افغانستان ورانول غواړي ،دهغه چالپاره کار کوي چې دلته بهرني کلتور راوړي،دلته ديوچا توهين کوي اودلته ديوچا د عزت لوپټه له سره غورځوي.
دافغانستان د رسنيو له ډلې څخه يوه هم د طلوع شبکه ده چې په خپل تشکيل کې،طلوع،طلوع نيوز،لمر،ارمان ايف ايم،اراکوزيا،لپېس،موبي ګروپ،باربد اونور لري چې ټول يې د قومونو اومليتونو توهين لپاره پروژې اخلي اوبيا يې عملي کوي ،هغه څوک چې په دې رسنيوکې کار کوي هغوی هم قسمي شوی دی چې هېڅلکه به د خپل هېوادملي ګتو لپاره ژمن نه اوسي اونه به يې هم د بقا او ترقۍ لپاره کار کوي،ددې نېټورکونو کار کوونکو ديوه اوهغه خدای بنده ګي پرېښي چې پيداکړي يې دي اوپنا کوي يي بلکې دوی دهغه چا بنده ګي کوي چې په دې نېټورک کې يې دوی ته د څو روپيو تنخوا زمه وهلې اودوی خپل راتلونکی په همدې کې ګوري.
داسمه ده چې په افغانستان کې هم د بيان ازادی ده خو دبيان ازادي په دې معنی نده چې يومحترم او دقدر وړ شخص،قوم ،مليت او وګړي دې د يوه کوڅه ډب شخص لخوا وښکنځل شي ،توهين دې يې وشي،هغوی ته دې سپکې سپورې وويل شي، په ګردي مېزونوکې بېسوادان را غوښتل کېږي اوبیا خلکوپسې ور شکارل کېږي او خلک پرې داړي،چې دا واقعاً له دې ملت او ولس سره ستره جفا ده او په دې کار سره دغه رسنۍ خپل نوم هم نه شي ساتلی .
تېره ورځ دطلوع نيوز په يوه صحنه یی پروګرام کې د کمال ناصر په نوم يو د عقل او زده کړو دښمن ناست ووچې د هېواد يو لوی او مخور پشه یی قوم ته يې دېر سپکاوی وکړ،ويل يي چې دا څوک دی چې راوړل کېږي او په ولاياتوکې دندی ورکول کېږي اصولي وويل چې پشه یان غرونو خلک دي او بايد هماغلته پاتې شي ددوی څه کار دی چې ابادې ته راښکته کېږي او بيا په دولتي چوکاټونوکې ځای پرځای کې.ي،فکر کوم داسې خبرې هغه څوک کوي چې خپله شخصيت اوعزت نلری نوځکه دبل په عزت لوبې کوي.
داکارونه چې دوی کوي اصلاً يې خپلې خبرې ندي اونه هم دومره دليل اومنطق لري دوی له شرابو او کبابو نور څه پېژني،دوی ته خو پروژې ورکول کېږي اوداهغه څوک دی چې په خپل سپي خپل خاوند خوري،دا هغه خلک دي دوه په جنګ اچوي اودا هغه خلک دې چې پرديو ښاديوکې کاڼي واروي، خو پکار رسنيوته داسی ده چې هرڅوک مېلمه کوي اويا يې بحث ته را غواړي بايد دهغوی خبرې په دليل اومنطق ولاړې وي اوبيآ یې ووايي او دوی هم بايد هغه څه خپاره کړي چې مستند وي یعنې په ثبوت ولاړ وي نه داسی څه چې له فتاوی خبری وکړی.
د ملي حکومت رهبري بايد درسنيو لپاره يوه ځانګړې پاليسي ولري ددوی کارونه بايد ارزيابي کړی، دخلکو له توهين کولو څخه يې بايدمنع کړي اونه هم بايد دا وخت ورکول شي چې خلکوته دخلکو لخواستونزې جوړې کړي.