د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناقانونه مهاجرتونو په وړاندې طرحه تصویب شوه

یاسر الهاشمی 23.04.2015 00:04

د اپريل په شلمه د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو وزيران په لوګزامبورګ کې بيرنې غونډه درلوده او په دې غونډه کې يي د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه لس ماده ییزه طرحه تصویب کړه.
د فرانس پرس اژانس د راپور پر اساس دغه طرحه د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه کې ډیره اغیزناکه ده. د غې طرحې پر اساس به د اروپا په سمندري او هوايې ډګرونو کې د پوليسو په شميره کې زياتوالی راشي.
د دې تر څنګ په دغه طرحه کې راغلي چې اروپا ته څيرمه بحران ځپلي هيوادونو، په ځانګړی توګه ليبیا ته د ناقانونه کډوالو بيرته ليږلو لپاره به غړی هيوادونه لازم اقدامات تر سره کوي.
د طرحې له مخې ټولې هغه کښتی دې له منځه یوړل شي چې قاچاق وړونکي شبکې او ډلې ترې د انسانانو د قاچاق او ناقانونه مسافرتونو په تر سره کولو کې ترې کار اخلې.
فدريکا موګزينې، چې د اروپايي اتحاديې د بهرنی سیاست رئيسه ده، ویلي چې د نویو کړنلارو په وضع کولو کې به دغه طرحه موږ سره مرسته وکړي، نوموړی زياته کړې چې دغه طرحه به د همدې اونۍ تر پايه د اروپايي اتحاديي غړو هيوادونو ته واستوي.
د دې ترڅنګ د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو په ناسته کې دا هم وويل شو چې د غير قانوني مهاجرتونو مسئله به د روان کال د اپريل د مياشتې په (۲۳) تاريخ چې د پنجشنبې د ورځې سره سمون خوري د اروپايي اتحاديي د مشرانو په اضطراری غونډه کې، چې په بروکسل کې دايريږي، تر بحث لاندې ونيول شي.
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزریرانو وروسته له هغه په لوګزامبورک کې غونډه وکړه چې د حمل د مياشتي په ديرشمه نيټه د مديترانې په سمندرګي کې (۷۰۰) ناقانونه کډوالو خپل ژوند دلاسه ورکړ او داسې راپورونه هم شته چې دغه شميره به تر (۹۰۰) پورې لوړه شي.
میرمن موګزينې ویلې چې:
(( د مديترانې په سمندرګۍ کې وروستی پيښه د دې سبب شوه چې اروپایې اتحاديه د قاچاقبرانو د له منځه وړلو لپاره له پوره امکاناتو څخه کار واخلي، دا ځکه چې ناقانونه مهاجرتونه زموږ راتلونکی ګواښي.))
د رويټرز د خبرې مجلې د راپور پر اساس:
(( د مديترانې په سمندرګۍ کې د ډوبې شويو کسانو د جسدونو د موندلو لپاره عمليات جريان لري او د مالتا هيواد چارواکي ويلې چې د دې امکان شته د مړو شمیره تر ۹۰۰ پورته شي.
راپور زياتوي چې د روان عيسوي کال په لومړيو دريو میاشتو کې څه د پاسه (۱۸۰۰) تنو کسانو د مديترانې په سمندرګی کې خپل ژوند دلاسه ورکړی.))
د کډوالو نړیوال سازمان وایی چې د روان کال په لومړی ربع کې (۲۱۰۰۰) تنه په ناقانونه توګه اروپا ته راغلي، دا په داسې حال کې ده چې تير کال څه د پاسه (۱۷۴۰۰) تنه په ناقانونه لارو اروپا ته راغلی و او (۳۲۰۰) تنو په لاره کې خپل ژوند د لاسه ورکړی و.
منبع : رادیو فردا